د اونۍ خبره: د علماو وژنه د یوې منظمې پالسۍ برخه ده
10/11/2020 | خالد مشعل

Print


جید عالم او اسلامي دعوتګر محمد ایاز نیازی په خپل جومات کې د ځای په ځای شویو چاودېدونکو توکو د انفجار له امله شهيد شو. لوی عالم او په اسلام مین نیازی صاحب له تېرو دوه لسیزو را په دېخوا په افغاني ټولنه کې خلک د اسلام بشپړ تنفیذ او د ظالمو  حکامو د هر ظلم او خیانت په وړاندې درېدلو ته را بلل او د ولس په سالم تثقیف او تربیت کې يې ستر نقش لوبولی دی.
عالمان د اسلامي امت ستوري دي او دوی د تاریخ په اوږدو کې د ټولنې په نهضت او اصلاح کې بنسټیز رول لوبولی دی. دا ديني عالمان وو چې د افغانستان مجاهد ولس یې د هر یرغلګر د تجاوز په ضد را پاڅولی او دغه د جهاد او سرښندنې خاوره یې د اشغالګرو له کثافت څخه پاکه کړې ده. اسلامي عالمان د ټولنې په ويښتیا، تثقیف او تربیه، د اسلامي شریعت په تطبیق، د جابرو حکامو په محاسبه او امر بالمعروف او نهی عن المنکر کې مهم نقش او تاریخي مسئولیت لري چې دوی خپل مسئولیت په پوره ایماندارۍ سره ادا کړی دی. په افغان ولس او ټول اسلامي امت کې به د علماو رغنده نقش او ځایګی د تل په څېر بې ساری او د ستایلو وي.
په افغانستان کې د متنفذینو (مشرانو) او علماو سیستماتیکه او ځنځیري وژنه له ۲۰۰۱ کال را په دیخوا روانه ده چې په ترڅ کې په سلګونه متنفذین، قومي مشران او علما په ټول هیواد کې وژل شوي دي. دغه لړۍ د یوې منظمې برنامې له مخې تر سره کیږي چې  تر شا یې د امریکايي دولت او استخباراتو لاس دی. دوی دغه هدفي ترورونه په دې موخه کوي چې تر څو افغاني ټولنه له اغیزمنو څېرو لکه قومي مشرانو او علماو څخه خالي کړي. هغه خلک چې تل د خپل ولس په خوا کې ولاړ وو او د یرغلګرو او د هغوی د لاسپوڅي حکومت د ظلم پر ضد یې په مېړانه خپل غږ پورته کړی دی. دوی غواړي چې د افغان ولس برخلیک څو سیکولر او په غربي ثقافت روزل شویو افغانانو ته وسپاري چې هیڅ ډول اسلامي ارزښتونو ته ژمن نه دي او د افغان ولس په ځای، د غربي اشغالګرو ګټو او اهدافو ته ډېر متعهد دي.
امریکايي دولت او د هغوی لاسپوڅی افغان حکومت د علماو او متنفذینو په هدفي وژنو سره غواړي چې افغان ولس بې سرپوښه او بې سرپرسته کړي. ولس باید یو رښتينی او صادق لارښود ونه لري چې په سختۍ او آسانۍ کې خلک پرې راټولیږي. له قومي مشرانو او علماو څخه د امریکایي دولت او افغان لاسپوڅو سخته ویره وه او ده. دوی پوهیږي چې د قومي مشرانو (متنفذینو) او د حق علماو په شتون کې، د دوی هر شوم پرواګرام له ناکامۍ سره مخ کیږي.
د امریکا او افغان حکومت استخبارتي ادارې هڅه کوي چې افغاني ټولنه له اساسه بدله کړي. له خپلو ارزښتونو او اصولو څخه یې بل لوري ته و خوځوي. هغه موثر او ګټور اسلامي ارزښتونه او قواعد چې په تېرو پېړیو کې افغان ولس د هغو په رڼا کې په برم او عزت ژوند کړی و او ولس یې په محور راټول و، د سېکولرو ارزښتونو په ترویج سره له منځه یوسي.
دا یوازې شهید ایاز نیازی نه و چې د «نسل د بدلون» پالیسۍ له مخې په شهادت ورسید. دا ډول په سلګونه نور جید علما او قدرمن مشران د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د استخباراتي ادارو له خوا په مرموز او ظالمانه ډول په شهادت ورسیدل چې تر اوسه یې نه چا غم وکړ او نه یې قاتلین پیدا شول. او دا به وروستی بريد هم نه وي. دا لړۍ به تر هغو روانه وي، ترڅو چې په دې ولس کې جید او حق علما شتون ولري. د امریکا او افغان حکومت استخبارتي ادارې افغان ولس د اغیزمنو  علماو او قومي مشرانو  له شتون څخه پاکوي. ترڅو د افغانستان ولس د هغو سېکولرانو او په غربي ثقافت روزل شویو افغانانو  لاس ته ولویږي چې د امریکا او غرب له خوا قدرت ته رسیدلي او وروستی هدف یې د اسلامي ارزښتونو او افکارو له منځه وړل دي.
دا په ټول افغان ولس، علماو، قومي مشرانو او اغیزمنو اشخاصو ده چې د امریکایي دولت د « نسل د بدلون» پالیسۍ په ضد په یوه خوله ودریږي او پرې نږدي چې خدای مه کړه دغه ټولنه د جیدو علماو او سپېڅلو قومي مشرانو له شتون څخه تخلیه کړي. هغه وخت به بیا د افغان ولس برخلیک د هغو خاینو سېکولرانو په لاس کې وي چې د هر ډول اسلامي ارزښتونو او افکارو په ضد به کار کوي او هېواد به په دایمي توګه د امریکا اسارت ته غورځوي. هغه اسارت چې له مرګوني فساد، ظلم، وژنې او نفاق پرته، بل هېڅ له ځان سره نه لري.



   ارسال نظر