موږ دلته پر دې
زیات تخنیکي بحث نه کوو چې دا اعلامیه جعلي وه او داعش لاسپاک دی، ځکه اوس نږدې هر
څوک پر دې پوهیږي چې استخباراتي کړۍ د خپلو شومو موخو لپاره دغه ډول بریدونه کوي
او بیا خپله له نامعلوم آدرسه اعلامیه خپره کړي چې پکې ویل شوي وي، برید داعش کړی
دی. دوی په قصدي ډول داسې هدف په نښه کوي چې اسانه وي، خو تلفات پکې زیات وي او
ددې تر څنګ د خلکو کرکه او نفرت را وپاروي او د جګړې او وحشت په اور لا زیات تېل
وپاشل شي او ګرمه شي.
اصلي بحث دا دی چې
د اشغالګرو استخباراتي کړۍ د خپلو سیمه ییزو متحدینو او استخباراتي کړیو په مرسته
د خپلو سیاسي موخو لپاره هېڅ ډول پوله او سرحد نه مراعاتوي. دوی چې په ظاهره د
ښځو، ماشومانو او د بشر حقونو شعارونه ورکوي، د خپلو سیاسي موخو لپاره ښځې او
ماشومان وژني او د هغوی په وینو او غوښو سیاسي سوداګري کوي. که نه څوک چې لږ هم
ایمان ولري، څه ډول په تنکیو ځوانانو او ماشومانو په تعلیمي مرکز کې برید کولی
شي!؟ دا ښيي چې موږ له یو داسې دښمن سره مخ یو چې یوازې خپلې موخې ته رسېدو لپاره
هر ډول وحشت ته لاس اچولی شي، هېڅ حد نه پېژني، ښځې، ماشومان او نور بې ګناه
انسانان وژلی شي او د هغوی په وینو او غوښو سیاسي سوداګري کولی شي.
د افغانستان خلک
باید پوه شي، تر هغو موږ له دې وحشته نه شو خلاصېدلی، څو د غربي ښکېلاګرو هر ډول
حضور دلته ختم کړو. تر هغو چې دلته د غربي وحشیانو حضور وي او تر هغو چې دوی دلته
نظامي، سیاسي او ملکي ادارې ولري، نه به موږ امن شو او نه به هم ددغه ډول وحشتونو
مخه ونیول شي. له دغو وحشتونو او داعشي جنایتونو د خلاصون لپاره باید د اشغال هر
ډول حضور ختم کړو، که نه هغوی به موږ همداسې وژني او زموږ جومات، ښوونځی، پوهنتون،
روغتون او بل هېڅ ځای به خوندي نه وي. له همدې امله د احساساتي غبرګونونو او نورو
کارونو پر ځای باید ټول تمرکز د اشغال د رېښو پر ایستلو وکړو، څو موږ ته بېرته
امن، عزت او خپلواکي را وګرځي.