د اونۍ خبره: جمهوریت وسیله ده نه هدف
10/24/2020 | خالد مشعل

Print


 افغان دولت د خپلو پر له پسې ناکامیو او د سیګار ادارې له خوا  په مسلسله توګه د مالي او اداري فساد افشاګریو په سې، خپل ځان ته نوی دفاعي سپر او د اغواګری وسیله پیدا کړې ده. ولسمشر غني او د هغه مرستیالان او نږدې مشاورین په هره غونډه او خبرې ناسته کې، د جمهوريت، ډیموکراسۍ او ملي ګټو یادونه کوي او وايي چې جمهوریت  او ملي ګټې د دوی سرې کرښې دي او له جمهوریت څخه به په هر قیمت دفاع او ساتنه کوي. ولسمشر غني ادعا کوي چې ټولې کړنې یې د ملي ګټو په اصل ولاړې دي  او له هغو څخه یوه لویشت اخوا دیخوا نه ځي.
خو اصلي پوښتنه دا ده چې رښتیا هم افغان دولت/حکومت ته جمهوریت سره کرښه ده او هغه ورته له هرڅه مقدم دی؟ آیا په عمل کې د حکومت مشرتابه ملي ګټو ته ژمن دي که خپلو شخصي ګټو او قدرت ته؟
تېره ورځ (تلې ۳۰مه ۱۳۹۹) د جلال آباد ښار په ورزشي لوبغالي کې په زرګونه خلک د پاکستان ویزې د تر لاسه کولو لپاره را غونډ شوي وو. د خلکو د ګڼې ګوڼې او ټېل ما ټېل په ترڅ کې، دولس (۱۲) میرمنې تر پښو لاندې او مړې شولې. په خواله رسنیو کې د دې پیښې په هکله  ولس توند غبرګون وښود او حکومت یې په ناکامۍ او بې کفایتی تورن کړ. خو افغان حکومت د دې په ځای چې له خلکو بښنه وغواړي او خپله بې کفایتي و مني، په خلکو یې نیوکه وکړه چې نظم نه مراعاتوي او ولې په دې لوی شمیر راټولیږي. له بلې خوا، خلک مجبور دي. د هند، ترکې، اروپا او نورو پر مختللو هیوادونو ته د خپلو ناروغانو د لیږد وسه نه لري، نو د سخت ژوند او تش لاس له وجې، پاکستان ته ځي.
د دې ترڅنګ،د چهار شنبې په شپه د تخار ولایت د بهارک او خواجه غار ولسوالیو کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو په جګړه کې، ویل کیږي چې د حکومتي ځواکونو  شاوخوا ۸۰ سرتیري وژل شوي دي. د دې برید په ځواب کې، د افغان دولت هوایي ځواکونو د تخار مرکز د تالقانو د هزاره قرلق په سیمه کې، په یوه جومات هوایي برید وکړ چې په ترڅ کې د جومات ۱۲ کوچني زده کوونکي شهیدان شول. دا یوازې همدا دوه پیښې نه دي چې ورته ایشاره وشوه، بلکې هره ورځ د افغانستان په ګوټ ګوټ کې په لسګونه نظامیان او ملکي وګړي د روانې خپلمنځي جګړې او جنایي جرایمو په ترڅ کې وژل کیږي چې وروسته هغه یې د نیمروز مرګونې پیښه ده. خو حکومت یوازې تش شعارونه ورکوي او خلکو ته فریب ورکوي او دروغ وایي.
له جګړې او ناامنیو ور اخوا،  د مالي او اداري فساد په برخه کې افغانستان لا هم د تر ټولو فاسدو دولتونو په کتار کې ولاړ دی. د چهار شنبې په ورځ ولسمشر غني ولسي جرګې ته د خپلې کابینې د نویو وزیرانو د پیژندلو په غونډه کې و ویل چې په حکومت کې د یوه کوچني اقلیت  فساد ټول حکومت بدنام کړی دی او دی به هغه پیدا کوي او مخه به یې نیسي. خو دا هغه اقلیت دی چې د اشرف غني لومړنۍ حلقه جوړوي. دا هغه اقلیت دی چې اشرف غني ور باندې اعتماد لري او د حکومت ټولې چارې یې هغوی ته سپارلي او شخصا ده ته ګزراش ورکوي او له ده څخه هدایت اخلي. د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې (سیګار) روانه اونۍ د امریکا د ګانګرس د ۶۳ ملیارده ډالرو د مصرف په اړه خپل رپوټ خپور کړ چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره ځانګړې شوې وې. سیګار په دې راپور کې کاږي چې له ۶۳ ملیارده ډالرو څخه، نږدې ۱۹ ملیارده ډالر بې ځایه مصرف شوي او یا هم حیف و میل شوي دي. دا په نظام کې د مرګوني او سازماني فساد یوه نمونه ده. د اشرف غني د حکومت سازماني او قانونمند فساد، د افغان ولس ملا ماته کړې او عام ولس یې له مرګوني فقر سره مخ کړی دی.
په دې سربېره، جنایي جرایم نور خپل اوج ته رسیدلې دي. د کابل ښار نه نیولې، بیا تر مزار شریف، هرات، ننګرهار او کندوز پورې، عام ولس له جنایي جرایمو څخه تر پوزې رسیدلی دی. د پلازمینې اوسیدونکي له لمر ولیدو مخکې ځان خپلو کورونو ته رسوي. که لږ ځنډ شي، نو بیا کور ته تګ لوی قیمت لري. د افغان حکومت ناکامي تر دې ورسیده  چې اوس د ولسمشر لومړی مرستیال (امرالله صالح) را مخته شو او د کابل د امنیت د ټینګښت مسئولیت یې په غاړه واخیست.
له پورته یادو شوو ټولو ترخو او زړه بوږنونکو مسایلو سره سره، افغان دولت ځان بریالی بولي او په رڼا ورځ د خلکو په سترګو کې خاورې اچوي او د خپلو لاسته راوڼو یادونه کوي. په داسې حال کې چې د هر حکومت یو له اساسي دندو څخه، د وګړو دامنیت تأمین او د عامه خدماتو وړاندې کول دي. خو افغان دولت په دواړو مواردو کې په دایمي توګه ناکام او عامه خدمات یې په صفر حساب دي.
 افغان دولت له خپلو ناکامیو، فساد او بې‌کفایتیو نه جمهوریت، ډیموکراسۍ او ملي ګټو ته پنا وړي. د حکومت مشرتابه د خلکو د تېر اېستلو او فریب لپاره، ځان ته ښه سپر او پنا ځای پیدا کړی دی. د حکومت سپر او پنا ځای، جمهوریت او ملي ګټې دي. هغه دوه مفاهیم چې هیڅ‌کله په عمل کې نه دي لیدل شوي او نه د دوی د اجراآتو معیار ګرځېدلي دي.
په حقیقت کې، د اشرف غني حکومت نه په جمهوریت باور لري او نه هم په ملي ګټو. دوی یوازې په خپلو شخصي ګټو او قدرت باور لري. دوی د جمهوریت او ملي ګټو تر عنوان لاندې، خپل قدرت او شخصي ګټې ساتي. جمهوریت، ډیموکراسي او ملي ګټې هغه څیزونه دي چې د حکومت رهبري یې تر شا پټیږي او خلک ور باندې خطا باسي.
افغان ولس نور د حکومت په دروغو او فریب نه تېر وځي. د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس د اشرف غني د حکومت دروغ، چل او فریب په ښه  توګه درکوي. د دولت رهبري له خپلو شخصي ګټو او قدرت نه بغیر، نور په هیڅ شي باور نه لري. جمهوریت، ډیموکراسي او ملي ګټې هغه تش او بې معنا الفاظ دي چې دوی د خپلو ناکامیو د پټولو ابزار ګرځولي دي او ورته پنا وړي.
ډیموکراسي او ډیموکراتان له دروغو، منافقت او عوام فریبی پرته، نور هیڅ‌شي باندې فکر نه کوي. دوی له خپل ولس سره صادق نه دي. عام ولس ته دروغ ویل او فریب ورکول، د ډیموکراتانو اصلي روحیه ده. تر څو چې ډیمکراتیک جمهوري نظام په موږ حاکم وي، نود روانو دروغو، فریب او خیانت لړۍ به روانه وي او په پر له پسې توګه به حکومتونه بدلیږي، خو رښتینی بدلون او روڼتیا به د خلکو په ژوند کې و نه لیدل شي. افغانستان بنیادي بدلون ته ضرورت لري. هغه بدلون له اسلام او اسلامي نظام پرته، ممکن نه دی. ځکه شل کاله مو ډیموکراسي او جمهوریت تجربه کړ. خو له فساد، ظلم، خیانت، ذلت، وینه تویدنې او شدیدې ناامنۍ  پرته، بل شی مو و نه لید.




   ارسال نظر