شیخ عطا بن خلیل ابورشته
10/18/2020 |

Print


د حزب التحریر اوسنی امیر انجینر او د فقهې د اصولو عالم «عطا بن خلیل ابوالرشته»- ابي یاسین د ۱۴۲۴هـ.ق کال د صفر المظفر په ۱۱مه / د ۲۰۰۳م کال د اپرېل په ۱۳مه په حزب التحریر کې د مظالمو دیوان په وسیله د انتخاب پروسې له لارې د حزب‌التحریر امیر وټاکل شو.
عطاء بن خلیل بن احمد بن عبد القادر الخطیب ابو الرشته په (۱۳۶۲هـ.ق/ ۱۹۴۳م) کال کې د فلسطین په الخلیل ښار کې په یوه وړوکي کلي (رعنا) کې په یوه دینداره کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې. هغه لا په ماشومتوب کې په ۱۹۴۸م کې د انګلیس په مرسته او د عربو د مشرانو په خیانت د یهودو دولت په وسیله د فلسطین اشغال تجربه کړ. وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای الخلیل ښار ته نږدې د کډوالو کمپ ته ولاړ.
لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې په دغه کمپ کې وکړې او لومړنۍ شهادتنامه يې په ۱۹۶۰م کې په الخلیل ښار کې د حسین بن علي له مدرسې څخه تر لاسه کړه. وروسته يې په ۱۹۶۱م کې دویمه شهادتنامه په قدس شریف ښار کې له ابراهیمي مدرسې څخه واخیسته. بیا په (۱۹۶۱- ۱۹۶۲م) کال کې د مصر قاهرې پوهنتون په انجینرۍ پوهنځي کې شامل شو او په ۱۹۶۶م کې يې په ساختماني (سېول) انجینرۍ کې د لېسانس دیپلوم تر لاسه کړ. د پوهنتون تر فراغت وروسته څو کاله په ځينې عربي هېوادونو کې د انجینر په حیث په کار بوخت و. ابورشته د ښاري انجینرۍ په برخه کې د «الوسیط فی حساب الکمیات و مراقبة المباني و الطرق» په نامه کتاب هم تالیف کړی.
نوموړی د شلمې پېړۍ په نیمايي کې د منځنیو زده کړو په جریان کې له حزب التحریر سره یو ځای شو. هغه د اعلای کلمة الله لپاره د ظالمانو په زندانونو کې زیاتې شکنجې او فشارونه وزغمل او د حزب په ټولو اداري او تنظیمي برخو کې يې فعالیت وکړ؛ تر دې چې الله سبحانه وتعالی د ۱۴۲۴هـ.ق د صفر المظفر په ۱۱مه، چې د ۲۰۰۳م کال د اپریل له ۱۳مې سره سمون لري، د حزب امارت د ده په اوږو ورکېښود. دی تل د دغه دروند بار په وړلو کې له الله متعال څخه مرسته غواړي.
عطا بن خلیل ابورشته په اسلامي علومو کې لاندې کتابونه تالیف کړي دي:
د (التیسیر فی أصول التفسیر) په نامه د بقره سورت تفسیر
د فقهې په اصولو کې څېړنې (تیسیر الوصول إلی الأصول)
ځینې رسالې  
الأزمات الاقتصادية-واقعها ومعالجاتها من وجهة نظر الإسلام  (اقتصادي بحرانونه، واقعیت او حل لارې يې د اسلام له نظره)
الغزوة الصليبية الجديدة في الجزيرة والخليج (په جزیره او خلیج کې نوې صلیبي جګړه)
سياسة التصنيع وبناء الدولة صناعياً (د صنعتي کېدو سیاست او د صنعتي دولت جوړول)
حزب د نوموړي په امارت کې تر اوسه لاندې کتابونه خپاره کړي دي:
الف. من مقومات النفسية الإسلامية (د اسلامي نفسیې عناصر او ارزښتونه)
ب. قضايا سياسية - بلاد المسلمين المحتلة (د مسلمانانو د اشغال شوو خاورو سیاسي قضیې)
ج. تنقيح وتوسيع كتاب مفاهيم سياسية (د «سیاسي مفاهېم» کتاب اصلاح او پراختیا)
د. (أسس التعليم المنهجي في دولة الخلافة) په خلافت دولت کې د سیستماتیکو زده کړو اساسات
هـ. أجهزة دولة الخلافة في الحكم والإدارة (په حکم او اداره کې د خلافت دولت جوړښت)
هغه د پام وړ فعالیتونه چې د شیخ عطا د امارت موده کې شوي، هغه دا دي چې د ۱۴۲۸هـ.ق د رجب پر ۲۸مه چې د ۲۰۰۵م د سپټمبر له دویمې سره برابره ده، د خلافت د دردناک سقوط د کلیزې په اړه یې چې له هغې ورځې ۸۴ کاله وړاندې پېښه شوې وه؛ د نړۍ پر مسلمانانو غږ وکړ. حزب دا چیغه هغه ورځ د جمعې له لمانځه وروسته د نړۍ د مسلمانانو په ډلو کې پورته کړه، داسې چیغه چې په شرق کې د ارام سمندر په څنډو کې له اندونیزیا شروع په غرب کې د اقیانوس کبیر تر سواحلو ورسېده. دې چیغې عجیب اغېز درلود. پر دې سربېره حزب د حق نارې د پورته کولو لپاره نور ټولیز فعالیتونه هم تر سره کړل، چې کنفرانسونه، مظاهرې، سمینارونه او نور پکې شامل وو.
شیخ عطا د حزب التحریر د مطبوعاتي فعالیتونو د وحدت لپاره د لبنان په طرابلس کې مرکزي مطبوعاتي دفتر تاسیس کړ او عثمان بخاش یې د حزب عمومي ویاند وټاکه. د نړۍ په تېره بیا د اسلامي امت د مهمو قضیو نړیوال کنفرانسونه یې جوړ کړل. په فکري، سیاسي او فقهي برخو کې یې د امت ډېرو پوښتنو ته شرعي ځوابونه ورکړي دي. شیخ حفظه الله د سعودي، لېبیا، عراق، اردن او نورو ظالمانو په زندانونو کې د دعوت لپاره ډېرې سختې ورځې تېرې کړې دي. ابوالرشته په ډېرو نړیوالو کنفرانسونو کې د پرانیستې بیانیې په خپل غږ وړاندې کړې دي او د اسلامي امت د مبارک انقلاب په ځانګړې توګه د شام انقلاب په جریان کې یې مخلصو انقلابیانو ته ځانګړې بیانیې ورکړې دي.
دا هم د هغو دریو شخصیتونو لنډه پېژندنه وه، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه د نوي دعوت تاریخ په دریو مختلفو دورو کې یې درې ډوله مسوولیت بشپړ او ادا کړی دی.
لومړي امیر: حزب تاسیس کړ او حزبي تکتل حزبی رامنځته کړ.
دویم امیر: مبارزه وکړه او دعوت یې په ډاګه کړ.
درېیم (اوسني) امیر: طلب النصره وکړه او د الله سبحانه وتعالی په اذن سره به ژر تر ژره نصرت تر لاسه کړي.




   ارسال نظر