مطبوعاتي اعلامیه
له امریکا نه د سولې او آرامۍ تمه له شیطانه د هدایت د
تمې په څېر ده!
پر داسې مهال چې د بینالافغاني سولې خبرې اترې د قطر په
دوحه کې روانې دي، په افغانستان کې جګړه زیاته شوې او په وروستیو کې په شرقي ولایتونو
ننګرهار او لغمان کې د دوو خونړيو چاودنو له امله لږ تر لږه ۲۳ کسان ووژل شول او
تر ۹۰ زیات ټپيان شول. دواړه اړخونه یو پر بل د لوړتیا لپاره جګړه او خبرې اترې
هممهاله پر مخ وړي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې
دوی د افغانستان د جګړې بار له خپلو اوږو ټيټ کړی دی. د افغانستان د سولې لپاره د
امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې چې تر دې
وروسته افغانان امریکا نه شي پړه کولی. هغه حتی ویلي چې د بینالافغاني خبرو اترو
د بریا لپاره هېڅ تضمین نشته او که دغه خبرې اترې مطلوبې پایلې ته ونه رسېږي، په
افغانستان کې د ۹۰مې میلادي لسیزې په څېر د کورنۍ جګړې احتمال ممکن دی.
د حزبالتحریر ـ ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر د قضیې د
مختلفو اړخونو د روښانه کېدلو لپاره لاندې ټکي مهم ګڼي:
اول: امریکا په افغانستان کې خونړۍ جګړه پيل کړه، د خپلو ګټو لپاره یې دوې لسیزې دوام
ورکړ او اوس یې ظاهراً داسې پای ته رسوي، چې یوازې خپلې ګټې یې تضمین شي. حتی که
افغانستان د جګړې په اور کې هم وسوځي؛ خو چې د امریکا ملي ګټو، نظامي تاسیساتو،
ملکي ادارو او د امریکايي اتباعو ژوند ته زیان ونه رسېږي، امریکایان اصلاً ځان
مسوول نه ګڼي.
دویم: د امریکا دریځ د سولې په قضیه کې هم منافقانه او دوهګونی دی. بینالافغاني
خبرې اترې داسې مدیریت کوي، چې د دواړو مرکچي اړخونو تر منځ د جدي اختلافونو او کشمکشونو
لامل شي او په پای کې د منځګړي په رول کې قضیې ته ننوځي، څو اختلافونه حل کړي.
امریکا په خپل دغه کار سره غواړي نړیوالو ته داسې پيغام ولېږدوي، چې په افغانستان
کې د ستونزو اساسي لامل امریکا نه، بلکې خپله افغانان دي، چې په مهمو مسایلو کې
هوکړې ته نه رسېږي. که د امریکا لاسوهنه نه وي، دوی خپلې چارې هم نه شي تنظیمولی.
په داسې حال کې چې امریکا په افغانستان کې د وروستۍ ۴۰ کلنې جګړې یو اصلي اړخ دی،
چې په خپلو څو ګونو سیاستونو یې دغه خاوره بحران او تفرقې ته ټېل وهلې ده.
د افغانستان مسلمان او مجاهد خلک باید د سولې او جګړې د
ختمېدو په شعارونو ونه غولېږي او تل باید په یاد ولري چې له امریکا څخه د سولې او
آرامۍ تمه داسې ده لکه له شیطانه د هدایت تمه. مانا دا چې د امریکا سوله د جګړې
بله پاڼه ده. په واقعیت کې د افغانستان جګړه یوازې په خبرو اترو او د هوکړو په
لاسلیکولو نه حل کېږي، ځکه د افغانستان ستونزه یوه کورنۍ ستونزه نه، بلکې یوه سیمهييزه
او نړیواله ستونزه ده او په سیمه کې د امریکا د حضور تر مهاله به دا جګړه دوام
لري. دا د افغانستان د مسلمانو خلکو او اسلامي ډلو مسوولیت دی، چې په سیمه کې د
امریکا او غرب سیاسي، نظامي، استخباراتي او اقتصادي نفوذ له منځه یوسي او د –راشده
خلافت دولت– تر واحد چتر لاندې په راټولېدو سره خپل برخلیک په لاس کې واخلي او خپل
فکري او سیاسي وحدت تضمین کړي.
د حزبالتحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر