Pashto Farsi


ولې استخباراتي حضور د سولې د خبرو برخه نه دی!؟
07/06/2019 | زمری افغان

په افغانستان کې د پراخ استخباراتي حضور په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خبرو وروسته اوس دا پوښتنې را پورته شوي چې امریکا په افغانستان کې څه ډول استخباراتي حضور لري؟ ولې په دې اړه د سولې په روانو خبرو کې بحث نه کېږي؟ ددغه استخباراتي حضور راتلونکی به څه وي؟
له ۲۰۰۱ کال وروسته امریکا په افغانستان کې پراخ استخباراتي جال غوړولی دی. ګڼ استخباراتي کارکوونکي او استخباراتي قراردادیان د افغانستان په ګوټ ګوټ کې په جاسوسي او نظامي فعالیتونو بوخت دي. په افغانستان کې د امریکا د استخباراتي حضور په اړه کم څه ویل شوي. په دې اړه هغه وخت یو څه بحثونه را پورته شول چې په خوست کې د امریکايي استخباراتو په اډه کې برید وشو چې پکې ۱۱ استخباراتي کارکوونکي ووژل شول. دا له دویم نړیوال جنګ وروسته د امریکا استخباراتو ته په یو ځل ډېره اوښتې مرګ ژوبله وه. له دغه برید وروسته ښکاره شوه چې کله امریکايي استخبارات په یوه ولایت کې دومره ډېر کسان لري چې یوازې په یوه برید کې یې ۱۱ کسان وژل کېږي، نو په نورو ولایتونو کې به هم ډېر کسان ولري او په دې سره به دا شمېره ډېره لوړه ولاړه شي.
په افغانستان کې د امریکا د استخباراتي حضور پر کمېت او کیفیت څوک ډېر نه پوهېږي، خو امریکايي استخبارات په دوو برخو کې فعالیت کوي. لومړی: امریکايي استخبارات په جاسوسي فعالیتونو بوخت دي. په دې کې خپله امریکايي وګړي، د نورو هېوادونو اتباع او افغانان شته چې د امریکا لپاره استخباراتي معلومات را ټولوي او هغوی یې بیا د سیاسي او نظامي موخو لپاره کاروي. دویم: امریکايي استخبارات په نظامي فعالیتونو کې هم بوخت دي. همدا اوس امریکايي استخبارات مخامخ په افغانستان کې نظامي فعالیتونه کوي. په ځینو ځایونو کې پټ بریدونه کوي، په ځینو ځایونو کې ځانمرګي تنظیموي چې بیا یې پړه پر وسله والو مخالفینو اچوي. قومي مشران او بې ګناه خلک وژني. د امریکايي استخباراتو بل ستر نظامي کار د بې پیلوټه الوتکو په واسطه بریدونه دي. بې پیلوټه الوتکي د پنټاګون له خوا نه، بلکې د سي ای اې له خوا رهبري کېږي چې په افغانستان کې یې ګڼ خلک وژلي دي.
اوس چې په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ خبرې روانې دي، نو پر دې بحث روان دی چې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او ټولې اډې یې وتړل شي، خو پر دې بحث نه کېږي چې د امریکا استخباراتي حضور به څنګه کېږي. کله چې ټرمپ د ځواکونو له وتلو وروسته د پراخ استخباراتي حضور خبره کوي، نو ښکاره ده چې که امریکا د ځواکونو وتل هم ومني، نو استخباراتي حضور به ولري. اوس ښايي طالبان دا استدلال وکړي چې کله امریکايي ځواکونه ووځي او دوی واک ته ورسیږي، نو استخباراتي حضور به هم ورسره ختم شي. که داسې وشي، خو ښه ده، خو پکار ده چې د امریکا استخباراتي حضور ته جدي پام وشي. استخباراتي حضور تر نظامي حضور خطرناک دی او د اشغال د خاتمې لپاره باید استخباراتي حضور هم ختم شي. د استخباراتي حضور ټول ډولونه، نظامي او جاسوسي او ټول کارکوونکي باید له افغان خاورې و ایستل شي. له دې پرته به اشغال، نا امني او زموږ کړاو دوام کوي.


   


   ارسال نظر