مهم
Pashto Farsi


راتلونکې جرګه، اهداف او شونتیا
04/15/2019 | زمری افغان

ټاکل شوې چې د ثور په نهمه د سولې مشورتي جرګه جوړه شي. ددې جرګې هدف څه دی او څوک ترې ګټه اخلي؟
د سولې په خبرو کې ګډ حکومت څنګ ته شوی دی او امریکا له ته پراخ خدمت سره سره، داسې ښکاري چې نور امریکایان اشرف غني ته شا کوي او د هغه ماموریت ختمیږي. اشرف غني چې په پوره اخلاص او مینه یې د امریکا خدمت کړی، له دې انزوا ځوریږي، نو غواړي په ځینو مسایلو کې داسې موقف ونیسي چې له یوه اړخه امتیازات تر لاسه کړي او له بله اړخه د خپلو کړو کارونو له حسابه ځان خلاص کړي. ددې لپاره چې د اشرف غني دریځ نه په افغان ولس کې مینه وال لري او نه یې امریکا خوښوي، نو دا دریځ کمزوری دی. ددې لپاره چې غني خپل دریځ پیاوړی کړي او خپل نظر د ولس نظر وښيي، نو ځکه غواړي جرګه جوړه کړي. دې جرګې ته به حکومتي او حکومت پلوه کسان راځي، نو طبیعي ده چې حکومتي خبره به کوي او هغه څه به وايي چې اشرف غني یې غواړي. په دې ډول اشرف غني غواړي، خپل دریځ ته ولسي رنګ ورکړي.
داسې ښکاري چې د اشرف غني دا هڅه هم بریالۍ نه ده، ځکه چې ډاکټر عبدالله او ملګرو یې دا جرګه تحریم کړه. له ډاکټر عبدالله وروسته حکمتیار هم پرجګه نیوکې کړې دي او هغه یې بې ګټې ګڼلې ده. له دې وروسته د اشرف غني بل سیال حنیف اتمر هم جرګه ناسمه ګڼلې او ګډون یې پکې رد کړی دی. په دې ډول جرګه لا زیاته پیکه شوې ده او داسې نه ښکاري چې اشرف غني به له دې جرګې هغه استفاده وکړي چې غوښتل یې.
دا هم د هېرولو نه ده چې د وروستیو سیاسي دریځونو تر شا به د امریکا لاس وي، څو اشرف غني او هڅې یې لا زیاتې کمزورې کړي. له دې امله چې اشرف غني د ولس د ارادې څرګندونه نه کوي، نو ځکه پر ولس هم ډېر تکیه نه کوي او چې پوره ولسي خلک جرګې ته را نه شي، نو د اشرف غني هڅه به لا زیاته پیکه شي. دا هم د هېرولو نه ده چې په جرګه کې ښايي داسې مسایل مطرح شي چې امریکا یې غواړي. د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې، پر ډیموکراسۍ ټینګار، د بیان ازادي، د ښځو حقونه او نور مسایل به داسې پکې مطرح شي چې بیا یې امریکا له طالبانو سره په خبرو کې پر هغوی د فشار په توګه وکاروي.
په لنډ ډول ویلی شو چې جرګه د اشرف غني غوښتنه ده او غواړي چې د سولې په چاره کې خپل دریځ ته ولسي رنګ ورکړي، خو امریکا او سیاستوالو داسې ګامونه اخیستي چې اشرف غني به هغه څه تر لاسه نه کړي چې د څه لپاره یې جرګه را بللې ده.

زمری افغان


   


   ارسال نظر