مهم
Pashto Farsi


د حکم(شرعي دلیل) علت
01/31/2019 | عطاء ابن خلیل ابوالرشته

 (ژباړه)

پوښتنه:
السلام علیکم، الله سبحانه تعالی دې پر تاسو برکت واچوي!
زموږ شیخه! زما پوښتنه دا ده، چې ایا د حکم(شرعي دلیل) علت له دې څخه استنباط کېدلای شي: (ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ) ژباړه: «دا ډېره مناسبه کړنچاره ده، ترڅو هغوی (د آزادو او قدر وړ ښځو په توګه) وپېژندل شي او ونه ځورول شي»؟
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته
دا آیت د جلباب د فرضیت د حکمت په اړه دی، نه د حکم د علت په اړه. وضاحت یې په لاندې ډول دی:
۱- لکه څرنګه چې د ۲۰۱۸م د جولای د لسمې نېټې پوښتنې ته په ځواب کې یادونه شوې ده، د دغه آیت د نازلېدو دلیل دا و، چې پرې آزادې(حرایر) ښځې له هغو ښځو څخه چې وینزې(اماء) دي، جلا شي. جلباب پر وینزو ښځو باندې نه دی فرض شوی. ځینو منافقینو پر وینزو ښځو تیری کاوه او بې حیا الفاظ یې ورته کارول، ځکه دوی پوهېدل چې د وینزې ښځې(اماء) ځورول د آزادو ښځو(حریې) په پرتله لږ جزا لري. نو کله به چې کوم څوک له دې امله چې آزادې ښځې ته یې ناوړه الفاظ کارولي وه محکمې ته وړاندې شو نو هلته به یې ویل: ما ګمان کاوه چې دا یو وینزه ده، نو له همدې امله به ده ته لږ جزا ورکړل شوه.
بیا آیت را نازل شو او دوی یې له دې بهانې خلاص کړل، ځکه نو دا پر آزادې مومنې ښځې فرض شوه، چې خپل ځان له وینزو ښځو څخه د جلباب په اغوستلو سره بېلې کړي او د پښو تر کښته برخې پورې یې پر ځان را وغوړوي، بیا به دوی (منافقین) دا نه شي ویلی، چې موږ ګمان کاوه دا یو وینزه ښځه ده او د دوی لپاره جزا نه کمېږي، ځکه دوی ته کومه بهانه پاتې نه شوه.
ابن سعد په طبقات کې روایت کړی چې ابو مالک ویلي: «د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمنې چې به کله په شپه کې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بهر ته وتلې، نو ځینو منافقینو به دوی ته ناوړه الفاظ کارول او ځورولې به یې. کله چې به منافقین له جزا سره مخامخ شول دوی به ویل: موږ یوازې دا کار له وینزو ښځو سره کوو، بیا دغه آیت را نازل شو:

﴿يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ﴾
[احزاب: ۵۹]
ژباړه: اې پېغمبره! صلی الله علیه وسلم خپلو مېرمنو،لوڼو او دمؤمنانو ښځوته ووايه چې پرخپل ځان باندې دخپلوټكريو پلوونه خواره کړي. داډېره مناسبه کړنچاره ده چي هغوی وپېژندل شي اوونه ځورول شي.

  ځکه نو د آیت معنی دا ده چې آزادې ښځې له وینزو ښځو څخه بېلې شي او کښته لوري ته د جلباب خورول د دوی د پېژندلو لپاره دی.
(ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ) ژباړه: «دا ډېره مناسبه کړنچاره ده، ترڅو هغوی(د آزادو او قدر وړ ښځو په توګه) وپېژندل شي  او ونه ځورول شي.» او دا د دې لپاره نه ده چې وپېژندل شي څوک ده. د تفسیر القرطبي په حواله(14/24).
الله سبحانه تعالی فرمایي:
(ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ) ژباړه: «دا ډېره مناسبه کړنچاره ده، ترڅو هغوی(د آزادو او قدر وړ ښځو په توګه) پرې وپېژندل شي  او ونه ځورول شي.» یعني الحرایر(ازادې ښځې)، نو ځکه دوی باید له اما‌ء(وینزو ښځو) سره ګډې نه شي... او له دوی څخه غوښتنې پرې شولې او معنی یې دا نه ده چې معلومه شي ښځه څوک ده.
۲- د علت(دلیل) او حکمت ترمنځ توپير شته؛ علت د تشریع( قانون جوړونې) په تړاو باعث(هڅوونکی) رول لري چې له نص څخه هم څوک پرې پوهېدای شي- لکه څرنګه چې مو مخکې څرګنده کړه- خو ځينې نصوص شته چې په هغوی کې د علت مانا د علت د استعمال شویو اداوتو( تورو) یا د ترکیب پر بنسټ له ورایه ښکاري، خو نورې قرینې له ورته نص یا له بل نص څخه د تعلیل یا علت مانا بدلوي او بله مانا ښندي چې د شارع(الله) مراد همدغه مانا ده چې له تشریع څخه یې غواړي او د تشریع لپاره یې له باعث(هڅوونکي) څخه نه غواړي.  دغه موخه یا پایله چې د حکم لپاره د شارع(الله) د ارادې او غوښتنې څرګندونه کوي د اصطلاح یا حکمت په نوم یادېږي، نه د علت ځکه دا باعث(هڅوونکی) د تشریع لپاره نه دی.
له همدې امله علت له معلول سره يوځای د هغه په شتون او نشتون پورې تړلی وي او هیڅکله پټېدلی نه شي، په داسې حال کې چې حکمت داسې نه دی، د بېلګې په توګه:
﴿لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ﴾ [الحج: ۲۸] ژباړه: د دې لپاره چې دوی خپلې ګټې ترلاسه کړي. ترڅو هغه ګټې و ویني چې د دوی لپاره موجودي دي.
﴿وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ﴾ [الذاريات: ۵۶] ژباړه: او ما پيريان او انسانان زما له عبادت کولو پرته بل څه ته نه دي پيدا کړي.
﴿إِنَّ الصَّلاَةَ تَنْهَى عَنْ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ﴾ [العنکبوت: ۴۵] ژباړه: په رښتیا سره لمونځ (لمونځ کوونکی) له فحشا او بد کارۍ څخه منع کوي.
د یادو نصوصو صیغې(الفاظ) له خپلو قرینو سره یو ځای چې په ورته نص کې یا له بل نص څخه وې، دا ښیې چې د حکم لپاره باعث(هڅوونکی) علت نه شي کېدای ځکه که داسې وای بیا به پټ نه وای. حکم له علت څخه نه شي پټېدای بلکې حکم د علت په شتون او نه شتون کې ګرځي را ګرځي له همدې امله حکم مشروع شوی. په داسې حال کې چې حکمت په ځينو حالاتو کې ښايي ترلاسه شي او په ځينو نورو حالاتو کې ښايي نشي ترلاسه، يانې کله ناکله ښايي پټ وي:
﴿لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ﴾ [الحج: ۲۸]. ژباړه: د دې لپاره چې دوی خپلې ګټې ترلاسه کړي. ... او ګڼ خلک حج کوي خو ګټې نه ترلاسه کوي.
﴿وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ﴾ [الذاريات: ۵۶] ژباړه: او ما پيريان او انسانان زما له عبادت کولو پرته بل څه ته نه دي پيدا کړي.
... او ډېر بنده ګان دي چې د الله سبحانه و تعالی عبادت نه کوي.
﴿إِنَّ الصَّلاَةَ تَنْهَى عَنْ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ﴾ [العنکبوت: ۴۵] ژباړه: په رښتیا سره لمونځ(لمونځ کوونکی) له فحشا او بد کاري څخه منع کوي.
او ځينې خلک لمونځ کوي خو له بدو کارونو څخه نه دي منع شوي.
له همدې امله پورته يادې شوې بېلګې د حکمت مانا ورکوي، نه د علت، ځکه دلته حکم کېدای شي پټ وي او د هر هغه څه لپاره دا سمون لري چې حکمت پرې د پلي کېدو وړ وي.
۳- اوس راشئ دغه مبارک ايات چې د پوښتنې اصلي منځپانګه ده، غور پرې وکړو:
الف: شرعي حکم له دې لارې په لاس راځي: (يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ) یانې په خپلو ځانونو دې څادرونه راتاو کړي، ځکه نو دغه شرعي دليل دی.
ب: د سورت احزاب له ۵۹ ايات څخه څرګنده ده چې (ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ) یانې دا به بهتره وي، ترڅو هغوی وپېژندلی شي او و نه ځورولی شي. دغه د دې حکم لپاره باعث(هڅوونکی) نه دی يانې دغه د جلباب لپاره اړین دلیل نه دی، له همدې امله علت هم نه دی، خو هغه پايله ده چې پر مټ يې جلباب ترلاسه شوی دی، چې همدغه د شارع الله سبحانه و تعالی موخه ده چې اراده یې لري.
ج: دغه پایله ښايې کله کله پټه وي، چې يوه حره(ازاده) ښځه ښايي جلباب واغوندي، خو وینزه ښځه نه وي چې له حرو(ازادو) څخه يې توپير وشي ترڅو ونه ځورول شي.
د: د احزاب سورت په ۵۹ ایت کې راځي: (ذَلِكَ أَدْنَى) یانې دا به بهتره وي، چې دغه خپله يو حکمت دی او د اصولینو په اصطلاح علت نه دی.
پورته ياد شوي هغه څه دي چې زه پرې پوهېږم او الله سبحانه و تعالی تر هرچا د حکمت څښتن او پوه دی.

پوښتونکی: محمد ابو یوسف
ستاسو ورور عطا بن خلیل ابو رشته


   


   ارسال نظر