مهم
Pashto Farsi


د روسیې پر وړاندې د اوکراین د نظامي خوځښتونو تر شا څه دي؟
12/30/2018 | حزب التحریر

پوښتنه:
امریکایي فاکس نیوز ته د اوکراین ولسمشر پیترو پروشینکو وویل: «د روسي پوله ساتو ځواکونو له لوري د کیرچ په تنګي کې، چې تور سمندرګی له ازو سمندرګي سره نښلوي، د اوکرایني جنګي بېړۍ په تم کولو سره روسیې د ده د هیواد پر وړاندې تېري کوونکې جګړه پیل کړې.» دغې پېښې ته په اشارې سره هغه زیاته کړه: «ښاغلیه پوتینه! دا کړنه تېری دی. ښاغلیه پوتینه! دا جګړه ده. دا ټوکې نه دي، نه هم کومه پېښه ده او نه هم کوم کړکېچ دی.» (Arabic.Sputniknews, 12/12/2018). روسیې اعلان وکړ چې روسي ساحلي ساتونکو د ۲۰۱۸م د نوامبر پر ۲۵مه درې اوکرایني جنګي بېړۍ نیولي او ادعا یې کړې چې دې بېړیو کیرچ تنګي ته څېرمه د کریمیا په ختیځ کې، چې دواړه تور او ازو سمندرګي سره نښلوي د روسیې د اوبو پر حریم تېری کړی. د دې تر څنګ اوکراین پر امریکا ږغ کړی چې پر روسیې لا نور سخت بندیزونه ولګوي، خو اروپایي ټولنې دا غوښتنه رد کړه. لا هم د دواړو لوریو تر منځ حالت نازک دی. د دې پېښو تر شا څوک دي؟ ولې هلته کړکېچ یو ځل بیا له سره پیل شوی؟
ځواب:
که د الله سبحانه تعالی خوښه وه، نو موږ به هغو پېښو ته چې د دې موضوع اړوند را منځته شوي او اوس هم پېښېږي بیا کتنه وکړو تر څو ځواب ومومو:
۱-  د ۲۰۱۴م په فبروري کې روسیې، امریکا او اروپا پر دې هوکړه وکړه چې د اوکراین پخوانی ولسمشر ویکتور یانکوویچ به په واک کې پاتې کېږي، ځکه دی روسیې ته ژمن کس و. که څه هم یو ځل هوکړه شوې وه، خو اړدوړ او بلوا زور واخیست او په وسلوال مقاومت واوښت، چې له امله یې یانکوویچ اړ شو څو روسیې ته وتښتي. بیا په ډاګه شوه چې لوېدیځ د دې پېښو تر شا و... روسیې درک کړه چې لوېدیځ تېر ایستلي دي او اوکراین یې له لاسه وتلی دی. ځکه یې نو له روسیې سره د کریمیا د یو ځای کولو اعلان وکړ او خپل پلویان یې په دونباس او ختیځ اوکراین کې را وپارول چې د دونسک او لوهانسک جمهوریتونو ترعنوان لاندې د خپلو سیمو خپلواکي اعلان کړي. ورپسې امریکا او اروپا پر روسیې بندیزونه ولګول او روسیه یې د جي اووه G-7 ډلې هیوادونو له ناستو څخه وایسته.
۲- امریکا د اوکراین د مسلح کولو غوښتنه وکړه، خو اروپا و نه منله ځکه اروپا پوهېده چې دغه مسلح کول به له روسیې سره کړکېچ رامنځته کړي او که دا کړکېچ لا تود شي، نو پر اروپا به اغېز هم وکړي... ځکه نو فرانسې او آلمان له روسیې سره اړیکه ټینګه کړه، ترڅو کړکېچ را کم کړي او یوه سیاسي حل لاره ورته ومومي. دوی د دریو هیوادونو تر منځ د ۲۰۱۵م د فبروري پر ۶مه د منسک تړون لاسلیک کړ او امریکا یې څنډې ته کړه. موږ د ۲۰۱۵ م د فبروري ۲۱ مې نېټې پوښتنې ته په ځواب کې هم دې ته اشاره کړې وه، هلته مو ویلي و: «اروپا (فرانسه او آلمان) وېره لري چې د امریکا په دریځونو کې به دغه تاوده پرمختګونه د اوکراین پر وړاندې د روسیې نظامي خوځښت ته لاره هواره کړي، دا به د اروپا لپاره شرمونکې وي که دوی د اوکراین تر څنګ ونه درېږي، په دې سره به په اروپا کې جګړې ته ورته حالت رامنځته شي، خو پر امریکا به کوم اغېز و نه کړي. همدا لامل دی چې اروپا اړ شوه ترڅو خپله هغه پالیسي واړوي چې پخوا له امریکا سره یو ډول وه او هغه له روسي ولسمشر سره اړیکه ټینګول و، ترڅو یوې سیاسي حل لارې ته ورسېږي او د اروپا او روسیې تر منځ د تودو خوځښتونو مخه ونیسي، دا هغه څه دي چې پېښ شول. اروپایي (فرانسوي او آلماني) رهبرانو پر دې اړه خبرې اترې کړي او په دې اړه د ۲۰۱۵م د فبروري پر ۶مه هوکړې ته ورسېدل. ورپسې میرکل د ۲۰۱۵ م د فبروري پر ۸مه واشنګټن ته ولاړه ترڅو اوباما په دې اړه خبر کړي، نه دا چې اجازه ترې واخلي... او دا څرګنده وه چې دا لمړی ځل و چې اروپا د یوې موضوع واګۍ په لاس کې اخیستی و، له دې پرته چې له امریکا څخه کوم شین څراغ تر لاسه کړي. د هوکړو د پلي کېدلو پاڼه د دریو واړو رهبرانو ولادمیر پوتین، انګلا مرکل، او فرانسوي ولسمشر فرانسوا هولاند له لورې تصویب او د ۲۰۱۵م د فبروري پر ۶مه د جمعې په ورځ نهایي شوه او یوازې څه چې پاتې شول هغه د اوکرایني ډلو را بلل و، لکه، د لاسلیک په موخه د ولسمشر او یاغیان. وروسته مرکل واشنګټن ته لاړه، ترڅو اوباما خبر کړي!
۳- دا کړنه د امریکا بلنه نه وه، که څه هم وروسته یې له تړون څخه خپل ملاتړ په ښکاره ډول اعلان کړ، خو نه د دې تړون د پلې کېدلو لپاره، بلکې د یاد تړون د محتویاتو د تشولو او ناکاره کولو لپاره. موږ د ورته پوښتنې په ځواب کې یادونه کړې: «د فرانسې او آلمان دریځ اوباما او د هغه اداره په پراخه توګه تر اغېز لاندې راوستې وه، چې د مونیخ په کنفرانس کې د کېري او میرکل تر منځ د لفظي شخړې لامل شوه، په خاصه توګه د امریکا د هغو بیانیو په اړه چې اوکراین ته یې د وسلو د برابرولو په اړه ورکړې او د اروپا له لوري رد شوې». موږ هلته ویلي و: «لکه څرنګه چې تمه کېږي، د دې شونتیا هم شته چې امریکا به د دې هوکړې د مخ نیوي په لار کې له ننګونو سره مخ شي که څه هم امریکا په اوکراین کې پلویان لري. که څه هم د اوکراین جمهوریت ولسمشر پروشنکو اروپا ته نږدې دی، خو دی همدا راز امریکا ته هم نږدې دی... او کولای شي اوضاع له دریو څخه په یوه شي او یا په ټولو دریو شیانو کړکېچنه کړي:

- د اوکراين لپاره د پرمختللو وسلو برابرول.
- اوکراین سره خبرې اترې کول چې د ناټو په تړون کې شامل شي.
- يا اوکراين ته د خپلو ځينو ځواکونو لېږل.
او دغه چاره د تړون او هوکړې خلاف عمل دی، ځکه چې ياد درې شیان یا کړنې روسيه پاروي او پر پرمختياوو باندې اغېز کوي او د تړون د ناکامۍ لامل ګرځي». د خبرو پای...
دا هغه څه دي چې پېښېدونکي دي؛ امريکا د تړون د ناکامه کېدو په هڅه کې ده او غواړي چې وضعيت ترينګلی کړي...
۴- وروستۍ پېښې هغه وخت رامنځته شوې، چې روسيې درې اوکرايني بېړۍ د هغوی له پولیسو سره يوځای ونيولې... له دې څخه داسې ښکاري چې اوکراين روسيه وپاروله او دا پارونه د امريکا له شنه څراغ پرته ناشونې ده، د روسيې د تاس(TASS ) خبري اژانس د ۲۰۱۸ م د نومبر پر ۲۵ مه راپور ورکړ: «درې اوکرايني بېړۍ په ناقانونه توګه د روسيې سمندري اوبو ته ننوتلې او په ډېرو خطرناکو مانورونو بوختې وې». په پای کې اوکراين له لوېديځ څخه د منځګړيتوب غوښتنه وکړه: «جرمني زموږ يو له نږدې متحدينو څخه دی، او موږ تمه لرو چې د ناټو غړي هيوادونه به ازو سمندرګي ته بېړۍ واستوي چې له اوکراين سره مرسته او هلته امنيت ډاډمن کړي». يادې څرګندونې اوکرايني ولسمشر پټرو پروشينکو د ۲۰۱۸م د نومبر پر ۲۹ مه د جرمني له بلډ ورځپاڼې سره وکړې. نوموړي همدا رنګه وويل: «پوتين هيڅ نه غواړي، خو غواړي چې د ازو سمندرګی په خپله ولکه کې ونیسي. يوازېنی ځواب د ده پر وړاندې د لوېديځې نړۍ يووالی دی... جرمني بايد پوه شي که موږ د پوتين مخه ونه نيسو نو د ده بل اقدام به څه وي...  موږ د روسيې تېري کوونکې تګلاره نه منو؛ لومړی يې د کريميا ټاپو او ورپسې يې ختيځ اوکراين او اوس پوتين غواړي د ازو پر سمندرګي باندې خپله ولکه ټينګه کړي. پوتين غواړي چې پخوانۍ روسي امپراتوري بيا ځلې ژوندۍ کړي، کريميا، دونبس، ټول زموږ هيواد غواړي».
ده زياته کړه: «مېرکل په ۲۰۱۵م په مينسک کې د خبرو اترو له لارې زموږ هيواد وژغوره، نو موږ تمه لرو چې د دوی اييتلاف به بيا موږ ژغوري»، خو جرمني په دې تړاو پوځي اقدام رد کړ. د جرمني لومړۍ وزيرې وويل: «يادې لانجې له پوځي لارې نه حلېږي...» (ډي پي اې، ۲۰۱۸ م د نومبر ۲۹ مه) او له پټرو پروشينکو څخه يې وغوښتل چې له زغم څخه کار واخلي او حالت عادي وساتي... اسناد او شواهد وړاندې کړي او بيا به وګورو چې څه پېښېږي...» او دې ژمنه وکړه چې په ارجنټاين کې به له پوتين سره پر يادې موضوع خبرې اترې وکړي. دې پر روسيې باندې د بنديزونو لګولو خبره رد کړه. «برلين پر روسيې باندې له اوکراين سره د شخړې له امله د اروپايي اتحاديې د بنديزونو لګولو پلوی نه دی، هغه هڅه کوي چې په شخړو کې کموالی راشي». د ۲۰۱۸م د ډيسمبر پر ۶ مه، د جرمني د بهرنيو چارو وزير له خپل اوکرايني سيال حيکو ماس سره تر کتنې وروسته په ايټاليا کې د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو وزيرانو په يوه کنفرانس کې يادې څرګندونې وکړې. ده زياته کړه: «زه فکر کوم چې سملاسي ناسمه ده چې د نويو بنديزونو په تړاو خبرې وکړو، ځکه چې د ترينګلتيا د کمولو په موخه هڅې کېږي...
د نويو بنديزونو په تړاو د جرمني له لوري هيڅ وړانديز نشته... زه فکر نه کوم چې د اروپايي اتحاديې ترمنځ به د بنديزونو په تړاو ګډ تفاهم شتون ولري» (رويټر، ۲۰۱۸ د ډيسمبر ۷ مه). جرمني او نور اروپايي هيوادونه د حالاتو په خړ پړتيا او اروپا ته د ياد حالت په زيان ښه پوهېږي، ځکه هغه نه غواړي چې پوځي اقدامات او بنديزونه سخت کړي، ځکه چې د روسيې او اروپا دواړو لپاره دا يو دوه اړخيز ګواښ دی.
۵- د امريکا درېځ معلوم دی چې د حالاتو د لا ترينګلتيا او د بنديزونو د لا سختوالي په لټه کې ده. د ۲۰۱۸م د نومبر پر ۳۰مه، ټرمپ له خپل روسي سيال پوتين سره په ارجنټاين کې له شلو صنعتي هيوادونو (G20) د سرمشريزې په څنګ کې خپله کتنه د اوکرايني بېړيو نيولو له امله لغوه کړه. ټرمپ له جاپاني لومړي وزير شينزو ابې سره تر خبرو وروسته د ارجنټاين په پلازمينه بونوس ايرس کې د روسيې له لوري د اوکرايني بېړيو د نيول کېدو په تړاو خبريالانو ته وويل: «موږ پر یادو پېښو خوښ نه یو او نه له یاد حالت څخه خوښ يو او هيڅوک هم خوښ نه دي» (RT Online, November 30, 2018 - Novosti).
د ۲۰۱۸م د نومبر پر ۲۷ مه د اوکراين لپاره د امريکا استازي کورت ولکر(Kurt Volker ) وويل: «د روسيې مشرتابه غواړي چې د مريپول بندر په ګډون پر يادو بندرونو باندې پرته له دې چې څوک لاسرسی ورته ولري، خپله ولکه ټينګه کړي... د روسيې د مهارولو هڅه خپله يوه لويه اندېښنه پيدا کوي او ده ټينګار وکړ، چې روسيه بايد پر ازو سمندرګي باندې د ۲۰۰۳م د بېړۍ چلولو تړون ته ژمنه پاتې شي... دی په دې باور دی، چې روسيه به د اوکراين په خاوره کې نوي ځمکني بريدونه ونه کړي، که داسې يو څه وشي دا به ډېر ویښوونکي وي...» (Ukraine Page, Al-Arabiya 28/11/2018).
ياد تړون په ګوته کوي چې د ازو سمندرګی او کيرچ تنګی د روسيې او اوکراين ګډې اوبه دي. د امريکا ږغ راډيو د ۲۰۱۸م د ډيسمبر پر ۶ مه وويل: «د اوکراين لپاره د امريکا ځانګړی استازی کورټ ولکر به په راتلونکو دوو اونيو کې له اوکراين څخه ليدنه وکړي او له روسيې به وغواړي چې نيول شوي اوکرايني ماڼوګان خوشې کړي او ځان به ډاډمن کړي چې روسيه بايد د کيرچ تنګي او ازو سمندرګي په تړاو د ۲۰۰۳م د دوه اړخيز تړون پر بنسټ له اوکراين سره همکاري وکړي». له دې څرګندونو څخه په ډاګه ښکاري، چې امريکا له بيړۍ کار نه اخلي، د اوکراين لپاره د هغې ځانګړي استازي اعلان وکړ چې دی به دوې اونۍ وروسته له اوکراين څخه ليدنه وکړي! د دې مانا دا ده چې دی د شخړې حلول نه غواړي، بلکې غواړي چې حالت همدغسې ترينګلی وي او ترينګلتيا دوام پيدا کړي او ستونزه حل نشي!
۶- د يادولو وړ ده چې امريکا د اوکراين لپاره وسلې او تجهيزات برابروي او پوځ ته يې روزنه ورکوي. د اوکراين لپاره د امريکا ځانګړي استازي کورټ ولکر جرمني ويبپاڼې ډيټشي ويلي(Deutsche Welle) ته د ۲۰۱۸م د نومبر پر ۲۹ مه وويل: «کيف او واشينګټن په دفاعي برخه کې عادي همکاري لري... او د ده هيواد له اوکراين سره د پوځ په تشکيلاتو او اصلاحاتو کې مرسته کوي، ترڅو د اوکراين دولت پياوړي عصري دفاعي وړتياوې پيدا کړي». ياد امريکايی ديپلومات مني چې د ده هيواد اوکراين په وسلو سمبالوي.
د روسیې ټوډې ویبپاڼه د ۲۰۱۸م د جون له ۹مې نېټې څخه وړاندې د واشینګټن له خولې لیکي: «امریکا د لوېدیځ اوکراین لووف ښار هوايي ډګر ته څلور الوتکې لېږلي، ترڅو له اتلانتیک هیوادونو سره د همږغۍ په اډانه کې د ختیځې اروپا د امنیت د ډاډمنتیا په موخه خپلو بم غورځوونکو الوتکو ته د سون توکي ورسوي. په ورته وخت کې يې له اتلانتیک هیوادونو سره د هوکړې او د هغوی د امنیت ساتنې په پلمه الوتکې او ۱۵۰کسیزه امریکايي ډله هم اوکراین ته استولې. په اروپا او افریقا کې د امریکا د هوايي پوځ د مطبوعاتي دفتر له وینا سره سم: «د دې ګام موخه دا ده، چې امریکا د ختیځې اروپا امنیت غښتلی کړي او د ناټو د غړو هیوادونو تر منځ همږغي لا زیاته شي». د یادې روسي ورځپاڼې په وینا: «له هغه راهیسې چې په ۲۰۱۴م کې د اوکراین د دولت پر وړاندې کودتا وشوه، د اوکراین او د امریکا متحده ایالاتونو تر منځ همږغي په پرله پسې ډول ډېره شوې. د امریکا متحده ایالاتونو د اوکراین پوځ ته زغره وال ګاډي، بې پېلوټه الوتکې، رادارونه، مهمات، سنایپر ټوپکان او د ټانک ضد سیسټمونه ورکړي، خو پر هغوی يې دا شرط لګولی، چې دا مهمات به په دونباس سیمه کې نه کاروي». دا ښکاره خبره ده، چې د امریکا متحده ایالات حالات ترینګلې کوي، د اوکراین پوځ په دې موخه په وسلو سمبالوي، ترڅو اوکراین د روسيې غوسه راوپاروي. امریکا په قصدي ډول حالات ناوړې خوا ته بیايي ترڅو د کریمیا او اوکراین له موضوع ګانو څخه په خپله ګټه کار واخلي. موږ هغه خبره چې د ۲۰۱۴م د مارچ پر ۲۲مه کې مو د یوې پوښتنې په ځواب کې تر هغې وروسته چې روسيې د ۲۰۱۴م د مارچ پر ۱۸ مه کریمیا په خپله خاوره ګډه کړه؛ بیا تکراروو: «اوکراین به د ټایم بم په څېر پاتې شي او هغه وخت به وچاودېږي، چې نړیوال او سیمه‌ییز حالات د روسيې یا غرب په ګټه بدلون وکړي. تر هغه وروسته به هر اړخ هڅه کوي، چې نړیوالو حالاتو ته په کتو سره به ټول اوکراین خپل کړي. البته دا خبره مو باید په یاد وي چې اوکراین د روسيې لپاره خورا مهم دی او د اروپا دروازه ده».
۷: امریکا په پټه په دې هڅه کې ده چې د اوکراین په مرسته روسیه د یوه توند غبرګون ښودلو ته اړه کړي. امریکا متحده ایالات اوکراین هڅوي چې پر کریمیا بیاځلې خپله ولکه ټینګه کړي، په ځانګړې توګه د اوکراین پر ختیځه برخه چې دا مهال د روسیې تر اغېز لاندې ده، همدا ډول په ازو سمندرګي او په کیرچ تنګي کې خپل حقوق وساتي. البته د کیرچ تنګی د روسیې او اوکراین دواړو هیوادونو لپاره ډېر اهمیت لري. دا له شمالي ازو سمندرګي څخه د جنوب تور سمندرګي ته د تېرېدو یوازېنۍ لار ده. امریکا يې په وسلو سمبالوي او دا کار د منسک له تړون څخه سرغړونه ده. امریکا په دې هڅه کې ده چې د اروپايي اتحاديې او روسيې تر منځ شوی تړون پېکه او کم رنګه کړي او حالات کړکېچن کړي. په ورته وخت کې اروپا په دې هڅه کې ده، چې د حالاتو ترینګلتیا له منځه یوسي، ځکه دا په اصل کې د دوی په زیان ده. موږ وینو چې اروپا په دې لټه کې ده، چې له روسيې سره يوه تفاهم ته ورسېږي او په ورته وخت کې پر دې کار کوي، چې خپل ځانونه په څه ډول له امریکايي اغېز څخه لرې وساتي. اروپا اوس هغه هڅې لا ګړندۍ کړې دي، چې غواړي يو واحد پوځ جوړ کړي، ترڅو له روسيې او امریکا څخه ځان پرې وژغوري. د اروپا دې هڅو امریکا په غوسه کړې ده، چې دا غوسه يې د ۲۰۱۸/۱۱/۹نېټه، د ماکرون او ټرمپ تر منځ په لیدنه کې، چې په پاریس کې ترسره شوه، ښکاره شوه. همدا ډول د امریکا متحده ایالاتونو د اروپا پر وړاندې سوداګریزه جګړه اعلان کړې، امریکايي عوامو د اروپايي اتحاديې د لغوه کېدو غوښتنه وکړه، همدا ډول سږ کال او تېر کال د جې اوه (G-7 ) هیوادونو په غونډه کې د امریکا نارضايتي او خپګان ښکاره شو، همدا ډول اروپايي اتحاديې هڅه وکړه چې پر اوکراین سربېره پر ځینو نورو مسایلو د امریکا متحده ایالاتونو ته چیلنج ورکړي. دې ټولو کارونو د امریکا متحده ایالات دې ته اړ کړل چې د روسيې او اوکراین تر منځ حالات ترینګلي کړي او د اروپا په سرحدونو کې شرایط ناوړه لور ته رهبري کړي.
۸: روسیه اوس په سختو حالاتو کې راګېر ده. روسیه د اوکراین په موضوع بوخته ده، چې دا د ځان لپاره ډېره مهمه موضوع ګڼي. که د اوکراین په موضوع کې ناکامه او پاتې راشي، د لوېدیځ تر اغېز لاندې به راشي او د دوی مرکز، مسکو به يې تر ګواښونو لاندې راشي. دا ګواښ هغه وخت لا زیات شو، چې کله يې ختیځه اروپا له لاسه ورکړه. روسیه د لوېدیځ له لوري په تېره بیا د امریکا له لوري څو ځلې تېر ایستل شوې، د برلین دېوال يې ونړاوه، ختیځ او لوېدیځ المان يې سره يو ځای کړل، د پولنډ خپلواکي يې ومنله او تر خپل اغېز لاندې يې راوست، د ختیځې اروپا د ګڼو هیوادونو خپلواکي يې په رسمیت وپېژندله او اوس يې په اوکراین کې تېر ایستله! د ۲۰۱۴م تر هوکړې وروسته چې د روسيې لاسپوڅی ینکوویچ په واک کې پاتې شو، خو لوېدیځ د اوکراین عام ولس د ده پر وړاندې راوپاراوه او بیا د سوریې لومه او چل و! امریکا متحده ایالاتونو روسیه تېر ایستله او په يوازې ځان يې د سوريې جګړې ته ور ټېل وهله، روسیه بیا په دې تمه وه، چې امریکا به پر کریمیا او ختیځ اوکراین د روسيې واکمني په رسمیت وپېژني، خو امریکا داسې ونه کړه! که روسیه کم عقله نه وای، نو په سوریه کې به يې مداخله نه کولی، امریکا به يې پرې ايښې وای چې د سوریې په جګړه کې بوخته شي او د افغانستان په څېر به په سوریه کې هم له ستونزو سره لاس او ګرېوان وای.
۹- پایله:
الف: له نښو نښانو څخه داسې ښکاري، چې په ازو سمندرګي کې د اوکراین د کړنو او هڅو تر شا د امریکا لاس شته او د امریکا د متحده ایالاتونو هڅې دا دي چې حالات ناوړه لور ته رهبري کړي او تر څنګ یې د دریو اړخونو، لکه روسیې، اروپا او اوکراین تر منځ اړيکې نازکې کړي، ترڅو له دې لارې خپلې ګټې خوندي کړي. امریکا د حالاتو د سموالي پر ځای د حالاتو ترینګلتیا غواړي او هڅه کوي چې ستونزې پر خپل ځای پاتې وي.
ب: تر هغو چې نړۍ د دې سیکولرو پانګوالو دولتونو له لوري اداره کېږي، همدا شومې دسیسې، له وحشته ډک جنایتونه، بې عدالتۍ او بې نظمۍ به په درز کې روانې وي... ښکېلاکي مفکوره او د نورو هیوادونو اشغالول، د نوموړو دولتونو په خټه اخښل شوي دي.
ج: د اسلام ستره مفکوره د خلاصون یوازینۍ لاره ده، چې کولی شي نړۍ له دې شریرو دولتونو څخه وژغوري او د انسان په لاس جوړ شوي نظامونه له منځه یوسي. دا ځکه چې اسلام د کاییناتو د خالق دین دی، هغه خالق پوهېږي چې د بشر او کاییناتو لپاره څه په خیر دي.

﴿أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ﴾
[الملک:۱۴]
ژباړه: ایا هغه د په هغه څه ونه پوهېږي چې پیدا کړي یې دي؟ په داسې حال کې چې هغه د هرڅه لیدونکی او په هر څه باخبره دی.
﴿فَمَاذَا بَعْدَ الْحَقِّ إِلَّا الضَّلَالُ﴾
[یونس:۳۲]
ژباړه: نو له حق وروسته له ګمراهي پرته نور څه پاتې شول؟
﴿إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ﴾
[ق:۳۷]
ژباړه: له شک پرته په دغه تاریخ کې د عبرت درس د هر هغه چا لپاره دی چې زړه لري یا په پوره پاملرنې سره خبره اوري.
۱۴۴۰ هـق، د ربیع الاخر ۷ مه
۲۰۱۸م، د دیسمبر ۱۴ مه


   


   ارسال نظر