نصرت او د هغه وسایل او اساسات
05/24/2023 | لیکوال: شیخ عصام عمیره

Print


بسم الله الرحمن الرحیم
(ژباړه)

 نصرت د عربي ژبې په لغت کې د مرستې کولو په معنی راغلی: نَصَرَ المَظلُومَ نَصرًا وَ نُصُورًا؛ یعنې مرسته یې ورسره وکړه او نَصَرَ الغَیثَ الاَرضَ؛ یعنې باران ځمکه خړوبه او شنه کړه. د نصرت ضد انکسار، هزیمت، ماتې، تېښته، تسلیمي، مغلوبېدل، زیان، محرومېدل، ناکامي او بند پاتې کېدل راغلي دي. نصرت یعنې پر دښمن برلاسي او بریا او یوه ډېره په زړه پورې کلمه ده، چې زړه ته ارامتیا وربښي او په مقابل کې یې هزیمت بیا یوه ناوړه کلمه ده چې ذلت، خواري، فقر او د دښمن برلاسي پکې ده. نصرت یعنې پر خپلو دښمنانو برلاسي او له شرعي پلوه هغې بریا ته وایي چې د جګړې په ډګر کې وګټل شي. د نصرت کلمه یوازې د مسلمانانو لپاره د في سبیل الله جهاد لپاره کارول کېږي، چې مجاهدین پر شاه نه، بلکې پر مخ ولاړ شي او له جهاد څخه ډېره ګټه واخلي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَ لَقَد نَصَرَکُمُ اللهُ بِبَدرٍ وَ أنتُم أذِلَّة فَاتَّقُوا اللهَ لَعَلَّکُم تَشکُرُونَ﴾ [آل عمران: 123]
ژباړه: الله تاسې په بدر کې بریالي کړئ، په داسې حال کې چې (د کافرانو په پرتله) تاسو کمزوري وئ؛ نو له الله وډار شئ، ترڅو شکر (د هغه د نعمت په بدل کې) پر ځای کړئ.

او فرمایلي یې دي:

﴿یَاأیُّهَاالذِینَ آمَنُوا إنْ تَنْصُرُوا اللهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ﴾ [محمد: 7]
ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! که تاسو له الله (د هغه له دین سره) مرسته وکړئ، نو هغه به له تاسې سره مرسته وکړي او ستاسو قدمونه به کلک کړي.

پورته ایت ښيي چې مسلمانان باید د الله تعالی له اوامرو او نواهیو سره سم ځانګړي فعالیتونه ترسره کړي، تر څو الله سبحانه وتعالی په خپل احسان سره هغوی ته نصرت ورکړي او قدمونه یې کلک کړي.

په حقیقت کې نصرت یوازې د الله سبحانه وتعالی په لاس کې دی او لاندې قول یې د دلیل په توګه بسنه کوي:

﴿وَ مَا النَّصرُ إِلَّا مِنْ عِندِ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ﴾ [آل عمران: ۱۲۶]
ژباړه: بریالیتوب یوازې د ځواکمن او حکیم الله له لوري دی.  

نصرت له حکمت او عزت سره ټینګه اړیکه لري، ځکه الله سبحانه وتعالی نصرت په خپل حکمت سره نازل کړی او د هغه چا نصرت کوي چې د خپل عزت مستحق یې وګڼي. د نصرت کلمه د قرانکریم په لسګونه ایتونو کې راغلې او ټول پر دې ټينګار کوي چې نصرت یوازې د الله سبحانه وتعالی په لاس کې دی، چې بېلګه یې لاندې ایت دی:

﴿وَ لَیَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِىٌّ عَزِيزٌ﴾ [حج: ۴۰]
ژباړه: الله تعالی به هرو مرو له هغو کسانو سره مرسته وکړي، چې له هغه (دین) سره یې مرسته وکړي. الله تعالی ډېر زورور او برلاسی دی (پخپل نامحدود قدرت سره خپل دوستان بریالي کوي او څوک یې د کړنو او ژمنې مخه نشي نیولی.

همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِينَ(۱۷۱) إِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنصُورُونَ﴾ [صافات: ۱۷۱-۱۷۲]
ژباړه: له خپلو لېږل شویو بنده ګانو سره موږ لاپخوا (په لوح محفوظ کې) ژمنه کړې، چې په یقیني ډول به له هغوی سره مرسته وشي.

همدارنګه په ډېرو ایاتونو کې راغلي، چې له کافرانو، منافقانو، تېری‌کوونکو او ظالمانو سره نصرت حرام دی. لکه؛ ﴿وَ لَاهُم یُنصَرُونَ؛ یعنې له هغوی سره مرسته نه کېږي﴾او ﴿وَ إن یُقَاتِلُوکُم یُوَلُّوکُمُ الاَدبَارَ ثُم لَا یُنصَرُونَ؛ یعنې که له تاسو سره وجنګیږي او بیا شا کړي، نو مرسته به ورسره ونه شي﴾او ﴿لَا یَستَطِیعُونَ لَهُم نَصرًا؛ او نه شي کولی چې له خپل ځان سره مرسته وکړي﴾.
د یادونې وړ ده که چېرې مومنان د نصرت شرایطو ته پام ونه کړي، له نصرت څخه به محروم شي، په ځانګړي ډول کله چې د کفارو او ظالمانو لوري ته تمایل پیداکړي:   

﴿وَلَا تَرکَنُوا ا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ﴾ [هود: ۱۱۳]
ژباړه: پر ظالمانو (کافرانو او مشرکانو) تکیه مه کوئ (او که مو داسې وکړل) نو دوزخ به مو راګیر کړي او (پوه شئ چې)  تاسو له الله پرته داسې دوستان او سرپرستان نه لرئ (چې تاسو ته پناه درکړي او له شر و بلا څخه مو لرې کړي) او (پر کافرانو او مشرکانو له تکیې کولو ورسته د الله له لوري) له تاسو سره مرسته نه کېږي او (پر دښمنانو) نه شئ بریالي کېدلی.

نصرت ځانته ځانګړي اسباب، اساسات او اړتیاوې لري، چې سبب یې یوازې الله سبحانه وتعالی دی. د نصرت پایلې په دې پورې تړلې دي چې منصور باید مومن وي او د مومنانو لپاره د نصرت پایلې د الله تعالی له لوري، د هغوی شرایطو او امر منلو ته په پام سره یوه ډالۍ ده، چې هغوی باید ظلم او مخالفت ونه کړي. مومنان باید الله سبحانه وتعالی ته نصرت ورکړي او دا جمله په حقیقي مانا نه، بلکې په مجازي مانا کارول کېږي. یعنې مومنان باید خپلې شرعي وجیبې ترسره کړي او باید لازمه او مناسبه توښه برابره کړي؛ لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَلَوْ أَرَادُوا الخُرُوج لَأَعَدُّوا لَهُ عُدَّةً﴾ [توبه: ۴۶]
ژباړه: که یې غوښتی چې (د جهاد لپاره) ووځي، نو د هغه لپاره یې وسایل او مهمات چمتو کول (مجهز او په وسلو سمبال روانېدل).

نو کله چې الله سبحانه وتعالی دمومنانو اخلاص، پابندي او چمتووالی وویني، د خپل حکمت له مخې هر وخت او په هر کیفیت سره چې وغواړي نصرت ورکوي.
خو د نصرت اساسات دا دي، چې الله سبحانه وتعالی باید حاضر او ناظر وبلل شي، پر ناصروالي یې باور ولري او همدارنګه لازم چمتووالی یې ترسره کړی وي؛ الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَأَعِدُّوا لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الخَیلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَءَاخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ﴾[انفال: ۶۰]
ژباړه: له دښمنانو سره د (مبارزې لپاره) چې څومره کولی شئ، خپل (مادي او معنوي) ځواک او قوي آسونه چمتو کړئ، ترڅو په دې توګه د الله دښمن او خپل دښمن ووېروئ او له هغوی پرته نور کسان هم ووېروئ، چې هغوی تاسو نه پېژنئ او الله تعالی یې پېژني.

دا ایت په ډاګه کوي چې نصرت دوه پړاوونه لري: لومړی د مومنانو غالبیت او بریالیتوب او دویم د کافرانو ماتې.
د مسلمانانو د اوسني واقعیت او له دغه ناوړه حالت څخه د وتلو د کیفیت له بیانولو وړاندې، پکار ده چې د دوو قضیو تر منځ توپیر وکړو؛ نصرت او خلافت غوښتنه. نصرت د جګړې په ډګر کې پر دښمن برلاسي او بریا ده او خلافت غوښتنه د مسلمانانو د دولت د نشتون له امله د هغوی کمزورۍ حالت بیانوي. نو د نصرت شرایط د خلافت غوښتنې له شرایطو سره توپیر لري. د نصرت شرایط لکه مخکې مو چې وویل؛ د کافرانو پر وړاندې د جګړې لپاره د لازم تیاري نیول دي او د خلافت غوښتني شرایط د دعوتي (فکري او سیاسي) چارو لپاره او همدارنګه د غاصبو حکامو پر وړاندې راپورته کېدل دي، چې د مسلمانانو قدرت یې غصب کړی دی. همدارنګه د اسلامي دولت په وسیله د مسلمانانو د قدرت بېرته راګرځول دي؛ هغه دولت چې سپېڅلی شریعت په کوردننه او بهر کې پلی کوي.
که خلافت غوښتنې ته په مجازي ډول پام وکړو، هغه نصرت بللی شو؛ خو په حقیقت کې خلافت غوښتنه د نصرت مقدمه او د نصرت د تر لاسه کولو اړین شرط دی. یعنې کله چې مسلمانان خپل غصب شوی قدرت بېرته تر لاسه کړي، دولت تاسیس کړي او د في سبیل الله جهاد له لارې دعوت ولېږدي، نو هغه وخت مسلمانان له خپل دښمن سره جګړه کوي او د الله سبحانه وتعالی د لاندې قول او غوښتنې پر اساس پر خپل دښمن بر لاسي کېږي:

﴿كَم مِّن فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَت فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللَّهِ وَاللَّهُ مَعَ الصَّٰبِرِينَ﴾ [بقره: 249[
ژباړه: ډېر ځله داسې شوي چې یوه کوچنۍ ډله د الله تعالی په امر پر یوې لویې ډلې برلاسې شوې ده او الله تعالی له صبرکوونکو سره دی.

واقعیت دا دی چې اوسمهال مسلمانان په کمزوري حالت کې دي او غواړي له دې کمزوري حالت څخه د ځواکمتیا پر لوري لاړ شي او دا په حقیقت کې د سیاسي، ټولنیز، اقتصادي، جغرافیوي او... واقعیتونو په فهم پورې تړلی دی. دغه راز د الله تعالی له کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو څخه د مناسب دلیل را ایستل او همدارنګه د دې واقعیت د حل لپاره د دواړو مطابقت رامنځته کول دي. همدارنګه دې ته اړتیا ده چې د مسلمانانو حالت دقیق وڅېړل شي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شان، چې په مکه مکرمه کې یې د اقوالو او اعمالو په یوه کلي چوکاټ کې (فکري او سیاسي) فعالیت وکړ، نو په هماغه شان باید ژور فکر او سیاسي فعالیت وشي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شان، چې خپل فکري او سیاسي کار یې په (اِقرَأ) پیل کړ او څه موده وروسته بیا د عقبې دویم بیعت وشو او کله چې په مکه کې دعوت له ستونزو سره مخ شو، نو د دعوتي چارو د مخته بېولو او د اسلامي دولت د تاسیس لپاره یې یثرب ته د هجرت پرېکړه وکړه. موږ باید له دغه ستونزمن حالت څخه د وتلو لپاره په مکه مکرمه کې د رسول الله صلی علیه وسلم لاره تعقیب کړو، یعنې کله یې چې دعوت پیل کړ او د فکري او سیاسي فعالیت چارې یې په مخفي او ښکاره ډول تنظیم کړې او دا منهج باید د صحابه کرامو له طریقې څخه زده کړو، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په سر کې و. ځان باید پوه کړو چې هغوی د مشرکانو عقیدې څه ډول کمزورې کړې، د هغوی معبودان یې څه ډول معیوب وګڼل او دوی یې څنګه ناپوه وبلل. همدارنګه يې د هغوی پر اقتصادي، ټولنیز او نورو نظامونو نیوکې وکړې او د هغوی د ناوړه نظامونو او عقایدو په مقابل کې یې بدیل وړاندې کړ.
کله چې په مکه کې دعوت سخت شو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم اړ شو چې له مکې څخه ووځي او د قبیلو له مشرانو څخه یې د مرستې غوښتنه وکړه. په داسې حال کې چې هغوی ټولو له دې کار څخه مخ واړاوه. الله سبحانه وتعالی خپل دین ته عزت ورکړ او د خپل رسول دعوت یې اظهار کړ، ځکه هغه یثربي ډله یې د خپل رسول لپاره چمتو کړه، چې له قریشو سره د خپلو ځينو قومونو پر ضد د تړون لپاره راغلې وه او دا هغه اساسي ټکی و، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په مرسته په یثرب کې د ارتکاز پړاو ته داخل شو. همدارنګه مصعب بن عمیر یې مدینې ته د دې لپاره ولېږه، چې له فکري او سیاسي پلوه یې له اسلام سره اشنا کړي او د هغه ځای متنفذین ځان ته رانږدې کړي، ترڅو له رسول الله صلی الله علیه وسلم او ملګرو سره یې هلته د لومړني اسلامي دولت د تاسیس او اسلام د حاکمیت لپاره همکاري وکړي.    
کله چې اسلامي دولت تاسیس او ځای پرځای شو، نو په بېړه یې د خپلو دښمنانو د له منځه وړلو هڅې پیل کړې او داسې یې وځپل چې د شیطان وسوسې یې د هغوی له سره وایستې. له بدر څخه یې پیل وکړ، بیا د احد او وروسته یو په بل پسې د نورو غزاوو نوبت راغی، بیا یې د حدیبیې سوله وکړه، مکه یې فتحه کړه او بالاخره د قریشو رژیم ته یې د پای ټکی کېښود او د اسلامي دولت د یوه ولایت په توګه يې ورسره یو ځای کړه؛ پرته له دې چې څوک یې په غم کې ورسره وژاړي. د قریشو رژیم له فتحې مخکې سقوط شوی و او ډېری خلک له قریشو څخه بېزاره وو. دا همغه برخلیک دی چې اوسمهال زموږ په مغزو کې ګرځي او د ختیځ او لوېدیځ د ظالمو دولتونو په ګډون يې د مسلمانانو د لاسپوڅو نظامونو لپاره غواړو. دا هغه دولتونه دي چې خپله وړتیا یې له لاسه ورکړې او په دې تمه دي چې څوک به يې رانسکور کړي؛ یعنې دوی د نبوت پر منهج د راشده خلافت د تاسیس لپاره شېبې شماري، چې په خپل راتګ سره به دوی ته د پای ټکی کېږدي.    

﴿إِنَّهُمْ یَرَونَهُ بَعِيدًا(۶) وَ نَرَاهُ قَرِیبًا﴾[معارج: ۶-۷]
ژباړه: دوی هغه ورځ لرې بولي او موږ یې نیږدې ګڼو.
لیکوال: شیخ عصام عمیره
د الرایه جریدې له ۴۳۹ ګڼې څخه اخیستل شوې




   ارسال نظر