د اونۍ خبره: ملګري ملتونه؛ لېوه د شپانه په رول کې
01/23/2023 | مسلم بغلانی

Print


د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ په ۱۷مه افغانستان ته سفر وکړ او د اسلامي امارت له یو شمېر چارواکو سره یې په کابل او کندهار کې ولیدل. د اسلامي امارت له راتګ وروسته دا لومړی ځل نه دی چې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو پلاوي افغانستان ته سفر کوي او دا سفرونه ښايي لا هم دوام وکړي. د ملګرو ملتونو د دغه لوړ پوړي پلاوي د سفر هدف په ظاهره دا څرګندوي، چې په بهرنیو موسسو کې یې د ښځو د کار پر بندیز او ښځو ته د تعلیم او تحصیل په برخه کې د حق ورکولو په اړه خبرې کړې دي. که څه هم د غربي نړۍ او ملګرو ملتونو لپاره د تل پاتې پراختیایي اهدافو (SDG) تر چتر لاندې د نجونو ښوونه او روزنه (Girls Education) او د ښځو کار کول یو مهم هدف دی، مګر له اسلامي امارت سره د اړیکو پیاوړتیا او د سیاسي تعامل رامنځته کول یې بیا تر ټولو مهم مورد ګڼل کېږي.
په حقیقت کې د امریکا په مشرۍ غربي نړۍ په دې لټه کې ده، چې په افغانستان کې د خپلو سیاسي ګټو د خوندي کولو لپاره د اسلامي امارت له حاکمانو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي. له همدې امله د امریکا په مشرۍ نړیواله ټولنه د اسلامي امارت پر وړاندې له بېلابېلو لارو کار اخلي، ترڅو اسلامي امارت د هغوی غوښتنو ته غاړه کېږدي. پر همدې اساس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند «نډپرایس» ویلي وو، موږ هڅه کوو چې طالبان سمې لارې ته برابر کړو.
له همدې امله دغې موخې ته د رسېدو لپاره امریکا ځینې وخت د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) په جامه کې صحنې ته را دانګي او ځینې وخت بیا د ملګرو ملتونو او یو شمېر هغو نړیوالو بنسټونو له لارې را څرګندېږي، چې عملاً په افغانستان کې فعال دي او د خیریه بنسټونو په سترګه ورته کتل کېږي. ډېری مهال بیا د ډیپلوماتانو او ځانګړو استازو له لارې له اسلامي امارت سره خپلې اړیکې فعالې ساتي. غرب له یوه اړخه د تطمیع (‌Carrot Policy) له پالیسۍ څخه په استفادې د بشردوستانه مرستو په چوکاټ کې د ډالرو میلیوني کڅوړې را لېږي او له بل اړخه بیا د تنبیه (Stick Policy) د پالیسۍ پر اساس پر اسلامي امارت فشارونه راوړي.
له اسلامي امارت سره د غرب د اړیکو په پیاوړي کولو کې ملګري ملتونه د نورو سازمانونو په پرتله بریالي ګامونه اخلي؛ ځکه دغه سازمان له یوه اړخه د اسلامي ټولنو واقعیت ښه درک کوي او له بل اړخه په دې پوهېږي چې له کومو پراګماتیکو لارو او تکتیکونو څخه په استفادې مخته لاړ شي. بل خوا، له بده مرغه چې د ملګرو ملتونو فعالیتونو ته د خیرغوښتنکو کړنو په سترګه کتل کېږي، چې په واقعیت کې داسې نه دي.
ملګري ملتونه لکه څنګه چې د افغانستان د ۲۰ کلن اشغال پرمهال په دې خاوره کې د غربي ګټو د خونديتوب په لټه کې و، همداسې د غربي غوښتونو د پوره کېدو لپاره اوس پر اسلامي امارت نیوکې کوي او سیاسي فشارونه پرې راوړي، ترڅو اسلامي امارت امریکايي (غربي) لارې ته برابر کړي. امریکا د ۲۰ کلونو په اوږدو کې د افغانستان پر خلکو تر ۹۰زرو ډېر بمونه غورځولي، سلګونه زره افغانان په دې جګړه کې ټپیان او ووژل شوي، په میلیونونو نور افغانان د دغې ویجاړوونکې جګړې په سبب بې‌کوره او کډوال شوي دي او حتا تر دې چې امریکا د بمونو مور (MOAB)‌ هم پر دې بې‌ډاله جغرافیه وازمویله. هغه مهال به ملګرو ملتونو یوازې وژل شوو کسانو جسدونه شمېرل او د امریکا پر بشري جنایتونو به سترګې پټولې. حتا د بشري حقونو دغه سازمان د هغو ماشومانو او ښځو د ژوند کولو د حق په اړه هېڅ نه ویل، چې د امریکا د بمونو قرباني شوي وو.
دغه سازمان په حقیقت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پینځو دایمي غړو (P5) د ګټو پر محور راڅرخېږي، خو بیا هم د دغه سازمان اساسي ماموریت د هغه لېبرال نړیوال نظم (Liberal Order) پر حاکمیت او ساتنه ولاړ دی، چې له دویم نړیوال جنګ وروسته د امریکا په مشرۍ معرفي شوی دی. دا سازمان په اصل کې یو سیاسي بنسټ او د غرب یو قوي مټ دی او هڅه کوي چې د امریکايي نظم پر وړاندې د ګواښ مخه ونیسي، ترڅو د نړۍ په هېڅ برخه کې کفري نظم (ډیموکراسي او لېبرالېزم) له ستونزو سره مخ نه شي. 
دغه سازمان د اسلام پالنې له ځواکمنېدو او د سیاسي دین په توګه د اسلام له ظهور څخه اندېښنه لري. له همدې امله په وار وار لیدل شوې، چې د مسلمانانو او د اسلامي نړۍ د قضیو د حل په اړه یې هېڅ ترحم او لېوالتیا نه ده ښودلې. همدارنګه دغه سازمان د سوریې او عرب پسرلي په خونړۍ قضیه کې یوازې د څارونکي رول لوباوه، هغه ناوړه قضیه چې د سلګونو زرو مسلمانانو د مرګ او ټپي کېدو او د میلیونونو ښځو او ماشومانو د کډوالۍ او بې‌کوره کېدو لامل شوه. په همدې ترتیب دغه سازمان د فلسطین په قضیه کې د یهودي ظالم دولت تر څنګ ولاړ دی او د سترګو پر وړاندې یې یهودی اشغالګر دولت د فلسطین لوېشت لوېشت خاوره غصب کوي. په حقیقت کې لکه څنګه چې په منځني ختیځ کې د ملګرو ملتونو ماموریت، له بې‌ګناه ماشومانو او فلسطیني، سوري او یمني بې‌دفاع مسلمانانو څخه ملاتړ نه دی، بلکې د امریکايي سناریو یعنې د ابراهیم تړون (Abraham Accord) عملي کول دي؛ همداسې په افغانستان کې هم د ملګرو ملتونو اصلي رول د دغه هېواد پر خاوره نظارت کول او په دې خاوره کې د امریکا د سیاسي ګټو خوندي کول دي.
همداراز ویلی شو چې امریکا له ملګرو ملتونو څخه د دریو اساسي موخو لپاره استفاده کوي:
له اسلامي امارت سره د غرب د اړیکو بیارغول او غښتلې کول
کله چې اسلامي امارت د غرب غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وایي، هغه مهال پر امارت سیاسي، رواني او رسنیز فشار راوړل
د کورني وضعیت څارل او له غرب او امریکا سره د افغانستان د مهمو سیمو کره معلومات شریکول
له بل اړخه د دغه سازمان یو اساسي هدف دا دی، چې د اسلامي امارت له چارواکو سره د ناستو پاستو په پایله کې د اسلامي امارت د رهبرۍ په اړه د افغانستان په خلکو او حتا د اسلامي امارت په لیکو کې نفرت او بدګوماني رامنځته کړي، ترڅو په اوږدمهال کې نه یوازې د رهبرۍ او د اسلامي امارت د صفونو تر منځ فاصله زیاته کړي، بلکې د افغان ښاریانو تر منځ د مایوسۍ او ناامیدۍ فضا هم پراخه کړي. پر همدې اساس باید درک کړو چې د دغه سازمان اصلي هدف د ښځو کار، تعلیم او حقونه نه دی، بلکې تر ډېره پورتنیو موخو ته د رسېدو په برخه کې ترې د فعالې تبلیغاتي وسلې په څېر استفاده کوي.
په پای کې باید یادونه وکړو، چې که څه هم امریکا په نظامي توګه له افغانستان څخه وتلې ده، مګر یو ځل بیا هڅه کوي چې له نړیوالو سازمانونو او ملګرو ملتونو څخه په استفادې خپل سیاسي او استخباراتي حضور په دغې جغرافیه کې پراخ کړي، ترڅو په دې خاوره کې اسلامي نظام د نوي سیاسي نظم په توګه را ژوندی او حاکم نشي. همدارنګه ملګري ملتونه د امریکا د سیاسي استازي په توګه هڅه کوي، چې د اسلامي نظام د رامنځته کېدو مخه ونیسي او اوسني نړیوال نظم ته چې د غیر اسلامي اصولو او ارزښتونو پر اساس روان دی، له افغانستان څخه کوم ګواښ پېښ نه شي. ځکه دا د الله سبحانه وتعالی خاوره ده او په دې اسلامي خاوره کې باید یوازې د الله سبحانه وتعالی حکم وچلېږي، ترڅو وروسته نورو خاورو ته هم خپور شي. د اسلامي امارت مجاهدین باید د ملګرو ملتونو دغه پټ او ناوړه اهداف چې په افغانستان کې یې د بشري مرستو تر نامه لاندې ترسره کوي، په ښه ډول درک کړي، فعالیتونه یې په دې خاوره کې بند کړي او دغه ناوړه ونه له بېخ او ریښو سره وباسي.

﴿يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا لَا تَتَّخِذُوا بِطَانَةً مِّن دُونِكُمْ لَا يَأْلُونَكُمْ خَبَالًا وَدُّوا مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ ٱلْبَغْضَآءُ مِنْ أَفْوَ‌ٰهِهِمْ وَمَا تُخْفِى صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ ٱلْءَايَـٰتِ إِن كُنتُمْ تَعْقِلُونَ﴾ [٣:١١٨]
ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی، له خپلو خلکو پرته له نورو کسانو سره خپل رازونه مه شریکوئ. (هغوی) ستاسو د له منځه وړلو لپاره هېڅ فرصت له لاسه نه ورکوي او تل هیله لري چې تاسو په ستونزو کې وئ. د هغوی دښمني د دوی له ژبې او خبرو څخه ښکاري، مګر کوم څه یې چې په سینو کې پټ دي، هغه تر دې هم لوی دي. په حقیقت کې موږ تاسو ته (د هغوی د دښمنۍ) نښې بیان کړې دي، که چېرې تاسو فکر وکړئ.




   ارسال نظر