د اونۍ خبره: ټولګډونه حکومت؛ خوږه غوښتنه او زهرجنې موخې
11/26/2022 | زمری افغان

Print


په افغانستان کې د یوه "ټولګډونه" حکومت د جوړېدو غږونه بیا زیات شوي دي. که څه هم دا شور له وړاندې و، خو اوس یو ځل بیا امریکايي چارواکي او د دوی متحدین پر اسلامي امارت فشار راوړي چې ټولګډونه حکومت جوړ کړي. د ټولګډونه حکومت په اړه هم نظرونه سره ویشلي، خو په ظاهره غوښتنه دا ده چې د اسلامي امارت له چوکاټ د باندې سیاستوال، پخواني چارواکي، ښځې او نور باید په حکومت کې ور ګډ کړل شي. آن څو میاشتې وړاندې د اسلامي امارت یوه چارواکي دا هم وویل چې امریکایانو ورته د لسو کسانو نومونه ورکړي چې په حکومت کې یې ورګډ کړي. په دوی کې ډېری پخواني چارواکي دي چې پرې د پراخو جنایتونو‍، ظلمونو او فساد تورون هم شته.
ټولګ‍ډونه/ټولشموله حکومت په ظاهره یوه ښه اصطلاح ده، خو دا چې څوک یې غوښتنه کوي، د هغوی اصلي موخه په واقعي مانا یو ټولګډونه حکومت نه دی، بلکې ددې تر شا ځیني سیاسي هدفونه لري چې موږ یې ځینې مهمې دلته یادوو:
لومړی: امریکا او ملګري یې ډاډمن دي چې اسلامي امارت هغسې ټولګډونه حکومت نه جوړوي چې دوی یې غواړي، نو ددې اصطلاح په کارولو او له اسلامي امارت یې په بیا بیا غوښتلو سره غواړي پر دوی فشار راوړي. د ټولګډونه حکومت غوښتنه او دا چې اوسنی حکومت ټولګډونه نه دی، د امریکا لپاره پر اسلامي امارت د فشار او پر ضد یې د تبلیغاتو لپاره یوه وسیله ده.
دویم: د امریکا موخه له ټولګډونه حکومت څخه دا هم نه ده چې ټول قشرونه دې په حکومت کې برخه ولري،‌ بلکې دوی د خپلو ښکاره او پټو جاسوسانو په ګډون جوړ شوي حکومت ته ټولګډونه حکومت وايي.‌ داسې چې هره کړنه یې د امریکا په خوښه او اجازه وي او هېڅ کار یې داسې نه وي چې د امریکا ګټې له ګواښ سره مخ شي. داسې حکومت چې مسایل او رازونه پکې په جزیاتو امریکا ته ورسېږي او هېڅ داسې څه ونه کړي‌ چې هغه د امریکا او غربي ارزښتونو او ګټو خلاف وي. له همدې کبله چې کله له دوی غوښتل شوي چې تاسې څوک غواړئ چې په حکومت کې وي، نو دوی د خپلو مطرحو جاسوسانو او مزدورانو لېست له اسلامي امارت سره شریک کړی.‌
درېیم: که امریکا په دې هم بریالۍ نشي چې خپل مزدوران او جاسوسان حکومت ته ننباسي، ددې هڅه به کوي چې یو داسې ټولګډونه حکومت جوړ شي چې واحد دریځ او موخه ونه لري.‌ دوی همدا ډول کار په تېرو حکومتونو کې کړی و چې آن د کابینې دوو وزیرانو هم یو نظر نه درلود. دوی به پر حکومت د ملي وحدت نوم کېښود، خو هغه به د افغانستان د خلکو د وحدت ضد حکومت و، چې د خلکو په منځ کې به یې نقاق او دښمنۍ ته لمن وهله. دوی غواړي بیا هم همداسې یو حکومت وي چې خلکو ته د کار او د خلکو د ارزښتونو د عملي کولو پر ځای له یو بل سره پر رقابت، دښمنۍ او سیالیو بوخت وي. داسې حکومت چې که بهرنی دښمن هم ونه لري، خپله ځان تخریب کړي.
څلورم: که امریکا مخامخ خپل جاسوسان ځای پر ځای نه شي کړلی،‌ د سیمې د هېوادونو جاسوسان غواړي په حکومت کې ځای پر ځای کړي چې دوی هم بیا د خپلو موخو لپاره کارولی شي،‌ نو ځکه د ایران او پاکستان په ګډون د سیمې او ګاونډیو هېوادونو غږونه هم دا دي چې اسلامي امارت باید یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي.
د ټولګډونه حکومت تر شا به نورې موخې هم وي، خو دا باید په جدیت وپوښتل شي چې دا ټولګډونه حکومت څه ډول وي او اوس په کوم هېواد کې شته؟ حیرانوونکې ده چې زموږ ګاونډي او د سیمې هېوادونه هم د ټولګډونه حکومت خبره کوي. په پاکستان کې واک له پوځ سره دی، په ایران کې اخوندي رژیم دی چې ۴۰ سلنه سني مسلمانان پکې هېڅ ونډه نه لري.‌ په تاجکستان کې د امام علي‌ رحمان شخصي حکومت دی او د منځنۍ اسیا د هر هېواد همدا حال دی. په سعودي کې واک د یوې کورنۍ دی او آن پوره هېواد یې د خپلې کورنۍ په نوم نومولی دی. په اماراتو کې واک له څو کسانو سره دی،‌ په قطر کې یوه کورنۍ واک چلوي او نږدې په هر هېواد کې بیا همدا حال دی، خو دوی هم د امریکا دا غوښتنه تکراروي چې په افغانستان کې باید یو ټولګډونه حکومت جوړ شي. امریکا له همدغو هېوادونو سره چې حکومت یې ټولګډونه نه دی،‌ ښې اړیکې او ستراتیژیکې دوستۍ هم لري او تر دې جالبه دا چې په امریکا کې بیا حکومت خپله د یوه ګوند دی چې د لویو کمپنیو په خوښه چلېږي، خو له موږ ټولګډونه حکومت غواړي. نو ځکه دا یوه سیاسي غوښتنه ده چې په هېڅ ډول باید ونه منل شي.
د امریکا او نورو بهرنیانو غوښتنې چې څومره سیاسي موخې لري، دغسې بیا د افغانانو غوښتنې تر ډېره سمې دي چې باید ورته پام وشي. اسلامي امارت باید د بهرنیو او افغانانو غوښتنې سره بېلې کړي؛ زموږ لپاره ټولګډونه حکومت دا نه دی چې زه یا زموږ دې پکې وو، بلکې موږ د هغه حکومت غوښتنه کوو چې زموږ دین او ارزښتونه عملي کړي، ویې ساتي، خلکو ته خدمات ارایه کړي او هر مسلمان یې خپل وګڼي. له همدې کبله امارت باید خلکو غوښتنو ته جدي پام وکړي، دا هم سمه غوښتنه ده چې پر تخنیکي او مسلکي کسانو باور وشي، حکومت ته ورګډ کړل شي او حکومت پرې پیاوړی شي. پکار ده چې دا غوښتنه ومنل شي او ځنډ پکې ونه شي، خو دا یو ځل بیا تکراروو چې د افغانانو اصلي غوښتنه دا ده چې اسلام او شریعت عملي شي، وساتل شي او په کلکه ترې دفاع وشي او په دې ډول هر مسلمان دا نظام د خپل ځان حکومت وګڼي او په خپل ټول توان یې ملاتړ وکړي.




   ارسال نظر