په قرآن کې له معنی پرته زیادت نشته
11/17/2022 | عطاء ابن خلیل ابوالرشته

Print


پوښتنه:
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
د دې خبرې صحت څومره دی؟ د نحوې او بلاغت دوو علماوو تر منځ د (أنْ) حرف په اړه د نظر اختلاف او مناقشه پیداه شوې چي هغه بلاغي عالم "ابن اثیر" دی او د دوی د مناقشي مثال د الله سبحانه وتعالی دغه قول دی:

﴿فَأَصْبَحَ فِى ٱلْمَدِينَةِ خَآئِفاً يَتَرَقَّبُ فَإِذَا ٱلَّذِى ٱسْتَنصَرَهُۥ بِٱلْأَمْسِ يَسْتَصْرِخُهُۥ قَالَ لَهُۥ مُوسَىٰٓ إِنَّكَ لَغَوِىٌّ مُّبِينٌ (18) فَلَمَّا أَنْ أَرَادَ أَنْ يَبْطِشَ بِالَّذِي هُوَ عَدُوٌّ لَهُمَا قَالَ يَا مُوسَىٰ أَتُرِيدُ أَنْ تَقْتُلَنِي كَمَا قَتَلْتَ نَفْساً بِالْأَمْسِ...﴾ [قصص: 18-19]
ژباړه: موسی په ښار کې په وېره شپه تېره کړه، ناڅاپه یې ولیدل چې همغه سړی چې پرون یې مرسته ترې غوښتې وه، بیا ده فریاد کاوه او مرسته یې ترې غوښته. موسی ورته وویل ته په ښکاره ګمراه یې. کله چې موسی وغوښتل له هغه چا سره چې د دواړو دښمن و، په جنګ شي، هغه وویل: ایا ته غواړې ما ووژنې لکه پرون دې چې یو کس وواژه؟

 نحوي ویلي دي: لومړی (أنْ) زائد دی؛ که حذف شي، ویل کېږي: ﴿فلمّا أراد أن يبطش﴾او په دغه حالت معنی همغه معنی ده او بدلون نه پکې راځي لکه د الله سبحانه وتعالی دغه قول: ﴿فَلَمَّا أَنْ جَاءَ الْبَشِيرُ أَلْقَاهُ عَلَى وَجْهِهِ﴾ ټولو نحوي علماوو پر دې اتفاق کړی چې کله (أنْ) تر "لما" وروسته او تر فعل مخکې واقع شي، زائد دی؛ خو "ابن اثیر" د نحوي علماوو پر رد ویلي دي چې د نحوې علماء په بلاغت او فصاحت کې فهم نه لري او د فصاحت او بلاغت اسرار نه پېژني؛ په داسې حال کې چې نحوي علما دې پایلې ته رسېدلي چې کله (أنْ) تر "لما" وروسته او تر فعل مخکې په قرآن کریم او یا د "فصحاوو" په کلام کې واقع شي، معنی همغه معنی ده چې د سقوط په حالت کې یې ده. له همدې امله یې ویلي چې (أنْ) حرف زائد دی؛ حال دا چې واقعیت داسې نه دی؛ بلکې کله چې "لما" ذکر شو او تر "لما" وروسته "أنْ" حرف راشي او تر "أنْ" حرف وروسته فعل راشي دا پر دې دلیل دی چې موسی علیه السلام د دویم شخص پر قتل مبادرت نه دی کړی، لکه د لومړي پر قتل یې چې کړی؛ بلکې د هغه له وژلو یې لاس اخیستی دی. له همدې امله قرآن کریم داسې تعبیر کړی دی: ﴿فَلَمَّا أَنْ أَرَادَ أَنْ يَبْطِشَ﴾ تر "لما" وروسته د "أنْ" په زیاتېدو او کله چې فعل تر "لما" وروسته د "أنْ" په سقوط واقع شي، پر دې دلالت کوي چې فعل په فوري ډول دی او "ابن اثیر" خپله مناقشه په دغه قول پای ته رسولې ده: دا مسایل‌، باریک مسایل دي چې له نحویونو څخه یې د فهم تمه نه کېږي؛ ځکه نحويون د دې وړتيا نه لري ده چې دا ډول مسایل ذکر کړي. پوښتنه دا ده: څه چې "ابن اثیر" په دې اړه ویلي دقیق دي؟ که د "ابن اثیر" خبرې  دقیقې نه وي؛ نو آیا په قرآن کریم زائد کلام شته؟
ځواب:
و علیکم السلام و رحمة الله و برکاته!
ښکاري چې د "ابن اثیر" مناقشه او د مناقشې موضوع یې بشپړه نه ده ذکر شوې... څنګه چې زه د مسئلې په اړه فکر کوم، موضوع په لاندې ډول ده:
دغه آیت کریمه ﴿فَلَمَّا أَنْ أَرَادَ أَنْ يَبْطِشَ بِالَّذِي هُوَ عَدُوٌّ لَهُمَا﴾ دوې مسئلې لري، چې د دغو دوو مسئلو فهم اړین دی او د (أن يبطش) او (فلما أن) په برخه کې دی:
1-لومړی "أن" ناصب حرف چې پرمضارع فعل داخل شوی، دغه حرف، مصدري، ناصب او مستقبل حرف دی؛ یعنې دغه حرف خپل مابعد په تأویل مصدر ګرځوي؛ مثلاً؛ ﴿يُرِيدُ اللهُ أَنْ يُخَفِّفَ عَنْكُمْ﴾ په تأویل (يريد الله التخفيف عنكم) کېږي او دغه حرف مضارع ته نصب ورکړی؛ خو دغه حرف مستقبل حرف دی، ځکه چې مضارع د استقبال په معنی خالصوي. په همدې توګه د مضارع فعل ټول ناصبه حروف. خو مضارع فعل د ناصبه حرف له دخول پرته د حال او استقبال احتمال لري؛ نو له دې امله چې د ناصبه حرف معنی پورته ذکر شوې؛ د ﴿أَرَادَ أَنْ يَبْطِشَ بِالَّذِي هُوَ عَدُوٌّ لَهُمَا﴾ معنی ته ترجیح ورکول کېږي چې موسی علیه السلام د شخص فوري نیولو لپاره بیړه نه ده کړې؛ بلکې په دې فکر کې شوی چې ویې نیسي؛ ځکه نص وايي ﴿أَرَادَ أَنْ يَبْطِشَ﴾ او ویې نه ویل (أراد يبطش)؛ که داسې نه وای د حال او استقبال احتمال یې درلود، یعنې د تصمیم نیولولپاره یې د بیړې او فکر کولو معنی افاده کوله. نو له همدې امله داسې قرینې ته اړتیا وه چې حال او مستقبل فعل ته مو ترجیح ورکړې وای؛ خو ﴿أَرَادَ أَنْ يَبْطِشَ﴾ جمله د استقبال لپاره ده، نه د حال؛ یعنې د فکر کولو له کم مهلت وروسته؛ که څه هم کم وي.
2-خو تر"لما" وروسته د "أن" استعمال له ژبني او لفظي اړخه زائد دی؛ ځکه "لما أن أراد" د ژبني جوړښت له مخې د "لما أراد" غوندې دی؛ خو "أن" حرف د خاصې معنی په موخه اضافه شوی چې په بطش او نیولو تاکید دی؛ یعنی تر "أن" وروسته تاکید او په نیولو کې بیړه نه کول او د یوه فکر پر اساس او ځنډ کول دي که څه هم چې د وخت له نظره کم وي.
3-په همدغه ترتیب لومړی "أن" چې په آیت کې "أن أراد" د ژبني جوړښت له مخې زائد دی؛ خو د خاص هدف لپاره چې له "أن" څخه وروسته راغلي بطش او نیولو کې پر ځنډ تاکید کې ونه ویل شي چې تاکیدکوونکی عامل له زماني او د ژبني جوړښت له اړخه تر موکد وروسته په فتحه واقع کېږي؛ لکه ﴿فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِنْ مِثْلِهِ﴾ چې دغه تاکید زماني دی او موکد ته نږدې په فتحه ذکر شوی لکه ("جاء جاء علي" أو"لا، لا أبوح بالسر"؛ علي راته راغی او یا نه، نه زه راز نه افشا کوم) چې له جوړښتي نظره دا دوه مثالونه تاکید دی... هو، دا صحیح دی؛ خو کله چې تاکید د تاکید له باب څخه مترادف وي، جایزه ده چې په فتحه موکد او په کسره موکد د تقدیم او تاخیر په پام کې نیولو پرته یو ځای ذکر شي... په همدغه ترتیب (فلما أن أراد) ځنډ او مهلت ورکول افاده کوي؛ یعنې په بیړنۍ توګه نه وي او همدارنګه (أن يبطش) چې مضارع منصوب فعل دی او دا ناصبه حرف هغه په مستقبل پورې مخصوصوي، د مترادف تاکید له باب څخه دی. نو "أن" په (فلما أن أراد) جمله کې دا قول ممکنوي چې لغتاً زائد ورته ووایو؛ خو دغه زیادت د تأکید لپاره دی چې د (أن يبطش) په لور مترادف تاکید دی، چې موسی علیه السلام خپل دښمن او مقابل طرف په فوري توګه ونه نیوه؛ بلکې په دې برخه کې یې فکر وکړ او مهلت یې ورکړ...
4-خو آیا په قرآن کریم کې زائده حروف شته که نه؟ که د حرف د زیادت موخه له معنی پرته زیادت وي، زه دا نظر ردوم؛ نو زما په نظر په قرآن کریم کې له معنی پرته هېڅ زائد حرف نشته. ما خپل کتاب (التيسير في أصول التفسير - سورة البقرة) کې یادونه کړې او د ﴿فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِنْ مِثْلِهِ﴾ آیت په تفسیر کې داسې راغلي: «په قرآن کریم کې له معنی پرته تکرار او زیادت نشته. له همدې امله هر څه چې په قرآن کریم کې راغلي او په ښکاره تکرار او زیادت ښکاري، په حقیقت کې زائد نه دی، بلکې د ځانګړې معنی په موخه اضافه شوی، لکه (مِن) چې په دغه مبارک آیت کې د تاکید معنی یعنې د تېر چلنج تاکید معنی افاده کوي.»
خو که له زائده حروفو څخه موخه هغه حروف وي چې د هدف لپاره ذکر شوي، دا حروف په قرآن کریم کې شته دي لکه په بقره سوره کې د الله سبحانه و تعالی دغه قول: ﴿فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِنْ مِثْلِهِ﴾، دلته "من" له لغوي او ژبني اړخه زائد دی خو له معنوي لحاظه بې معنی نه دی؛ بلکې دا حرف زماني تاکید افاده کوي، یعنې د یوه تېر امر لپاره دی. یعنې دا چلنج د دغه آیت تر نزول وړاندې وارد شوی و، وروسته د "من" کلمه د دغه آیت تر ذکر کولو وروسته د پخواني چلنج تاکید افاده کوي. د دغه کتاب په آیاتونو کې په تدبر کولو سره روښانه کېږي چې دغه چلنج تر هغه مخکې په مکه مکرمه کې په یونس سوره کې نازل شوی دی: ﴿أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ قُلْ فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِثْلِهِ﴾ او یونس سوره مکي او بقره سوره مدني ده، چې تر یونس سورې وروسته نازله شوې ده. نو د بقره سورت آیت د یونس سورت د آیت لپاره تاکید دی، چې تر هغه مخکې نازل شوی او دغه تاکید د "من" په زیادت حاصلېږي، چې په بقره سوره کې ذکر شوی او تر هغه مخکې په یونس سوره کې نازل شوی و. نو دغه حرف د خپل ماقبل چلنج تاکید افاده کوي او بې معنی نه دی.
زه دغه مسئله کې داسې فکر کوم چې په قرآن کې هېڅ زیادت بې معنی نه دی او الله سبحانه وتعالی تر ټولو عالم او باحکمته دی.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابوالرشته
۱۴۴۴هـ.ق، د ربیع‌الاول ۴مه
۲۰۲۲م، د سپټمبر ۳۰مه




   ارسال نظر