د اونۍ خبره: مرموزې چاودنې او انګېزې یې
10/08/2022 | ابراهیم منیب

Print


په دې وروستیو کې د افغانستان مجاهد ولس د کابل په سوېل کې پر کاج ښوونیز مرکز د برید سربېره په بېلابېلو سیمو کې د خونړیو چاودنو شاهد و. الله سبحانه و تعالی دې د دغو پېښو قربانیانو ته جنت الفردوس او ټپیانو ته عاجله شفاء ورکړي. د تېرې اونۍ وحشتناکې چاودنې او په تېرو څو ورځو کې دې ته ورته پېښې په ډاګه کوي چې په افغانستان کې په بېلابېلو بڼو د سیمې هېوادونو او لویو قدرتونو د استخباراتي شبکو له ځای پر ځای کېدو وروسته د لویو استعماري قدرتونو لکه امریکا او په دوی پورې تړلو د افغانستان ګاونډیو دولتونو لخوا د پېچلو لوبو نښې نښانې شته.
له کله راهیسې چې غربي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او په افغانستان کې یې د استخباراتي شبکو شتون صفر شو؛ د امریکا په رهبرۍ، غرب په دې لټه کې و چې څنګه په افغانستان کې ځان ته د پښې پټ ځای پیدا کړي. یوه موخه یې په افغانستان کې د دغه ډول استخباراتي شبکو شتون دی چې په حساسو او مهمو سیمو کې داسې چاودنې وکړی شي.
د دغو چاودنو انګېزه تر دې چې مادي وي او د افغانستان امنیت ته ګواښ جوړ کړي، تر ډېره له اسلامي امارت سره یو ډول رواني جګړه ده چې له دې لارې له امنیتي اړخه پر اسلامي امارت فشار راوړي. د دې تر څنګ، دا چې په دغو چاودنو کې د افغانستان د مسلمان ولس ځانګړي قومونه په نښه کېږي، ښکاري چې غرب د افغانستان د مسلمان ولس تر منځ د قومي او نژادي نفاق د تحریکولو په لټه کې دی. دوی غواړي له دې لارې د افغانستان د دولت او خلکو تر منځ واټن زیات کړي او په ذهنونو کې د اقلیتونو په نوم له دولت سره مخالف صف جوړ شي. امریکا له دې لارې د خپلو نړیوالو او سیمه‌يیزو سیالانو د ځپلو په موخه ډېره ګټه اخیستې او لا یې اخلي.
دلته اسلامي امارت ته د حاکم دولت په توګه د دې خبرې درک اړین دی چې د لویو قدرتونو او په سیمه کې په دوی پورې د تړلو دولتونو له لوري د په رسمیت پېژندلو مسله، دغو هېوادونو ته ډېر نیږدېوالی او له دوی سره تعامل؛ دا لوبې نورې هم پېچلې کوي. اسلامي امارت له دغو دولتونو سره په خپل بهرني سیاست کې منسجم، قاطع او نه ګرځېدونکي دریځ ته اړتیا لري چې په دغه سیاست افغانستان ته د دغو دولتونو او قدرتونو دروازې او لارې بندې کړي.
دغو هېوادونو ته نیږدې کېدل، دښمن ته د نیږدې کېدو په معنی ده. دښمن چې څومره نیږدې وي، هومره ښه نښه ولي. اسلامي امارت له کورنیو مخالفینو سره د ځپلو او سرکوب د سیاست پر ځای، داسې سیاست ته اړتیا لري چې مخالفتونه کم کړي او دا د بې باورۍ کاذبه فضا، د باور پر فضا بده کړي.
دا باید هېره نه کړو چې امریکا اوس هم په افغانستان کې خپلې سترګې خښې کړې، خو دا ځل له بېلو سیاستونو، پالیسیو او وسایلو سره. د ډېرو بهرنیو موسسو بېرته فعالېدل، د مرستو د پکېجونو رالېږلو تسهیل، د استخباراتي شبکو پیاوړي کېدل، له مدني نومو ټولنو ملاتړ، د اسلامي امارت په منځ کې د اختلافونو لویول؛ دا ټول د همدغو پالیسیو او وسایلو له ډلې دي. دې خوا ته اسلامي امارت باید په پیاوړي او ځیرک کورني او بهرني سیاست د اسلامي شریعت پر بنسټ او د افغانستان د مسلمان ولس او ټول اسلامي امت د اتحاد له ځواک څخه په ګټه اخیستنې د امریکا د ماتې عقده بېرته همدوی ته ور وګرځوي او پرې نه ږدي چې امریکا له نورو لارو هر هغه څه چې زړه یې غواړي وکړي او پر اسلامي امارت خپل د تنبيه او تطميع سیاست پلی کړي.



   ارسال نظر