د الله تعالی دین ته د نصرت ورکوونکو ځانګړنې
09/27/2022 |

Print


د مکي دورې وروستي کلونه وو چې زموږ ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم په مکه مکرمه او شاوخوا کې د اسلام د واکمنۍ او بیا یې نړۍ ته د لېږد هڅه کوله. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کار یو پړاو دا و چې د هغه وخت د واک څښتنان قانع کړي، د هغوی ملاتړ را خپل کړي چې په دې سره هم خپل ځای او ملګري خوندي کړي او هم اسلام داسې واکمن کړي چې نورې سیمې لاندې کړي او بشر له تیارو او جهالت څخه د اسلام رڼایۍ ته را وباسي. په عربي ټاپووزمه کې هغه وخت ځواک له قبایلو سره و او د قبیلو د مشرانو قانع کول، د نُصرې او ملاتړ را خپلولو لپاره اساسي چاره وه. رسول الله صلی الله علیه وسلم ددې موخې لپاره بېلابېلو قبیلو ته ولاړ او د هغوی له مشرانو یې نُصره وغوښته، ځینو قبیلو دا غوښتنه رد کړه او ځینو شرطونه کېښودل، خو په پای کې اوس او خزرج یوازې د جنت د وعدې په بدل کې دې دروند مسوولیت ته غاړه ورکړه او په دې لاره کې د خپل ځان او مال قربانۍ ته حاضر شول. دوی د اسلامي دولت د اقامې لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملاتړ وکړ او نُصره یې ورکړه. وروسته اسلام غالب شو او الله تعالی انصاور ته ‌په دنیا او آخرت کې عزت ورکړ. الله تعالی ترې راضي شو او دوی له الله تعالی راضي شول. له دوی سره مینه د ایمان نښه وګرځېده او ځینو ته پکې داسې عزت ورسېد چې پر مړینه یې د الله تعالی عرش ولړزېده. اوس بیا هم مسلمانان یو نړیوال پیاوړی دولت نه لري، په بېلابېلو جغرافیو ویشلې دي، د کفارو تر ظلم او استعمار لاندې دي. د تیارو او ستونزو په همدې اوج کې د ستر اسلامي دولت د تاسیس هڅې هم په چټکۍ روانې دي، ددغو هڅو ملاتړ همغسې یوه چاره ده لکه انصارو چې وکړه او هغوی چې په اوس وخت کې اسلام او مسلمانانو ته نصرت ورکوي د انصارو په پله پل ږدي. له نیکه مرغه دا چانس افغانانو ته په لاس ورغلی دی چې د ستر اسلامي دولت انصار او بنسټ اېښودونکي شي او که همدا لاره ونیسي او د انصارو په پله پل کېږدي؛ نو په دنیا او آخرت کې یې ناپایه عزت انت‍ظار کوي. 
د اسلامي دولت د تاسیس لپاره د مبارزې په لاره کې یو مهم ګام «طلب النصره» دی چې پکې د واک له څښتانو نُصره او مرسته اخیستل کېږي. همدا لاره زموږ رسول الله صلی الله علیه وسلم وهلې ده او اوس چې موږ هم د یوه واحد نړیوال اسلامي دولت د تاسیس لپاره کار کوو، باید همدا لاره ووهو. دا چې له چا باید مرسته او نُصره واخیستل شي او هغوی چې مرسته او نُصره ترې اخیستل کېږي، کومې ځانګړنې لري، دلته پرې بحث کوو. پر دې به هم بحث وکړو چې د الله تعالی له دین او د اسلامي دولت له تاسیس سره د نُصره یا مرسته کوونکو په اړه قرانکریم او احادیث څه وايي‌. د دې تر څنګ پر دې هم لنډ تمرکز کوو چې ایا اوس داسې څوک شته چې نُصره او مرسته ترې وغوښتل شي او هغوی د الله تعالی د دین او د اسلامي دولت د تاسیس ملاتړ وکړي؟ 
د نصرت غوښتنه د څه لپاره کېږي؟
نُصره ښايي د بېلابېلو موخو لپاره وغوښتل شي، خو دلته موږ پر هغه نُصره تمرکز کوو چې له اصلي او برخلیک ټاکونکې قضیې سره تړلې ده. دا نُصره د دین د اظهار او واکمنۍ لپاره ده. که له بېلابېلو قبایلو څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم نُصرې غوښتنې ته ځېر شو، دوې اساسي موخې پکې وې: لومړۍ، د ځان  او مسلمانانو پر وړاندې د هر ډول متصور ضرر دفع كول او د اسلامي دعوت پياوړتيا او ملاتړ. دويمه موخه دا وه چې اسلام د يوه دولت او قدرت په توگه رامنځ ته شي. د لومړۍ نقطې په تړاو د ابن هشام په سيرت كې له کعب بن مالک څخه په روايت کې داسې راغلي دي: 

«...ثُمّ قَال: أُبَايِعُكُمْ عَلَى أَنْ تَمْنَعُونِي مِمّا تَمْنَعُونَ مِنْهُ نِسَاءَكُمْ وَأَبْنَاءَكُمْ. قَالَ: فَأَخَذَ الْبَرَاءُ بْنُ مَعْرُورٍ بِيَدِهِ ثُمّ قَالَ: نَعَمْ وَاَلّذِي بَعَثَك بِالْحَقّ(نَبِيّاً) لَنَمْنَعَنّك مِمّا نَمْنَعُ مِنْهُ أُزُرَنَا، فَبَايِعْنَا يَا رَسُولَ اللّهِ، فَنَحْنُ وَاَللّهِ أَبْنَاءُ الْحُرُوبِ وَأَهْلُ الْحَلْقَةِ وَرِثْنَاهَا كَابِرًا(عَنْ كَابِرٍ).»
«... بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: په دې درسره بيعت کوم چې څه ډول چې تاسو له خپلو ښځو او اولادونو څخه دفاع او ساتنه کوئ، دغسې به زما دفاع او ساتنه هم کوئ. راوي وايي: نو براء بن معرور د رسول الله صلی الله عليه وسلم لاس ونيوه او ويې ويل: هو، پر هغه ذات قسم چې ته يې په حق سره د نبي په توګه رالېږلی يې، موږ به خامخا ستا داسې دفاع او ساتنه کوو، لکه د خپلو ښځو او اولادونو ساتنه چې کوو،  نو اې د الله رسوله، له موږ سره بيعت وکړه، پر الله قسم چې موږ جنګيالي او وسله‌وال خلک يو او دا څه (جګړې او وسلې) راته له پلرونو او نيکونو څخه په ميراث راپاتې دي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نصرت غوښتنې دویمه موخه هم ښکاره وه؛ د نصرت غوښتنې پر مهال یې د دین د اظهار او له نورو سره د جګړې خبره کوله او له قبایلو یې په همدې شرط مرسته هم غوښتله او مقابل اړخ دا هر څه درک کول، لکه چې په یوه روایت کې راځي:
« كله چې د انصارو ټول غړي بيعت وركولو ته حاضر وو، عباس ابن عبادة ابن نضلة الأنصاري ټولو ته مخ ور واړاوه او ويې ويل: تاسې د بيعت په وركولو سره دغه مسووليت چې ستاسې پر اوږو اېښودل كېږي، درك كړ؟ هغوى ځواب وركړ: هو موږ درك كړ. هغه همداشان وويل: ستاسې بيعت په دې مانا دى چې تاسې بايد له هر ملت سره وجنگېږئ او كه په دې جريان كې ستاسې شتمني له منځه لاړه شي او يا ستاسې مشران وژل كېږي، بیا پيغمبر صلى الله عليه وسلم ترك كوئ، نو غوره ده چې دا كار همدا اوس ترسره كړئ، ځكه چې د دغې ژمنې ماتولو پايله به وروسته تر هغې چې منعقده شي، په دنيا او اخرت كې له خوارۍ او ذلت پرته به بل څه نه وي. خو كه تاسې له دې ټولو ستونزو سره سره د دې ژمنې او پيمان ترسره كولو ته حاضر ياست، نو اقدام وكړئ، ځكه چې هم د دنيا او هم د اخرت خير په كې نغښتى دى. د دغو خبرو په اورېدو ټولو حاضرو كسانو وويل: موږ له ټولو ستونزو او سختيو سره سره د پيغمبر صلى الله عليه وسلم ملاتړ كوو او ژمنه ورسره كوو...». 
له دې ښکاره معلومېږي چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم د ځان او مسلمانانو د ساتنې او د دعوت د تقویې تر څنګ د اسلامي دولت د تاسیس او د دین د اظهار لپاره د ځواک له خاوندانو مرسته غوښتله. 
له چا باید مرسته وغوښتل شي؟ 
پیغمبر صلی الله علیه وسلم له ډېرو قبایلو  مرسته وغوښته چې په ځینو کې یې هغه ځانګړنې نه وې چې د الله سبحانه وتعالی د دین نصرت وکړي. په زاد المعاد کې راځي چې: واقدي ويلي: محمد ابن صالح له عاصم بن عمر بن قتادة، يزيد بن رومان او نورو څخه روايت کړی چې هغوی ويلي:

«... وَكَانَ مِمّنْ يُسَمّى لَنَا مِنْ الْقَبَائِلِ الّذِينَ أَتَاهُمْ رَسُولُ اللّهِ (صلى الله عليه وآله وسلم) وَدَعَاهُمْ وَعَرَضَ نَفْسَهُ عَلَيْهِمْ بَنُو عَامِرِ بْنِ صَعْصَعَة، وَمُحَارِبُ بْنُ حصفة، وَفَزَارَةُ، وَغَسّانُ، وَمُرّةُ، وَحَنِيفَةُ، وَسُلَيْمٌ، وَعَبْسُ، وَبَنُو النّضْر،ِ وَبَنُو الْبَكّاءِ، وَكِنْدَةُ، وَكَلْبٌ، وَالْحَارِثُ بْنُ كَعْبٍ، وَعُذْرَةُ، وَالْحَضَارِمَةُ، فَلَمْ يَسْتَجِبْ مِنْهُمْ أَحَدٌ»
«... هغه قومونه چې موږ يې پېژنو او پيغمبر صلی الله علیه وسلم ورته ورغلی، اسلام ته يې رابللي او نصرت يې ترې غوښتی عبارت دي له: له بنو عامر بن صعصعه، محارب بن حفصه، فزاره، غسان، مره، حنيفه، سليم، عبس، بني نضر، بني بكاء، كنده، كلب، حارث بن كعب، عذره او حضارمه څخه چې هېڅ يوه هم د پيغمبر صلی الله علیه وسلم دعوت ته مثبت ځواب نه دى وركړى.»

رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې ټولو هڅو وروسته هم ناهیلی نه شو او د هغو قبایلو د پیدا کولو په لټه کې وو چې د پورته دوو یادو شوو موخو لپاره مرسته ورسره وکړي، چې د همدې هڅو په لړ کې تر اوس او خزرج پورې ورسېده. دا چې اوس او خزرج او د دوی مشرانو کومې ځانګړنې لرلې چې د الله تعالی د دین نصرت یې وکړ، دلته یې لنډې تشریح کوو: 
۱- د ځواک خاوندان: رسول الله صلی د داسې چا د ملاتړ را خپلولو په لټه کې و چې ځواک ولري، د قریشو او د سیمې د نورو ځواکونو پر وړاندې د درېدو وړتیا ولري. دا چاره موږ په سیرت کې په واضح ډول درک کولی شو. له همدې کبله رسول الله صلی الله علیه وسلم د نُصرې او مرستې غوښتنې مسووليت له طايف څخه پيل كړ، چې هغه وخت دې قبيلې د عربو په ټاپو وزمه كې تر ټولو پياوړي اشخاص درلودل. په واقعيت كې د طايف مشرانو د پياوړتيا، اعتبار او موقف له مخې له قريشو سره سيالي كوله. دغه مسئله د وليد ابن مغيره له خوا ياده شوې ده. هغه په دې هكله چې ولې د قرآن نزول پر محمد صلی الله علیه وسلم وشو، نه د قريشو او طايف پر مشرانو، مناقشه كړې، الله سبحانه وتعالی تر هغه وروسته لاندې آيت نازل كړ:

﴿وَقَالُوا لَوْلَا نُزِّلَ هَٰذَا الْقُرْآنُ عَلَىٰ رَجُلٍ مِّنَ الْقَرْيَتَيْنِ عَظِيمٍ﴾ [زخرف: ۳۱]
« او دوی وايي: ولې دغه قرآن د دغو دوو ښارونو (مكې او طايف) پر يوه لوى(بډاى) سړي نازل شوى نه دى؟!»

طایف دومره قوي و چې د مکې تر فتحې وروسته د هغه پياوړي دېوالونه په اسانۍ فتحه نه شول. كه څه هم د طايف په محاصره كې له ډېر مقاومت او دواړو اړخونو ته له درنو تلفانو اوښتو سره سره بالاخره مسلمانانو د پرمختللو جنگي امكاناتو په كارونې سره طایف فتحه کړ. 
په بل ځای کې وینو چې رسوالله صلی الله علیه وسلم په ښکاره له مرسته کوونکو پوښتي چې څومره ځواک لري.‌ ابو داود، ترمذي، نسائي او ابن ماجه له جابر رضى الله عنه څخه روايت شوى چې وايي: 

«كان رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم يعرض نفسه على الناس… فيقول: هل من رجل يحملني إلى قومه، فإن قريشاً قد منعوني أن أبلغ كلام ربي؟ قال: فأتاه رجل من بني همدان فقال: أنا. فقال: وهل عند قومك منعة؟ قال: نعم. وسأله من أين هو فقال: من همدان. ثم إن الرجل خشي أن يخفره قومه -أي ينقضوا عهده- فأتى رسول الله (صلى الله عليه وآله وسلم) فقال: آتي قومي فأخبرهم ثم ألقاك من عام قابل. قال: نعم»
«پيغمبر صلى الله عليه وسلم خلكو ته خپل ځان وړاندې کاوه ... او ورته به يې ويل: ايا داسې څوك شته چې ما خپل قوم ته ورولي، ځكه قريش ما له دې څخه منعه کوي چې د خپل رب پيغام ورسوم؟ راوي وايي: له بني همدان څخه يو سړى پيغمبر صلى الله عليه وسلم ته ورغى او ويې ويل: زه يم. نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: ايا ستاسې خلك وړتيا او قوت لري؟ ویې ويل: هو. وروسته پيغمبر صلى الله عليه وسلم له هغه سړي وپوښتل چې د كوم ځاى يې؟ سړي ځواب وركړ چې د همدان يم. بيا دا سړی له دې ووېرېده چې هسې نه قوم مې زما عهد مات کړي، هغه يو ځل بيا پيغمبر صلى الله عليه وسلم ته ورغى او ويې ويل: زما قوم راځي، له هغوى سره له نږدې وگوره او زه ښايي بل كال له تا سره وگورم. پيغمبر صلى الله عليه وسلم ورته په ځواب كې وويل: سمه ده».
 

له دې په واضح ډول ښکاري‌ چې رسول الله (ص) د ځواک د داسې خاوندانو په لټه کې و چې له قریشو او د سیمې له نورو قبایلو سره د جګړې وړتیا ولري.خو دا په دې مانا نه ده چې د ځواک خاوندان به دومره وړتیا لري چې په یو ځل د نړۍ له ټولو قوتونو سره د جګړې توان ولري، ځکه هغه وخت هم په پیل کې اوس او خزرج له روم او فارس سره د جګړې توان نه لاره. دا ځواک باید په هغه کچه وي چې هغه ګواښونه له منځه یوسي چې په پیل کې اسلامي دولت ورسره مخ کېږي. 

۲- د جهاد او قتال خلک: اسلامي دولت ته له تاسیس سره سم لومړنی ګواښ د دښمنانو یرغل دی، چې باید په جهاد او قتال یې مقابله وشي. د دې تر څنګ اسلامي دولت دعوت او جهاد د خپل بهرني سیاست اساسی ټکی ګرځوي، نو چې څوک د اسلامي دولت د تاسیس نُصره او ملاتړ کوي، باید د جهاد او قتال خلک وي او دا ځواک، اراده او تجربه ولري. همدا تجربه اوس او خزرج لرله، لکه چې د عقبې په بعیت کې راځي: 
«... نو براء بن معرور د رسول الله صلی الله عليه وسلم لاس ونيوه او ويې ويل: هو، پر هغه ذات قسم چې ته يې په حق سره د نبي په توګه رالېږلی يې، موږ به خامخا ستا داسې دفاع او ساتنه کوو، لکه د خپلو ښځو او اولادونو ساتنه چې کوو،  نو اې د الله رسوله، له موږ سره بيعت وکړه، پر خدای قسم چې موږ جنګيالي او وسله‌وال خلک يو او دا څه (جګړې او وسلې) راته له پلرونو او نيکونو څخه په ميراث راپاتې دي... ».
۳- یوازې د الله د رضا لپاره نُصره او مرسته، نه د دنیوي او مادي چارو لپاره: په سیرت کې موږ لولو چې ځینو قبایلو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دعوت منلو لپاره شرایط  کېښودل چې پکې دوی ته واک او ځینې نور مسایل راتلل، خو موږ وینو چې اوس او خرزج یوازې د الله تعالی د رضا لپاره دعوت ومانه او نُصره یې ورکړه. كله چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم له بني كلب سره ملاقات وكړ او هغوى يې دعوت ونه مانه، پيغمبر صلی الله علیه وسلم په يمايمه كې د  بني حنيفه قبيلې لور ته مخه كړه. وروسته پيغمبر صلی الله علیه وسلم بنو عامر بن صعصعه ته بلنه وركړه، هغوی له پيغمبر صلی الله علیه وسلم څخه وغوښتل چې تر هغه وروسته قدرت دوی ته وسپارل شي، خو د نوموړي قوم دا وړانديز د پيغمبر صلی الله علیه وسلم له خوا و نه منل شو. تر هغه وروسته پيغمبر صلی الله علیه وسلم له يمن څخه راغلي بني كنده سره په خپله كېږدۍ كې وكتل، هغوی هم له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه تر هغه وروسته د قدرت د سپارلو وړانديز وكړ چې وړانديز يې د پيغمبر صلی الله علیه وسلم له خوا ونه منل شو.
خو اوس او خزرج بیا داسې څه ونه غوښتل، بلکې یوازې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له خوا د جنت پر ژمنه یې بسنه وکړه:  ((... نو اې د الله رسوله، كه موږ له تاسره پر خپله ژمنه وفا وكړو، موږ ته به يې په بدل کې څه وي؟ پيغمبر صلى الله عليه وسلم په ځواب كې ورته وويل: جنت. هغوى وويل: لاس دې راكړه اې د الله رسوله، رسول الله صلى الله عليه وسلم لاس وركړ او ټولو ورسره بيعت وكړ.»
۴- وېره نه لرل او ستر ټکر ته تیاری: ځینو قبایلو د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعوت مانه، خو ورسره یې شرطونه لرل، چې ‌پکې مهم شرط دا و چې دوی به له فارس یا روم سره جګړه نه کوي او یا به له ځینو قبایلو سره جګړه کوي. دوی په واقعیت کې له فارس او روم څخه وېره لرله او یا یې ورسره ځینې تړونونه درلودل، خو د اسلام ملاتړ بیا داسې چا نشو کولای چې وېره یې په زړه کې وي او یا له نورو سره تړونونه ولري او هغو ته ترجیح ورکړي.‌ لکه چې په دې اړه په راویت کې راځي: 
((...‌ ورپسې يې نور مشران لكه بكر ابن وائل دعوت كړل، خو هغوى د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ساتنې ډډه وكړه، ځكه هغوى له فارس سره په گاونډ كې پراته وو. همداشان پيغمبر صلی الله علیه وسلم د بني ربيعه كېږدۍ ته لاړ، هغوى مثبت ځواب ور نه كړ. پيغمبر صلی الله علیه وسلم له بني شيبان سره هم وكتل، دا چې هغوى هم له فارس سره په گاونډ كې پراته وو او له کسری سره یې تړونونه درلودل، منفي ځواب يې وركړ. په دې كې بني شيبان حاضر شو چې د اعرابو په مقابل كې د پيغمبر صلی الله علیه وسلم دفاع وكړي، خو د فارس پر وړاندې يې دغه توان او وړتيا نه درلوده. پر دې بنسټ پيغمبر صلی الله علیه وسلم د هغوى د موقف په ځواب كې داسې وفرمايل: 

«ما أسأتم الرد إذ أفصحتم بالصدق، إنه لا يقوم بدين الله إلا من حاطه من جميع جوانبه»
بد مو ونه کړل (ښه مو وکړل) چې څرګند او ريښتينی ځواب مو راکړ، خو د الله دين ته هغه څوک نصرت نه شي ورکولی چې بشپړه او هر اړخيزه احاطه پرې ونه کړي (د دين هره غوښتنه ونه مني).

په قرانکریم کې د انصارو ستاینه 
سره له دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مختلفو قبیلو ته ولاړ، خو اوس او خزرج هغه قبایل وو چې دغه دروند مسوولیت ته یې غاړه ورکړه. له همدې امله الله تعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ترې راضي شو. الله تعالی په ډېرو ځايونو كې د انصارو د وړتياوو يادونه كړې چې هغوى ته يې د داسې با کیفیته باطني ارزښتونو د لرلو نسبت وركړى چې هر مسلمان يې هيله لري. الله تعالی په قرآن كريم كې هغوى د (سابقون الاولون) په نامه ياد كړي، يانې لومړني مخكښان. الله تعالی په قرآن كريم كې فرمايلي چې الله سبحانه وتعالی له هغوى څخه راضي دى او هغوى هم له الله سبحانه وتعالی څخه راضي دي. هغه جنت چې الله تعالی يې له انصارو سره ژمنه كړې، په هغه كې به ويالې روانې وي او داسې به تازه او ښكلى وي چې انسان يې له تصوره عاجز دى او انصار به تل په هغه كې خوښ او خوشحاله وي. لكه څنگه چې الله تعالی د هغوى په هكله فرمايلي دي: 

﴿وَالسَّابِقُونَ الأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالأَنصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُم بِإِحْسَانٍ رَّضِيَ اللّهُ عَنْهُمْ وَرَضُواْ عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ﴾ [توبه:100]
لومړني مهاجرين او انصار مخكښان او هغه كسان چې په نېكۍ سره يې د هغوى پيروي كړې، الله جل جلاله له هغوى خوښ دى او هغوى هم له الله جل جلاله خوښ دي، او د جنت باغونه يې هغوى ته چمتو كړي چې ويالې به يې تر ونو لاندې جاري وي او تل به پكې مېشت وي، دا دى ستر برياليتوب!

همداشان الله تعالی د هغوى په وصف كې فرمايي: 

﴿لَقَد تَّابَ الله عَلَى النَّبِيِّ وَالْمُهَاجِرِينَ وَالأَنصَارِ الَّذِينَ اتَّبَعُوهُ فِي سَاعَةِ الْعُسْرَةِ مِن بَعْدِ مَا كَادَ يَزِيغُ قُلُوبُ فَرِيقٍ مِّنْهُمْ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ إِنَّهُ بِهِمْ رَؤُوفٌ رَّحِيمٌ﴾ [توبه:117]
الله جل جلاله پر پيغمبر، مهاجرينو او انصارو باندې خپل رحمت وکړ او د هغوی توبه یې قبوله کړه؛ چې د سختۍ په وخت (د تبوك په جگړه) کې يې د هغه پيروي وكړه. وروسته تر هغه چې نږدې وه له دوی څخه د يوې ډلې زړونه له حق څخه منحرف شي (او د جګړې له ميدانه وتښتي) وروسته الله جل جلاله د هغوى توبه قبوله كړه، بېشکه هغه پر دوی باندې مهربانه او رحيم دى!

او همداشان الله سبحانه وتعالی هغو كسانو ته چې ايمان يې راوړى، امر کوي چې په فداكارۍ او سرښندنې سره د الله سبحانه وتعالی د دین انصار شي:  

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا كُونوا أَنصَارَ اللَّهِ كَمَا قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ لِلْحَوَارِيِّينَ مَنْ أَنصَارِي إِلَى اللَّهِ قَالَ الْحَوَارِيُّونَ نَحْنُ أَنصَارُ اللَّهِ فَآَمَنَت طَّائِفَةٌ مِّن بَنِي إِسْرَائِيلَ وَكَفَرَت طَّائِفَةٌ فَأَيَّدْنَا الَّذِينَ آَمَنُوا عَلَى عَدُوِّهِمْ فَأَصْبَحُوا ظَاهِرِينَ﴾ [صف:14]
اى هغو كسانو چې ايمان مو راوړى، د الله سبحانه وتعالی انصار اوسئ، داسې لكه چې د مريم زوى عيسى حواريونو ته وويل: څوك د الله ج په لار كې زما انصار ياست؟ حواريونو وويل: موږ د الله انصار يو، په دې وخت كې د بني اسراييلو يوې ډلې ايمان راووړ او يوه ډله كافران شول، موږ هغو كسانو چې ايمان يې راوړى و د هغوى د دښمنانو پر وړاندې مو د هغوی تاييد وكړ  (د هغو ملاتړ مو وکړ) او بالاخره پر هغوى بريالي شول!

په سنتو كې د انصارو صفات
بخاري او مسلم له حضرت انس ابن مالك رضى الله تعالى عنه څخه روايت كوي، هغه وايي له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه مې اورېدلي چې فرمايل يې: ژباړه «له انصارو سره دوستي د ايمان نښه ده او له هغوى كركه او نفرت د منافقت او رياكارۍ نښه ده.»
همداشان امام ترمذي له براء بن عازب څخه روايت كوي، هغه وايي له پيغمبر صلی الله عليه وسلم څخه مې اورېدلي چې فرمايل يې: ژباړه «يوازې مومن له انصارو سره مينه لري او يوازې کافران له هغوی څخه نفرت کوي. بناءً هغه څوك چې له هغوى سره مينه لري، له الله تعالی سره هم مينه لري او هغه څوك چې له هغوى كركه كوي، له الله تعالی څخه هم كركه كوونكي دي.»
همداشان امام بخاري له حضرت انس رضی الله تعالی عنه څخه روايت كوي چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم وكتل چې له هغه لوري د انصارو ښځې او ماشومان را روان دي. پيغمبر صلى الله عليه وسلم ودرېد او درې ځله يې دا خبره تكرار كړه: ژباړه: « پر الله قسم چې تاسې زما پر وړاندې تر ټولو مينه ناك خلك ياست.»
امام احمد په خپل مسند کې له ابو سعيد الخدري رضی الله تعالی عنه څخه روايت کوي، هغه وايي: پيغمبر صلى الله عليه وسلم د حنين د غزا د غنيمتونو تر وېش وروسته د انصارو په هكله داسې وفرمايل: ژباړه، «اې انصارو، ايا په دې خوشحاله كېږئ چې نور كسان له پسونو او اوښانو سره روان شي او تاسې د الله تعالی د لېږل شوي پيغمبر په ملتیا بېرته وگرځئ؟ پر هغه ذات قسم چې زما نفس د هغه په واك كې دى، كه چېرې هجرت نه وای، زه به هم د انصارو له ډلې وم. كه ټول خلك يوې درې ته لاړ شي او انصار بلې ته، زه به د انصارو پلو لاړ شم. يا الله پر انصارو او د هغوى پر اولادونو او لمسيانو خپل رحمت ووروې».
نو تر دغه غوره بل صفت به څه وي چې له انصارو سره مينه د ايمان نښه او له هغوى كركه د منافقت نښه وي؟ څومره لوى مقام دى چې نسبت نورو خلكو ته هغوى د پيغمبر صلى الله عليه وسلم پر وړاندې مينه ناك او محبوب دي؟ كوم عزت تر هغه غوره دى چې د هغوى د زامنو زامن هم د الله تعالی د بښنې او عفوې وړ گرځي؟ په دې ډله كې د پيغمبر صلى الله عليه وسلم اصحاب او نور هغه كسان چې له هغوى سره مينه لري او د انصارو په مسير كې د اسلام مرسته كوي، هم شاملېږي. كوم څه تر هغه حقيقت مهم كېداى شي چې د سعد ابن معاذ رضى الله تعالى عنه په وفات سره د الله جل جلاله عرش پر لړزه راځي؟ 
ایا اوس هم د انصار کېدو چانس شته؟
د انصارو صفتونه الله تعالی بل هېچا ته نه ورکوي، خو یوازې هغوی ته یې ورکوي چې د انصارو په پله پل کېږدي، د مسلمانانو نُصره او ملاتړ وکړي او د اسلامي دولت د تاسیس لپاره هر ډول ځاني او مالي قربانۍ ته تیار شي.‌ تر سلو کلونو واوښتل چې مسلمانان هغه دولت نه لري چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په مدینه منوره کې د انصارو په مرسته بنسټ اېښی و. اوس بیا د همغه دولت لپاره مبارزه روانه ده او اوس به هغه کسان د انصارو په صف کې راځي چې د دغه دعوت ملاتړ وکړي او یو ځل بیا د هغه دولت د تاسیس ملاتړ وکړي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې زیری ورکړی دی. 
د افغانستان په ګډون په اسلامي نړۍ کې دا ځواک شته چې د انصارو لاره خپله کړي او د اسلامي دولت د تاسیس ملاتړ وکړي. همدا اوس په افغانستان کې واکمن اسلامي امارت همدا وړتیا لري، ښه پیاوړې عقیده او ایمان لري، ښه ځواک لري، د جهاد او قتال خلک دي، امریکا او ناټو یې په ګونډو کړه او تر دوی وړاندې یې مشرانو او پلرونو شوروي اتحاد دړې وړې کړی و. اسلامي امارت او په ټوله کې افغانان ټولې هغه ځانګړنې لري چې د انصارو لپاره پکار دي. اوس یوازې یو بل ګام پکار دی او هغه دا چې د انصارو په شان د یوه ستر اسلامي دولت کوربه شي او هر اړخیز ملاتړ یې وکړي.‌ له شک پرته چې الله تعالی به بیا له دوی راضي شي او دوی به له الله تعالی راضي شي.‌ په دوی کې به د سعد ابن معاذ په شان کسان وي چې په مړینه به یې د الله سبحانه وتعالی عرش لړزېږي او ملایکې به یې جنازې ته راځي. موږ دلته د سعد ابن معاذ مثال راوړو چې د اسلامي دولت د تاسیس او د مسلمانانو ملاتړ یې وکړ او الله تعالی ورته څومره لوړ مقام ورکړ:‌
په يوه بل روايت كې راغلي؛ كله چې د سعد روح خپل خالق ته ور وگرځېد، جبرائيل عليه السلام؛ رسول الله صلى الله على وسلم ته راغى ويې ويل: ژباړه، «دغه نېك روح څوك و چې وفات شو؟ د جنت دروازې د هغه پر مخ خلاصې شوې او د الله عرش په خوځښت راغى.» دغه روايت حاكم نقل کړی او ذهبي تائيد کړی. همداشان امام احمد د معتبرو روايتونو په لړۍ کې رانقل كړى چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم وفرمايل: ژباړه، «د دغه متقي شخص لپاره د جنت دروازې پرانيستل شوې او د الله سبحانه وتعالی عرش په حركت راغى، اويا زره ملایکې راښكته شوې، څو هغه دفن كړي او بېرته له هغه ځايه لاړې.»
اسماء بنت زيد روايت كوي، كله چې حضرت سعد وفات شو، مور يې په ژړا شوه، په دې وخت كې پيغمبر صلى الله عليه وسلم ورته داسې وويل: ژباړه، «اوښكې به دې وچې شي او غمونه به دې كم شي، كه په دې پوه شې چې ستا زوى لومړنى هغه څوك دى چې الله ورته موسكا كړې او عرش يې په حركت راغلى.» دا پېښه په طبراني كې هم روايت شوې ده. 
دا دى د هغه چا مقام چې د لومړني اسلامي دولت د تاسيس پر مهال يې د پيغمبر صلى الله عليه وسلم لپاره د مرستې او د هغه د ساتنې زمينه برابره كړه. ښايي الله متعال خپل نعمتونه د نورو هغو كسانو لپاره لا ډېر كړي چې په اوس وخت كې د نبوت پر منهج د دویم راشده اسلامي خلافت د تاسيس لپاره نُصره او مرسته كوي او دا له دې امله چې اوسمهال له هره اړخه اسلام او مسلمانان د كفر له خوا پايمال شوي او د نړۍ ټول ملتونه ورته يوې خوا ته شوي او پر اسلام او مسلمانانو يې بده ورځ جوړه كړې ده. دا هم د  هېرولو نه ده چې که په دې وخت كې څوك له دغه ډول قوت څخه برخمن وي او د الله سبحانه وتعالی د دين له ملاتړه اوږې سپكې كړي، اتلولۍ، رتبې او پوځي وياړونه به يې هېڅكله د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې د هغه د غضب مخه ونه نيسي. 




   ارسال نظر