د افغانستان الوتکې پر اسلامي امارت د امریکا د فشار بل ټکی او په منځنۍ اسیا کې یې د نفوذ دریڅه ده!
09/25/2022 | یوسف ارسلان

Print


«پولیټيکو» امریکايي ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزرات د یوه لوړپوړي مقام له قوله راپور ورکړی چې د امریکا دولت له اوزبیکستان او تاجیکستان دولتونو سره د "ترهګرۍ" پر وړاندې په مبارزه کې د دغو دوو هېوادونو د همکارۍ په بدل کې د افغانستان له پخواني دولت سره د ۵۰ مرسته شوو الوتکو د تسلیمۍ په اړه خبرې اترې کوي. د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مایکل کوریلا په جون میاشت کې له تاجیکستان څخه د لیدنې پر مهال ویلي وو چې دغه الوتکې افغانستان ته نه ورګرځول کېږي، ځکه له طالبانو سره تړاو نه لري. ‎
امریکا په داسې حال کې دا ډول مسایل مطرح کوي چې افغانستان، سیمه او نړۍ په ځانګړي حالت کې دي. له هغې ورځې چې په افغانستان کې اشغال ماتې وخوړه او اسلامي امارت د جمهوریت ځایناستی شو، د افغانستان په اړه د امریکا بهرنی سیاست له سره تعریف شو. امریکا پر هغه بوختیا سربېره چې د روسيې او چین په مقابل کې یې لري، د افغانستان قضیه څاري او هڅه کوي چې اسلامي امارت ځان او سیکولر نړیوال نظم ته نږدې کړي. نډ پرایس دغه سیاست «سمې لارې ته د امارت برابرول» بللی دی. 
د اسلامي امارت پر وړاندې د امریکا پالیسۍ او کړنې د ګواښ او تطمیع پر محور راڅرخي. کله د پیسو په مرستو او نړیوال سټیج په ورکولو اسلامي امارت هڅوي او غمخواري کوي یې، خو کله د ګواښ سیاست غوره کوي، چې بېلګه یې سیاسي فشار، بندیزونه او هغه نیوکې ديچې د بشري حقونو، د ښځو حقونو او ټولګډونه حکومت تر نامه لاندې دي. استخباراتي پالیسۍ او په ملکي وګړو کې چادونې د دغو پالیسیو یو بل ډول دی، چې امریکا یې د بیاځلي استعمار او له اسلامي ارزښتونو څخه د اسلامي امارت د تنازل لپاره کاروي. بل ټکی هم چې دغه لېست ته وراضافه شوی، د هغو الوتکو موضوع ده چې تاجکستان او اوزبکستان ته لېږدول شوې دي.
د الوتکو موضوع د سیمه‌ييز او نړیوال وضعیت له اړخه هم د غور وړ ده. دا چې د سترو قدرتونو په بهرني سیاست او د دوی د سیالۍ په ډګر کې ژور بدلونونه راغلي، امریکا د روسیې له وضعیته او په اکراین کې دهغې له بوختیا څخه ګټه اخلي. منځنۍ اسیا چې د روسیې خورا مهمه فضا او د چین د اقتصادي نفوذ حوزه ګڼل کېږي، امریکا په دې سیمه کې د خپل نفوذ لپاره ډېره وړاندې تللې ده. دا ځل د الوتکو موضوع هم د تاجکستان او اوزبکستان لپاره یو بل امتیاز دی، چې هغوی ځان ته ډېر ورنږدې کړي او له دې لارې په سیمه کې د چین او روسیې نفوذ مهار کړي. 
د مسلمانانو د خاورو له ډلې منځنۍ اسیا هم هغه سیمه ده چې د مخکنیو پېړیو راهیسې بیا تر ننه د کفري قدرتونو په رقابت کې سوځېدلې ده. منځنۍ اسیا تر تزاري روسیې وروسته د شوروي کمونیستي نظام تر حاکمیت لاندې راغله. شوروي نه یوازې دغه سیمه اشغال کړه، بلکې پر اسلامي ارزښتونو یې حمله وکړه او د لسګونو کلونو په موده کې یې هڅه وکړه چې د اسلامي فرهنګ رېښې له دې جغرافیې څخه وباسي. دا ځل امریکا غواړي چې په دې سیمه کې خپل استعماري رول ولوبوي. له بده مرغه اسلامي امت یتیم اولاد ته ورته دی، چې هر څوک یې د خپل توان په اندازه ځپي. نن د خلافت په نشت کې اسلامي امت په کوچنیو ټوټو وېشل شوی، چې استعماري قدرتونه غواړي دغه کوچینۍ ټوټې پر خپل محور وڅرخوي.
د دغو خاورو حکومتونه د استعماري پولو له ماتېدو او دا چې دوی خپله د مستقل قطب په توګه راڅرګند شي، وېرېږي. دوی فکر کوي چې بقا یې په دې کې ده چې له یوه استعماري قدرت سره ځان غوټه کړي. په داسې حال کې چې یوازې په خلافت سره اسلام پلی کولی شو، د استعمار پر وړاندې درېدای شو او د نړۍ د زبرځواک په توګه راڅرګندېدلی شو. نړیوال وضعیت او د افغانستان موقعیت نن دقیقاً همدا ډول فرصت لري، ترڅو منځنۍ اسیا او پاکستان د افغانستان پر محوریت وحدت ومومي او د اسلامي خلافت په اعلانولو سره په نړیواله صحنه کې راڅرګند شي.



   ارسال نظر