ایا 2001 بیا تکرارېدونکی دی!؟
08/05/2022 | فرید احرار

Print


((ددې وېره ده چې امریکا د ۲۰۰۱ زېږدیز کال غوندې به یو ځل بیا پر افغانستان له ځمکې او هوا بریدونه وکړي، اسلامي امارت به له منځه یوسي، هر څه به ګډوډ کړي او بیا به دا خاوره ښکېلاک کړي.)) دا هغه جمله ده چې اوسمهال یې د اسلامي امارت ځینې چارواکي او ځینې سیاسي څېړونکي کوي. دوی داسې انګېري چې ګواکي امریکا اوس هم د ۲۰۰۱ کال امریکا ده او همدارنګه نړۍ او د سیمې هېوادونه هم همغه پخوانی د امریکا د پیروی حالت لري.
  اصلي خبره دا ده چې امریکا د شوروي اتحاد او کمونیزم تر ماتې وروسته، له ۱۹۹۱ کال څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې د نړۍ یکه تاز دولت و. د نړۍ د مهمو قضایاو په اړه امریکا پرېکړه کوله او هېچا یې پر وړاندې مخالفت نه کاوه. د نړۍ مطلق اکثریت هېوادونو یې پیروي کوله او د اسلامي خاورو د هېوادونو د مشرانو او سیاستوالو قبله ګرځېدله وه. حتا امریکايي مفکرینو فکر کاوه چې امریکا د نړۍ وروستۍ او تلپاتې ځواک دی او لبرال ډیموکراسي د نړۍ د تاریخ پای دی.  
همدارنګه د شوروي اتحاد تر نړېدو وروسته، ټولو هېوادونو حتا روسیې او چین امریکايي ارزښتونو او پانګوال نظام ته غاړه کېښوده او په دې سره پر نړۍ امریکايي برتري او امریکايي ارزښتونه حاکم شول. مګر یوازینۍ سیمه چې په اړه یې امریکا اندېښمنه وه د اسلامي امت خاوره، اسلام او اسلامي ارزښتونه وو. امریکا په یوه پلمه پسې ګرځېدله چې څنګه اسلامي خاورو ته ننوځي، اسلامپال وځپي او د خپلې خوښې نظامونه پکې حاکم کړي. د سپټمپر ۱۱مه د امریکا لپاره یوه ښه پلمه وګرځېدله او پر همدې موخه یې پر افغانستان او وروسته پر عراق بریدونه وکړل. امریکایان د افغانستان په شل کلنه جګړه کې دومره بوخت شول چې زور یې اوبه شو او لبرال ارزښتونه یې نه یوازې دا چې ونه منل شول، بلکې سخت مسخره شول. همدارنګه امریکا دلته دومره بوخته شوله چې چین په خورا تېزۍ د نړۍ دوهم اقتصادي ځواک شو او ژر ده چې تر امریکا هم مخته شي او همدارنګه منزوي او پر ملا ملاته روسیه بېرته په پښو ودرېدله. اوسمهال د نړۍ مطلق اکثریت سیاسي مفکرین او حتا خپله امریکایان په دې باور دي چې امریکا د قدرت زوال خواته روانه ده او نوره هغه امریکا نه ده چې نړۍ یې پیروي وکړي او د نړۍ د سیاست په اړه لومړۍ او وروستۍ پرېکړه وکړي.
د ۲۰۰۸ کال مالي بحران، د کووېډ-۱۹ ناروغۍ، د عراق او په ځانګړې توګه د افغانستان جګړې او په وروستیو کې د اوکراین جګړې وښوده، چې امریکا نوره د نړۍ لومړی ځواک نه دی او نړۍ د ځواک او قدرت له اړخه په څو لویو قدرتونو باندې بدلېدونکې ده.
نو پورته واقعیتونو ته په کتو ویلی شو چې امریکا د ۲۰۰۱ کال زووره امریکا نه ده او نه هم ددې جرات لري چې یو ځل بیا دې افغانستان اشغال کړي. نو دلته د افغانستان مسلمانانو او اسلامي امارت ته یو لوی چانس په لاس ورغلی دی، څو اسلام د حکومت په ټولو برخو کې پلی کړي او بهرنۍ پالیسي له نړۍ سره د تعامل پر بنسټ نه، بلکې د اسلام او اسلامي ارزښتونو د اظهار او اسلام د حمل لپاره عیاره کړي، څو یو ځل بیا اسلام او اسلامي امت عزت پیدا کړي او نړۍ ته عدل راوړي.




   ارسال نظر