د تېرې ۳ شنبې په شپه د رېښتر په کچه ۶.۱ درجه زلزلې د افغانستان سویلختيځې سيمې او دغه راز د پاکستان ځینې سیمې ولړزولې، چې خلکو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه واړول. د الله سبحانه وتعالی له دربار څخه د دې پېښې ټولو قربانیانو ته فردوس جنت، ټپيانو ته يې عاجله شفا او کورنیو او خپلوانو ته یې جمیل صبر غواړو.