Print


  دفتر مطبوعاتی
حزب التحریر

اعلامیه مطبوعاتی

خلافت پخه شوې مېوه ده، نو اې مسلمانانو د راټولولو لپاره يې بيړه وکړئ!

د رجب مياشت هر کال راځي او ګڼې داسې خاطرې او يادونې له ځان سره راوړي چې مسلمانان پرې خوشالېږي. خو د رجب مياشت د اسلامي امت دې نسل ته يوه ځانګړې يادونه لري چې سترګې پرې نه شي پټېدای، دا يادونه د ۱۳۴۲ هـ کال د رجب په مياشت کې د خلافت د ړنګېدو پېښه ده. د خلافت ړنګېدل هغه ناورین وو چې د ګڼ شمېر ناورينونو راتګ ته يې ور پرانيست چې په تېره پېړۍ کې پر مسلمانانو باندې راغلل. دا چې مسلمانان لا تر اوسه د دغه ناورين په ناوړه پايلو کې ژوند کوي، نو اړينه ده چې دغه خاطره (خلافت) بېرته راژوندۍ کړل شي، تر څو اوسنی ناوړه وضعيت سم کړي او مسلمانان د هغه دولت څښتنان شي چې دوی ته د دښمنانو له شر څخه نجات ورکوي، د ناورينونو له کړاو څخه يې ساتي او دوی ته په نړيواله کچه شان او شوکت ورکوي.
له کله چې کافر استعمارګر غرب پر مسلمانانو او د مسلمانانو پر خاورو د تسلط او کنټرول په موخه د خلافت د ړنګولو په دسيسه کې بريالی شو، له هغه راهيسې اسلامي امت ته ډول، ډول کړاوونه او شکنجې ورکوي، تر دې بريده چې د امت وضعيت داسې حالت ته رسېدلی، لکه د شکنجې په خونه کې چې د تورن په توګه د تحقيق پر څوکۍ ناست وي. غرب اسلامي امت ته ډول ډول مادي شکنجې او ربړوونې ورکړې؛ د امت بچيان يې ووژل، پر ناموس يې ورته تېری وکړ، شتمنۍ يې ترې ولوټلې، ځمکې يې ترې واخيستې، خاورې يې ورته ټوټه ټوټه کړې او فتنې او دښمنۍ يې پکې خپرې کړې. دغه راز یې اسلامي امت ته ډول ډول معنوي شکنجې هم ورکړلې؛ د اسلامي شريعت احکام يې ناوړه وبلل، د مسلمانانو ګران پيغمبر يې بد وباله العياذ بالله، د اسلامي امت پر پاکۍ او پاک‌لمنۍ يې تور پورې کړ، د امت شان او شوکت يې سپک کړ او په امت کې يې قاتلانو، مجرمانو او انسي شيطانانو ته واک او د واک حرص ورکړ. موږ وينو چې نن ورځ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مسلمانانو د کوچنيانو پر وړاندې څه ډول جرأت کېږي، دوی اختطاف کېږي، ربړول کېږي، بنديان کېږي، ترې تم کېږي، وژل کېږي، وږي ساتل کېږي او پاملرنه ورته نه کېږي؛ دا ځکه چې دغه پاک او بې ګناه مرغان (ماشومان) او بې‌وسه کورنۍ يې ملاتړی نه لري؛ هغه امام چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم خليفه وي او د هغه پر منهج روان وي؛ هغه امام چې د امت غيرتي او زړور ځوانان راټول کړي او د دوی قهر او غوسه د هغو مجرمانو پر لوري متمرکزه کړي چې پر دوی يې ظلم کړی، نو دوی به بيا د شيطان وسوسې هېرې کړي. له ابو هريره رضی الله تعالی عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:


»إِنَّمَا الإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ«.
ژباړه: امام (خليفه) سپر دی، د هغه تر شا جګړه کېږي او په هغه ځان ساتل کېږي.

د اسلامي امت پرله پسې پاڅونونه ثابتوي چې امت فرصتونو ته سترګې په لار دی او له لاسه يې نه ورکوي. هغه امت چې پر خپلو وړتياوو باور ولري او خپل مصلحتونه ورته ارزښت ولري، نو کله چې فرصت وويني، پر ځان باور يې زياتېږي، خپل شاو خوا ته ښه پام کوي او له لاسه ورکړی توپ بېرته ترلاسه کوي، څو په مرسته يې هغه ځواک بېرته راوګرځوي چې ترې اخيستل شوی دی. څوک چې د اسلامي امت د حالاتو په اړه معلومات لري، آن دښمنان يې هم دا ښه درک کوي چې امت د ازادۍ لپاره له هرې هڅې وروسته، که څه هم بريا تر لاسه نه کړای شي، خو په ذهن او حافظه کې يې د غرب او د هغوی د مزدورانو پر وړاندې د کينې او نفرت کچه زياتېږي او په خپلو خاورو کې د دوی د نفوذ د پای ته رسولو د اړتيا احساس يې لا ځواکمن کېږي. د امت د حالت نننی واقعيت دا دی چې خپلې زولنې يو له بل سره جنګوي چې ماتې يې کړي، له سختې غوسې څخه غاښونه چيچي او د خپل جلاد په سترګو کې يې سترګې ښخې کړي او د بد عاقبت اخطار ورکوي. تر ټولو مهمه دا چې امت اوس خلافت هغه نظام ګڼي چې اسلام پرې امر کړی او د دې خلاف هر څه ته د حرام په سترګه ګوري.
نن ورځ اسلامي امت په ښکاره له غرب او غربي فرهنګ سره د ټکر په حالت کې دی. په اسلامي خاورو کې اسلامي امت په عربي پسرلي کې هڅه وکړه چې د استعماري وضعيت تخته پر بل مخ واړوي، خو غرب په اوسپنې او اور سره له ځواب ورکولو پرته د دغه پاڅون پر وړاندې بل هيڅ ونه شو کړای او د لنډمهاله حللارې له غوره کولو پرته يې بل هيڅ غوراوی نه درلود. په هغو غربي هېوادونو کې چې مسلمانان ورته کډوال شول، په عام ډول ټولو مسلمانو کډوالو او په ځانګړي ډول مسلمانو کورنيو د غربي فرهنګ ـ چې کفر، فساد او فجور رانغاړي ـ له خپلولو ډډه وکړه؛ نو د غرب لېونتوب لا زيات شو، له ناهيلۍ او خجالته يې خوله چينګه پاتې شوه او داسې کار ته يې لاس واچاوه چې له مسلمانانو څخه د دوی ناهيلي او مايوسي يې بربنډه کړه، دا کار په اسلامي خاورو او غربي هېوادونو کې د زور له لارې پر مسلمانانو باندې د سيکولريزم د عقيدې او سيکولر ژوند تحميل دی، ان تر دې چې داسې مقررات يې وضع کړل چې په ښکاره له عامه رايې سره ټکر لري. د امريکا ولسمشر خپل ملت او د نړۍ خلک د مسلمانانو پر وړاندې راوپارول، د فرانسې ولسمشر په فرانسه کې مېشتو مسلمانو کورنيو باندې د خاص ژوند په برخه کې محدوديتونه وضع کړل، د سکنډيناويا حکومتونو له مسلمانو کورنيو څخه د هغوی د ماشومانو د اخيستلو او پټولو مقررات وضع کړل، د آل‌سعود چارواکو د علماوو زنداني کولو ته مخه کړه او د حرمينو دروازې یې د ښځينه او نارينه فاجرو نڅاګرو پر مخ پرانيستې، ورپسې خليجي عربي دولتونو د له يهودي دولت سره ـ چې د فلسطين مبارکه خاوره يې اشغال کړې ـ د اړېکو د عادي کولو اعلان وکړ. له دې څخه په ښه ډول په غربي فرهنګ کې د اسلامي امت د ذوب کولو او دغه فرهنګ ته د مسلمانانو د تسليمولو په برخه کې د غرب بې وسي، بېچارګي او ناکامي په ډاګه کېږي.
خو د امت دا خوځښت په دې معنا نه دی چې امت په زهرجنو برنامو، سياسي دهليزونو، د «واخله او راکړه» په معاملو او د ماکياولي منطق په دامونو کې ښکېل کېدای او تېرايستل کېدای نه شي، هغه څه چې د الله سبحانه و تعالی له غضب او دنيوي او اخروي زيان پرته بل څه نه رانغاړي. کوم څوک چې امت په دغو لومو کې له ښکېل کېدو او پر مزدورانو له باور کولو څخه ژغوري، هغه مخلصين دي چې د امت د مخاطب کولو، هغوی ته د دسيسو او دامونو د بربنډولو او امت ته د نصيحت کولو وړتيا لري. په اوس وخت کې دا خلک هغه مخلصين دي چې د عامه رايې ماهرين او متخصصين دي. موږ دغه مخلصين متوجه کوو او له الله سبحانه و تعالی څخه يې وېروو چې د دسيسو په بربنډولو کې ټنبلي او غفلت ونه کړي او امت دې ته پرې نه ږدي چې په خاينانو او مزدورانو پسې لاړ شي او امت له خپلې برخليک ټاکونکې قضيې څخه بې پروا کړي.
د حزب التحرير مرکزي مطبوعاتي دفتر ټولې رسنۍ او د رسنيو کار کوونکي او څښتنان، په ځانګړي ډول د دوی په منځ کې مخلصين ـ چې له ناوړه حالت څخه د امت د خلاصون تلوسه لري ـ رابولي. له تاسو غواړو چې د حق ملاتړي او د خير څراغونه شئ، نو د نبوت پر منهج خلافت ته د رابلونکو دعوتګرانو فعاليتونو ته په پوښښ ورکولو کې ونډه واخلئ.
پاتې شول د زور او ځواک څښتنان، دوی هغه څوک دي چې د امت په منځ کې راپورته شي او د نبوت پر منهج د راشده خلافت بېرته راګرځېدل په حقيقت بدل کړي. امت يووالي، خلافت، رغونې او جګړې ته تيار دی، يوازې هغه څوک نه لري چې داسې سيمه ورته رامنځ ته کړي چې امان پکې د اسلام وي، تر څو دغه نقطه د خپل مرکز په حيث غوره کړي او له هغې څخه د ټولې نړۍ پر لور حرکت پيل کړي. او دا چاره هغه وخت تحقق موندلی شي چې د ځواک څښتنان د واک واګي د خاينانو او مزدورانو له لاسونو واخلي او اسلامي امت ته يې وروګرځوي.
الله سبحانه و تعالی فرمايي:


﴿وَالَّذِينَآوَوا وَّنَصَرُوا أُولَٰئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقًّا﴾ [انفال: ۷۴]
ژباړه: او هغوی چې پنا يې ورکړه او نصرت يې وکړ دوی حقيقي مومنان دي.

 
انجينير صلاح الدين عضاضه
د حزب التحرير د مرکزي مطبوعاتي دفتر رييس




   ارسال نظر