Print


حزب التحریر
مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان
 
گنه: ح.ت.اﻓﻎ ۱۰ / ۱۴۴۳ یکشنبه ۲۰ جمادي الثاني، ۱۴۴۳هـ ۲۳/۰۱/۲۰۲۲م


مطبوعاتي اعلامیه
جوبايډن دې د افغانستان په اړه د بې ځايه څرګندونو پر ځای
د امريکا د داخلي درزونو په اړه فکر وکړي چې د چاودېدو په حال کې دي

  د امريکا ولسمشر جوبايډن په خبري کنفرانس کې ويلي چې افغانستان تريو حکومت لاندې د يووالي وړتيا نه لري، له همدې امله د امپراتوريو هديره ده. د حزب التحرير ـ ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر د امريکا د ولسمشر وروستۍ څرګندونې په تر ټولو سختو ټکو غندي او دغه خبرې د امريکا د شرموونکې ماتې او له افغانستان څخه د ذليلانه تېښتې د پټولو لپاره بېځايه خبرې او چټيات بولي. د بايډن څرګندونې يو ډول له افغان ولس سره د امريکايي چارواکو له ژورې دښمنۍ پرده پورته کوي. د امريکا ولسمشر دې د افغانستان په اړه د متناقضو څرګندونو پر ځای، د امريکا دننه د سياسي، نژادي او فکري درځونو د رغولو په اړه غور وکړي. په امريکا کې د شتمن او فقير تر منځ طبقاتي واټن په بې‌سارې توګه زيات شوی. نژادپالنه او پر تور او سور نژادونو باندې د سپین اروپايي نژاد حاکميت هغه بحران دی چې په ايرو کې پټ انګار ته ورته دی او لرې نه ده چې لمبې به يې يو ستر ناورين وزېږوي. په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې د پوليس لخوا د يو تن تورپوستي جورج فلويډ د وژل کېدو پېښه په ښه شکل د امريکايي ټولنې له څو ټوټه کېدو څخه پرده پورته کوي. له بله اړخه د کاليفورنيا په څېر د امريکا يو شمېر ايالتونه د خپلواکۍ اخيستلو او بېلتون په لټه کې دي. امريکايان دومره بېچاره‌ګان دي چې هيڅ داسې فکر او ارزښت نه لري چې دوی پرې راټول شي. له همدې امله امريکايي سياستوال او مفکرين له ناچارۍ څخه د خپل ولس لپاره فرضي دښمن تعريفوي او هغه دومره لوی ښېی، تر څو وکولی شي د عامه افکارو لوری د امريکا له کورنيو ستونزو څخه بهر ته واړوي.
 له شک پرته چې په افغانستان کې قومي ستونزې شته، خو د تاريخ او واقعيت د مطالعې په پايله کې ويلی شو چې د دغو شخړو او ناخوالو لويه برخه د اسلام له حياتي ارزښتونو څخه د لرې‌والي او نشنليزم د فاسدې مفکورې زېږنده ده او يوه برخه يې د برېتانيا او امريکا له استعماري سياستونو څخه سرچينه اخلي. په دې توګه چې برېتانيا په نولسمه پېړۍ کې د تړونونو په لاسليکولو او کرښو په رسمولو سره افغانستان په يوه ناورين زېږوونکې جغرافيا کې رابند کړ او امريکا هم د بن له کنفرانس څخه، د تېښتې تر وروستۍ ورځې پورې قومي سياست مخته وړولو.
 په واقعيت کې مسلمه امت د واحدې عقيدې، واحدې قبلې، واحد پيغمبر او واحد کتاب لرونکی دی، په همدې دليل د افغانستان په جهاد کې له ټولې اسلامي نړۍ څخه مجاهدينو ونډه لرله او د همدغه وحدت پر اساس يې امريکا له ماتې سره مخ کړه. له شک پرته چې د افغانستان مسلمانان کولی شي چې د جهاد وحدت د نظام جوړنې په پروسه کې هم تمثيل کړي. دا کار هله شونی دی چې د اسلامي عقيدې پر اساس دولت رامنځته شي او حاکمان يې د بيعت د پروسې له لارې واک او قدرت تر لاسه کړي. څرنګه چې د دغسې وحدت ځلانده بېلګې د تاريخ په زرينو پاڼو کې ثبت شوي او د خلافت دولت مختلفو قومونو، نژادونو او خاورو ته د یو ستر چتر لاندې يووالی ورکړی و.لرې نه ده چې د الله سبحانه و تعالی له ارادې سره سم به د نبوت پر منهج د خلافت لمر يو وار بيا راپورته شي او د مخ پر زوال استعمارګرو مسخرو او پېغورونو ته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.


﴿فَسَيُنْغِضُونَ إِلَيْكَ رُءُوسَهُمْ وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هُوَ ۖ قُلْ عَسَىٰ أَن يَكُونَ قَرِيبًا﴾ [اسراء:۵۱]

دوی (د حيرانتيا او تمسخر په انداز) په خپلو سرونو تا ته اشاره کوي او وايي: (دغه پېښه) به څه وخت وي؟ ورته ووايه: ښايي چې نږدې وي.
د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر




   ارسال نظر