په قزاقستان کې اعتراضونه؛ په منځنۍ اسيا کې د بدلون پيلامه
01/16/2022 | احمد طیب احمدی

Print


د روان ميلادي کال د جنورۍ په دويمه نېټه په قزاقستان کې د نفتو د بيو د دوه چنده کېدو له امله اعتراضونه پيل شول. د خلکو ناخوښي او اعتراضونه لومړی د جانا اوزن سيمه کې ـ چې د نفتو زېرمې لري ـ پيل شول او په لنډه موده کې د قزاقستان د تر ټولو ستر ښار او پخوانۍ پلازمېنې الماتې په ګډون ګڼو سيمو ته وغځېدل.
قزاقستان په منځنۍ اسيا کې يو پرمختللی او د ښه اقتصاد لرونکی هېواد دی. دا هېواد د شوروي جمهوريتونو د اتحاديې له ډلې لومړی هېواد و چې د کمونيزم له ړنګېدو وروسته خپلواکۍ ته ورسېد. په پيل کې ګومان کېده چې دغه نوی خپلواک شوی هېواد به د روسيې له نفوذ او اغېزې خلاص او له خپل طبيعت سره سم ـ چې ډېری وګړي يې مسلمانان دي ـ اسلامي ژوند ته وروګرځي؛ خو نور سلطان نظربايف چې له خپلواکۍ وروسته واک ته رسېدلی ورسېد، د روسيې د لاسپوڅي په رول کې يې د روسيې سياستونه يې پلي کول. نوموړي د خپل واک په (۲۸) کلنه موده کې په استبدادي ډول د خلکو ټکولو ته مخه کړه، د اسلامي افکارو او ارزښتونو خپرېدو ته يې اجازه نه ورکوله او د روسيې د وفادار په توګه يې هم د تېر په څېر د روسيې سياستونه پلي کول او هم يې اسلام ضد ارزښتونه او قواعد پر خلکو وتپل.
نوموړي په لويه پيمانه شتمني چې له نفت، ګاز او تر ځمکې لاندې نورو زېرمو او دغه راز له زراعت څخه لاس ته راتله، په خپله کورنۍ وېشله او د کورنۍ په توګه يې پر قزاقستان حکومت کاوه. په (۲۰۱۹ م) کال کې يې خپل روزلي لاسپوڅي اوقايف ته د واک به سمبوليک لېږد سره د خلکو د شتمنيو لوټلو ته دوام ورکړ او قزاقستان يې د روسيې په لکۍ پسې روان وساته.
سره له دې چې قزاقستان خورا ډېره شتمني لري، خو ولس يې په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي.  د حکومت پر استبداد سربېره چې خلک ترې تر پزې راغلي وو، د نفتو د بيو لوړېدل د اعتراضونو پيلامه شوه. سلګونه زره خلک واټونو ته راووتل او ستر ښارونه، هوايي ډګرونه او دولتي ځايونه يې په لاس کې واخيستل. دغو اعتراضونو د دولت کمزوري او سستي په ډاګه کړه چې په لنډ وخت کې يې د استبدادي حکومت ستنې ولړزولې. د قزاقستان مزدورو چارواکو له روسيې مرسته وغوښتله او خپل خلک يې «غله او ترروريستان» وبلل. قزاقستان ته د روسيې د وسله‌وال ځواک راتګ او له خبرداري پرته د ډزو د دستور په پايله کې زرګونه تنه مړه او ټپيان کړل شول او زرګونه تنه يې په زندان کې واچول.
قزاقستان د اسلامي خاورو يوه مهمه برخه ده چې له چين او روسيې سره ګډه پوله لري. خو د نورو اسلامي خاورو په څېر يې ګټې د روسيې او چين په څېر کفري اشغالګرو هېوادونو هميانۍ ته لويږي. څرنګه چې په دغه هېواد کې د اعتراضونو پيل د روسيې او چين لپاره د خطر زنګ و، نو دغو دوو هېوادونو په پوره همغږۍ د اعتراض کوونکو په ټکولو لاس پورې کړ او په ښکاره يې د انقلاب نطفه خنثی کړه. امريکا هم د دې لپاره چې د منځنۍ اسيا په هېوادونو کې خپل نفوذ پراخ کړي، په منځنۍ اسيا او په ځانګړې توګه قزاقستان کې د مدني او بشري حقونو د خوځښتونو ملاتړ کوي. امريکا په منځنۍ اسيا کې د روسيې او چین د پښې په ښويېدلو سره د خپل نفوذ د پراختيا او ټينګښت په لټه کې ده.
د قزاقستان ولس له لسيزو راهيسې د روسيې تر ښکېلاک لاندې دی، نو د مفکورو اغېز او د روسي لاسپوڅو ظلم او استبداد د پاڅون د ظاهري چوپ کېدو لامل شو او دا يې وښوده چې د قزاقستان ولس په يواځې ځان د مستبدو چارواکو د رانسکورولو وړتيا نه لري، بلکې اړتيا دې چې د اسلامي دولت پر محوريت د منځنۍ او جنوبي اسيا د خاورو تر منځ وحدت رامنځته شي چې دا کار په ټوله سیمه کې بنسټيز بدلون شونی کوي. ځکه د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او قرغيزستان د ولسونو حالت د قزاقستان له ولس څخه ښه نه دی. دغه اسلامي خاورې هم ـ چې ډېری وګړي يې مسلمانان دي ـ د روسيې تر اشغال لاندې دي او په (۱۹۹۱ م) کال کې له ظاهري خپلواکۍ وروسته لا هم پر دغو ولسونو د روسيې د لاسپوڅو ظلم او استبداد ادامه لري. د قزاقستان اعتراضونه د يادو هېوادونو لپاره الګو ده او د افغانستان او پاکستان له بدلونونو سره د دغو ولسونو همغږي د سيمه‌ييزې لوبې معادله تغير او اعتراضات مطلوبې پايلې ته رسولی شي. په دغو هېوادونو کې د يو دولت سقوط د سيمې د نورو دولتونو سقوط ته لار پرانيزي. ځکه د دغو هېوادونو چارواکي د خپل ولس په منځ کې ځای نه لري او ولس ترې کرکه کوي.
کوم څه چې د قزاقستان پاڅون بريا ته رسولی شي، دا دي چې د روسي مزدورانو پر وړاندې د ګام پورته کولو په ترڅ کې د غربي سياست د لوبو په اله بدل نه شي او د ازادۍ، ډيموکراسۍ او ټولټاکنو په شعارونو سره ځان د غرب او امريکا په کنده کې ونه غورځوي. بلکې روسي او امريکايي دواړو بلاکونو ته نه ووايي او د اسلام په لار روان شي.
د عربي پسرلي پاڅون د منځنۍ اسيا د پاڅون لپاره ښه تجربه ده؛ ځکه دواړه پاڅونونه د ورته‌والي ګڼ ټکي لري. د عربي پسرلي پاڅون هم د بې وزلۍ له امله په تونس کې د يو تن په ځان سوزولو پيل شو او په لنډه موده کې يې د استبدادي حکومتونه لمن ونيوله. خو غرب د خپلو نفوذي کړيو په وسيله د پاڅون لوری تغير کړ چې پايله کې دغه پاڅون له استبداد څخه خطرناک دام ته وربرابر شو چې د دغه دام لومې ازادي، ډيموکراسي او ټاکنې وې چې د پاڅون د ناکامۍ لامل شو. په داسې حال کې چې د عربي پاڅون د راټوکېدو لامل هم د امريکايي او اروپايي لاسپوڅو ظلم او استبداد و او هغو لاسپوڅو هم خپل خلک «تروريستان» بلل.
په افغانستان کې د اوږده او دوامدار مقاومت په پايله کې د نړۍ تر ټولو ځواکمن ښکېلاګر په ګونډو شو او لاسپوڅی حکومت يې ړنګ شو. پکار ده چې د افغانستان د جهاد لاس ته راوړنې د افغانستان په پولو کې بندي نه شي، بلکې نورو سيمو ته هم ولېږدول شي. د جهاد او مبارزې پيغام به د قزاقستان په ګډون د منځنۍ اسيا د ولس همت او ځواک لا پياوړی کړي. په افغانستان کې د بريا پيل بايد په پولو کې د دغه پيغام په بندي کولو سره پای ته ونه رسېږي او د افغانستان مجاهدين د هغو مجاهدینو تريخ تاريخ تکرار نه کړي چې شوروي ته يې ماته ورکړې وه. د شوروي پر وړاندې د مجاهدینو د بريا په وخت کې هم په منځنۍ اسيا کې هيلې غوړېدلې وي او خوځښتونه راټوکېدلي وو، هغوی له استعمار څخه د ازادۍ لپاره له افغان مجاهدينو هيلې لرلې، مګر هغه وخت مجاهدينو د ظاهري مصلحتونو پر اساس په منځنۍ اسيا کې د خپلو ورونو مرستې ته ورونه دانګل او د خپل جهاد پيغام يې محدود کړ چې په پايله کې دوی په خپلو کې په خپلمنځي جګړو کې ښکېل شول، چې په دې کار سره يې هم له ځان او هم د منځنۍ اسيا له مسلمانانو سره ستره جفا وکړه.
د منځنۍ اسيا د رژيمونو پښې په لړزه دي او دغې سيمې ته د جهاد د پيغام له رسېدو څخه سخته وېره لري. څرنګه چې د جمعي امنیت سازمان د غړو هېوادونو په ناسته کې وليدل شول چې هغوی د منځنۍ اسيا هېوادونو ته د جهاد د پيغام او افغان مجاهدينو د مرستې له لېږد څخه څومره وېره لري. د افغانستان د ولس او چارواکو همت او مجاهده کولی شي چې د منځنۍ اسيا د هېوادونو د ډارنو چارواکو د راپرزېدو لامل شي. د قزاقستان اعتراضونه څرګندوي چې افغانستان ته يو وار بيا په اسلامي دولت د بدلېدو فرصت برابر شوی. په اوس کې د روسيې ـ چين او امريکا ـ اروپا تر منځ اختلافاتو اسلامي امارت ته فرصت برابر کړی چې په افغانستان کې اسلامي دولت تاسيس کړي او د منځنۍ او جنوبي اسيا د ولسونو په ژغورلو سره په سيمه کې پر تر ټولو ځواکمن دولت بدل شي. افغانستان هيڅکله په يواځې ځان او په اوسنيو پولو کې په بند پاتې کېدلو سره د دولتدارۍ او خلکو د ستونزو د حل له عهدې نه شي وتلی. د تاريخ په اوږدو کې افغانستان هغه وخت بريالی و چې يا يې سيمه پر خپل محور راڅرخوله او يا خپله په سيمه کې د يو ځواکمن حکومت په محور راګرځېده.
اوس د افغانستان اسلامي امارت ته طلايي چانس په لاس ورغلی، چې د منځنۍ اسيا د مستضعفو مسلمانانو مرستې ته ورودانګي او د منځنۍ د استبدادي رژيمونو په تابوت باندې د مېخ په ټکوهلو سره د دغې سيمې مظلوم مسلمانان په روسيه او چين پورې تړلو چارواکو له ظلمه خلاص کړي. اسلامي امارت کولی شي چې د یو اسلامي دولت په ايجاد سره د منځنۍ او جنوبي اسیا خاورې پر خپل محور راټولې کړي او د دې پر ځای چې افغانستان د دغو دوو سيمو د وصل ټکی پاتې شي، دغه دوه سيمې بايد د افغانستان پر محوريت په يوه واحده خاوره بدلې کړي. تر څو د الله سبحانه و تعالی دين اقامه او اظهار شي او اسلامي امت او د سيمې مستضعف مسلمانان د ښکېلاک له منګولو خلاص کړي.


وَمَا لَكُمْ لَا تُقَٰتِلُونَ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱلْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ ٱلرِّجَالِ وَٱلنِّسَآءِ وَٱلْوِلْدَٰنِ ٱلَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَآ أَخْرِجْنَا مِنْ هَٰذِهِ ٱلْقَرْيَةِ ٱلظَّالِمِ أَهْلُهَا وَٱجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا وَٱجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا
(النساء - 75)
او پر تاسو څه شوي چې د الله سبحانه و تعالی په لار کې او د هغو کمزورو سړيو، ښځو او کوچنيانو (د نجات) په لار کې جګړه نه کوئ چې وايي اې زموږ ربه! موږ له دې سيمې څخه وباسه چې خلک يې ظالمان دي او له خپل لوري څخه زموږ لپاره يو دوست او سرپرست وټاکه او له خپل لوري زموږ لپاره مرستندوی وټاکه.




   تاریخ: 01/15/2022 

fb
الفت

جزاکم الله خیرل

   ارسال نظر