د اسلامي همکاریو سازمان څه کوي او څه کولی شي؟
12/20/2021 | انجنیر احرار

Print


داسې یو سازمان چې ټولو غړو هېوادونو یې خپلې شتمنۍ، تر ځمکې لاندې زېرمې، تېل، ګاز، ستراتيژيک بندرونه، هوا، اوبه او سیاست د غرب او نورو زبرځواکو هېوادونو په اختیار کې ورکړي دي؛ ایا اسلامي امت ترې د خیر ـ ښېګڼې تمه کولی شي؟ ایا د دغو هېوادونو مشران چې د لسګونو کالو راهيسې د اسلامي امت پر اوږو سپاره دي او د اسلامي امت لپاره له ظلم او خیانت پرته کومه بله اجنډا نه لري، د اسلام او مسلمانانو لپاره څه کولی شي؟ ایا د دغو هېوادونو مشران د افغانستان د خلکو او حکومت لپاره داسې کوم کار کولی شي چې د امریکا او اورپا خوښ نه وي او یا لږ تر لږه د دوی له ګټو او غوښتنو سره اړخ نه لګوي؟
د اسلامي همکاریو سازمان د ۱۹۶۹ کال د سپټمبر پر ۲۵مه په مراکش کې تاسیس شو، ۵۷ غړي هېوادونه لري،  مرکزي دفتر یې د سعودي عربستان په جده ښار کې دی او هر درې کاله وروسته د یوه اسلامي هېواد په پلازمېنه کې ناسته کوي. دا ځل یې ناسته  په ۱۹/۱۲/۲۰۲۱ نېټه د افغانستان په اړه وه، چې د عربستان په غوښتنه او د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې تر سره شوله. د کنفرانس هېڅ ګډونوال د ا.ا.ا د حکومت د رسمیت او پیاوړتیا په اړه هېڅ و نه ويل او دا يادونه يې هم و نه کړه چې اسلامي امارت دغو هېوادونو ته د منلو وړ دی که نه؛ بلکې د ټولو ویناوالو خبرې د افغانستان د خلکو، بشري مرستو او د ټولشموله حکومت د جوړېدو په اړه وې.
د حيرانتيا وړ ده چې ځينې کسان له دغه سازمان څخه تمه لري او داسې انګيري چې ګواکي دغه سازمان د اسلامي امت استازی دی، په نړیواله کچه د اسلام او اسلامي امت له مصالحو څخه ننګه او ملاتړ کوي او د مسلمانانو خیر ـ ښېګڼه غواړي. مګر که د دغه سازمان د غړو هېوادونو مشرانو، سیاست او کړنو ته لږ هم ځير شو، نورو پایلو ته رسېږو.
دغه کنفرانس د ملګرو ملتونو تر سازمان ورووسته لوی سازمان دی چې ډېر غړي لري، مګر تر سترګو لاندې یې لسګونه کاله کېږي چې فلسطین د یهودو لخوا اشغال شوی، خو دوی نه یوازې دا چې د ازادۍ لپاره يې غږ نه پورته کوي؛ بلکې د یهودو پر وړاندې مقاومت کوونکي فلسطینیان تروریستان او ترهګر بولي، د یهودو دولت او د بیت المقدس اشغال په رسمیت پېژني، له يهودي دولت سره ډیپلوماتیکې اړیکې پالي او په خپلو خاورو کې ورته سفارتونه پرانیزي. همدارنګه، د دغه سازمان تر سترګو لاندې افغانستان او ورپسې عراق اشغال شو، خو دوی نه یوازې دغه اشغال ونه غانده، بلکې هر یوه غړي یې په دغه اشغال کې یا مستقمه مرسته وکړه او یا یې ملاتړ وکړ.
له بل لوري؛ که موږ د دغه سازمان د غړو هېوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې مطالعه کړو، دې پایلې ته رسېږو چې د دغو هېوادونو بهرنی سیاست په بشپړه توګه د امریکا، برېتانیا، فرانسې، روسیې او نورو غیر اسلامي هېوادونو په لاس کې دی. تر هغه وروسته چې د روان میلادي کال په اګست مياشت کې د ا.ا.ا د افغانستان چارې په خپل واک کې په داسې حال کې واخیستلې چې امریکا په دې خاوره کې په پوځي ډګر کې ماته وخوړه،  هېڅ اسلامي هېواد ان قطر او پاکستان ـ چې له طالبانو سره خورا ښې اړیکې هم لري ـ په رسمیت و نه پېژانده. همداراز ایران هم ـ چې په ښکاره له امریکا سره مخالفت لري ـ ددې جرات نه شي کولی چې د ا.ا.ا یا په رسمیت وپېژني او یا لږ تر لږه له حاکم دولت سره تخنیکي او مالي مرسته وکړي.
سربېره پر دې؛ د اسلامي همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو ۸۰ سلنه اقتصادي تړونونه له امریکا او اورپا سره دي. د امت تر ځمکې لاندې زېرمې، په ځانګړې توګه نفت او ګاز يې ـ چې د صنعت بنسټ جوړوي ـ د امریکا او غرب په خدمت کې ورکړي دي. همدارنګه، له پوځي اړخه همدغه د اسلامي همکاریو سازمان غړي هېوادونه دي، چې هر کال د سلګونه میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات او الوتکې له امریکا او غرب څخه پېري. د دغو هېوادونو د حکومتي چارواکو مطلق اکثریت يې په غربي پوهنتونونو او روزنيزو مرکزونو کې د غرب په ثقافت او ارزښتونو روزل شوي چې د همدغو هېوادونو اجنډاوې پلي کوي او د حکومت زیاتره مسلکي او ټکنالوژيکه برخه د غربي متخصصینو لخوا مخته وړل کېږي. دې ته په پام سره ویلی شو چې د اسلامي همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو سیاست، اقتصاد، ښوونه او روزنه، پوځ او حتا بازار او مارکېټ د غرب او په ځانګړې توګه د امریکا په واک او کنټرول کې دي.
د دغه سازمان کړنې د خپل نامه او شعار «اسلامي» برعکس دي. غړو يې تل په خپلو هېوادونو کې د اسلام او اسلامي اجنډا پر وړاندې مبارزه کړې او کوي یې. یاد سازمان نه یوازې دا چې د مسلمانانو د مصالحو او ګټو لپاره کوم کار نه دی کړی، برعکس يې تل له مسلمانانو سره خیانت کړی او د غرب او شرق اجنډاوې یې په اسلامي خاورو کې پلې کړې دي. د دې ترڅنګ، یاد سازمان نه یوازې خپلواک نه دی، بلکې د امریکا له اجازې پرته ان د دې جرات نه کوي چې له ا.ا.ا سره اقتصادي او سیاسي اړیکې جوړې کړي. د دغه سازمان او غړو هېوادونو اصلي هڅه دا ده، چې ا.ا.ا د اسلام له اجنډا تېر کړي او په بدل کې یې یوازې دومره وکړي چې د امریکا تر اجازې وروسته د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپېژني او بس. له دغه سازمان څخه تر دې زياته تمه، له لار ورکي څخه د لارښوونې تمه ده.




   ارسال نظر