له ملګرو ملتونو څخه د عدالت هيله؛ له شيطان څخه د هدايت تمه ده!
12/05/2021 | سیف‌الله مستنیر

Print


خبر:
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي ماموريت په وروستيو کې ټويټ کړی او ليکلي يې دي: «د ملګرو ملتونو د اعتبار ورکونې کمېټې په خپله نننۍ ناسته کې د افغانستان د څوکۍ په اړه تصميم نيونه رای اچونې ته وړاندې کړه. پر دې اساس، د افغانستان اسلامي جمهوريت اوسنۍ استازولي په ملګرو ملتونو کې خپل کار ته دوام ورکوي. ياده کمېټه به ډېر ژر دغه راپور د تصويب په موخه عمومي غونډې ته وړاندې کړي.»
په دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر پخواني وياند او په ملګرو ملتونو کې د اسلامي امارت د استازيتوب لپاره وړانديز شوي استازي سهيل شاهين په دې اړه غبرګون ښودلی او ويلي يې دي چې «دغه تصميم د اصولو او عدالت پر اساس نه دی نيول شوی، ځکه د افغانستان د خلکو مشروع حقوق يې ترې اخيستي دي». نوموړي هيله څرګند کړې چې په نږدې راتلونکي کې دغه حق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د اسلامي امارت استازي ته ورکړل شي، تر څو د خلکو ستونزې په ښه ډول اوارې شي او دوی وکولی شي له نړيوالې ټولنې سره مثبتې او ښې اړېکې ولري.
تبصره:
څومره د حيرانتيا وړ ده! چې اسلامي امارت له ملګرو ملتونو څخه د اصولو او عدالت تمه لري! هغه ملګري ملتونه چې د هوکړه‌ليک له مخې يې شل کاله افغانستان د ناټو او امريکا لخوا اشغال شو، اسلامی امارت يې د واک له ميدانه څنډې ته کړ او د بن په خبرو اترو کې يې طالبان په بشپړ ډول له پامه وغورځول. د ملګرو ملتونو د همدغه هوکړه‌ليک پر اساس د اسلامي امارت د مجاهدينو په ګډون، سلګونه زره افغانان شهيدان، معلولين او بې کوره کړل شول. پر دې هر څه سربېره، بيا هم د ملګرو ملتونو له ادرس څخه د خلکو د ستونزو د اواري هيله ـ هغه هم په ښه او اغېزناک ډول ـ  هغه سراب دی چې تږی پرې د اوبو ګومان کوي.
اسلامي امارت بايد د ملګرو ملتونو د سازمان په اړه دغه سطحي کتنه پرېږدي او په بشپړ اسلامي بصيرت سره دغه سازمان درک کړي. ځکه ډېری ستونزې او ناخوالې چې اسلامي امت ورسره لاس او ګريوان دی، سرچينه يې د ملګرو ملتونو سازمان دی.
د دغه سازمان ريښه د عثماني خلافت دولت د فتوحاتو د مخنيوي په موخه د اروپايي (مسيحي) هېوادونو اتحاد ته ورګرځي؛ چې لومړی په يو نوي نړيوال نظم کې د خلافت پر وړاندې سره يو شول او بيا يې د نړيوالو قوانينو د مفکورې پر اساس داسې قوانين وضع کړل چې يوازې د اروپايي دولتونو د مسيحي کورنۍ په ګټه وو او دغه قوانين يې د نړيوال عرف ځايناستي کړل. د دغو اروپايي نړيوالو قوانينو پر اساس يې د خلافت دولت پر وړاندې دسيسه جوړه کړه، هغه يې ړنګ کړ او دغه ستر دولت يې په تحميلي دولت ـ ملتونو يا ملي دولتونو ووېشه. بيا يې په دوامداره توګه دغه خاورې يو پر بل پسې اشغال کړې.
همدغه د مسيحي او اروپايي هېوادونو اتحاد باالاخره د نړۍ د ټولو هېوادونو «په نامه» غړيتوب ومانه، چې د خپلو رامنځته کړو نړيوالو قوانينو په تطبيق کې ترې د ناحقه شاهدانو په توګه کار واخلي. دغه اتحاد د لومړۍ نړيوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته د انګلستان په مشرۍ د ملتونو ټولنې (جامعه ملل) په نامه نړيوال ډګر ته راغی او تر دوهمې نړيوالې جګړې پورې په همدغه بڼه مخته لاړ. له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته چې د امريکا په مشرۍ نړيوال نظم رامنځته شو، ننني ملګري ملتونه يې له ټولو اړوندو نړيوالوو بنسټونو سره رامنځته کړ او تر دې مهاله د وينه زبېښونکې امريکا په مشرۍ نړۍ رهبري کوي.
د دغه سازمان نوم (ملګري ملتونه) د عامه ذهنونو د تېرايستنې لپاره په ښکاره ښايسته او جالبه برېښي؛ مګر په دغه سازمان کې تصميم نيوونکي هېوادونه يوازې د دغه سازمان د امنيت شوری دايمي غړي هېوادونه دي، نور هېوادونه پرته له دې چې د دغو پنځو ځواکمنو هېوادونو پرېکړو ته غاړه کېږدي، بله هيڅ حل‌لار نه لري او ان د دوی د ځان غوښتنې او له مکره ډکو تصميمونو ته مشروعيت ورکوي. نو د دغه سازمان عام غړي هېوادونه يوازې د ناحقه شاهدانو رول لري او بس.
د دغه سازمان ظالمانه تصميمونه، هوکړه‌ليکونه، کنوانسيونونه اواعلاميې د سوله ساتو ځواکونو په واسطه په ټوله نړۍ کې په زور تطبيق کيږي. خو هيڅ داسې ميکانيزم نه شته چې د سترو او ځواکمنو قدرتونو خپلسرۍ هم تر کنټرول لاندې راولي. دغه سازمان د سيکولريزم د عقيدې پر اساس رامنځته شوی او په ټوله نړۍ کې د دغې عقيدې د خپرېدو او ساتنې دنده پر غاړه لري چې بشري حقونه، ډيموکراټيک ارزښتونه، د ښځو حقونه، غربي ازادي‌ګانې او نور ټول موارد يې روښانه بېلګې دي. يعنې د دغه سازمان بنسټ پر کفر، ظلم، منافقت، د ځواکمنو هېوادونو پر ګټو او بې عدالتۍ ايښودل شوی دی. د هېوادونو تر منځ د سولې ټينګښت او غوره ګاونډيتوب تر شعارونو لاندې، د دغه سازمان له اصلي دندو څخه يوه يې د خلافت دولت د بيا تاسيس؛ د اسلامي نړۍ فکري، سياسي، جغرافيايي وحدت؛ د اسلام هراړخيز تطبيق او د دعوت او جهاد په وسيله ټول بشريت ته د اسلام د لېږد مخنيوی دی. بله مهمه دنده يې په مستعمره خاورو کې د استعمار سمبالول دي، تر څو د نړيوالې سولې تر نامه لاندې د نړۍ د سترو قدرتونو تر منځ د خپلمنځي ټکر او جګړو مخنيوی وکړي.
د ملګرو ملتونو سازمان او د هغه د نړيوالو بنسټونو له ټولو ملاتړو څخه پوښتنه کوو چې يوازې یوه داسې نړيواله او په ځانګړې ډول د اسلامي نړۍ اړوند قضيه را په ګوته کړئ چې ملګرو ملتونو  په عدالت سره حل کړي وي؟! ډاډه يم چې مثبت ځواب نه لرئ. مګر زه د اسلامي نړۍ د قضیو په تړاو ګڼې بېلګې در په ګوته کوم چې د کفري هېوادونو له ګټو او ارزښتونو پرته په هغه کې له هيڅ مسلمان سره مرسته او عدالت نه دی شوی؛ د بوسنيا د عامو مسلمانانو وژنې ته له زمينې برابرولو نيولې، د فلسطين، افغانستان،، يمن، سوريې او  نورو اسلامي خاورو ټولې قضيې يې څرګندې بېلګې دي.
دغه سازمان د خلکو د ژوند ټول اړخونه د خپلو مختلفو بنسټونو په مرسته تر کنټرول او د سترو قدرتونو په ځانګړي ډول د امريکا تر استعمار لاندې راوستې دي: نړيوال بانک، د پيسو نړيوال صندوق او د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اقتصاد او صنعت په ډګر کې؛ يونيسف او يونسکو د اطفالو، ښوونې ـ روزنې او فرهنګ په ډګر کې؛ د روغتيا نړيوال سازمان په روغتيايي برخه کې؛ د خوړو نړيوال سازمان د بې وزلۍ او لوږې په برخه کې؛ د کډوالۍ او پنا ورکولو سازمان او دې ته ورته نور. ملګري ملتونه غواړي چې په دغو ټولو برخو کې نړيوال سيکولر ارزښتونه ـ چې د ځواکمنو کفري او ښکېلاکګرو هېوادونو په ګټه تصويب شوي ـ ترويج کړي او هيڅ قوم، فرهنګ او دين، په ځانګړي ډول اسلام نه پرېږدي چې د ارزښتونو، قوانينو او دولت په توګه په خپلواکه توګه په ټولنه کې راڅرګند او حاکم شي. نو په دغه سازمان کې غړيتوب، له دغه سازمان څخه د اصولو، عدالت او ستونزو د حل تمه د نړيوالو چارو په اړه له نه پوهېدو او سطحيتوب څخه سرچينه اخلي.
په پايله کې، د يو اسلامي دولت لپاره په کار ده چې د دغه سازمان ټول قوانين، هوکړه ليکونه، اعلاميې او کنوانسيونونه په بشپړه توګه رد کړي. په هغه کې د غړيتوب پر ځای ژر تر ژره اسلامي خاورې يو په بل پسې د اسلامي عقيدې او اسلامي نظام پر اساس له ځان سره يو ځای کړي او دغه کفري نړيوال نظم وننګوي. اسلامي دولت بايد د هغو ارزښتونو پر اساس چې اسلام ورته بشريت رابولي ـ چې هغه د ژوند په ټولو برخو کې د اسلام هراړخيز تطبيق، د جهاد په وسيله نړۍ ته د اسلامي دعوت لېږد، پر ټولو دينونو باندې د اسلام برلاسي او اظهار، د نړۍ د مظلومانو لاسنيوی او عادلانه ارزښتونو تامين دی ـ د نړيوال عرف په توګه د سيکولر نړيوالو قوانينو ځايناستی کړي، بشريت ته د پانګوالي ايډيولوژۍ له ظلم او فساد څخه نجات او خلاصون ورکړي او د دنيوي او اخروي نېکمرغۍ لارې ته يې سم کړي.

سیف‌الله مستنیر
د حزب التحرير ـ ولايه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس




   ارسال نظر