د اونۍ خبر: ولې داعش په افغانستان کې لوی ښودل کیږي؟
11/21/2021 | احمد طیب احمدی

Print


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی دبورا لیونیز  د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې وویل: «د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې خپل نفوذ پراخ کړی او اوس ښکاري چې د دغه هېواد په ۳۴ ولایتونو کې حضور لري.»
یونما په داسې حال کې د داعش په هکله خپل نظر څرګندوي چې د ولایتي دفترونو د بندېدلو له امله د افغانستان له اوضاع څخه کره او سم معلومات نه لري. له بلې خوا یونما د ملګرو ملتونو سیاسي استازی دی، خو د داعش په څېر د یوه نظامي او استخباراتي سازمان په هکله نظر څرګندوي. په وروستیو اونیو کې په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو د پراخ ښودلو په هکله تبلیغات او هڅې تر مخکې وختونو ډېرې شوې دي.
امریکا په افغانستان کې له خپلې ماتې وروسته په نړیواله کچه خپل حیثیت له لاسه ورکړی؛ څرنګه چې د نړۍ ځواکمنو هېوادونو په وار وار له افغانستان څخه د امریکا وتل غندلي دي. همداسې له افغانستان څخه د وتلو له هوډ څخه وروسته د امریکا په عامه افکارو کې د جوبایډن محبوبیت ډېر کم شوی دی. د امریکا جمهوري غوښتونکو په ښکاره توګه د جوبایډن د هوډ په اړه خپل غبرګون ښودلی او د بایډن د حکومت بېلابېل چارواکي کانګرس ته احضار شوي.
امریکا په نړۍ او په خپل هېواد کې د خپل موقف د جوړولو لپاره له هرې وسیلې کار اخلي. داعش پر اسلامي امارت د فشار او د عامه افکارو د اغوا کولو یوه وسیله او بهانه ده. امریکا له دې لارې غواړي پر اسلامي امارت فشار راوړي چې د امریکا غوښتنو او په افغانستان کې بیا د سیاسي او استخباراتي شتون لپاره هوکړې ته ورسیږي او همداسې په افغانستان کې د تروریستي ډلو د تهدید له امله د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو د مخنیوي لپاره د نورو هېوادونو مانع شي. دا د رسمیت نه پېژندلو او پر اسلامي امارت د پيسو د کنګلولو یوه قوي وسیله ده.
امریکا دا ځل د داعش د لوی ښودلو او د تبلیغاتو لپاره د یوناما په څېر له خپلو لاسپوڅو سازمانو څخه کار اخلي. ځکه د ملګرو ملتونو سازمان د تبلیغ اغېز تر بل هر یوه زیات دی. ځکه په ظاهر کې د ملګرو ملتونو سازمان یو بې پرې سازمان پېژندل شوی دی. کله چې له یوه ظاهرا بې پرې سازمان څخه یوه څرګندونه کیږي، نو پر عامه افکارو ډېره اغېزه لري. په داسې حال کې چې په وار وار معلومه شوې چې د ملګرو ملتونو سازمان د امریکا د بهرني سیاست په ګټه موقف نیولی او ګام اخیستی دی.
د یادونې وړ ده چې امریکا په خپل بهرني سیاست کې له بېلابېلو سازمانونو کار اخیستی دی. غربي او کورنۍ رسنۍ چې د امریکا د سیاست په تبلیغ کې نوم لري، د استخباراتي سازمانونو سره یو ځای د داعش په ګټه تبلیغ کوي. دا ځل د یونما رپورټ د غږیز بم په څېر په رسنیو کې وچاودید. غربي او کورنیو رسنیو له دې پلان شوي پېښې څخه لویه ګټه پورته کړه.
خو رښتیا دا دي چې داعش د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې فعال نه دی. معلومه نه ده چې یونما د کومو معلوماتو یا فعالیت پر بنسټ دې پایلې ته رسېدلې او باید دا ثابته کړي چې رښتیا وايي. له دې پرته به هماغه د اوبو خړول او ماهي نیول وي.
له شک پرته داعش په کابل، ننګرهار، پروان او کندهار ولایتونو کې فعالیتونه لري؛ خو د یونما د تبلیغ په کچه نه دي. د ننګرهار، د کابل په خیرخانه سیمه او کندهار کې ځینې عملیاتونه تر سره شوي چې اسلامي امارت یې د داعش پر خلاف ګڼي. دا تحرکات د داعش پر محدودو فعالیتونو دلالت کوي نه دا چې داعش په ټول هېواد کې پراخه فعالیتونه لري.
په پای کې باید یادونه وشي چې د داعش د سرتېرو د زیاتولو لپاره زمینې برابریږي. که اسلامي امارت د هېواد اوسني وضعیت ته پام ونه کړي او خپل مسوولیت یې پر وړاندې ادا نکړي؛ نو ښايي له داسې واقعیت سره مخ شي چې وړاندوینه یې شوې نه ده.
د افغانستان په ګوټ ګوټ کې خلک د خوراکي توکو، تېل ګاز او له وزګارتیا شکایت لري. دولتي کارکوونکو ته معاشونه نه ورکولو د خلکو نارضایتي زیاته کړې. که اسلامي امارت روان وضعیت، اقتصادي ستونزو، وزګارتیا او فقر ته پام ونه کړي؛ د داعش صفونه به پیاوړي شي.
همداسې په لومړیو کې له اسلامي امارت څخه د خلکو د هرکلي عامل د اسلام پلی کول وو. خلکو غوښتل اسلامي ارزښتونه پلي شي، د غله لاس پرې شي، زاني رجم شي، قاتل قصاص شي، حجاب جدي ونیول شي، مسلمانان په نورو ځمکو کې له ظلم او استبداد څخه وژغورل شي، او اسلام په هر اړخیزه توګه پلی شي. له بده مرغه تراوسه دا برحقه غوښتنې نه دي رښتیا شوي. اسلام او د هغه احکامو ته نه پاملرنه به د نارضایتۍ کچه زیاته کړي او د داعش پروپاګند به پیاوړی شي او د اسلام د نه پلي کولو له امله به له داعش سره د ځینو سطحي فکره خلکو د یو ځای کېدلو زمینه برابره شي.




   ارسال نظر