د اونۍ خبره: افغانستان او د سیمه ییزو کنفرانسونو موخې
10/30/2021 | لیکوال: احرار

Print Print


                له افغانستان سره بشري مرستې، په افغانستان کې ناوړه اقتصادي وضعیت، بشري ناورین، د ټولشموله دولت جوړول، تروریزم، کډوالي او نور هغه موضوعات دي چې په افغانستان کې د امریکا تر پوځي ماتې او د دوی تر وتلو او واک ته د طالبانو تر رسېدلو وروسته د سیمې د هېوادونو لخوا په بېلا بېلو کنفرانسونو کې ورباندې خبرې کېږي. د روان کال د تلې د میاشتې پر ۲۹ په مسکو کې او د لړم د میاشتې پر پنځمه په تهران کې د افغانستان په اړه کنفرانسونه جوړ شول او ټاکل شوې ده دې ورته کنفرانسونه په چین او هند کې هم جوړ شي. په ځینو کنفرانسونو کې د افغانستان د اسلامي امارت استازي هم ګډون کوي او په ځینو هغو کې پرته د اسلامي امارت له استازو کنفرانسونه تر سره کېږي.
لکه څرنګه چې ټولو ته جوته ده، طالبان یوه اسلامي جهادي ډله ده او په تېرو شلو کلونو کې یې د امریکايي ښکېلاک پر وړاندې د اسلامي اجنډا پر بنسټ مبارزه وکړه او پایله کې په پوځي ډګر کې بریالي شول او د افغانستان د حکومت واګې یې په لاس کې واخیستې او په لنډمهالې توګه یې خپل دولت «د افغانستان  اسلامي امارت» په نوم اعلان کړ. دا څرګنده خبره ده چې اسلامي اجنډا یعنې د اسلام حاکمیت موضوع د سیمې د هېوادونو او حتا د نړۍ لپاره یوه ځانګړې معنا لري. اسلامي اجنډا د سیمې د هېوادونو د حاکمیت لپاره د وېرې پیغام لري. نو له همدې امله د سیمې ټول هېوادونه په افغانستان کې د اسلامي نظام له حاکمیت څخه په یو ډول وېره لري. د دغوکنفرانسونو یوه بنسټيزه موخه همدغه ده چې د اسلام او د اسلام د حاکمیت د لېږد په اړه د طالبانو پر اراده پوه شي. همدارنګه که د دغو کنفرانسونو د خبرو او اعلامیو محتوا ته پام وکړو، نو دې پایلې ته رسېږو چې د دغو کنفرانسونو او د سیمې هېوادونو موخې پر دوو محورنو څرخېږي.
لومړی؛ له افغانستان او په ځانګړې توګه د افغانستان له اسلامي امارته د سیمې د هېوادونو مجموعي هیلې. د سیمې ټول هېوادونه تقریبا په دې باندې اجماع لري چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د سیمې د هېوادونو د ځینو غوښتنو او شرطونو په منلو سره ثبات پیدا کړي، د افغانستان په بشپړه جغرافیه باندې خپل حاکمیت ولري او په دې سره په افغانستان کې هغه ډلې ځای پیدا نه کړي چې شتون او فعالیت یې د سیمې د هېوادونو د امنیت او ثبات لپاره ګواښ ګڼل کېږي. ځکه د سیمې زیاتره هېوادونو له کلونو کلونو را په دې خوا هغه اسلامي ډلې سختې ځپلې دي، چې د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره مبارزه کوي او یا لږ تر لږه په خپلو خاورو کې د اسلامي ارزښتونو د حاکمولو هڅې کوي. نو دغه هېوادونه یو داسې افغانستان غواړي چې حاکمان یې ژمنه ورکړي چې په افغانستان کې به داسې ډلې فعالیت نه کوي چې ټوله سیمه وګواښوي.
دوهم؛ د افغانستان په اړه د سیمې د هر هېواد ځانګړې یا انفرادي موخې، د سیمې هېوادونه د افغانستان په اړه د ځانونو لپاره بېلا بېلې اجنډاوې لري. ځینې هېوادونه د افغانستان جغرافیې ته له اقتصادي اړخه ګوري او غواړي افغانستان یې د خپلو تولیداتو لپاره بازار وګرځي، ځینې بیا د افغانستان د کانونو او قیمتي ډبرو د استخراج قراردادونو ته هیله لري  او ځینې د انرژۍ او سوداګریزو توکو د لېږد د دهلیز په توګه ورته ګوري. د ځینو هېوادونو بیا اصلي اندېښنه دا ده چې د افغانستان خاوره د دوی د سیال هېواد د نفوذ خاوره نه شي او د دوی پر وړاندې ونه کارول شي. ځینې هېواددونه بیا د طالبانو د اسلامي امارت په لیکو کې د سیمې د هېوادونو د جګړه ییزو ډلو شتون اندېښمن کړي دي. د بیلګې په توګه چین لسیزې کېږي چې د شرقي ترکستان مسلمانان سخت ربرړوي او حتا د اسلام پرېښودلو ته یې مجبوري او بیا د همدغې سیمې ځینې مسلمانان د طالبانو په کرښو کې شتون لري. همدارنګه د تاجیکستان د اسلامي نهضت جنګیالي او همداسې د نورو هېوادونو وګړي چې عملا دا تېر شل کاله د غرب د ښکېلاک پر وړاندې د طالبانو په لیکو کې جنګېدل.
مګر که په ژوره توګه پام وکړو د سیمې ټول هېوادونه د اسلام له حاکمیته ورېږي او نه غواړي په ګاونډ کې یې یو داسې حاکمیت شتون ولري چې د ژوند د ټولو برخو لپاره یې معیار الهي وحیې وي. له بل لوري دا جوته خبره ده چې د سیمې ټول هېوادونه په خپلو هېوادونو کې هغه مسلمانان او اسلامي خوځښتونه چې د اسلام د نظام د حاکمیت لپاره کار کوي په خورا سخته توګه شکنجه کوي، په زندانونو کې يې اچوي او حتا په ډله ییزه توګه یې وژني. نو د طالبانو د اسلامي تحریک له حکومت سره د سیمې د هېوادونو اړیکې جوړول او د اسلامي امارت د حکومت په توګه یې له تقویه کولو اساسي لامل دا نه دی چې له دوی سره مینه او خواخوږي لري، بلکې د سیمې ټول هېوادونه غواړي چې طالبان د اسلام د هر اړخیز حاکمیت او اسلامي اجنډا له مخکې وړلو تېر کړي او په بدل کې یې د سیمې ټول هېوادونه د دوی له حکومت سره اقتصادي او بشري مرستې وکړي، په سیمه کې یې مطرح کړي او بلاخره حکومت یې په رسمیت وپېژني. په داسې حال کې چې د اسلامي عقیدې له مخې، د ژوند کولو بنسټيزه موخه د الله سبحانه و تعالی د ټولو احکامو پلي کول، د الله سبحانه و تعالی راضي کول دي او له ظالمانو څخه د مظلومو انسانانو ژغورل دي. سربېره پر دې الله سبحانه و تعالی مسلمانان له هغو کسانو سره له دوستۍ کولو او مرستې اخیستلو یا ورکولو څخه منعه کړي دي چې پر مسلمانانو باندې ظلم کوي. الله سبحانه وتعالی په دې اړه فرمايي:

 وَلاَ تَرْکَنُوا إِلَي الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّکُمْ النَّارُ وَمَا لَکُم مِن دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لاَ تُنصَرُونَ
هود: ۱۱۳
ژباړه: پر ظالمانو باندې [د مرستې او همکارۍ لپاره] تکیه مه کوئ، که داسې مو کړل، نو د اور خوراک به شئ او په دې حالت کې به له الله پرته ستاسو هېڅ مرستندوی نه وي او بیا به مرسته نه در سره کېږي.

لیکوال: احرار

 


   


   ارسال نظر