د ۲۰ ډلې هېوادونو مرستې؛ څرنګه له دې تړښت څخه خلاص شو!
10/18/2021 | سهیل صالحی

Print


په دې وروستیو کې د افغانستان په اړه د ایټالیا په کوربه توب د ۲۰ ډلې هېوادونو ناسته په مجازي توګه ترسره شوه. په دې ناسته کې د نړۍ لویو اقتصادونو ژمنه وکړه چې هڅه به کړي چې افغانستان له اقتصادي ناورین سره مخ نشي. په دې ناسته کې اروپایي اتحاديې اعلان وکړ چې له افغانستان سره به یو میلیارډه یورو مرسته وکړي. په دې ناسته کې د دې ډلې مشرانو لکه جوبایډن ټینګار وکړ چې مرستې باید د نړیوالو سازمانونو له لارې وشي نه د طالبانو له لارې.
دا مرستې په داسې حال کې کیږي چې پخوا هم میلیاردونه ډالر هېواد ته راغلل، خو د فقر د له منځه وړلو لپاره یې هېڅ محسوسه پایله نه درلوده. ځکه چې د دې مرستو ډېره لږ سلنه خلکو ته رسېدله او ډېره یې د بهرنیو سازمانونو لخوا غلا کېدله. په داسې حال کې چې دا مرستې به په ډېرو شرطونو او منتونو افغانستان ته ورکول کېدلې او د افغانستان پر خلکو باندې د دې مرستو احسان کېدلو. د ۲۰ ډلې د مشرانو په ناسته کې دې ډلې مشرانو ټینګار وکړ چې مرستې باید د نړیوالو سازمانونو لخوا تر سره شي، هغه سازمانونه چې له ۸۰ سلنه ډېرې بهرنۍ مرستې به یې تر لاسه کولې او د مصرف په هکله یې هېڅ بل سازمان ته ګزارش نه ورکولو او په حقیقت کې له دې لارې د بهرنیو مرستو پیسې بېرته هماغه هېوادونو ته ستنېدلې چې مرستې یې کړې وې.
د پام وړ بله موضوع دا ده چې که د دې مرستو ۲۰ سلنه یې خلکو ته ورسیږي، مشروطې دي او ځانګړي شرایط لري، څرنګه چې پخوا هم همداسې وو. له شک پرته مرسته کوونکي هېوادونه غوښتنې لري چې باید ومنل شي او د دې هېوادونو شرایطو ته د لبیک نښې ښودل به له هغوی څخه د متابعت په معنا وي. په دې معنی چې مرسته کوونکي هېوادونه به په راتلونکي کې فرمان ورکوي او دا هغه تجربه ده چې په مخکیني حکومت کې لیدل شوې. څرنګه چې مخکینی حکومت د مرسته کوونکو هېوادونو تابع و او دا حالت د هغه حکومت له تړښت څخه پرده پورته کوي. پخوانی حکومت ناکاره او فاسد حکومت و چې د دې وړتیا یې نه درلوده چې له خپلو شتو یې د خلکو د چارو د تنظیم لپاره ګټه اخیستې وی نو تل به یې غرب ته لاس اوږده کړل او له دې سره هغوی پر غربي غلامانو بدل شوي وو چې د هغوی له اشارې پرته به یې د یوه ګیلاس اوبه څښلو صلاحیت هم نه درلود.
نو دا به ښه وي چې د پخواني فاسد حکومت تجربه تکرار نشي او دهغو په پل پښې کېنښودل شي. باید په دې خاوره کې شته ظرفیتونه او وړتیاوې وکارول شي چې د افغانستان مسلمان خلک بیاځل پر غرب پورې تړلي نه وي. څرنګه چې دا تړښت د دې لامل شي چې د هغوی شرایط ومنل شي چې له شکه پرته دا شرایط به هېڅکله د اسلام او مسلمانانو په ګټه نه وي او موږ ټولو ته به د ذلت لامل وګرځي. بسنه کوي چې اسلام په هراړخیز ډول د یوه پیاوړي دولت (خلافت) په چوکاټ کې په بېلابېلو اقتصادي، ټولنیز، سیاسي برخو کې پلی شي تر څو چې شته ستونزې غرب ته له لاس اوږدولو پرته له منځه لاړې شي. څرنګه چې اسلام یوه مکمله بسته ده چې په انقلابي پلي کولو سره او له دې پرته چې پر وړاندې یې شته مصلحتونه په پام کې ونیول شي کولای شي په بېلابېلو برخو کې هوساینه رامنځته کړي. نو یوازې له قید او شرط څخه پرته د اسلام په پلي کولو سره کولای شو له دې تړښت څخه خلاص شو.

سهیل صالحی




   ارسال نظر