د اونۍ وینا: په افغانستان کې د امریکا پر ماته د امریکایي لوړپورو چارواکو اعتراف!
10/02/2021 | سهیل صالحی

Print


په دې ورځو کې په نړیواله کچه د خبرونو مهم سرټکی په افغانستان کې د امریکا درنه او حیرانوونکې ماته ده. امریکا شل کاله وړاندې دغه هېواد له ترورېزم سره د مبارزې تر نامه لاندې او د پر مختللو نظامي وسلو په زور اشغال کړ؛ خو له شلو کلونو وروسته یې په یوه داسې جګړه کې ماتې وخوړه، چې هېڅ د پرتلنې وړ نه وه او له دغې خاورې څخه د خپلو سلفو غوندې په تور مخ ووتل. په داسې حال کې چې د دغه هېواد سیاسي او نظامي چارواکي اوسمهال په خپلو کې خپلمنځي اختلافاتو ته پر اشارې سربېره پر خپلې ماتې هم اعتراف کوي. څرنګه چې لوی درستیز جنرال مارک میلي او د امریکا د وسلوالو ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال مکنزي د سه شنبې پر ورځ د دغه هېواد په سنا مجلس کې ویلي وو، چې دوی په افغانستان کې د ۲۵۰۰ امریکايي سرتېرو د پرېښودلو غوښتونکي وو. همداراز جنرال مکنیزي وایي، چې د سرتېرو د پاتې کېدو په تړاو پر دغو وړاندیزونو سربیره بیا هم بایډن د ټولو ځواکونو د وتلو امر وکړ. په ورته وخت کې مارک میلي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د امریکا «ستراتیژیک ماته» د همدغو وروستیو «۲۰ کلونو» د تصمیمونو پایله وه. خو د پنټاګون د چارواکو دا رسمي شهادت د جوبایډن له وروستیو ویناوو سره په ټکر کې دی، هغه ویلي وو چې په دې اړه ورته مشوره نه وه ورکړل شوې.
همدارنګه د امریکا د پوځ پخوانی لوی درستیز «کارتر مالکاسیان» چې دوه کاله په هلمند کې و، په خپل کتاب «په افغانستان کې د امریکا جګړه» کې لیکي: «له شک پرته چې موږ جګړه بایللې» هغه همدارنګه وایي: «امریکا په داسې حال کې دا جګړه بایللې چې د بریا لپاره یې د نړۍ تر ټولو پېچلی او وژونکی هوايي ځواک کارولی دی.» نوموړی همداراز لیکي: «امریکا سربېره پردې چې په غوره وسلو سمبال ۱۴۰ زره ځواکونه یې په واک کې وو، بیا هم ونه توانېد چې په کمزورو وسلو سمبال حد اکثر ۷۵۰۰۰ ځواکونو ته ماتې ورکړي.»
دا چې د امریکا لوړپوړي چارواکي په افغانستان کې پر خپلې ماتې اقرار کوي، په حقیقت کې په نړیواله کچه د دغه متکبر او ناروغ زبرځواک د انحطاط ښکارندویي کوي. له بلې خوا د هغوی د لوړ پوړو چارواکو تر منځ ژور اختلافات دا بیانوي، چې دا بې‌باوره زبرځواک په تدریجي توګه د زوال او نابودۍ پر لور روان دی. په داسې حال کې چې امریکا د زوال پر لور ګامونه اېږدي او کمزوري او د قدرت لړزېدلې ستنې یې له ورایه ښکاري، نو پکار ده چې وروستی ګوزار ورکړل شي، ترڅو په اسانه توګه د نړۍ له مشرۍ او رهبرۍ ولوېږي. له شک پرته ویلی شو، چې دا کار یوازې مسلمانان کولی شي او بس، ځکه د اسلام غوره اېډیولوژي او بېلابېل ظرفیتونه له ځان سره لري. همدارنګه په افغانستان کې د امریکا ماته هغه هم د داسې ځواکونو پر وړاندې چې کم امکانات یې درلودل، د دې ښکارندويي کوي چې یوازې مسلمانان دا ظرفیت لري، ترڅو پر امریکا وروستی ګوزار وکړي.
په افغانستان کې د امریکا له شرم څخه ډکه ماته د دې لامل کېدلی شي، چې نور دغه هېواد د ټوټه کېدو او نړېدو په لوري لاړ شي. د دغې خاورې د مسلمانانو په لاس د امریکا ماته دا ښيي، چې امریکا نور د پخوا په څېر یو نه ماتېدونکی هېواد نه دی. دغې ماتې د افغانستان مسلمانانو ته یو ښه فرصت برابر کړی، ترڅو د اسلامي دولت په تاسیس سره یو ځل بیا د مسلمانانو لپاره اسلامي حاکمیت راوګرځوي. له شک پرته دا لویه بریا د الله سبحانه وتعالی لخوا یو نصرت دی، چې د دغې خاورې مسلمانانو ته یې ورکړ. نو باید شکر یې ادا شي او د اسلام پلي کول او لېږدول د همدغه دولت بنسټیزه دنده ده. بل خوا خپل ځانونه باید په نشنلیستي پولو کې محدود نه کړي او پرته له دې چې پر وړاندې یې له شته ننګونو څخه ووېرېږي، د اسلام د هر اړخیز حاکمیت لپاره باید هڅې وکړي او پوه شي چې د الله سبحانه وتعالی نصرت د پخوا په څېر له دوی سره دی.




   ارسال نظر