د اونۍ خبره: ولې د خپل حکومت رسمیت له ملګرو ملتونو واخلو؟!
09/25/2021 | احرار

Print


ټاکل شوې ده په روانه اونۍ کې  د ملګرو ملتونو کلنۍ عمومي ناسته په داسې حال کې تر سره شي، چې په افغانستان کې جمهوري حکومت چې یاد سازمان په رسمیت پېژانده له منځه لاړ او د اسلامي امارت په نامه یې یو بل حکومت ځای ناستی شوی دی. د افغانستان اسلامي امارت کوښښ کوي چې د ملګرو ملتونو سازمان ته خپل استازی معرفي او په را روانه ناسته کې د افغانستان په استازیتوب وینا وکړي. له هغه وخته چې اسلامي امارت د افغانستان واګې په خپل لاس کې اخیستې دي، پرلپسې هڅې کوي چې حکومت یې د ملګرو ملتونو د سازمان لخوا په رسمیت وپېژندل شي او پر وینا یې په دې سره خپل مشروعیت تر لاسه او له نړۍ سره سیاسي او اقتصادي اړیکې ټينګې کړي.
که موږ یو څه ځير شو او د ملګرو ملتونو د سازمان او په نړۍ کې د دې سازمان د رول په اړه فکر وکړو، نو دې پایلې ته رسېږو چې د یاد سازمان په سر کې د نړۍ یو څو زبرځواک هېوادونه لکه امریکا، انګلیستان، روسیه، چین او ځینې نور داسې هېوادونه دي، چې د ټولې نړۍ په اړه د خپلو ګټو په پار پرېکړې کوي او پاتې نور ټول هېوادونه په ځانګړې توګه د اسلامي خاورو هېوادونه په یاد سازمان کې هېڅ بنسټيز رول نه لري، بلکې یوازې د غونډې څوکۍ یې ډکې کړې وي او د زبرځواکو هېوادونو د مشرانو ویناوو ته چکچکې وهي او بس. د ملګرو ملتونو سازمان تل د زبرځواکو غیر اسلامي هېوادونو د ستراتيژیو، سیاسي او اقتصادي اجنډاوو ترمنځ همغږي رامنځته کوي او د نړۍ اوسنی د ملت –دولت نظم، چې د زبرځواکو هېوادونو د ځواک او پر نړۍ د دوی د سیاسي- اقتصادي واکمنۍ د دوام رمز دی ساتي. اسلامي خاورو ته د یاد سازمان نه یوازې دا چې هېڅ ګټه نه ده رسېدلې، بلکې تل یې زبرځواکو او ظالمو هېوادونو ته د اسلامي خاورو د ښکېلاک مشروعیت ورکړی دی. همدا دوې لسیزې وړاندې امریکا او ناټو د یاد سازمان د امنیت د شورا د پرېکړې پر بنسټ پر افغانستان برید وکړ او ښکېلاک یې کړ، افغانان یې په بې رحمۍ سره ووژل، خونړۍ بمبارۍ پې ورباندې وکړلې او هر ډول فساد یې خپور کړی، مګر یاد سازمان ددې ټولو جنایتونو په اړه سپڼ هم ونه واهه. فلسطین او کشمیر لسګونه کاله کېږي چې د یهودو او هندوانو لخوا ښکېلاک شوي دي او هره ورځ وژل کېږي، کورونه یې ورته ړنګوي او ځمکې یې اشغالوي، مګر په اړه یې ملګري ملتونه د تل په څېر غلي وي، د ټرورېستانو نومونه ورباندې ږدي او همداسې یې په ښکېلاک او ظلم کې ساتلي دي.
سربېره پر دې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امنیت د شورا پنځه دایمي غړي شتون لري او د نړۍ د ټولو قضایاوو په اړه همدوی د خپلو ګټو پر بنسټ پرېکړې کوي او په نړۍ کې پولیسي رول لوبوي او یاد غړي د مسلمانانو قاتلین او د اسلامي خاورو د ځمکو اشغالوونکي دي. نو له یاد سازمان څخه د خپل حکومت د مشروعیت اخیستل په اصل کې ددې معنا لري چې ملګرو ملتونو سازمان او په ځانګړې توګه د امنیت شورا ته د نړۍ د چارو چارسنبالي او واکمن په توګه موافق یو او کفر ته په داسې یوه موقف قایل کېدل شرعاً جواز نه لري.    
په اصل کې د افغانستان اسلامي امارت ته په کار دا ده چې د ملګرو ملتونو سازمان شتون داسې وننګوي، لکه څنګه يې چې دوې لسیزې وړاندې پر افغانستان باندې امریکا او ناټو ته د برید ورکولو اجازه لیک وننګاوه او پر وړاندې یې دوې لسيزې جهاد وکړ، مسلمانانو ته د دې سازمان له اصلي څېرې څخه پرده پورته کړي. همدارنګه اسلامي امارت ته په کار ده، چې اسلامي اجنډا او اسلامي برنامه د خپل حکومت د مشروعیت، اقتدار او سلطې لپاره د خپلې تګلارې په توګه اعلان کړي او مرسته او توفیق له قادر او عزیز الله سبحانه و تعالی څخه وغواړي او پر ټولو اسلامي خاورو باندې د وحدت او یووالي غږ وکړي او په پایله کې ټولې اسلامي خاورې د غرب په ځانګړې توګه د امریکا او ناټو له سل کاله زیات ښکېلاک څخه ازادې کړي او ددې سازمان بې عدالتیو او ظلمونو ته د تل لپاره د پای ټکی کېږدي.




   تاریخ: 09/30/2021 

fb
جمیل احمد ذکی

همداسې ده الله خوشحاله او سرلوړې لره

   ارسال نظر