د اونۍ خبره: په افغانستان کې د چین د ښکېلتیا عواقب
09/11/2021 |

Print


له افغانستان څخه د امریکا او ناټو د پوځونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د چین سیاسي او اقتصادي د ښکېلتیا لېوالتیا زیاته شوې ده او په دې اړه ګڼ خبرونه خپرېږي او داسې ویل کېږي چې چین به د افغانستان د اوسني او راتلونکي دولت سره پراخې اقتصادي او سیاسي اړیکې ولري. همدا اوسمهال چین د ۳۰ میلیونو ډالرو په ارزښت درمل او خوراکي توکي افغانستان ته را استولي دي. همدارنګه د سیاست په نړیوال ستېج کې هم د افغانستان له اوسني دولت څخه یو ډول ملاتړ کوي.
چين په وروستیو لسیزو کې د سیمې هېوادونو ته ځانګړې پاملرنه کوي او غواړي ګڼې سیاسي- اقتصادي پروژې پلې کړي. چین تر ۲۰۰۱ کال وروسته د افغانستان په کاني زېرمو باندې پراخه پانګونه وکړه چې ښه بېلګه یې د لوګر د مسو کان او داسې نور دي. مګر د امریکا له مداخلې او فشار او همدارنګه د ناامنیو له کبله اړ شو، چې د پانګونې پروسه په ټپه ودروي. اوس چې امریکا له افغانستان څخه وتلې ده، نو چین د خپل ځان لپاره په افغانستان کې پانګونه لوی چانس ګڼي او په دې اړه خورا زیاته لېوالتیا لري، مګر چین دا کار ځکه کوي څو په سیمه کې د سیاسي اسلام پروژه وڅاري او هغه خطر چې د چین کمونېست هېواد ته متوجه دی پر وړاندې یې پر وخت اقدام وکړي. ځکه چین  سیاسي اسلام او په ختيځ ترکستان کې مسلمانان د خپلې راتلونکې پر وړاندې لوی ګواښ بولي.
چین له سیاسي اسلام څخه، چې د ژوند په ټولو برخو کې د اسلام د پلي کولو او د اسلام د حاکمیت معنا لري، سخته وېره لري، له همدې امله دوی په وروستیو کلونو کې په ختيځ ترکستان کې پر مسلمانانو باندې سخت فشارونه راوړي دي او ټولنیز زندانونه یې ورته جوړ کړي، شکنجه کوي یې او حتا په زور یې له اسلام څخه ګرځوي.
پر همدې بنسټ، د چین کمونېست هېواد زموږ د ختيځ ترکستان د وروڼو او خویندو قاتل دی او د اسلامي شریعت پر بنسټ د اسلام او ټولو مسلمانانو دښمن ګڼل کېږي او د هغو هېوادونو پر وړاندې د اسلام پالیسي بیخې څرګنده ده چې له اسلام او مسلمانانو سره دښمني پالي؛ داسې هېوادونه حربي کفار ګڼل کېږي او له حربي کفارو سره د د دوستۍ او اقتصادي همکاریو اړیکې ناروا بلل شوې دي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیث پر بنسټ د دوی له اور څخه هم ګټه اخیستل منعه شوي دي.  
له بل اړخه موږ مسلمانان باید درک کړو چې چین غواړي په ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه د سیمې پر هېوادونو اقتصادي – سیاسي راج وچلوي، له همدې امله هسې نه چې د امریکا تر ماتولو او شړلو وروسته په اوږدمهاله توګه په لوی لاس د چین ښکېلاک ته لاره هواره کړو او خپله خاوره له یوه ښکېلاکګر زبرځواک څخه بل ښکېلاکګر زبرځواک ته په اختیار کې ورکړو. موږ باید له تاریخ څخه پند واخلو؛ همدا څو کلونه وړاندې افغانانو د شوروي اتحاد او کمونېزم پر وړاندې بې شمېره قربانۍ ورکړې، بلاخره هغوی مات شول، مګر ځای یې امریکایانو ونیو. اوس مو چې امریکا او ناټو ماته کړه، هسې نه چې یوه بل زبرځواک ته، چې د اسلام او مسلمانانو دښمن دی ځای ورکړو. که دا تېروتنه بیا تکرارېږي، دا به هم د مجاهدینو له وینو سره خیانت وي او هم به د آخرت د ورځې رسوايي او پښېماني. د افغانستان په اسلامي امارت باندې لازمه ده، چې د اسلام ټولې لارښوونې د حکومت په ټولو ډګرونو کې پلې کړي، که هغه ټولنیز ژوند دی او که له نورو هېوادونو سره اقتصادي او سیاسي اړیکې.

لیکنه: فرید احرار




   ارسال نظر