د افغانستان د جګړې حقیقتونه او عبرتونه
09/08/2021 |

Print


له اوږدې جګړې معمولاً درسونه او عبرتونه اخیستل کېږي او موږ باید دغه درسونه او عبرتونه د شته واقعیتونو په چوکاټ کې وڅېړو او باید له خپل واقعیت سره سمې ګټې او پایلې ترې واخلو او وروسته دغه پایلې په مهمو سیاسي او تاریخي سیاقونو کې وکاروو، تر څو ټولنه د خپلې ویښتیا او خپلواکۍ په برخه کې ګټې ترې واخلي. د افغانستان جګړه د دا ‌ډول عبرتونو او درسونو لپاره یوه ښه بېلګه ده، ځکه د دغې جګړې په یوه اړخ کې لوی ظالم دولت، د نړیوال ائتلاف په ملاتړ او د سیمه ییزو منافقو همکاران په مرسته او په مقابل کې یې یوه اسلامي ډله وه، چې کم امکاناتو او د غریبو او ځورېدلو خلکو له ملاتړ پرته یې د بل هېچا ملاتړ نه درلود.   

لومړی حقیقت: کوچني قدرتونه، چې د جګړې توان ولري، کولی شي لوی قدرتونه مات کړي
د دې امکان شته، چې د امریکا په شان لوی قدرت، چې په پرمختللو او وژونکو وسلو سمباله ده، د طالبانو په شان کوچني قدرت له لوري، چې کمې مادي اسانتیاوې په لاس کې لري، خو واقعي قدرت یې په صبر او اراده کې دی، ماتې وخوري. د امریکا ذلیلانه ماتې، په واقعي او روښانه توګه د یوه کوچني ځواک پر وړاندې ماتې ده، ځکه چې بایډن په خپله په دغه خبره اعتراف وکړ او ویې ویل، چې له وتو پرته بله لاره نه لرو. هغه زیاته کړه: «شته شواهد دا ثابتوي، چې هېڅ پوځي ځواک د افغانستان د پېښو مسیر نه شي بدلولی، هغه افغانستان چې د یرغلګرو په هدیره مشهور دی.»
دویم حقیقت: مزدور قدرتونه، کمزوري قدرتونه وو او ژر له منځه تللي دي.
له شک پرته چې که مزدورو قدرتونه لوی وښودل شي او وسلې او امکانات ورکړل شي، بیا هم پرله پسې له ماتې سره مخ کېږي او ژر له منځه ځي. ځکه د خلکو او ولس ملاتړ له ځان سره نه لري، چې په سختو شرایطو کې هغوی ته پنا وروړي، ځکه بنسټ یې بیروني او استعماري دی او یو خیرات خور او بېګانه قدرت دی، چې د الله تعالی، د هغه د رسول، امت او له خپلو خلکو سره خیانت کوي. نو د افغانستان مزدور حکومت له منځه تلل او د ولسمشر اشرف غني تېښته په ښه ډول روښانه کېږي. اشرف غني خپل حکومت د طالبانو ځواکونو ته پرېښود. د اشرف غني پوځ د دغو ځواکونو پر وړاندې هېڅ ډول مقاومت ونه ښود، د غني پوځ چې شمېر یې ۳۰۰زره تنو ته رسېده، د طالبانو د ځواکونو په مقابل کې چې د دغې شمېره نیم هم نه وو، له منځه ولاړ او تیت پرک شو.
درېیم حقیقت: د اسلام پر فکري ځواک منګولې لګول او د هغه نه پرېښودل، د بریا او بقا اساسي لاملونه دي.
په ډله کې اسلامي فکر، که محدود هم وي او پر هغه درېدل، ډلې ته په خپل مسیر کې پایښت وربښي او دا به په خپله د بریا لوی راز وي. د طالبانو ډلې د شرعي علومو عامولو ته دوام ورکړی، خپل پلویانو او هغوی چې د دوی تر حاکمیت لاندې ژوند کوي، د اسلامي ثقافت زده کړې ورکول کېږي، چې دا په خپله پر اسلامي فکر درېدل، منګولې لګول او له غربي مفاهیمو سره یې د نه ګډولو په مانا دي.
خو هغه جریانونه او ډلې چې په خپل اسلامي کلتور کې یې ناغېړي کړې او د دې هڅه یې کړې، چې اسلام او غربي تمدن سره ګډ کړي او د بیاکتنې او نوي کولو په نوم له استعماري کلتور سره ځانونه عیار کړي، نو ټول دغه جریانونه ناکام او له منځه تللي دي. دا ډول ډلې او جریانونه له محمد عبدو، جمال الدین افغاني پیل او په تونس کې په حرکت النهضه باندې پای ته رسیږي.
څلورم حقیقت: د ازادۍ، ډيموکراسۍ، نوي کول (نوګرایی)، د ښځو حقونو او بشر حقونو شعارونه، د ازادۍ او بدلون په برخه کې له یوه لوی دروغ پرته، بل څه نه دي او په دغه برخه کې هېڅ ګټه هم نه لري.
د دا ډول په زهر لړلو شعارونو موخه، د ازادۍ د پروسې ځنډول او د خپلو موخو له مسیر څخه د ډلو او جریانونو راګرځول دي. همېشه دا ثابته شوې، چې دا شعارونه تخیلي دي او پر هغو ډلو، چې په خپل کار کې قاطعت لري، هېڅ اغېز نه کوي او دا ډول دروغجنو شعارونو ته هېڅ پام نه ساتي. ان امریکا له طالبانو سره د خبرو پر مهال دا ډول شعارونه وړاندې نه کړل، ځکه دا ډول شعارونه په هغو خاورو کې امکان لري، چې فکري ثبات ونه لري او هغه شعارونه جذب کړای شي، خو طالبانو داسې نه دي او غرب هم په دې واقعیت پوه شوی دی.
پینځم حقیقت: ښه چلند، د خلکو له هرکلي سره مخ کېږي او هغوی پر ډله ورټولوي، خو ناوړه چلند خلک له ځانه لیرې کوي او دښمنۍ زیاتوي.
له شک پرته چې له خلکو سره په نرمۍ چلند، د هغوی د ځان، مال او عزت ساتل او همدارنګه په عادلانه ډول پر هغوی د اسلامي شریعت د احکامو پلي کول، له ډلې څخه د خلکو د ملاتړ کچه لوړوي او د خلکو په منځ کې ځای پیداکوي. په داسې حالک کې چې له خلکو سره ناوړه چلند او له هغو کسانو انتقام اخیستل چې له ډلو سره یې لیدلوری مخالف دی، له ډلو سره د خلکو مرسته او همکاري دروي او د خلکو په منځ کې د دښمنیو  او کینو لامل ګرځي. ځکه خلک په هغه وخت کې له یوې ډلې او خوځښت څخه ملاتړ کوي او رهبري ته یې غاړه ږدي، چې د هغوی چارې په سمه توګه مخ ته یوسي. ان که په عقیدوي او فکري چارو کې ورسره مخالف یا موافق وي، خو هغه وخت له یوې ډلې سره مخالفت کوي، چې په چارو کې یې غفلت وکړي.
شاید په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت (داعش) په نوم نومول شوې ډلې چلند له خلکو سره د دې روښانه بېلګه وي، چې پر خلکو یې تسلط پیداکړ او ډېر ژر له هغو سیمو وایستل شول. ځکه خلکو یې ملاتړ ونه کړ، که څه هم اسلامي شعارونه یې ورکول او د خلافت د ایجاد ادعا یې کوله، په دې دلیل چې خلکو د دغې ډلې ظلم او له دښمنانو یې د انتقام اخیستل ولیدل او خلک یې د وژنو شاهدان وو. دغه واقعیت پر اسلامي افکارو د ټیکاو او ترې نه لیرې کېدو ارزښت رابرسېره کړی او دا روښانه کوي، چې ډله باید د لږکیو د پام رااړولو او یا د اسلام مخالف فکر لرونکي، په حکومتولۍ کې اسلامي مفاهیم او ارزښتونه بدل کړي. ځکه خلک د اسلام حاکمیت ته غاړه ږدي، که کافر هم په دې شرط چې په سمه توګه پرې پلی شي.
شپږم حقیقت: لوی قدرتونه، نړیوال قوانین تپي او که چېرې دغه قوانین له اسلام سره په ټکر کې وي، نو باید په حکمت او قوت سره بدل شي
باید نړیوال قوانین د نابدلېدونکو اوصولو او قوانینو په توګه په پام کې ونه نیول شي، بلکې له کومه وخت چې اسلامي ډله واک ته رسیږي، باید له هماغې ورځې یې پر بدلولو کار وکړي، ځکه کفار یوازې د زور په ژبه پوهیږي او سر ورته ټيټوي. په دې پوهیږو، چې کله اوس طالبانو پر افغانستان تسلط پیداکړ، له شک پرته چې په یوه ځواکمنه ډله بدل شوي، ځکه د دولت ټول اساسات یې په لاس کې دي او په دې دلیل چې نه یوازې د افغانستان د خلکو ملاتړ ورسره دی، بلکې په نړۍ کې به یو نیم میلیارد مسلمانان ملاتړ ترې وکړي. دغه راز که چېرې یې نړیوال ظالمانه قوانین او جوړښتونه، چې د ښکېلاکګرو کفارو له لوري پر مسلمانانو تپل شوي، تر پښتو لاندې کړي، نو د نړۍ د مسلمانانو له ملاتړ سره به مخ شي.  
تر ټولو خطرناک نړیوال قانون او جوړښت د پولو ټاکل دي، چې واحد اسلامي امت یې په مختلفو هېوادونو وېشلی او هغوی یې له یوبله بېګانه کړي دي. د دغې وېشنې او بېګانه کولو یوه بېلګه، هغه پولې دي، چې د انګلیس ښکېلاکګرو له افغانستان څخه د هغوی ګاونډۍ سیمې بېلې کړې او په دې ډول یې د دغې خاورې ځواک وېشلی او هغه یې په یوه تنګه جغرافیه کې راګير کړی، چې توانایۍ یې محدودې پاتې شي او له خپل طبیعي اسلامي چاپېریال، پاکستان او د منځنۍ اسیا له هېوادونو لیرې وساتل شي. د ډیورنډ کرښه چې له ۱۸۹۳م، څخه راپدیخوا د افغانستان او پاکستان تر منځ پوله مشخصوي، باید په رسميت ونه پیژندل شي او همدا اوس باید د هغې د لغوه کولو لپاره کار وشي. ځکه هغه څوک چې دا کرښه یې وکښه، د برېټانوي هند لپاره د انګلیس د بهرنیو چارو وزیر و، چې تقریباً شاوخوا یو سل او شل کاله پخوا یې هغه رامنځته کړه، څو افغانستان د    سیمې په توګه د روسیې او د وخت برېټانیا تر منځ واقع کړي. خو دې واقعیت اوسمال بدلون کړی او هند نور له برېټانیا سره تړلی نه دی او کله چې واقعیت تغییر وکړي، نو هغه تپل شوې پولې، چې سیمه یې وېشلې وي او د هغوی اړیکې یې پرې کړې وي، باید تغییر وکړي. 
نو د طالبانو لپاره زموږ نصیحت دا دی، چې له خپلو ګاونډیانو که پاکستان دی او که د منځنۍ اسیا هېوادونه، خپله ډيپلوماسي د اسلام نویو قوانینو پر بنسټ جوړه او مخ ته یوسي، چې بنسټ یې د سیمې هېوادونو تر منځ د واحدې اسلامي سیمې رامنځ ته کول وي، هغه سیمه چې د خلافت اسلامي نړیوال دولت لپاره مناسبه هسته ده او هغه دولت چې افغانستان یې د پیل ویاړ له ځانه سره ولري.

د «الرایه» نشریې ۳۵۴مې ګڼې سرمقاله
لیکوال: استاد احمد الخطواني
 ژباړن: حبیب الله حبیب




   ارسال نظر