د اونۍ خبره د وروستیو جګړو له امله د کورنیو بې ځایه کېدل او په اړه یې د حکومت بې غوري
08/14/2021 | احرار

Print


په وروستیو کې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د سختو جګړو او د راتلونکې په اړه د یوه ګونګ برخلیک په اړه په ګڼو ولایتونو کې خلک د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي او ددغو کډوالو یو زیات شمېر کورنۍ د ولایتو تر څنګ کابل ته هم کډوالې شوي دي، چې په کابل او ولایتونو کې په خوار ناوړه وضعیت کې شپې او ورځې سبا کوي. زیاتره دغې کورنۍ ورځ په ټکنده ګرمۍ او شپه تر تیاره اسمان لاندې په داسې حال کې سبا کوي، چې هېڅ ډول ځاني او مالي خوندیتوب نه لري. همدا راز دغه کډوال نه پاکو اوبو ته لاسرسی لري او نه هم خوراکي توکي ورسېږي او په کابل او ولایتونو کې د ښار په پارکونو کې اوسېږي.
تر هغه وروسته چې د دغو کډوالو شمېر خورا زیات او ستونزې یې رسنیزې شولې، حکومت اړ شو چې په اړه یې غبرګون وښيي، مګر د حکومت دغه غبرګون دومره له مسوولیته تش و، چې ته به وایې دغه بې ځایه شوې کورنۍ کومه ګناه لري او حکومت یې په اړه هېڅ مسوولیت نه لري. په دې اړه د ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح د حج او اوقاتو وزارت ته دنده وسپارله چې یاد کډوال باید د ښار په جوماتونو کې ځای پر ځای شي او په دې اړه باید خلک ممانعت ونه کړي.
موږ او تاسو ټول پوهېږو چې د جګړو له امله بې ځایه شوې کورنۍ زموږ او تاسو وروڼه او خویندې دي او د ټولو مسلمانانو ایماني دنده ده چې ستونزې یې حل کړي، مګر حکومت په دې اړه لومړی درجه مسوول دي؛ د کډوالو ځانګړې اداره په دې اړه فعالیت کوي او ټاکلې بودجه لري. همداراز د بېړنیو پېښو پر وړاندې ځانګړی وزارت د حکومت په اډانه کې فعالیت کوي او د داسې پېښو لپاره ټاکلې بودجه او کار کوونکي لري. د دې ترڅنګ حکومت خورا زیاتې تشې ودانۍ او ملکیتونه لري، چې کولی شي ټول بې ځایه شوي کډوال پکې مېشت شي. مګر ددې ټولو سره سره حکومت د دغو کډوالو په اړه خورا بې مسوولیته غبرګون وښود او مسجدونه یې د دوی د مېشتېدو مرکزونه اعلان کړل. په جوماتونو کې د کډوالو په مېشتېدو سره له یوې خوا خلک د جماعت له لمونځونو بې برخې کېږي او له بلې خوا دومره زیات کډوال چې په کې ښځې، ماشومان او سپين ږيري او رنځوران هم شامل دي په مسجدونو کې یې اوسېدل ګڼې نورې ستونزې پنځوي.
له بده مرغه د امریکا د شل کلن ښکېلاک پایله د اوږدې جګړې، بې وزلۍ او د کورنیو د بې ځایه کېدلو تر څنګ یو داسې فاسد حکومت دی، چې د خلکو پر وړاندې د هېڅ ډول مسوولیت احساس نه کوي او حتا چې ډېره کوچنۍ ستونزه هم نه شي حل کولی.    




   ارسال نظر