په ۲۰۰۱ کال کې ناټو او امریکا پر افغانستان یرغل وکړ؛ په زرګونه افغانان
یې ووژل، هېواد یې ښکېلاک کړ او غربي ناوړه ارزښتونه یې پر افغانانو وتپل.
امریکایانو د یرغل پر مهال له هوا بمونه ویشتل او پر ځمکه یې زیاتره پخوانيو
مجاهدینو مرسته کوله او د خپلو افغانانو پر وړاندې یې د امریکایانو په ګټه جګړه
کوله. په داسې حال کې چې یو وخت یې د کمونیستي نظام او شورویانو پر وړاندې په
اسلامي انګېزه د اسلام د حاکمیت لپاره جګړه کوله. پخوانیو مجاهدینو د ټولو اسلامي
ارزښتونو خلاف د امریکا او د امریکايي دولت مرسته او ملاتړ وکړ. مګر په پایله کې
کله چې امریکایانو په افغانستان کې د خپلې خوښې دولت ټينګ کړ؛ مجاهدین په یې
ناوړه نومونو یادول، د فساد دوسیې یې ورته
جوړې کړې او بلاخره په خورا ناوړه بګرونډ سره یې له حکومت څخه یو پر بل پسې وشړل.
اوس چې د امریکایانو تر نسبي وتلو وروسته د ښکېلاک او غربي ارزښتونو یو ګوډ
او مات سمبول (د اشرف غني پر مشرۍحکومت) پاتې دی او د دوام هېڅ هیله یې هم نشته؛
پخواني مجاهدینو له تېر عبرت نه دی اخیستی او له خپلو تېرو تېروتنو یې توبه نه ده
ایستلې، یو ځل بیا د خپلو مسلمانانو وروڼو پر وړاندې په ښارونو کې د جګړې ډګر ته
را دانګلي دي.
پوښتنه دا ده چې دغه پخواني مجاهدین د کوم ارزښت، د چا لپاره او د چا پر
وړاندې جګړه کوي؟ ایا د ډیموکراسۍ او جمهوریت لپاره جګړه کوي، په داسې حال کې دوی
د اسلام د حاکمیت لپاره راپورته شوي وو. ایا دوی د امریکا د حاکمیت او تکنوکراتانو
د حکومت د دوام او بقا لپاره جګړه کوي، په
داسې حال کې د دوی په شل کلن حاکمیت کې له فساد پرته بل څه نه وو. ایا دوی د خپلو
هغو مسلمانانو وروڼو پر وړاندې جګړه کوي چې دوی په تشو لاسونو تېر شل کاله د ناټو
او امریکایي سرتېرو چې تر غاښونو پورې په سختو وسلو سنبال وو جهاد کاوه.
غوره دا وه چې پخوانیو مجاهدینو د جګړې پر ځای چې کېدی شي د زرګونو
انسانانو د مرګ ژوبلې لامل شي، له مقابل لوري سره د تفاهم او الهي شریعت معیار
ګرځولو لاره غوره کړې وی او په دې سره یې د یوې لویې فتنې مخه نیولی وئ.