Print


حزب التحریر
مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان
 
ګڼه: ح.ت.افغ ۱۶/۱۴۴۲ چهارشنبه ۱۸ ذوالحجه، ۱۴۴۲هـ ۲۸/۰۷/۲۰۲۱م

مطبوعاتي اعلامیه
افغانستان ته د امریکا میراث ویجاړوونکې جګړه او وینه بهوونکې سوله ده

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان مرستندویه پلاوي (یوناما) په خپل وروستي راپور کې د ۲۰۲۱ میلادي کال لومړۍ شپږ میاشتې په تېرو ۱۲ کلونو کې تر ټولو زیات وینه تویېدونکی نیم کال وباله. راپور زیاتوي چې په دغو تلفاتو کې ښځې، ماشومان او نجونې شاملې دي.  
د حزب التحریر- ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر د افغانستان د بې ګناه مسلمانانو وینې تویېدل په کلکو ټکو غندي او روانه جګړه د ټولو دینو او انساني ارزښتونو خلاف بولي، ځکه په دې جګړه کې د افغانستان مسلمانان په هوايي بمباریو، انفجارونو او مخامخ جګړو کې په خورا بې رحمۍ وژل کېږي او حتا جسدونه یې په ورځو ورځو په سړکونو پراته وي او نه دفن کېږي. په داسې حال کې چې اسلامي شریعت د یوه مسلمان لخوا د بل مسلمان په نښه کولو ته اجازه نه ورکوي او د یوه مسلمان د یوه څاڅکي وينې تويېدل تر کعبې لوړ ګڼي، دا خو پرېږده چې ماشومان، ښځې او ځوانان دې په ډېره ناوړه توګه ووژل شي او په سلګونه زره انسانان دې بې کوره شي. 
د افغانستان روانه جګړه په اصل کې سیمه ییز او نړیوال اړخونه لري. امریکا په افغانستان کې تر خپلې ماتې او وتلو وروسته، دا خاوره د ژرندې د دوو ډبرو، ویجاړوونکې جګړې او وینه بهیدونکې سولې ترمنځ پرېښې ده، چې د هرې ورځې په تېرېدو سره نوره هم پېچلې کېږي. که څه هم دوی دغه جګړه ظاهراً (داخلي جګړه) او د افغانانو خپله ستونزه اعلانوي، مګر اصلي خبره دا ده چې دا د امریکا میراث دی او غواړي د ټولې سیمې لپاره ترې یوه هیولا جوړه کړي او په دې سره خپل سیمه ییز نفوذ ته تدوام ورکړي. 
موږ د جګړې په دواړو لوریو غږ کوو چې له خپل ځان څخه پوښتنه وکړي  چې د خپل مسلمان ورور د وینې له تویولو پورته بله کومه ګناه شته؟! له الله سبحانه وتعالی ووېرېږئ له اوسنۍ فتنې او د مسلمانانو د وینې له تویونې، چې ستره ګناه او نه بښونکی جرم دی ځانونه وساتئ. همدا راز له هغو کسانو څخه چې بنسټيزه موخه یې د اسلام حاکمیت او د ښکېلاک پای ته رسول دي، غواړو چې د غربي ښکېلاک او اشغال په ريښه ایستولو مو تمرکز زیات کړئ، څو د امریکا او ناټو نه یوازې په پوځي برخه کې، بلکې په استخباراتي، سیاسي، فکري او سیاسي برخو کې نفوذ هم پای ته ورسېږي. نور مه پرېږدئ چې لوی قدرتونه د مسلمانانو بچیان د خپل نفوذ د دوام لپاره د سون توکو په توګه وکاروي، ګني په دغه اور کې به ټول وسوځېږئ. 

﴿وَاتَّقُوا فِتْنَةً لَا تُصِیبَنَّ الَّذِینَ ظَلَمُوا مِنْكُمْ خَاصَّةً وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ شَدِیدُ الْعِقَابِ﴾ [انفال: ۲۵]
له هغې فتنې او مصیبت څخه ځانونه وساتئ چې نه یوازې هغه کسان په خپل ځان کې رانغاړي چې ظلم یې کړی دی(که د دوی مخه ونه نیول شي، وچ او لانده به هم له ځان سره وسوځوي) او پوه شئ چې الله سخت عذاب ورکوونکی دی.
د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر




   ارسال نظر