د باجوه-عمران رژیم هڅه کوي چې په افغانستان کې ماته شوې امریکا وژغوري. یوازې د نبوت پر منهج خلافت په سیمه کې د امریکایي استعمار ریښې وچولای شي.
07/23/2021 | حزب التحریر - ولایه پاکستان

Print


اې د پاکستان مسلمانانو!
په پرمختللو وسلو سمبال ډارنو امریکایي پوځیانو د پاکستان او افغانستان د قبایلي سیمو له هغو مسلمانانو سره د مقابلې توان له لاسه ورکړی چې په ابتدایي وسلو سمبال وو چې یوازې له الله سبحانه وتعالی څخه وېرېدل او د شهادت او فتحې لپاره را پورته شوي وو. د مسلمانانو پر وړاندې د امریکایي پوځ دبدبه را ټیته شوې او د اسلامي امت پر وړاندې د هرې نوې جګړې لپاره لپاره يې پر ځان باور له لاسه ورکړی. که څه هم امریکا تر اوسه په بشپړه توګه نه ده ر اپرځېدلې، خو هڅه کوي چې د مسلمانانو د حکامو په ملاتړ بیا ځان را پورته کړي.
امريکا هميش د سختې اړتیا پر مهال د مسلمانانو  دحکامو له ډلې له خپلو شریکانو مرسته غوښتې. د ترکیې حکامو یې هغه غوښتنه منلې چې افغانستان ته به خپل پوځیان لېږي، خو کله چې ترې مسجد اقصی ته د پوځیانو لېږلو غوښتنه وشوه، نو ځواب يې «نه» و. د پاکستان د حکامو په اړه باید ووایو چې دوی امریکا ته تر تمې زیات خدمت وکړ. پاکستاني چارواکو امريکا باوري کړې وه چې په سيمه کې به د ځمکني او هوایي اکمالاتو حیاتي لارې د امریکا پر مخ خلاصې وي؛ که داسې نه وای شوي، امریکا به په څو ورځو کې فلج شوې وای. پر دې سربېره، د باجوه-عمران رژیم امریکا ته خوندي استخباراتي مرکزونه برابر کړل چې یو یې په کراچي کې د امریکا قونسلګري او بل یې په پلازمېنه اسلام اباد کې د امریکا سفارت دی. له دغو مرکزونو څخه په سیمه کې د حساسو اړیکو جاسوسي کېدای شي چې د پاکستان د پوځ او استخبارتو ارتباطات هم پکې شامل دی. که دا مرکزونه نه وای، نو په سیمه کې د امریکا لاسوهنه که څه هم نه پای ته نه رسېده، خو ډېره به کمزورې او بې اغېزې وای.  
د باجوه-عمران رژیم په داسې حال کې د واشنګټن ملاتړ کوي چې د امریکا سیمه‌یزو پروژو تل پاکستان زیانمن کړی دی. د پاکستان تر ټولو غوره فرصتونه یې د خپل ځان (امریکا) او هندو دولت د راتلونکو ګټو لپاره استعمال کړي دي. د پاکستان د ملګرتیا څخه په ګټنې امریکا افغانستان اشغال کړ چې وروسته بیا د نړۍ تر ټولو سترې ترهګرې ادارې «سي ای اې» په پاکستان کې د فتنې اورونه بل کړل. په پایله کې یې پاکستان میلیاردونه ډالر تاواني شو او لسګونه زره انسانان پکې ووژل شول. بل لور ته هندو دولت په افغانستان کې داسې تخریبي ریښې وغځولې چې تر دې مخکې یې هیڅ تصور نه شو کېدای.
د باجوه- عمران رژیم اوس د امریکا له وتلو وروسته په سیمه کې د امریکا د سیمه‌یزو اهدافو ملاتړ کوي. که دا ملاتړ نه وي، نو د هندو دولت را ټوکېدونکی سیمه‌یز نفوذ به له خاورو سره خاورې شي. سربېره پر دې، رژیم هڅه کوي چې پاکستان د هندو دولت د سیمه‌یز اتصال په هغې پروژې پورې وتړي چې هندوستان پکې د سیمې مرکزي حیثیت غوره کوي. یوازې په دې کارونو بسنه نه ده شوې، بلکې د باجوه-عمران رژیم په دې لټه کې دی چې د اشغال شوي کشمیر د الحاق مسله هم عادي وګڼي، تر څو د هند ځواکونه له دې خوا بېغمه د واشنګټن په نیابت په سیمه کې شریر اهداف تعقیب کړي.
په اصل کې د باجوه-عمران رژیم له امریکا سره د دوستۍ له لارې د الله سبحانه وتعالی غضب رابولي، ځکه امریکا په مستقیم ډول د مسلمانانو پر وړاندې جګړه مخته وړي، تر څنګ یې د مسلمانانو د خاورو د اشغال لپاره د هندو او یهودي دولتونو ملاتړ کوي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

(إِنَّمَا يَنْهَاكُمْ اللَّهُ عَنْ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُوْلَئِكَ هُمْ الظَّالِمُونَ) (الممتحنه:۹)
ژباړه: بېشکه چې الله سبحانه وتعالی تاسې د هغو خلکو له دوستۍ څخه منعه کوي، چې له تاسو سره د دين په معامله کې جنګېدلي دي، تاسو یې له خپلو کورونو څخه ایستلي یاست او ستاسې په ايستلو کې یې يو د بل ملاتړ کړی دى. څوک چې له دوی سره دوستي کوي، هغوی ظالمان دي.

ایا اوس هم داسې کوم عاقل، بابصیرته او با شعوره څوک شته چې د رژیم له لوري په ړندو سترګو د امریکا د ملګرتیا ملاتړ کوي؟
اې د پاکستان د پوځ افسرانو او مجاهدینو!
له کافرو دولتونو سره په دوستۍ او اتحاد کې ځواک او نېکمرغي نه شته، بلکې دا زموږ د کمزورۍ او فقر یوازينی لامل دی، چې له لسيزو راهيسې ورسره زموږ ټوله سیمه لاس او ګریوان ده. په حقیقت کې له کافرو دولتونو سره دوستي زموږ ستر فرصتونه له منځه وړي. زموږ وضعیت د داسې چا د ملګرتیا له امله بحراني حالت ته تللی چې زموږ د دین پر وړاندې یې جګړه پیل کړې ده. الله سبحانه وتعالی موږ ته په دې اړه خبرداری راکړی دی:

(مَثَلُ الَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ أَوْلِيَاءَ كَمَثَلِ الْعَنكَبُوتِ اتَّخَذَتْ بَيْتًا وَإِنَّ أَوْهَنَ الْبُيُوتِ لَبَيْتُ الْعَنكَبُوتِ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ) (العنکبوت:۴۱)
ژباړه: كومو كسانو چې له الله سبحانه وتعالی پرته نور وليان (دوستان) نيولي دي، د هغو مثال د غڼې په څیر دى چې ځان ته كور (ځاله‌ګۍ) جوړوي. او له ټولو كورونو څخه ډېر كمزورى كور د غڼو كور وي. مګر که دوی پوهېدلای!

لا هم د باجوه ـ عمران رژیم په ډېرې چټکتیا سره امريکايي اجنډا مخته وړي، دې ته پام نه کوي چې دا هغو خلکو ته زیان رسوي چې تاسو یې د ژغورلو لپاره له سره تېر یاست.
 د الله سبحانه وتعالی په فضل او کرم سره، تاسو ټول د نصرت او ځواک خلک یاست چې کولای شئ په سیمه کې د باجوه-عمران رژیم د خاینانه کړنو مخه ونیسئ. تاسو له سيمې څخه د شوري اتحاد په شړلو کې له خپلو ورونو سره اوږه په اوږه جګړه وکړه. اوس باید دا کار له امریکا سره وکړئ. پر تاسو لازمه ده چې یوازيني داسې دولت ته نصرت ورکړئ چې د دښمن پر وړاندې امت ته ځواک او وحدت ور بښلای شي. یعنې د نبوت پر منهج خلافت. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

  (الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا) (النساء:۱۳۹)
ژباړه: هغه كسان چېله مومنانو سره نه، بلکې له كافرانو سره د دوستۍ اړیکي ټينګوي، ايا دوی (د ځان لپاره) له هغوی سره عزت لټوي؟ په داسې حال کښي چېهر ډول عزت یوازې له الله سبحانه وتعالی سره دی.

بیا به د پاکستان حاصلخېزه ځمکې د سیمې لپاره د خوړو اړتیا پوره کوي، د کاسپین سمندرګي د تېلو او ګازو زېرمې به د سیمې د انرژۍ اړتیا پوره کړي. د پاکستان او قبایلي سیمو جنګیالي به پاکستان، افغانستان او منځنۍ اسیا د هر دښمن له ګواښه وژغوري.
یوازې خلافت دا وړتیا لري چې زموږ تر شا د امریکایي ځناور د اکمال لارې وتړي او سترګې یې د استخباراتي مرکزونو په تړلو سره ړندې کړي. یوازې خلافت دی چې امریکایي استعمار ته اوسپنیز ګوزار ورکولای شي او د امریکا د ظلمونو پر وړاندې درېدونکو قومونو ته جرات ورکوي چې بلاخره یې ماته او له منځه یوسي. یوازې خلافت کولای شي چې د مسلمانانو تر منځ د دولت ـ ملت پولي له منځه یوسي چې موږ یې د دښمن پر وړاندې کمزوري کړي یو. خلافت به اسلامي خاورو ته د کلا د خښتو په څېر وحدت ورکړي چې یو بل سره په نښلېدو یو بل ته ځواک وربښي. خلافت به د نړۍ له ځینو دولتونو سره ـ چې د اسلام پر وړانډې نه جنګېږي ـ لنډ مهاله دوه اړخیزه ملګرتیا رامنځته کړي او په دې سره به د اسلام لور ته د دوی د راتګ لار هواره کړي. خلافت به بيا په داسې ځواک سره د دعوت او جهاد تګلاره را ژوندۍ کړي، لکه مخکې چې یې د مسلمانانو پوځونه تر فرانسې، ویانا او هسپانیې پورې رسولي وو. اسلام به بیا په نړیواله توګه برلاسی شي لکه په اسلامي تاریخ کې چې څو پېړۍ اسلام برلاسی و.
پوهېږئ چې زموږ خلک یوازې له امریکا سره د ملګرتیا پای ته رسول او د خلافت بیا راتګ غواړي، یوازې تاسې یاست چې دغه دواړه کارونه کولای شئ. د الله سبحانه وتعالی په اطاعت کې ستاسو لپاره ستر اجر نغښتی دی، خو که تاسو نافرماني کوئ، نو ګناه یې هم ستره ده. نو همدا اوس حزب التحرير ته د امیر شیخ عطا بن خلیل ابو الرشته تر رهبرۍ لاندې نصرت ورکړئ، تر څو د فتحې او شهادت په لار کې مو خپل ځان او مال قرباني کړی وي.

) يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ قَاتِلُواْ الَّذِينَ يَلُونَكُم مِّنَ الْكُفَّارِ وَلْيَجِدُوا فِيكُمْ غِلْظَةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ) (التوبه:۱۲۳)
ژباړه: اې مؤمنانو! له هغو  کافرانو سره وجنګېږئ چي تاسې ته نژدې دي؛ هغوی بايد په تاسې کې کلکوالی (زیږوالی) ومومي؛ او وپوهېږئ چي الله سبحانه وتعالی د پرهېزګارانو ملګرى دى.




   ارسال نظر