وږي شوي واکمن چې خپل جمهوریت خوري
07/15/2021 | زمری افغان

Print


د افغانستان دولت، چې اوس یې واکمني تر کابل او څو نورو ښارونو محدوده شوې، جمهوري دی او نږدې ټول قوانین یې د جمهوریت پر اساساتو ولاړ دي، خو دا جمهوریت له همغه پیله په عملي ډول جمهوریت نه و او بیا چې کله واک اشرف غني ته ورسېد، نو په خپل هر ګام یې د جمهوریت ستنې ولړزولې او لا هم لګیا دی په شدت سره یې پښې وهي. زه دلته د اسلام له نظره د جمهوریت پر مشروعیت او نه مشروعیت بحث نه کوم، بلکې پر دې تمرکز کوم چې ایا هغه چارواکي چې د جمهوریت چیغي وهي، عملي کوي یې هم او که نه، یوازې د خلکو په سترګو کې د خاورو شیندلو لپاره چیغي وهي، خو په عملي ډول یې کارونه د جمهوریت خلاف دي.
د جمهوریت بحث پراخ دی، خو دلته یې یوازې پر څو مهمو او بنسټیزو مسایلو خبرې کوم چې څه ډول تر پښو لاندې کېږي. په جمهوریت کې د قواو تفکیک یو اصل دی، خو اشرف غني داسې عمل کوي، لکه نه چې پارلمان وي او نه هم قضايي ځواک. د قضایه ځواک مشران په واقعیت کې د اشرف غني هغه مامورین دي چې قوانین ورته تراشي، د هغه په خوښه یې بدلوي را بدلوي او هغسې یې عملي کوي، څه ډول یې چې اشرف غني غواړي. د اشرف غني په دوره کې او حتی تر هغه وړاندې د قضایه ځواک یوه داسې پرېکړه نشته چې هغه د ارګ د واکمنو د خوښې خلاف وي. له همدې امله د قضایه ځواک د رهبرۍ غړي د ارګ هغه مامورینو په شان دي چې هر قانون او ناقانونه کار کوي او آن قانون ورته تراشي. په جمهوریت کې پارلمان بل مهم ځواک دی چې خپل صلاحیتونه او واکونه لري، خو د اشرف غني په دوره کې دا ځواک دومره تر پښو لاندې شوی دی چې آن اشرف غني ترې خپلو وزیرانو ته د باور د رایې اخیستو هم ډېره هڅه نه کوي. ډېر کم وزیران یې د رایو اخیستو لپاره ور لېږلي او ډېری وخت یې حکومت سرپرست ساتلی دی. ددې تر څنګ یې تل پارلمان ته سپکاوی کړی، د هغوی پرېکړې، نظرونه او دریځونه یې نه یوازې منلي نه دي، بلکې مسخره کړې یې دي.
د بیان ازادي په جمهوریت او دیموکراسۍ کې بل ارزښت دی او آن رسنیو ته د څلورم ځواک په سترګه کتل کېږي، خو د اشرف غني په وخت کې دا غږ تت شو، آن هغوی چې غږ یې پورته کړ، په مرمۍ یې ځواب وویل شو، په رسنیو کې د شنونکو او په جوماتونو کې د ملایانو د خولې بندولو هڅه وشوه او چا چې خوله بنده نه کړه، له جوماته تر رسنۍ یې وینې تویې شوې. په ارګ او حکومت کې چارواکي د دښمن په ګټه د تبلیغ او د نظام د تخریب په نامه د ټولو هغو پر خوله لاس ږدي چې غږ پورته کوي، د جمهوریت د واکمنو د فساد، خیانتونو، کمزوریو او ستونزو په اړه خبرې کوي. ددې تر څنګ سیاسي مخالفت هم په جمهوریت کې مهمه چاره ده. له سیاسي مخالفت پرته جمهوریت هم مانا نه لري، خو په دې جمهوریت کې د سیاسي مخالفت زغم هم نه دی پاتې او پر هر چا د نظام د مخالف او د دښمن د ملاتړي تور لګېږي. په جمهوریت کې بل اصل ټاکنې دي چې باور لرم تاسې به د وروستیو ټاکنو په اړه د خبرو له اورېدو هم ستړي وئ.
واقعیت دا دی چې دا جمهوریت پخپله، خپله تنه تخریبوي، خپلې ستنې نړوي او ځانوژنه کوي. د جمهوریت چارواکي د قریشو د مشرکانو هغه کار تکراروي چې کله به یې له خرما بوتان جوړ کړل، بیا به یې عبادت کاوه، خو چې وږي به شول، بیا به یې خپله همدا خپل بتان خوړل. اوس هم د جمهوریت چارواکي وږي شوي، خپله خپل نظام او جمهوریت نړوي او خوري یې. خپله د قواو تفکیک تر پښو لاندې کوي، قضایه قوه یې مسخه کړې، پارلمان یې منزوي کړی، د بیان د ازادۍ او سیاسي مخالفت پر وړاندې ګام اخلي او هر مخالف غږ زندۍ کوي. اوس که دا نظام بل هېڅ دښمن هم ونه لري، خپله تخریبېږي، خپله چارواکي یې خوري او له منځه یې وړي.




   ارسال نظر