د پیغمبر له معراج څخه درس اخیستل
03/11/2021 | یوسف ارسلان

Print


دا هغه وخت دی چې د اسلامي حاکمیت او ژوند د رامنځته کولو لپاره د پیغمبر صلی الله علیه وسلم مکي دعوت او مبارزه دویم پړاو (تفاعل) ته داخله شوه او همدغه مهال دعوت عام کېږي. د قریشو د مشرانو احساسات را وپارېدل؛ ځکه پیغمبر صلی الله علیه وسلم د مکې د حنفاوو په څېر نه و، چې مبارزه یې یوازې عبادي اړخ ولري او په یوازې توګه کار وکړي او نه یې هم پر جزیرة العرب له حاکمو ادیانو څخه یو بېل تفسیر له ځان سره درلود. رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه پیغام استازیتوب کاوه، چې د بیان لپاره یې پوره زړورتیا اړینه وه او هېڅ مصلحت نه پکې ځایېده. پیغام یې د قریشو مشران له ستونزو سره مخ کول او د هغوی د رهبرۍ سیستم او حکومتي-قبیلوي نظام یې تر پوښتنې لاندې راوست. له همدې امله د مکې مشرکینو د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر ضد هر ډول تبلیغاتي او مادي وسایل وکارول. ابوطالب د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له لویو ملاتړو څخه و، چې د خپل وراره په دفاع کې د قریشو په مخکې د لوی دېوال په څېر ودرېد. خو هغه د بعثت په لسم کال وفات کېږي او دا مهال هغه باحکمته ښځه (خدیجه) هم له دې نړۍ کډه کوي، چې د بعثت له لومړي کال راهیسې د رسول الله صلی الله علیه وسلم غمخواره او ډاډ ورکوونکې وه. پیغمبر او اصحاب یې له یوې نوې ابتلاء او ازموینې سره مخ وو. پیغمبر صلی الله علیه وسلم نورو قومونو او د قدرت خاوندانو ته مخه کوي او په داسې حال کې چې هغه نور د قریشو له مشرانو او مشرکینو څخه نهیلی شوی دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم د طایف مشرانو ته ورځي، خو د طایف د قبیلې هرکلی د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د ژوند تر ټولو دردوونکې پېښه ده، چې د ابوطالب او خدیجې د وفات له غم سره یو ځای کېږي.  
د رجب په ۲۷مه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم تر ټولو لویه پېښه اسراء او معراج ته د ده سفر و. الله سبحانه وتعالی خپل دوست ځان ته را غواړي، هڅو او قربانیو ته یې ارزښت ورکوي او خپل دربار ته یې مېلمه کوي. پیغمبر صلی الله علیه وسلم د خپل دعوت په تر ټولو ناوړه پړاو کې و، چې ټولې دروازې یې پر وړاندې تړل شوې وې. الله سبحانه وتعالی یې د مبارزې په تر ټولو سخت پړاو کې غمخواري کوي او خپل ملاقات ته یې رابولي.
معراج سربېره پردې چې ایمان باید پرې ولرو، همدارنګه له ځان سره د پیغام په توګه هغو مخاطبینو ته قرآني اعجاز او کیسې هم لري، چې د تفکر او تدبر خاوندان وي؛ ځینو ته یې باید په لاندې ډول اشاره وشي: 
۱. الله متعال په هېڅ حالت کې د خپل بنده له حال څخه بې خبره نه دی. الله تعالی پوهېږي، چې خپل بنده ګان یې چېرې خپل ژوند پای ته رسوي او خپل برخلیک له کومې قضیې سره غوټه کوي. د انسان ژوند له ستونزو او اسانتیاوو څخه جوړ دی، چې دغه الهي سنت د دغې نړۍ لپاره همداسې ټاکل شوی دی او پیغمبر صلی الله علیه وسلم هم له دغه سنت څخه مستثنی نه و. پیغمبر صلی الله علیه وسلم له کلونو کلونو ستونزو وروسته په ځانګړې توګه د بعثت په لسم کال –چې د غم او خپګان کال نومېږي- له ناوړه وضعیت سره مخ و؛ خو الله سبحانه وتعالی د معراج سفر په مرسته د خپل پیغمبر د زحمتونو بدله ورکوي او هغه مېلمه کوي، ترڅو عین‌الیقین ته ورسېږي او ښه غمخواري شي. څوک چې پر دغه لاره ګام ږدي او خپل خالق ته ډېر نږدې کېږي، پوه دې شي چې په مخکې یې لوړې او ژورې شته او الله سبحانه وتعالی خپل نږدې بنده ګان ډېر او سخت امتحانوي. هغه کسان چې پر الله تعالی او د هغه پر ژمنو ایمان لري او عملا د هغو ژمنو د تحقق لپاره مبارزه کوي، باید پوه شي چې له هرې ستونزې وروسته اساني شته ده. دوی باید درک کړي، چې د اسلامي حاکمیت په بیا راتګ سره د دغه مظلوم امت وېره پر امن بدلېږي، الله سبحانه وتعالی دوی ته د ځمکې واک ورکړی او په آخرت کې هم ستر زیري ورته په تمه دي.
۲. اسلامي دعوت او مبارزه بېلابېل پړاوونه لري، چې د مسلمانانو د ویښتیا او د نبوت پر منهج د خلافت دولت د تاسیس لپاره پیلېږي. پیغمبر صلی الله علیه وسلم لومړی خپله کتله جوړه کړه او د تثقیف (شخصیت جوړونې) پړاو په پیل سره پټ دعوت درې کاله وخت ونیو، چې وروسته دعوت عام شو او د تفاعل پړاو یعنې د عامه افکارو او احساساتو پر وړاندې یې مبارزه پیل کړه. کله چې له تفاعل (فکري او سیاسي مبارزې) پړاو څخه اووه کاله تېرېدل، نو د مکې پر ټولنه نور اسلامي افکارو اغېز نه کاوه او پیغمبر صلی الله علیه وسلم له تفاعل څخه برخلیک ټاکونکي پړاو (طلب نصرت) ته د تګ په حالت کې و، ترڅو د مبارزو او ستونزو مېوه ترلاسه شي او د اسلامي دولت په تاسیس سره قدرت په لاس راوړي. د اسلامي دولت اساس او خښتې باید کلکې اېښودل شوې وی، نو له همدې امله الله تعالی د معراج له سفر او د دعوت د دغه ګذار له پړاو سره مسلمانان له یوې لویې ازموینې سره مخ کړل، ترڅو ښه او بد سره بېل کړي او د پېښو او ابتلا له دغه فلټر څخه په تېرېدلو سره یو بېساری نسل د اسلامي ټولنې د بنسټ او د اسلامي امت د مشرۍ لپاره پر ځای پرېږدي.
له همدې امله له معراج څخه وروسته ځینې پر کفر او ځینې پر خپل اسلام باثباته پاتې شول او ځینې کسان «صدیق» شول او ځینو خپل صف له مسلمانانو بېل کړ او استقامت او ایمان یې د دې پېښې پر وړاندې ولړزېد. نو پوه شئ، هر څوک چې د بدلون او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منهج د اسلامي امت د بیدارۍ لپاره مبارزه کوي، د هغه ګامونو ته سور فرش نه اچول کیږي. الله سبحانه وتعالی خپل نصرت د هغه اهل ته ورکوي او له بېلابېلو پېښو سره دا نسل د اسلامي امت د مشرۍ لپاره خالص کوي.
۳. د ټول بشریت د هدایت او رهبرۍ میراث اسلام ته پاتې دی. پیغمبر صلی الله علیه وسلم د اسرا په پړاو کې له مسجدالحرام څخه مسجدالاقصی ته په نیمه شپه کې ولېږدول شو او په هغه ځای کې یې ټولو مخکینیو پيغمبرانو ته امامت ورکړ. پیغمبر د جغرافیې پولې ماتې کړې او په دوو لرې پرتو سیمو کې یې د الله شعائر یې سره ونښلول او د پیغمبرانو په امامت سره یې د پخوانیو ادیانو منسوخېدل او د نړیوال رسالت په لاس کې نیول یې نندارې ته وړاندې کړل. هغه په حق کې نسبي ګرایۍ او د ادیانو تر منځ د نږدې والي او خبرو اترو چلونو ته نه وویل او د رسول الله تر شا د ټولو پیغمبرانو اقتدا د ټول بشریت لپاره یو ستر پیغام پرېښود: هر څوک چې بریا او سعادت پر لور ځي او د بشر لپاره د حق د پیغام دعوا کوي پرته له دې چې پر هر فکر وي اړینه ده او بسنه کوي چې د اسلام په پیغمبر پسې اقتدا وکړي؛ ځکه نن دا یوازې اسلام دی چې د بشریت د هدایت او مشرۍ میراث له ځان سره لري.
۴. هغه مسجد چې چاپېر یې مبارک وګرځول شو؛ مسجد الاقصی د آسماني ادیانو ټاټوبی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم معراج ځای ته باید درناوی وشي. مسجد الاقصی له هغه اسلامي میراثونو او شعائرو څخه دی چې باید د تبرک او آسماني عروج د دروازې په توګه ورته وکتل شي. مسجد الاقصی د مسلمانانو لومړۍ قبله، د اسلامي خاورو ارزښتمنه څنډه او د مسلمانانو د عقیدې برخه ده. هغه مبارک ځای دی چې د عمر فاروق په داستان سره فتحه، د صلاح الدین ایوبي پر توره ازاد او د دویم عبدالحمید پر زړورتیا وساتل شو. خو د مسلمانانو د دغه باارزښته بنسټ په سقوط سره نور نو امت د قدس د ازادۍ او سرلوړۍ څېره ونه ليده. پوه شئ چې د مسلمانانو د ایماني وجیبې په توګه بیا ځل ازادول او اخیستل یې د  هماغه بنسټ جوړول دي چې عمر، صلاح الدین او عبدالحمید یې په راس کې وو. دا بنسټ او ډال هماغه خلافت او د مسلمانانو خلیفه دی چې د الله په کتاب او د پیغمبر پر سنتو له هغه سره بیعت کیږي.
۵. د حق په ویلو کې زړورتیا؛ پیغمبر صلی الله علیه وسلم د ایمان د قوت، د بیان د زړورتیا، د عمل د زړورتیا او د دلیل د قوت بېلګه و. هغه د حق پیغام په رسولو کې تر ټولو ډېر حریص و او د حساسیت پاروونکو پیغامونو او ویناوو له ویلو د هېڅ ملامتوونکي له ملامتۍ نه وېرېده او د هېڅ چاپلوس چاپلوسۍ اغېر نه ورباندې کاوه. له معراج وروسته، د ابوطالب لور، ام هاني پیغمبر صلي الله مشرکینو ته د دغې پېښو له ویلو منع کاوه چې هغوی پرې ونه خاندي او ویې نه ځوروي. خو پیغمبر صلي الله علیه وسلم یې د اعمالو د پایلو دایرې ته نه، بلکې د خپل مکلفیت دایرې ته کتل. ځکله خو د تل په شان پر خپله خبره ودرېد او دا ځل یې هم د حق خبره وکړه. په دې توګه یې د بدلون د لارې مبارزینو ته د دعوت په لار کې د چاپلوسۍ او تملق نه کولو، جوړجاړي او شرم نه کولو، د ټولنې د غبرګون له پایلو د نه وېرېدلو او د حق په ویلو کې د جرات لرلو درس وښود؛ څو د حق خبره، که یې مخالفان وهم نه غواړي، تر ټولو ورسېږي.
۶. ځینې کسان له ځان سره ژمنه او دا پرېکړه کوي چې څو یې قناعت نه وي کړی، پر خپل جهل به ثابت درېږي. ځینې بیا په مختلفو عواملو؛ لکه جهل، تعصب، غرور، کینې او د نامناسبو دریځونو په خپلولو سره پر ځان ظلم کوي او د خپل ژوند ور د حق د خبرې او د حق د حاملینو پر مخ تړي. دغو کسانو ته که هر څومره نقلي او عقلي دلیلونه ووایئ هم له خپلې خبرې نه تېرېږي او اجازه ورکوي چې پر زړونو یې د تیارې مُهر ووهل شي. د معراج سفر له الهي نښو څخه وه، ترڅو مشرکین د دوی د خورا امین کس له خولې د الله سبحانه و تعالی قدرت درک کړي. خو دوی د تل په شان د حق خبرې ته خندل او رشخند یې پرې واهه. پیغمبر صلي الله علیه وسلم ان د بیت المقدس نښې ورته بیان کړې او د هغه کاروان په اړه یې ورته وویل چې مکې ته راروان و. سره له دې چې دوی دا نښې ولیدې؛ خو تعصب دوی ړانده، کاڼه او ګونګي کړي وو، زړه یې ورتور کړی و، بیا هم پر خپله باطله خبره ودرېدل او د شیطان پیروي یې وکړه. دغه ډول مخاطبینو ته که هر څو عقلي، نقلي، تاریخي، علمي او ساینسي دلایل راوړې، بیا هم قناعت نه کوي.
۷. هغه صحابي را یاد کړئ چې د عربو جزیرې په سره دښته او تر ظالمانه ګزارونو لاندې یې «احد-احد» ویل او د یاسر بن عمار حال رایاد کړئ چې مور یې بي بي سمیه د ده د سترګو پر وړاندې په ډېره ناوړه بڼه ووژله؛ خو ده استقامت وکړ؛ یوازې په دې خبره چې ویل یې «ایمان مې راوړی». داسې فکر مه کوئ چې دوی یوازې د «لا الاه الا الله» په ویلو دومره صبر او قوت پیدا کړی و. دوی عقلاً د الله پر لویوالي ایمان درلود چې انسان یې له خاورې جوړ کړی، نړۍ یې له هيڅ پیدا کړې او په یوه «کن فیکون» هر څه بدلولی شي. دوی ته نور دا د بحث موضوع نه وه چې الله دوی له مرګ وروسته بیا را ژوندي کولی شي. دا لوی ذات تر ټولو لوی وکیل دی چې د چارو عواقب یې تنظیم کړي او جوړ کړي. اصحابو ته دا باور اسانه و چې هغه خالق چې دومره پراخه کهکشانونه یې له هیڅ څخه پیدا کړي، کولی شي د ځمکې پر سر انسان خلق کړي او د دوی له منځه ځینو کسانو ته دومره قدرت، عزت او نصرت ورکړي چې په یوه کوچنۍ ډله ډېرې لویې امپراتورۍ په ګونډو کړي. له دغې عقیدې سره دوی ته د معراج پېښه ناشونې نه ښکارېده. ځکه خو حضرت ابوبکر په ډېره ځوانمردۍ او مومنوالي د پیغبر صلي الله علیه وسلم معراج تصدیق کړ او د «صدیق» لقب یې واخیست؛ خو د چا چې اساس ټینګ نه و، د قریشو شیطانت، شک پیدا کولو او رشخندونو اغوا کړل او له دین نه یې مخ واړاوه.
نو ای هغو کسانو چې په سختیو کې سستېږئ، د الله سبحانه وتعالی د حکم پر وړاندې کراهیت لرئ، له ژوند نه مو د اسلام متون لرې کړي او د الله سبحانه وتعالی د ژمنې په اورېدو مو په زړونو کې اندېښنې او بد ګمانونه پیدا کېږي؛ د خپل خالق عظمت او هغه ژمنې دریادې کړئ چې پوره شوې دي. د پیغمبر صلي الله علیه وسلم د سترګو لیدلی حال او د الله سبحانه وتعالی د خلایقو لویوالی دریاد کړئ. هغه جنت او دوزخ دریاد کړئ چې پیغمبر صلي الله علیه وسلم ته ورښودل شوي؛ بېشکه چې دا دواړه یې خپلو مستحقینو ته تیار دي.




   ارسال نظر