د خلافت دولت تاریخ څنګه ولولو؟
03/10/2021 | میلاد مهاجر

Print


هر کله چې د خلافت او اسلامي حاکمیت تاریخ خبره کېږي، د «دیني نو اندو» (نواندیشانو) جریانونه او هغه ادرسونه لاس په کار شي چې د غربي ارزښتونو او سکولریزم د دفاع دعوا کوي او د نهضت د غږ د مړه کولو لپاره مغرض فکري ګامونه پورته کوي. هغوی پوهیږي چې د یوه ایډیولوژیک ځواک لویوالی او قدرت له دوو اړخونو څېړل کیږي: فکري ارزښتونه او تاریخي مخینه. نو کله په شرعي ادله‌وو کې پر اسلامي ارزښتونو او افکارو ملنډې وهي او کله هم هڅه کوي چې د خلافت او د اسلام د سیاسي نظام تاریخي انځور برعکس ښکاره کړي. د سپینې ماڼۍ او کریملین ځيره خواره د خلافت منور تاریخ ته په عقدې، اغواکوونکې او غیر علمي کتنې سره هڅه کوي چې په خپلو افوهاتو سره د مسلمانانو خورا لوی ارزښت او د اسلام سیاسي نظام وننګوي او بنسټیز الهي فرض بې ارزښته ښکاره کړي.
دوی هماغه کسان دي چې کله د غربی نړۍ د تاریخي واقعیت په هکله د قضاوت نوبت شي، د غرب پر هغه تیاره او له جهل او جنایته ډک تاریخ سترګې پټوي، چې اوسنۍ غربي نړۍ پرې ولاړه ده. کله چې خبره د غرب د تاریخ د تکامل شي، ګواکي ړندیږي چې د آتن د ډیموکراسۍ او د روم د جمهوریت بې مخینی وحشت، قتل او وژنې، د ښځو ځپل، د انساني کرامت تر پښو لاندې کېدل، د انسانانو غلامول، د ګلادیاتورانو وحشیانه جګړې ولولي!
په دې لیکنه کې هڅه شوې چې د خلافت او خلفاوو د تاریخ په اجمالي او ريښتنۍ څېړنې سره د هغو سیکولر روشنفکرانو له مخ څخه د کینې، شرارت او نفاق پرده لرې کړو چې د عالم او اسلامي مفکر نقاب یې پر مخ اېښی. مخکې له دې چې د خلافت تاریخ وڅېړو، څو مهم ټکي د تاریخ د مطالعې او تاریخي قضاوتونو په هکله باید په پام کې ونیسو:

1-«تاریخ» د نظامونو سرچینه او مصدر نه دی.
تاریخ په هېڅ صورت د نظام مصدر نه شي کېدلی؛ نظام له فقهي سرچینو څخه اخیستل کیږي، نه له تاریخ څخه. کله چې وغواړو چې کمونیستي نظام وپېژنو، هغه د روسیې له تاریخ څخه نه شوپېژندلی؛ بلکې هغه  کمونیستي ايډیالوژۍ له کتابونو څخه پېژندلی شو. همداسې که وغواړو د انګلیس د قوانینو په هکله معلومات تر لاسه کړو، هغه معلومات د انګلیس له تاریخه نه تر لاسه کیږي؛ بکې د انګلیس له قوانینو څخه یې تر لاسه کولی شو او دا د نړۍ پر ټولو نظامونو او قوانینو پلي کېدی شي.
د اسلام د پېژندلو سرچینه د اسلامي فقهې کتابونه دي او د اسلامي احکامو د استنباط سرچینه د هغې تفصیلي دلایل دي. دا سمه نه ده چې تارخ د اسلامي نظام مصدر وګرځي؛ نه د پېژندلو له اړخه او نه هم د استدلال له اړخه. نو سمه نه ده چې د عمر فاروق، عمر بن عبدالعزیز، هارون الرشید او د اسلام د نورو خلفاوو تاریخ دې د اسلامي احکامو سرچینه وي، نه په تاریخي پېښو کې چې له هغوی روایت شوي او نه هم په هغه کتابونو کې چې د هغوی په زمانه کې لیکل شوي دي. که د حضرت عمر کوم نظر په کومه پېښه کې منل شوی وي، هغه د یوه شرعي حکم په توګه منل کیږي؛ ځکه عمر فاروق د اولی الامر په توګه هغه استنباط کړی او پلی کړی دی؛ لکه څرنګه چې د ابوحنیفه، شافعي او جعفر صادق د استنباط شوو احکامو پیروي کیږي. خو په دې توګه نه منل کیږي چې یوه تاریخي پېښه دې وي.
نو د دې درک چې آیا نظام پلی شوی او که نه؟ له تاریخ څخه نه اخیستل کیږي؛ له فقهې څخه اخیستل کیږي؛ ځکه په هره زمانه کې ځینې ستونزې شته دي چې دا ستونزې نظام حل کوي. نو موږ باید د ستونزو د حل لپاره نظام ته مراجعه وکړو، نه تاریخي حوادثو ته، ځکه تاریخ موږ ته یوازې خبر نقل کوي او بس. که تاریخ ته پاملرنه او اهمیت ورکول جایز هم وي، د دې لپاره دی چې د نظام د پلي کولو څرنګوالی وڅېړل شي. امکان لري تاریخ موږ له سیاسي پېښو باخبر کړي، چې په هغه کې د نظام د پلي کولو څرنګوالی واضح کېږي. ‎

1-تاریخي قضاوت په «قیاس شمولي» توګه سم نه دی.
2-تاریخي قضاوت په « شمولي قیاس » سره سم نه دی.
دا سمه نه ده چې یوه بشپړه تاریخي دوره د وګړو د تاریخ یا د ټولنې د یوې برخې د تاریخ د څېړنې له لارې په شمولي قیاس سره وڅېړو؛ مثلاً : د «یزید» له تاریخ څخه د ټولو امویانو د تاریخ قیاس یوه تېروتنه ده یا هم د عباسیانو پر ټوله دوره د هغوی د عصر د ځینو پېښو ټولیز قیاس ناسمه خبره ده.
همداسې سمه نه ده چې عباسي دوران دې له اغاني کتابونو، چې د شاعرانو او ادیبانو د اخبارو په هکله بحث پکې شوی، د تصوف له کتابونو او دې ته ورته کتابونو څخه واخلو او د هغوی په هکله قضاوت وکړو. که داسې وشي، نو په حقیقت کې مو په ناپوهۍ کې پر هغوی قضاوت کړی دی او د هغوی زمانه مو د فسق او فجور یاهم د زهد او تقوی زمانه بللې ده. نو لازمه ده چې د ټولنې ټول اړخونه په بشپړه توګه مطاله کړو او وڅېړو. همداسې د اسلامي ټولنې تاریخ په هېڅ زمانه کې په سمه توګه نه دی لیکل شوی او هغه څه چې لیکل شوي، یوازې د حاکمانو حال دی. هغو کسانو چې په دې هکله څه لیکلي، ټول یې کره نه دي او په دغو لیکنو باور نه شي کېدی؛ ځکه دا تاریخ لیکونکي ځینې وخت مدح کوي او ځینې وخت بد وايي. نو هغه څه یې چې لیکلي باید له پاملرنې او بشپړې څېړنې پرته ونه منل شي.  
3-د قضاوت معیار، تاریخي روایت دی؛ نه تاریخي کتابونه او آثار.
تاریخ درې مصدرونه لري: تاریخي کتابونه، تاریخي آثار او تاریخي روایت.
«تاریخي کتابونه» مصدر ګڼل ناسم دي؛ ځکه کتابونه تل او په ټولو زمانو کې د سیاسي اړخونو تر اغېز لاندې وي او دروغ پکې ګډ وي او اکثر په ټولنه کې د حاکمو کسانو په ګټه او په ټولنه کې د نشتو هغو پر ضد لیکل کیږي. په دې هکله ښه بېلګه په مصر کې د علویانو د کورنۍ تاریخ دی، چې له ۱۹۵۲ کال څخه مخکې یې د دې کورنۍ تاریخ روښانه او ښه ګڼلي، خو له ۱۹۵۲ کال څخه یې وروسته تاریخ داسې بدلون موندلی چې د پخوا بشپړ برعکس حالت ښکاره کوي. د اوسنۍ زمانې او تر دې مخکې د سیاسي پېښو تاریخ همدا حالت لري. نو پر دغه بنسټ تاریخي کتابونه د تاریخي مصدر په توګه نه‌شي منل کېدلی، ان که شخصي یادښتونه هم وي، چې صاحبانو یې لیکلی وي.
که «تاریخي اثار» په سمه توګه ولوستل شي، نو د یوه څه په هکله تاریخي حقیقت ښکاره کوي، که څه هم دا تاریخي لړۍ نه‌شي ښودلای؛ خو د ځینو پېښو پر ثبوت دلالت کوي. د مسلمانانو په ځمکو کې د هغوی له اثارو ، که څه ودانۍ یا لرغوني اثار او یا هم بل څه وي چې تاریخي اثر بلل کیږي، له مطالعې څخه ښکاره کېږي چې په ټوله اسلامي نړۍ کې له اسلام پرته بل هېڅ شی حاکم نه وو او په اسلامي خاورو کې له اسلامي نظام پرته بل هېڅ نظام نه و، د ژوند ټول تصرفات او د مسلمانانو ټول ژوند یوزاې اسلامي دي او بس.
«تاریخي روایت» که یې روایت سم وي له سمو مصادرو څخه ګڼل کیږي. د روایت طریقه هم هغه ده چې د حدیث شریف په روایت کې پلې شوې او تاریخ هم باید په همدې طریقه ولیکل شي. له دې امله مسلمانان په خپلو لیکنو کې د روایت له تګلارې کار اخلي. لرغوني تاریخي کتابونه لکه: طبري تاریخ او د ابن هشام سیرت او داسې نور په همدغه طریقه لیکل شوي دي. نو جایزه نه ده چې مسلمانان خپل تاریخ له هغو کتابونو څخه خپلو بچیانو ته ورزده کړي، چې مصادر یې نور تاریخي کتابونه وي.
4-تاریخي قضاوت باید د داخلي سرچینو پر بنسټ وي، نه د بهرنیو.
سمه نه ده چې تاریخي قضاوت او د یوې ايډیولوژۍ د حاکمیت تاریخ د هغې ایډیولوژۍ له مخالفانو څخه واخیستل شي؛ ځکه مخالفان له خپلو فکري بنسټونو اغېزمن دي او دا اغېز په مستقیمه یا نامستقیمه توګه پر تاریخي قضاوتونو کې ښکاره کیږي. که څه هم په استثنایي توګه شاید انصاف کوونکي کسان موجود وي، چې قضیې په بې پرې توګه تحلیل کړي؛ خو په قاعده کې استثناوې نشته. نو د اسلام تاریخ او د هغه د نظام پلي کېدو پېژندنه د اسلام د دښمنانو له لارې باید وانه خیستل شي؛ بلکې ښه به دا وي چې په دقیقه توګه خپله له مسلمانانو واخیستل شي؛ چې د اسلام شکمنه څېره وړاندې نه کړي. مسلمانان باید خپلو بچیانو ته خپل تاریخ له هغو کتابونو ورزده کړي چې مصادر یې د مسلمانانو خپل تاریخي کتابونه وي.
5-تاریخ باید په کمالي توګه ونه څېړل شي.
انسانان ماشیني موجودات نه دي، چې نظامونه له توپیر پرته د هندسي مقیاسونو په څېر پلي کړي. انسانان قبیلوي/ ټولنیز موجودات دي چې بېلابېلې وړتیاوې لري او د یوه ټولنیز موجود په توګه نظام پلی کوي. دا په بشپړه توګه یوه طبیعي مسئله ده چې ځینې کسان د نظام د پلي کولو پیروي نه کوي او ځینې حاکمان د نظام په پلي کولو کې تېروتنې کوي او له نظامه یې سمه پیروي نه ده کړې. اسلامي ټولنه او نظام هم له دې موضوع استثنا نه دی؛ ځکه په اسلامي ټولنه کې هم انسانان ژوند کوي. انسانان غرایز او احساسات لري او کله ناکله پرې اغېز کوي، حتی که هغه کس حاکم (خلیفه) هم وي؛ ځکه خلفا د پیغمبرانو په څېر ماشومان نه وو. دا چې خلافت الهي نظام دی په دې معنا نه ده، چې پلي کوونکي یې پرښتې دي او موخه یې دنیا پر جنت بدلول دي! له خلافت څخه داسې جاهلانه برداشت سم نه دی. هېڅوک زموږ د پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په څېر اسلامي نظام نه شي پلی کولی؛ خو له دې سره هم د هغه صلی الله علیه وسلم په زمانه کې منافق، فاجر، فاسق، ملحد او مرتد شتون درلود.
له دې ټولو وروسته اوس د خلافت د حاکمیت په تاریخ کې څو انکار نه کېدونکو واقعیتونو ته اشاره کوو:

  • خلفاوو او خلافت دولت له اسلامي شریعت پرته بل هېڅ نه دي پلي کړي.

 دا واقعیت باید ومنو چې ځینې خلفاوو د اسلام د ځینو نظامونو په پلي کولو کې هڅه نه ده کړې او په سمه توګه یې نه دي پلي کړي. خو له دې سره سره خلافت له اسلام پرته د بل هېڅ څه پر پلي کولو امر نه دی کړی. په ځینو وختونو کې د اسلامي نظام ناسم پلي کول، خلافت ضعیف په ګوته کړی. د اسلامي نظام ناسم پلي کول او ضعف د اسلام د نه پلي کولو په معنی نه دي؛ بلکې واقعیت دا دی چې اسلام پلي شوی او له اسلام پرته بل هېڅ هم نه دي پلي شوي او بل نظام په هېڅ صورت نه دی پلی شوی.
شیخ ابو مسعود د عثماني خلافت د مفتیانو له ډلې نقل کوي چې د عثماني خلافت له خلفاوو څخه سلطان سلیمان قانوني وصیت کړی و: «ما د خپل تابوت له صندوق سره خاورو ته وسپارئ». علما له دې وصیت څخه متعجب شوي وو او ګومان یې کړی و چې د تابوت صندوق به له سرو زرو او پیسو ډک وي نو له دې امله یې د سلیمان له خاورو ته سپارلو څه موده وروسته دستور ورکړ چې صندوق پرانیزي، چې د هغو ټولو دفن پیسو او سرو زرو د تلف کېدو مخنیوی وشي. خو کله یې چې صندوق پرانیسته، ټول حیران شول، ځکه صندوق د علماوو له فتواوو ډک و. ګواکي سلطان سلیمان غوښتل چې د قیامت او محاسبې پر ورځ د خپل ځان دفاع وکړي، چې هر څه یې پلي کړي هغه له اسلام پرته بل څه نه وو!
په پلي کولو کې هغه څه چې مهم دي قوانین او هغه نظامونه دي چې دولت یې د پلي کولو امر کوي. په اسلامي شریعت کې دغو قوانینو او نظامونو ته «اسلامي فقه» وايي. په ټوله اسلامي نړۍ کې له اسلامي فقهې پرته یو نص هم نشته دی، هغه څه چې موجود دي اسلامي فقه ده او بس. نو په اسلامي امت کې له کوم بل نص پرته د یوه فقهي نص شتون پر دې دلالت کوي چې اسلامي امت په خپل شریعت کې له دغه نص پرته، له بل څه کار نه دی اخیستی.
مسلمانانو حتی پردۍ فلسفې، علوم او بېلابېل فرهنګونه عربي ژبې ته وژباړل؛ خو په هېڅ صورت یې د نورو ملتونو د قانون، شریعت او نظام په ژباړلو لاس پورې نکړ، نه په عمل او نه هم د تعلیم په ډګر کې. که څه هم په هغه وخت کې د روم او فارس امپراتوریو قوانین او د روم د جمهوریت او د آتن او یونان د ډیموکراسۍ تجربو او د یمن او حبشې د حکومتولۍ موډلونو شتون درلود. خو خلافت او مسلمانانو د حکومتولۍ په سبک او د ژوند په تګلاره کې له هېڅ یوه تقلید ونه کړ. ځکه د تقلید لپاره اړتیا نه وه؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې نظام نه و راوړی چې د ژوند د نظم لپاره ناقص نظام وي. د قاهرې، بغداد، استانبول، دمشق او نور موزیمونه پر دې واقعیت شاهدي ورکوي.
اسلامي امت د تاریخ په اوږدو کې ځینې ظالم او فاسق حاکمان هم د واک پر ګدۍ کېنولي؛ خو هېڅکله یې له اسلام پرته کوم بل پروګرام د خپل ژوند د نظام په توګه نه دی ټاکلی.له فلسفي او منطقي فکرونو اغېزمن شوي؛ خو هېڅکله یې د اسلام د بدیل په توګه نه دي ټاکلي. د اجتهاد دروازې یې بندې کړې؛ خو د اسلام د پلي کولو دروازه یې بنده نه کړه. فکري انحراف یې وکړ؛ خو هېڅکله یې اسلام بدل نه کړ.
خو هغه څه چې اوس اسلامي امت کوي مخینه نه لري. نن امت د حدودو او اسلامي ارزښتونو پلي کول شاته پرېښي او د ډیموکراسۍ څلورو ازادیو ته یې مخه کړې؛ دارالاسلام یې پرېښی وطني پولو او ملي ګټو ته یې مخه کړې؛ خپل سیاسي نظام یې هېر کړی جمهوري، شاهي او دېکتاتوري نظامونو ته یې مخه کړې؛ له بده مرغه نن اسلامي امت اسلام پرته بل څه ته راضي شوی.

  • علم او تمدن په خلافت کې وده کړه؛ که څه هم ځینې علما وځورول شول!

 له دې وروسته چې د مسلمانانو او اسلامي علماوو تر منځ بېلابېل فکري او مذهبي تمایلونه رامنځته شول، خلافت کې هم له بېلابېلو مذهبي غوښتنو او اخلاقو سره بېلابېل خلفا وموندل شول. ځینې خلفا حلیم او نرم خویه وو او ځینې هم تندخویه او غوسه‌ناک وو. طبیعي ده چې هر خلیفه غوښتل چې خپل فکري مذهب او تمایل د خلکو تر منځ دود کړي، له همدې امله ځینو خلفاوو ځینې تبنیات وکړل او خلکو ته یې د هغو د اطاعت دستور ورکړ. د خلفاوو دا ګامونه ځینې وخت د ځینو علماوو د ځورونې لامل وګرځېدل چې د بېلګې په توګه د عباسي خلافت په زمانه کې د اهل سنت مذاهبو د امامانو ځورونې ته اشاره کولی شو.
خو دا ستونزې د دې دلیل نه شي کېدلی چې د یوه دیني اصل مشروعیت او د اسلام سیاسي جوړښت وننګول شي. حتی خپله همدغو علماوو، چې د خپلې زمانې د خلفاوو لخوا وځورول شول، هېڅ یوه یې خلافت او خلیفه تکفیر نه کړ او د خلفاوو لخوا د اذیت په اوج کې یې هغوی ته درناوی کاوه، له هغوی سره بیعت کاوه، د هغوی اطاعت یې کاوه او حق یې ادا کاوه. هېڅ یوه یې هم مسلمانان د خلیفه پر وړاندې قیام او د خلافت د سقوط لپاره مسلمانان نه دي تشویق کړي. برعکس، ټولو یې د امام د شتون پر اهمیت او د خلافت پر فرضیت اتفاق درلود.
د «الفقه علی المذاهب الاربعه» کتاب د پنځم جلد په ۴۱۶ مخ کې ویل شوي: «د څلورو مذاهبو امامان د امامت پر فرضیت اتفاق لري؛ ځکه چې امام باید د دین شعایر قایم کړي او له ظام څخه د مظلوم په حق اخیستلو سره، انصاف وکړي او د مسلمانانو لپاره د دوو امامانو درلودل جایز نه دي، برابر دی چې دا دوه امامان متفق وي که مخالف.» امام احمد (رح) که څه هم د معتزله باورونو په انکار سره د عباسي خلیفه معتصم بالله لخوا ووهل شو او بند ته واچول شو، خو له دې سره سره یې په مباح چارو کې د خلیفه اطاعت کول مباح ګڼل او ویل یې: «که د خلکو تر منځ امام نه وي چې چاري یې تنظیم کړي؛ په هغه ځمکه کې به فتنه رامنځته شي.»
له دې ټولو سره، خلفا د علماوو ملاتړي او خلافت د علم او تمدن د پرمختګ بستر و. دا واقعیت له لمر څخه روښانه دی او هېڅ انسان سترګې نه شي ترې پټولی. د څلورو مذاهبو امامانو د خلافت تر سیوري لاندې علمي زده کړې وکړې. ابوالقاسم زهراوي، عباس بن فرناس، ابو ریحان البیروني، ابن سینا، ابن رشد، ابن نفیس، فارابي، فخر رازي، خوارزمي، ابن هیثم، ابن خلدون او داسې نور چې د بشر اوسنی تمدن یې منندوی دی، د خلافت تر سیوري لاندې او د هماغه خلفاوو په حاکمیت کې علمي نبوغ ته ورسېدل، چې د عیاش او ظالم ټاپې پرې وهل کیږي.
دا برداشت چې د اسلام علما د غرب ثقاتي محصول دي او د یونان له فلسفې یې هر څه زده کړل، ناسمه خبره ده. لومړی: ټول اسلامي علما متکلمین او فیلسوفان نه وو. د اسلامي تمدن او علومو لویه او پراخه لمن پر څو کفري متکلمینو او فیلسوفانو محدودول تاریخي قضاوت دی. دویم: اسلامي تمدن او علوم د یونان د فلسفې او منطق پر تګلاره نه، بلکې د «علمي – تجربي» پر تګلاره پراخه شول چې د اسلامي علماوو تګلاره وه؛ هغه تګلاره چې په لومړي ځل د مسلمانو علماوو لخوا نړۍ ته وروپېژندل شوه او د اروپا د رنسانس له زمانې وروسته، غربي پوهانو د هغې په کارونې سره علمي او تمدني پرمختګونو ته لاسرسی وموند. درېیم: که یې ومنو چې متکلمینو د اسلامي تمدن په پراختیا کې ونډه درلوده یا هم د یونان فلاسفه‌‌وو پر اسلامي تمدن اغېزه درلوده؛ بیا هم دا ټول علمي – تمدني مثبت بدلونونه د اسلام د سیاسي نظام او خلافت په لمن کې رامنځته شوي. د یوه سیاسي نظام له ملاتړ پرته دا اصلا ممکنه نه وه چې پوهانو دې رشد کړی وی – حتی له بېلابېلو فکري سلیقو سره – یې دا پرمختګ نه شو کړلی. دا خپله ښکاره کوي چې د خلافت دولت حوصله د علم او پوهانو پر وړاندې پراخه وه.
«هووارد آرترنر» وايي: «مسلمانو پوهانو، هنرمندانو، پادشاهان (خلفاوو) او رعیت له یو بل سره په مرسته بېساري فرهنګ رامنځته کړ، چې پر ټولو نورو ټولنو او هېوادونو یې مستقیم او نامستقیم اغېز وکړ.» مرتضی مطهري لیکي: «د اسلام او د اسلامي حکومت (خلافت) له رامنخته کېدو او د اسلام په نامه تر یوه بیرغ لاندې د بېلابېلو ملتونو له راټولېدو وروسته، یو پرتمین او بېساري تمدن رامنځته شو، چې تولنپوهنه  او تاریخ یې د اسلامي تمدن په نامه یادوي.»

د صحابه وو او خلافت په وخت کې قران کریم د یوه کتاب په توګه راټول شو او د خلافت د هماغه ګام پایله وه، چې نن د هر مسلمان په کور کې د قرآن یو ټوک د لاسرسي وړ دی. د عبدالملک بن مروان په خلافت کې قرآن ته علامې او ټکي ورکړل شول چې قرائت یې تحریف نه شي او ستونزه رامنځته پکې نه شي او د مسلمانانو په ځانګړې توګه د عجمو لپاره یې لوست ساده شي. د هارون الرشید په وخت کې د خلافت بیت الحکمه په پاریس کې د فرانسې د ملي کتابخانې په اندازه وه او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه یې پوهان د بغداد لوري ته راوستل. بېشکه چې دا علمي او تمدني زمینه خلافت او خلفاوو پراخه کړې وه. ترڅو اسلام د یوه حق الهي دین په توګه په هر ډګر کې بې ساری وي.

  • خلافت په خورا بد حالت کې هم پر اوسنۍ ډیموکراسي/جمهوریتونو شرف درلود!

 د خلافت په تاریخ کې ټول پېښ شوي بحرانونه او ستونزې د اوسنیو نظامونو له امله د رامنځته شوو بحرانونو تر یوې وړې ټوټې هم کم دي. خلافت په خورا بد حال کې هم تر غوره کمونیستي او کپیټلیستي نظامونو شرف درلود. له لیبرال او ډیموکراټیکو حاکمیتونو سره ننني دولت – ملت، بشر له هغو لویو معنوي او مادي بحرانونو او غمیزو سره مخ کړی، چې د خلافت په دوره کې یې خیال هم نه کېده.
د دې ادعا د ثبوت لپاره بسنه کوی چې د بشریت په تاریخ کې چې ۱۰۰۰ سترې جکړې شوې، تر ټولو خطرناکې یې د خلافت په نشت کې په همدغو وروستیو ۱۰۰ کلونو کې دي. دا له خلافت پرته نور دولتونه وو چې د لومړي ځل لپاره یې کیمیاوي او اټومي وسلې د انسانانو د له منځه وړلو لپاره وازمویلې. دا له خلافت پرته نور دولتونه وو چې د لومړي ځل لپاره یې په لویه کچه غیر نظامي سیمې بمبارد کړې او دا له خلافت پرته نور دولتونه وو چې په حاکمیت کې یې د ملکي او بې ګناه خلکو وژنه اوج ته ورسېده. دا له خلافته پرته نړۍ ده چې اقتصاد یې داسې بحران ځپلی چې اوس د اقتصادي چارو پوهان بحران د اقتصادي سیسټم لازمي اړخ بولي. دا له خلافت پرته نړۍ ده چې پر طبیعت یې تجاوز کړی او جسمي او روحي ناروغۍ اوج ته رسېدلې دي. دا له خلافت پرته نړۍ ده چې سالم معنوي ارزښتونه یې ترور کړي او اخلاق او کورنۍ مفهوم نه پکې لري.
پر دغو ټولو سربېره آیا دا عقلاني خبره ده چې خلافت یوازې د دې لپاره بد او نامشروع شي چې ظاهر یې کورنی شوی و او ډیموکراسي او جمهوریت چې پانګوالو کورنیو او مافیاګانو انحصار کړي له دغو ټولو وحشتونو او حیوانیت او رذالت سره ښه او مشروع وي!؟ ولې یو بام او دوې هواوې!؟
موږ نه وایو چې خلافت هغه ایډیال دولت دی چې حاکمان او رعیت یې معصومانه ژوند لري. څرنګه چې مخکې اشاره وشوه، بې بندوباري د انسانانو د جمعي ژوند لازمه ده او بشپړ عدالت پلي کول ناممکن کار دی، عاقل انسان له خلافت دولت څخه داسې یوه خیالي تمه نه شي درلودلی. خو دا واقعیت باید له یاده ونه باسو چې د خلافت دولت په شتون او نشت کې د ټولنیز انارشیزم ګراف د پرتلې وړ نه دی. که د خلافت دولت په تاریخ کې کوم خلیفه د ځان لپاره حرم سرای درلود خو بیا یې هم شتمني پر خلکو برابره وېشلې وه او فقر او طبقاتي واټن د اوس په څېر نه و. که خلیفه بیعت په جبر اخیست او خلافت ظاهرا میراثي و، خو بیا هم امنیت و او «دارالاسلام» د ځمکې تر ټولو امن ځای و.
که کوم خلیفه په کومه برخه کې ظلم کړی و، په ورته وخت کې د خلکو او ټولنې کورني نظم او بنسټونو ته یې پاملرنه کوله؛ د خلافت په حاکمیت کې انسانانو له خپل همجنس، سپي او پيشو، قالینې او ونې سره واده نه و کړی. که کوم خلیفه شراب څښلي وي، په ورته وخت کې یې د خلکو له اسلامي عقایدو سره سم حکومت کړی او غیر فطري او نااسلامي قوانین یې نه دي پلي کړي. د خلافت دولت تر سیورې لاندې له کوچنیو ستونزو سره سره خلکو ارامتیا درلوده، د ژوند د موخې او د هویت بحران نه و او د ځانوژنې او ډیپرېشن ګراف اسمان ته نه و ختلی! د مسلمانانو خلیفه د خپل شخصیت د تشو په اوج کې یې هم د خلکو حق نه و تلف کړی او پر خلکو یې د اسلام پر بنسټ سیاست کاوه.
هو! خلافت په خورا بد حالت کې هم داسې چلند کاوه؛ اوس په عادي او ایډیال شرایطو کې د دغه دولت وضعیت تصور کړئ.




   ارسال نظر