اې د امت علماوو، د حق بیانول نه مرګ را لنډوي او نه مو روزي کموي!
02/23/2021 | منیب احمدی

Print


رسول الله صلی علیه وسلم فرمایي:

«أَلاَ لاَ یمْنَعَنَّ أَحَدَكُمْ هَیبَةُ النَّاسِ أَنْ یقُولَ بِحَقٍ إِذَا رَآهُ أَوْ شَهِدَهُ، فَإِنَّهُ لاَ یقَرِّبُ مِنْ أَجَلٍ وَلاَ یبَاعِدُ مِنْ رِزْقٍ أَنْ یقُولَ بِحَقٍّ أَوْ یذَكِّرَ بِعَظِیمٍ» (احمد، ابن حبان و ابن ماجه)
ژباړه: مه پرېږدئ چې له خلکو څخه وېره مو د حق له ویلو لرې کړي، ځکه د حق ویل او پر هغه درېدل، نه مرګ را لنډوي او نه روزي کموي.

په بل ځای کې فرمایي:

«العلماء ورثة الأنبیاء» (ابو داوود و ترمذی)
ژباړه: علما‌‌ء د پیغمبرانو وارثین دي.

په اسلام کې رښتیني او صالح علماء ځانګړی قدر او ارزښت لري. په اصل کې دوی هغه ځلېدونکي ستوري او رڼاوې دي، چې خلک د تیارو، غم او ستونزو په وخت کې رهبري کوي او دوی یې د هدایت سبب کېږي. پر دې سربېره داسې علماء هم شته، چې د دې دنیا په ظاهري خوندونو کې غرق شوي دي. د دې لپاره چې خپل موقف خوندي او شهرت ترلاسه کړي، هر ډول کارونو ته مخه کوي. کله چې د یوه ظالم حاکم لخوا دعوت شي، نو په پوره بې شرمۍ او ویاړ سره د هغه دربار ته ځان رسوي. په خپلو فتواګانو کې د الهي رضا پر ځای د حکامو د رضا او مصلحت د ترلاسه کولو هڅه کوي. 
هغه رښتیني علماء چې د پیغمبرانو د وارثت مقام ته رسېدلي وي، دوی په دنیا کې د دغو دوو موضوعګانو په برخه کې پوره هڅې کوي:
1- د اسلام د مبارک دین د زده کړې، څېړنې، او نورو ته د رسولو په لار کې.
2- پر حق د ثابت پاتې کېدو او د اسلامي شریعت له لارې د الله سبحانه وتعالی د رضا د ترلاسه کولو په لار کې.
اې د پیغمبرانو وارثینو!
د ۱۳۴۲هـ.ق کال د رجب د میاشتې په ۲۸مه چې د ۱۹۲۴ م کال د مارچ له ۳ مې سره سمه ده، په دې ورځ د اسلام او مسلمانانو په تاریخ کې تر تولو ناوړه او لویه پېښه رامنځته شوه. د بریتانیا په مشرۍ د غربي دسیسو او د امت د لوی خاین مصطفی کمال لعنت الله علیه په مشرۍ د غربي مزدورانو په مرسته په همدې ورځ د عثماني خلافت دولت ونړېد. دا په اصل کې د امت پر وړاندې تر ټولو لوی جنایت و، چې ترسره شو. د خلافت سېسټم له منځه لاړ او اسلامي امت په داسې دولت-ملت سیسټم ووېشل شو، چې اسلامي نظام په سیاسي، اقتصادي، ټولنیزه، کلتوري او ... ټولو اړخونو کې له پلي کېدو پاتې شو. له همغې ورځې راهیسې د امت زیان، وېش، او بې عزتي پیل شوې ده. اسلامي امت له داسې بې عزتۍ، سپکاوي، بېوزلۍ او بې سرپنا سره مخ شو، چې له دې وړاندې یې هېڅ تجربه کړې نه وې.
د دې لپاره چې د رباني علماوو اهمیت او ځای وپېژنو، نو اړینه ده چې د نورو علماوو په استازيتوب دلته د یوه لوی عالم څخه یادونه وکړو. په دې هېله چې د هغه په لوستلو سره الله سبحانه وتعالی د مومنانو زړونه فتحه او له تیارو خالي کړي.
امام بخاري رحمه الله علیه یو لوی عالم و، چې د ټول امت لپاره یوه الګوه ده. کله چې د بخارا امیر «خالد بن احمد الضحلي» د یو لیک په واسطه دی خپل کور/ماڼۍ ته را دعوت کړ، ترڅو بچیانو ته یې د صحیح بخاري او تاریخ کبیر درس ورکړي، نو ده یې دعوت رد کړ. هغه د امیر د ډېر ټینګار پر وړاندې وویل: «زه اقلیت ته په یوه ځانګړې ځای کې درس نه شم ورکولی، په داسې حال کې چې اکثریت را څخه پاتې وي.» د یوه عادي کس په توګه ایا دا به غوره نه وي، چې د یوه حاکم کور ته ور وبلل شې او له حاکم او د هغه له کورنۍ سره نېږدې اړیکې ولرې؟ له شک پرته چې د یو حاکم بچیانو ته له تدریس کولو څخه ډېر مالي امتیاز هم ترلاسه کېدای شي. خو له بده مرغه نن ورځ چې ځینې علماء د یوه حاکم لخوا دعوت شي، یوه شېبه هم صبر نشي کولی او نه غواړي چې دا فرصت له لاسه ورکړي، نو په پوره بې پروایۍ سره په دنیوي چارو او خوندونو کې بوختېږي. کوم حکام چې اسلام نه پلی کوي، له همدغو علماوو څخه په ګټه اخیستلو سره خپلو ناروا کړنو ته شرعي رنګ ورکوي. په داسې حال کې چې امام بخاري رحمه الله علیه د دغو علماوو خلاف ان د هغه حاکم بلنه هم ونه منله، چې اسلام یې پلی کاوه او ټولې چارې یې د اسلام پر اساس تنظیمولې. دغه حاکم له امام بخاري څخه د شریعت خلاف فتوا نه وه غوښتې، بلکې یوازینۍ هیله یې دا وه، چې بچیانو ته یې د سنتو او احادیثو درس ورکړي. دا کار نه یوازې  دا چې ګناه نه ده، بلکې یو مهم او د خیر کار دی. د امام بخاري رحمه الله علیه دغه کار د یوه رښتیني او مخلص عالم په توګه د ده اخلاص، تقوا او مسوولیت ته ژمنتیا څرګندوي. لکه څنګه چې وایي: «د اسلامي مفاهیمو محدودول او یا په انفرادي توګه یو څو کسانو ته د هغو تدریس ده ته د منلو وړ نه دي.» په دې مانا چې د دین فهم باید ټول اسلامي امت او مسلمانانو ته ورسول شي.
یا په بل عبارت، امام حاکم ته وویل چې که په رښتیا د خپلو بچیانو د روزنې غم درسره وي، نو هغوی پرېږده او نور خلک د تدریس حلقو ته حاضر کړه. امام بخاري رحمه الله یو شجاع او زړه‌ور عالم و.
امام بخاري رحمه الله د اسلامي امت په طلایي دوره کې ژوند کاوه، چې د ده په څېر هغه مهال ډېر نور نېک علماء لکه امام احمد او امام شافعي رحمه الله هم ژوندي وو؛ خو دا د دې سبب نه شو، چې پر دین د پوهېدلو او پر هغه د عمل لپاره دې له فرصت څخه ګټه وانه خلي. په دې وخت کې اسلام پر نړۍ حاکم و او اسلامي امت په نړۍ کې د غوره امت په توګه ستایل کېده. هغه مهال خلافت و او اسلامي شریعت د قانون د یوازینۍ سرچینې په توګه په اسلامي نړۍ کې پلی کېده. پردې ټولو سربېره دا واقعیت د دې لامل نشو، چې له قربانۍ څخه دې لاس په سر شي او د اسلام په لاره کې دې له مبارزې لاس واخلي. ده د اسلام په لاره کې په خپلو کړو مهمو کارونو بسنه نه کوله او کم یې ګڼل او هېڅکله یې خپل وخت په دنیوي چارو کې نه لګاوه.  
نو موږ مسلمانان او د دین علماء نن څه ډول د اسلامي شریعت د بیا راتګ او پلي کولو په موخه د اسلامي دعوت په لار کې خپله ټمبلي او بې پروایي توجیه کولی شو؛ په داسې حال کې چې د خلافت په نشتون کې ژوند کوو؟ موږ څنګه د اسلام په لار کې خپل کم کارونه توجیه کولی شو؛ په داسې حال کې چې د مسلمانانو عزت او ناموس تر پښو لاندې کېږي او بشري قوانین د ډیموکراسۍـ پانګوال نظام په چوکاټ کې پر ټوله اسلامي نړۍ په زور او ظلم سره پلي کېږي؟ نو راشئ چې شپه او ورځ پرله پسې او نه ستړې کېدونکې هڅې وکړو، ترڅو د هغو کسانو له ډلې څخه شو، چې الله سبحانه وتعالی د اسلام د پیغام د لېږد لپاره ټاکلي دي.   
اسلام د امام بخاري رحمه الله په وخت کې د نن په څېر دومره عجیب او غریب نه و. نو راشئ چې په خپلې هڅې او زیار سره ځانونه د غرباوو په ډله کې شامل کړو، یعنې هغه ډله چې د اسلام د بیا را ژوندي کولو له لارې فاسدې شوې چارې اصلاح کوي.

«بَدَأَ الإِسْلَامُ غَرِیبًا وَسَیعُودُ غَرِیبًا كَمَا بَدَأَ، فَطُوبَى لِلْغُرَبَاءِ»
ژباړه: اسلام په پیل کې هم غریب و او بیا به هم د غربت (پیل) حالت ته ځي، نو غربا بختور (په خیر کې) دي.




   ارسال نظر