Enter email addressInvalid email!
  دفتر مطبوعاتی
حزب التحریر
ګڼه: 1438AH/ 024 M ۱۴۳۸/ربیع الثاني/۵ مه ۲۰۱۷/۱/۳

مطبوعاتي اعلامیه 

د نظربایف رژیم د مسلمانانو بندي کولو ته دوام ورکوي 

(ژباړه)

 د ډيسمبر په ۱۴مه د پولودر په دویمه محکمه کې د قاضي اخمتوا له لوري،  روسلان جینتیلین چې ۳۴ کلن دی، مجرم وبلل شو. نوموړی د ۲۰۱۶ په جون کې ونیول شو. د قزاقستان د جمهوریت د جزا قانون د درېیمې برخې (له مجرم ګروپ سره ګډون) په برخه کې د ۲۳۵ مې مادې له مخې او همدارنګه د قزاقستان د جمهوریت د جزا د قانون دلومړۍ برخې (د رسنیو له لارې قومي تضاد ته لمن وهل)  د ۱۷۴مې مادې له مخې ښاغلی روسلان د ګوډاګي رژیم له خوا په ۶ کاله بند محکوم شو. د محکمې دا پرېکړه د روسلان د  وکیل په نشت کې تر سره شوې.

د محکمې د دغه پرېکړې له مخې  جینتولین له حزب التحریر سره په کار کولو ګرم او  د حزب التحریر یو فعال غړی بلل شوی، چې خپل ګوند ته یې نوي کسان دعوتول.

زموږ ورور روسلان په ۲۰۰۰ ام زېږدیز کال کې هغه مهال له حزب التحریر سره یو ځای شو، چې د نورو ګاونډيو هېوادونو په ګډون په قزاقستان کې هم په پراخه کچه د حزب التحریر د ځوانانو د مخنیوي او د هغوی د نیولو هڅې پیل شوې وې. مګر روسلان پر شته ستونزو سربېره د حزب التحریر کلتور ومانه او یو پیاوړی دعوتګر ترې جوړ شو. نوموړی په وار وار په پرله پسې توګه نيول شوی او د خاینانو په بندي خانو کې اچول شوی.

په ۲۰۱۰  کې د قزاقستان جمهوریت د جزا قانون د (ټولنیزو، سمتي، قومي، نژادي اومذهبي تضاد ته لمن وهلو) په برخه کې د ۱۶۴ مې مادې له مخې په دوه کاله بند محکوم کړل شو.

د قزاقستان ظالم رژیم د اسلام او مسلمانانو په ځانګړې توګه د حزب التحریر د ځوانانو پر وړاندې ښکاره جګړه پیل کړې. چارواکي په خپلو درواغو او فرېب د حزب التحریر شهرت بدناموي. موږ په حزب التحریر باندې د دغه ظالم رژیم له لوري تورونه، په لاندې ټکو ردوو.

۱- حزب التحریر یو سیاسي حزب دی، چې اېډیالوژي (مبدأ) یې اسلام دی. په امت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تګلاره د اسلامي ژوند د بیا احیا کولو لپاره کار کوي.

۲- حزب التحریر خپلې موخې ته د رسېدو لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تګلاره چې یو اېډیالوژیکي (مبدأیي) او سیاسي فعالیت دی، کار کوي. حزب التحریر  ثبوت کړې چې له پیل (۱۹۵۳ز)  راهیسې یې تر اوسه په هېڅ هېواد کې له زوره کار نه دی اخیستی.

۳- حزب التحریر د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې مطبوعاتي دفترونه لري، چې هر څوک د حزب د کلتور او تګلارې په اړه پوښتنې ترې کولی شي. انټرنیټ د حزب له رسمي ویبپاڼو دګ دی، چې د حزب لیکنې او کلتوري مواد خپروي.

۴- په پایله کې غواړو ووایو چې موږ د قزاقستان د ظالم رژیم له کینې ډکې جګړې، چې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې یې پیل کړې، هېڅ پروا نه لرو. الله سبحانه وتعالی به د مسلمانانو ساتنه وکړي او دوی ته به بریا ور په برخه کړي. الله سبحانه په خپل سپېڅلي کتاب کې فرمایي:

وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ

 [روم:۴۷]

(او مومنانو ته مې نصرت ورکړ) مومنانو ته نصرت ورکول زما په غاړه وو.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر 

 


PDF Print Email
Views [ 601 ]
نظر
 
اسم : اسم تانرا داخل نمایید
ایمیل : ایمیل آدرس تان را داخل کنیدایمیل آدرس تان اشتباه است
نظر :  نظر تان را داخل نماییدتعداد حروف از اندازه تعیین شده زیاد است
کود : A value is required.Invalid Security code.
  8567343
همچنان ...
په اراکان کې ظلم ظالمانو ته په درناوي نه، بلکې مظلومانو ته په پاملرنه پای ته رسېږي!
اې مسلمانانو! دغه بد حالت موږ ته نه یوازې د اراکان د مسلمانانو، بلکې د ټولو اسلامي امت بېچاره‌ګي را په ګوته کوي. حلب او ادلب ته وګورئ، الاقصی او بیت المقدس ته وګورئ... دغو رژیمونو، دوی ټول نهیلې کړي. ...
د اخند بهارت «ستر هند» نقشه پای ته ورسوئ او خلافت تاسیس کړئ
ې د پاکستان مسلمانانو! رهبري باید هغه چا ته ورکړل شي چې وړ یې وي او د هغه چا پر وړاندې چوپ پاتې کېدل، چې د رهبرۍ وړ نه دی، په خپل ذات کې جرم دی. دا د تاسف خبرمه کوئ چې «رهبري نشته» تر هغه چې په وړاندې...
حزب التحریر په خپلو احتجاجي غونډو کې د روهینګیا مسلمانانو له وحشته ډکه عاموژنه او د میانمار له قاتل رژیم سره د حسینې د حکومت د ګډو عملیاتو وړاندیز په سختو ټکو وغنده
حزب التحریر ـ ولایه بنګله دېش د چیتاګونګ او ډاکې په ټولو ښارونو کې د ۲۰۱۷ م د سپټمبر پر ۸مه د ماسپښین له لمانځه وروسته لاریونونه وکړل. په دغو لاریونونو کې د حزب التحریر غړو بیانیې وړاندې کړي، چې لاندې...
حزب التحریر-ولایه پاکستان د میانمار د قصابانو پر وړاندې د اقدام غوښتنه کوي
اې د پاکستان مسلمانانو! د اقدام لپاره د حزب التحریر - ولایه پاکستان غږ له تاسو مخکې او ستاسو لپاره دی چې د عمل خلکو؛ زموږ نجیبو افسرانو او پوځیانو ته یې ورسوئ. په تاسو کې خیر ښکاري او تاسو له وسله وال...

موضوعات جدید ...

د میانمار کړکېچ او د دغه هېواد پر ولسمشرې (انګ سان سوچي) فشارونه د میانمار کړکېچ او د دغه ...
اسلام موږ ته اجازه نه ده راکړې، چې د بشر پر لاس د جوړو شوو قوانینو په لټه کې شو. موږ ...
با سکوت مان در جرم ظالمین شریک نخواهیم ش...
د اراکان مسلمانان له اسلامي امت او پوځون...
د روهینګیا د ټولوژنې لړۍ به تر هغه دوام ...

نشرات جدید ...

ماهنامه تغییر - شماره هشتم
ماهنامه تغییر - شماره هشت...
ماهنامه تغییر - شماره هشتم ماهنامه تغییر به مسایل داغ سیاسی، فرهنگی و اجتماعی به سطح جهان و منطقه پرداخته و شما هم با استفاده از آن در نشر و بخش هر چه...
ځانګړی رپوټ: په سوریه کې د ترکیې نظامي م...
گزارش ویژه: بررسی مداخله نظامی ترکیه در ...
ماهنامه تغییر - شماره هفتم...
ماهنامه تغییر - شماره پنجم و ششم...

پر بیننده ترین ها ...

چین له خپلو پولو بهر لومړنۍ نظامي هډه په جیبوتي کې پرانیسته!
چین له خپلو پولو بهر لومړ...
چین خپله لومړنۍ بهرنۍ یا له پولو بیرون نظامي هډه په جیبوتي هېواد کې په شانداره نظامي ...
په افغانستان کې د امریکا نوې ستراتیژي...
حُکام خاین، چگونه افکار عامه را در قبال ...
بشتابید بسوی جنت...
پیام امیر حزب التحریر عطاء بن خلیل ابوال...