Enter email addressInvalid email!

د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان غړیتوب، بې کاري او بې وزلي لا زیاتوي!
حزب التحریرـ ولایه افغانستان | December 29, 2015

د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان غړیتوب، بې کاري او بې وزلي لا زیاتوي!

د ۲۰۱۵ز کال د ډېسمبر په ۱۷مه د سوداګرۍ نړیوال سازمان او د افغانستان حکومت په نوموړي سازمان کې د افغانستان له رسمي غړیتوب څخه خبر ورکړ. ولسمشر اشرف غني او د اجرایه ریاست لومړي مرستیال محمد خان د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان غړیتوب یوه تاریخي لاسته راوړنه او په اقتصادي برخه کې یې د کاري فرصتونو د پیدا کولو لپاره ښه موقع وګڼله. د ملي وحدت حکومت هڅه کوي چې د خلکو عامه افکار د رسنیو له لارې او اقتصادي بحثونو پر مټ وغولوي او خلک داسې فکر وکړي چې د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان غړیتوب به د دوی په ژوند مثبت اغېز وکړي، خو واقعیت بل ډول دی او هغه دا چې د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې به د افغانستان غړیتوب د خلکو په اقتصادي ژوند منفي اغېز وکړي.

امریکا له ټولو سازمانونو لکه؛ د سوداګرۍ نړیوال سازمان، نړیوال بانک، د پيسو نړیوال صندوق او داسې نورو سازمانانو څخه په خپل بهرني سیاست کې د وسایلو په توګه کار اخلي. همدارنګه دا هر چا ته څرګنده ده چې د امریکا بهرنی سیاست د خپلو ملي ګټو پر بنسټ ولاړ دی. نو پر همدې بنسټ امریکا او ملګري یې هڅه کوي چې د پانګوال نظام مفاهیم په اسلامي امت کې ترویج کړي. دوی د پرمختګ او ودې شرط له نړیوالو سازمانانو او د دوی له چټلو مفکور سره په یوځای کېدلو کې بولي. د دولتي چارواکي او اقتصاد پوهان په دې باور دي چې د سوداګرۍ د نړیوال سازمان په غړیتوب سره به افغانستان اقتصاد وده وکړي او کاري فرصتونه به جوړ کړي، خو په حقیقت کې دا هر څه د لاندې دلیلونو پر بنسټ سرچپه دي:

1.  ازاده سوداګرۍ او د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان غوندې د بې وزله هېواد غړیتوب، فقر لا پراخه کوي:

 ازادې سوداګرۍ یا ازاد بازار د نړۍ په کچه یو شمېر خلک شتمن کړي دي، خو د بې وزلو او شتمنو ترمنځ یې یو لوی واټن جوړ کړی دی او همدا یې د ناکامۍ یو لوی لامل دی. شمېرنې او سروې ګانې دا ښيي چې ازادې سوداګرۍ بې وزلي د نړۍ په کچه زیاته کړې ده او د افغانستان غوندې هېوادونو ته چې کمزوری اقتصاد او په ډېره ټيټه درجه صنعت لري او خپلې دروازې یې د ۱۶۴ هېوادونو پر وړاندې پرانیستې وي بې کچې تاواني دی. د افغانستان اوسنۍ صنعت له ځواکمنو او حتا د سیمه ییزو صنعتونو سره سیالي نه شي کولی. نو ازاده سوداګري او د سیمه ییزو هېوادونو صنعت د دې لامل ګرځي چې د افغانستان په پښو نه ولاړ صنعت له منځه یوسي او د افغانستان د تولیداتو ځای ناستی شي او په دې سره د افغانستان تولیدات له منځه یوسي. په دې کار سره به زر ګونه افغانان خپلې دندې له لاسه ورکړي او په میلیونو شته بې کاره خلکو به نور هم ور زیات شي او په پایله کې به افغانستان د نړۍ تر ټولو په بې وزله هېواد بدل شي او د امنیتي تړون سناریو ته به ورته سناریو په اقتصادي برخه کې تکرار شي.

کله چې امریکا وغوښتل چې په افغانستان کې د خپل پوځي شتون جواز واخلي، نو د زمینې د جوړولو او د عامه افکارو په غولول یې پیل وکړ. رسنیو او کرایي سیاستوالو له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک کولو کمپاین پیل کړ، دوی به ویل چې له امریکا سره امینتي تړون به د دې لامل شي چې په افغانستان کې سوله او امنیت راشي، خو برعکس، نه یوازې سوله او امنیت تامین نه شول، بلکې افغانستان یې د نړۍ د تر ټولو په ناامنه سیمه بدل کړ او هره ورځ موږ د سل ګونو انسانانو د وینو د بهېدلو شاهدان یو.

2.  د نړۍ صنعتي هېوادونو له دې امله پرمختګ نه دی کړی چې د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې یې غړیتوب اخیستی:

تقریبا ټول هغه هېوادونه چې اقتصاد یې ښه دی له دې امله نه دي صنعتي شوي چې ازاده سوداګري یې منلې او د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې یې غړیتوب اخیستی، بلکې د خپل داخلي صنعت د ساتلو له امله صنعتي شوی دی. د ۱۸مې پيړۍ په لومړیو کې بریتانیا هڅه وکړه چې د خامو توکو د تعرفو په کمولو او د تولید شوو توکو په صادرولو سره د بهرنیو تولیداتو پر وړاندې د خپلو داخلي تولیداتو ساتنه وکړي. نوموړي هېواد په ۱۸۰۰وم ز کال کې د صنعت د ودې د ستراتيژۍ په جوړولو او د نړۍ د شتمنو هېوادونو سره د سمندري موصلاتي لارو په نښلولو سره خپل ځان د صنعت لوړې څوکې ته ورساوه. د بریتانیا لېبرالي ارزښتونه د نوموړي هېواد د صنعتي ودې یوازینۍ دلیل شو چې په نړیواله کچه یې حاکمیت تر لاسه کړ. د بریتانیا د اقتصادي ودې یوازینی لامل په ازاد بازار کې سیالي او نړیوالو مارکېټونو ته لاس رسی دی.

همدارنګه د امریکا اقتصادي وده هم همداسې وه؛ امریکا د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د خپل صنعت په مرسته لوړو پوړونو ته ورسېده او وروسته یې د ازاد بازار او ازادې سوداګرۍ له لارې سیالي پیل کړه. همداسې المان، چاپان، چین او نورو ټولو صنعتي هېوادونو صنعتي وده وکړه. که لږ هم پام وکړو، نو دې پایلې ته رسېږو چې دغو هېوادونو په داسې وخت کې چې کمزوری اقتصاد یې و، دېته نه وو چمتو چې د نورو ځواکمنو هېوادونو سره سیالي او ازاده سوداګري وکړي. دا هېوادونه اوس د ازادۍ سوداګرۍ د سیالۍ په هڅه کې دي او غواړي چې د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د غړیو شمېر زیات کړي تر څو له دې لارې په اسانۍ سره وکړی شي چې د خپلو کمپنیو د تولیداتو لپاره بازار پیدا کړي.

له پورته ذکر شوو موراد څخه هم، مهمه خبره دا ده چې په دې ډول نړیوالو سازمانونو، نړیوالو تړونونو او پوځي او اقتصادي تعهداتو کې ګډون د شرعي حکم له اړخه ډېر مهم دي. الله سبحانه و تعالی مسلمانانو ته اجازه نه ده ورکړې چې له کفارو تقلید وکړي او یا هم د نړیوالو سازمانانونو او تړونونو تر سیوري لاندې له دوی مرسته وغواړي، حتا مسلمانانو ته دا جواز نشته چې د دوی له اور څخه ګټه  واخلي. ځکه الله سبحانه و تعالی مسلمانان د الله د دین او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو د پلي کولو په شرط بریالي کوي او د بشریت رهبري ورته سپاري، لکه څنګه چې الله سبحانه و تعالی په دې اړه فرمايي:

وَلاَ تَهِنُوا وَلاَ تَحْزَنُوا وَأَنتُمُ الأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ

[ال عمران: ۱۳۹]

سست کېږئ او غمجن کېږئ مه او تاسو غوره یاست که په رښتیا هم مومنان یاست

له بل لوري د کفارو په مرسته کوم ځای ته نه شو رسېدلی، ځکه الله سبحانه و تعالی فرمایي:

أَمَّنْ هَذَا الَّذِي هُوَ جُندٌ لَّكُمْ يَنصُرُكُم مِّن دُونِ الرَّحْمَنِ إِنِ الْكَافِرُونَ إِلَّا فِي غُرُورٍ

[ملک: ۲۰]

څوک دي چې ستاسو په لښکر کې چې پرته له الله مرسته وکړي او ستاسو څخه ساتنه وکړي او کافران یوازې په غرور کې دي او بس

همدرانګه رسول الله صلی الله په یوه حدیث کې چې ابو حمید روایت کړی دی داسې فرمایي: (موږ له کفارو مرسته نه غواړو او له مشرکینو هم مرسته نه غواړو.)

 افغانستان د امریکا د ستراتيژۍ پر بنسټ وغوښتل چې دا خاوره د سوداګرۍ د سازمان په پروژه کې د امریکا او ملګرو په مالي او تخنیکي ملاتړ سره یې غړیتوب واخلي. د دې فریب ورکوونکې پروژې سره د افغانستان لاسپوڅی حکومت غواړي چې له یوې خوا د خپلو یو کال ناکامیو لپاره عامه افکار وغولوي او له بل لوري غواړي د خپل غربي بادار د دستور سره سم د لېبرالیزم ازادیو او ازاد بازار ته ژمن پاتې شي.

افغانان باید پوه شي چې د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان غړیتوب به د بې وزلۍ او بېکارۍ د زیاتوالي لامل شي. دا فریب او چل به کله هم د افغانانو د اقتصاد او نېکبختۍ لامل نه شي، لکه څنګه چې د نړۍ په نورو ځایونو کې د هېڅ کومۍ خوشالۍ لامل نه دی شوی. 

حزب التحریرـ ولایه افغانستان

۱۳۹۴ هـ ش د چنګاښ شپږمه

۱۴۳۷ هـ ق د ربیع الاول ۱۵مه


PDF Print Email
Views [ 1490 ]
نظر
 
اسم : اسم تانرا داخل نمایید
ایمیل : ایمیل آدرس تان را داخل کنیدایمیل آدرس تان اشتباه است
نظر :  نظر تان را داخل نماییدتعداد حروف از اندازه تعیین شده زیاد است
کود : A value is required.Invalid Security code.
  8567343
همچنان ...
مه پرېږدئ چې د پنځلس کلن اشغال له امله رامنځ ته شوي ناورینونه نور هم ژور شي!
پنځلس کاله وړاندې د ۲۰۰۱ ز کال د اکتوبر په اوومه نېټه امریکا او ناټو پر افغانستان باندې د بي ۵۲ الوتکو او کروز توغندیو په واسطه د امنیت، ملت او دولت جوړونې د شعارونو په بدرګه کولو سره وحشي بریدونه وکړ...
نگذاریم بحران‌های که در اثر پانزده سال اشغال به‌میان آمده عمیق‌تر گردد!
گسترش جنگ و ناامنی: جنگ افغانستان به طولانی‌ترین جنگ امریکا در خارج از مرزهای آن مبدل شده است. نیروهای امریکا و ناتو، با راه‌اندازی عملیات‌های نظامی، صدها هزار مسلمان را به خاک و خون کشانیده‌اند. با ا...
مه پریږدئ چې د افغانستان او پاکستان د مسلمانانو په وینو د امریکا ګټې تامین شي!
په تورخم کې د پاکستان او افغانستان د امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړې د ډیورند د سرطاني کرښې دواړو غاړو ته مخلص مسلمانان اندېښمن کړي دي. په دغه نښته کې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې او خلکو ته ځاني، مالي او ...
نگزارید منافع امریکا با خون مسلمانان افغانستان و پاکستان تأمین شود!
درگیری میان نیروهای مرزی افغانستان و پاکستان در منطقه‌ی تورخم، نگرانی مسلمانان مخلص هر دو طرف مرز سرطانی دیورند را برانگیخته است. در این درگیری‌، تعدادی از هر دو طرف کشته و زخمی شده، و مردم متحمل خسار...

آیا میدانستید: هشت سرمایه دار نصف ث...

آیا میدانستید: هشت سرمایه دار نصف ثروت دنیا را در اختیار دارند ... ...

موضوعات جدید ...

د ډيموکراتيک تروريزم د خونړۍ سناريو پر وړاندې څه وکړو؟! د ډيموکراتيک تروريزم د خو...
په دې اړه روسيه وايي چې يو شمېر کورنۍ او بهرنۍ کړۍ غواړي، ترڅو په افغانستان کې له «تر...
رژیم رحمان در تاجیکستان، دشمنی آشکاری را...
حکومت پاکستان با استفاده از راه اندازی ب...
په تعلیم د اسلامي امت فرهنګ او هویت ساتل...

نشرات جدید ...

ماهنامه تغییر - شماره هشتم
ماهنامه تغییر - شماره هشت...
ماهنامه تغییر - شماره هشتم ماهنامه تغییر به مسایل داغ سیاسی، فرهنگی و اجتماعی به سطح جهان و منطقه پرداخته و شما هم با استفاده از آن در نشر و بخش هر چه...
ځانګړی رپوټ: په سوریه کې د ترکیې نظامي م...
گزارش ویژه: بررسی مداخله نظامی ترکیه در ...
ماهنامه تغییر - شماره هفتم...
ماهنامه تغییر - شماره پنجم و ششم...

پر خواننده ترین ها ...

...
...
...

پر بیننده ترین ها ...

از سوم مارچ تا هشتم مارچ: دو رویداد با دو عکس‌العمل متفاوت
از سوم مارچ تا هشتم مارچ:...
اما زمانی‌که مسلمانان به انحطاط دچار شدند و از عقیدة ناب اسلامی شان دور گردیدند، فرام...
سیستم تعلیمی افغانستان درگیر جنگ میان سی...
دسیسه ی مسلمان کشی های دولت مزدور افغانس...
آموزش و نقش آن در نابودی خلافت...
برخی از خطوط اساسی سیاست های بين المللی ...