Enter email addressInvalid email!

د خاينو او لاسپوڅو چارواکو د وجدان او احساساتو توپير
هادف | August 28, 2016

د خاينو او لاسپوڅو چارواکو د وجدان او احساساتو توپير

له لښکرګاه څخه پژواک خبري آژانس د روان لمريز کال د وږي په شپږمه ليکي چې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو د وړمې شپې په هوايي بريد کې چې د وسله والو طالبانو پر يوه زندان ترسره شوى، د  ۱۷ سرتېرو په ګډون ۳۲ تنه وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د هلمند والي حيات الله حيات او امنيتي مسوولينو تېره ورځ په دې اړه رسنيو ته ويلي وو  چې په ياد بريد کې ټول وژل شوي کسان د دولت وسله وال مخالفين دي.

د لښکرګاه ايمرجنسي روغتون ته راوړل شوى د ملي اردو ټپي سرتېرى ٣٠ کلن محمد نبي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نهه مياشتې مخکې يې د ۲۱۵ ميوند قول اردو د څلورمې لوا په درېيم کنډک کې  دنده پيل کړې وه. د هغه په وينا، يوه مياشت وړاندې د نادعلي ولسوالۍ په مربوطاتو کې طالبانو له شپږو نورو سرتېرو سره د جګړې پر مهال ونيوه.

محمد نبي وايي، د وړمې ورځې بريد د مازيګر تر لمانځه وروسته په داسې حال کې وشو چې  د ملي اردو ۷ تنه سرتېري، ۱۱ پوليس او اته ملکي وګړي له طالبانو سره بنديان وو او د اوو طالبانو لخوا يې ساتنه کېده، چې تر پېښې وروسته زه، يو ملکي وګړی او يو طالب په  ټپي حالت کې ژوندي پاتې  شوو او نور ټول وژل شوي دي.

د محمد نبي په وينا، د طالبانو لخوا يوه ورځ وروسته د پوليسو او ملکي وګړو د خوشې کېدو ژمنه  شوې  وه. د هلمند د والي وياند عمر ځواک د ياد سرتېري د څرګندولو په ځواب کې له څه ويلو ډډه وکړه، هغه زياته کړه  چې پرون د ولايت مقام لخوا خپره شوې خبرپاڼه د دوى نظر دى. په دغه خبرپاڼه کې د هلمند چارواکو ادعا کړې وه چې په بمبار کې ٢٤ وسله وال مخالفين وژل شوي دي. د نادعلي ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې تر بمبار وروسته يې له خاورو څخه د ٢٧ کسانو مړي را ويستلي چې اکثره يې بنديان وو.

خو په کابل کې د امريکايي ځواکونو يوه وياند بريد جنرال چارليس کليو لينډ وايي، چې دوى بمبار دقيق کړى او وسله وال مخالفين يې په نښه کړي دي. هغه زياتوي، چې په دې اړه د افغانستان له امنيتي ځواکونو سره يې څېړنې پيل کړې دي.

حکومتی رسنیو هم په دروغو وویل چې د طالب قومندان شاه کوکوجان په ګډون يې دېرش وسله وال طالبان وژلی دی. څه وخت مخکې په کندوز ولایت کې له طالبانو سره یو بل بندي هم په دا ډول بمبار کې ووژل شو، ورپسې په پکتیکا کې د بمبار له کبله ښځې او ماشومان په شهادت ورسېدل او اوس د هلمند په نادعلي کې دغه دردوونکې پېښه رامنځ ته شوه. خو خاين او د جان کيري له خوا مقرر شوي ولسمشر غني او د هغه مېرمنې رولا غني له افغان - امریکايې پوهنتون څخه ډېره ژر لیدنه وکړه، ځکه چې دا يې د بادار لپاره يو برخلیک ټاکونکی روزنيز مرکز و. مګر د هلمند په نادعلي کې د امریکايي بې پيلوټه الوتکې لخوا ۱۷ د ملي اردو عسکر او ۶ پولیس چې د طالبانو محلي زندان کې وو، ووژل شول.

د چارو د شنونکي نظر محمد مطمئن پر خبره؛ هغوی په دې اړه ځکه څه نه وایې، او نه هم د هغوی د کورنیو له ماشومانو سره عکسونه اخلي چې بیا نو د دوی د زامنوا ماما اوباما خفه کیږي. په داسې حال کې چې د جنايت له مخې د امريکا له خوا د بې پيلوټه الوتکې بمبارد او د بنديانو او طالبانو وژل او په کابل کې پر امريکايي پوهنتون باندې بريد يو ډول کړنه ده، مګر د خاينو چارواکو، لاسپوڅو رسنيو او اجيرو تحليلګرانو وجدان او احساسات زموږ د وګړو د وژنې په پرتله د ښکېلاکګرې امريکا ګټو ته ډېر تمايل لري. له همدې امله سېکولر چارواکي زموږ د مسلمان ولس ستونزې او دردونه نشي احساسولای، خو د خپل بادار ګټې له دې امله په بشپړ اخلاص سره خوندي کوي، چې زموږ په خاوره کې د هغوی له برخليک سره يې خپل برخليک تړلی دی.

هادف


PDF Print Email
Views [ 1637 ]
نظر
 
اسم : اسم تانرا داخل نمایید
ایمیل : ایمیل آدرس تان را داخل کنیدایمیل آدرس تان اشتباه است
نظر :  نظر تان را داخل نماییدتعداد حروف از اندازه تعیین شده زیاد است
کود : A value is required.Invalid Security code.
  8567343
همچنان ...
په ایران کې د نظام پر وړاندې د پراخو لاریونونو څپه
د «نن روسیې» سایټ د ۱۴۳۹هـ.ق د ربیع الثاني په ۱۲مه چې د ۲۰۱۷م د دسمبر له ۳مې سره سمون خوري، یو خبر چې په ایران کې د لاریونونو په اړه و، په لاندې تشریحاتو سره خپور کړ: زرګونو تنه د بیو د لوړېدا له امله...
چین غواړي په پاکستان کې نظامي اډه جوړه کړي
رسنیو خبر ورکړ چې چین هوډ لري د پاکستان په سوېل‌لوېدیځ کې نظامي اډه جوړه کړي، چې په دغې ستراتیژیکه سیمه کې د پکن دغه کار د امریکا تر نظر لاندې دی، دغه چينې نظامي اډه به «ګوادر» بندر ته څېرمه د بلوچس...
چین در صدد ایجاد پایگاه نظامی در پاکستان است
رسانه‌ها از تصمیم چین برای ساختن پایگاه نظامی در جنوب غرب پاکستان خبر داده‌اند که این نشان دهندۀ گسترش پکن در این منطقۀ استراتیژیک مورد نظر امریکا است، پایگاه نظامی چینی در نزدیکی بندر...
اردوغان: بازگشایی کلیسای آهنین، پیام مهم به جامعه بین المللی است
رجب طیب اردوغان، رئیس جمهور ترکیه طی سخنانی در مراسم بازگشایی کلیسای دمیر(سنت استیفان) در منطقۀ بالات استانبول که با حضور بویکو بوریسوف، نخست‌وزیر بلغارستان و بن علی یلدریم نخست وزیر ترکیه برگزار شد، ...

موضوعات جدید ...

په سوریه کې د روسیې او امریکا تحرکات؛ د موږک او پیشو لوبه! په سوریه کې د روسیې او ام...
پوهېږو چې روسیې له امریکا سره په همغږۍ یا یې په امر، په سوریه کې د دې لپاره مداخله و...
دستگیری‌ها و احکام خصمانه علیه صفوف حزب‌...
په انګلیس کې فقر...
نړيوال نظم د زوال په لور روان دی...

نشرات جدید ...

ماهنامه تغییر - شماره هشتم
ماهنامه تغییر - شماره هشت...
ماهنامه تغییر - شماره هشتم ماهنامه تغییر به مسایل داغ سیاسی، فرهنگی و اجتماعی به سطح جهان و منطقه پرداخته و شما هم با استفاده از آن در نشر و بخش هر چه...
ځانګړی رپوټ: په سوریه کې د ترکیې نظامي م...
گزارش ویژه: بررسی مداخله نظامی ترکیه در ...
ماهنامه تغییر - شماره هفتم...
ماهنامه تغییر - شماره پنجم و ششم...

پر بیننده ترین ها ...

پالیسی امریکا برای متمرکز سازی قدرت در افغانستان
پالیسی امریکا برای متمرکز...
امریکا در یک‌ونیم دهه حضورش در افغانستان بیشترینه تلاش نموده تا برای ایجاد یک دولت مق...
افزایش عواید دولت با غارت جیب های مردم...
حکومت غواړي مسجدونه هم د امريکايي جګړه‌ي...
امریکا با زیرکشیدن سران جهادی در پی چیست...
دستگیری‌ها و احکام خصمانه علیه صفوف حزب‌...