Enter email addressInvalid email!

ښکېلاکګر وشړې؛ تروریزم به پای ته ورسیږي
موسی بیاګلو | January 03, 2017

ښکېلاکګر وشړې؛ تروریزم به پای ته ورسیږي

(ژباړه)

خبر:           

په ۰۸:۴۵ دقیقو یوه ځان وژونکي خپل د چاودیدونکو توکو څخه ډک موټر قیصری (ایشایس) پوهنتون ته نږدې وچاوداوه. د دغه برید موخه یو شخصي ملي بس و چې پوځیان یې لېږدول. د ترکیې د وسلوالو ځواکونو په وینا؛ په دغه برید کې ۱۳ پوځیان ووژل شول او ۴۸ نور  ټپيان شول. 

تبصره:   

له بدمرغه د هرې ورځې په سهار کیدو سره موږ د نویو دردونو شاهدان کیږو. هره ورځ موږ په خپلو سیمو کې د نویو بریدونو څخه خبریږو. وینو چې کله استانبول کله قيصري کله هم حلب یا ادلیب او یا ځیني وخت ارکان، غزه او یا هم نور ځایونه تر موخې لاندې راولي. داسې ښکاري چې هغه د قدرت خاوندان چې د دې ډول پیښو له پیښيدو څخه ورسته غندونکې بیانیې وړاندې کوي او په  ځنیو وختونو کې سختې څرکندونې کوي، له خپلو تجروبو څخه درس نه اخلي او لا تر اوسه د دې ډول پیښو له اصلي مجرمینو سره اړیکې ساتي. میندې ژاړي، د خلکو ژوند او هیلې ټولې له خاورو سره یو کیږي.

له ۲۰۰۷ څخه پر دې خوا موږ وینو چې د اساسي قانون د بدلېدو د خبر له را پورته کېدو سره سم ډېر وحشتناک بریدونه را منځته شوي. له دې وروسته چې (اې کې پي) د دولت په ځینو بنسټونو کې په ساختماني او شخصي برخو کې قوانین بدل کړل، سم له لاسه د جولای د ۱۵مې کودتا وشوه. د یادونې وړ ده چې وړاندې شوي قوانین ډېری په نظامي برخو کې وو، همداراز دوی د اساسي قانون د بدلولو اجنډا د (ام اچ پي) په ملاتړ سره راپورته کړه. وروسته له دې چې مهم کارونه یې پای ته ورسېدل د (اې کې پي) او (ام اچ پي ) پلان د ډېسمبر په لسمه پارلمان ته وړاندې شو، په هماغه شپه هغه برید چې د استانبول د بیکیټاس په ولسوالۍ کې وشو پړه یې (ټي اې کې) په غاړه اخیستې وه. انګلیش فایننشل ټایمیز دغه برید دا ډول تحلیل کړ: دغه برید ورسته له هغه واقع شو چې وړاندې شوی قانون تصویب شو دغه قانون (اې کې پي) لا ځواکمنوي، یعني (هغه به د رحب طیب اردوغان ولسمشري پیاوړې کړي) دی به د خپل دغه ځواک په مرسته وکولای شي ترکیه تر ۲۰۲۹ کال پورې رهبري کړي. د قيصرى د برید څخه ورسته د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سیلو وویل: د جولای د ۱۵مې له پېښې څخه څرګندیږي، چې هغه څوک چې د جولای په ۱۵ مه په ترکیه باندې په تیري کې پاتې راغلل، اوس یو بل ته لاس په لاس ورکولو سره غواړي چې ترکیه د تروریزم له لارې مایوسه کړي او د انزوا حالت ته یې بوځی.

د اساسي قانون او سیستم تغیرول د ترکیې د بنسټ ایښودونکو او د هغه انګریزي سیاست لپاره چې له دوی څخه ملاتړ کوي یوه سره کرښه ده. په دې ډول جوړجاړي سره یې تل هڅه کړې چې په ترکیه کې د امریکایي ډوله سیاست څخه مخنیوی وکړي، خو پکې پاتې راغلي. هر هغه سیستم که هغه د جمهوریت په نامه وي یا هم کوم بل سیستم وي، که هغه د انګریز د ګټو په زیان وي او یا یې هم په خطر کې اچوي، هر ډول چې کیږي دوی به ترې مخنیوي وکړي. 

دا یوه داسې لړۍ ده چې د عامو خلکو نظر د (ام اچ پي) د ملاتړ له لارې د (اې کې پي) په ګټه پای ته ورسوي، دغه موضوع په اجنډا کې وساتي او خلکو ته تر ټول پوښتنو پورې قناعت ور کړي. په هر حال دا ډول بریدونه کولای شي دا موضوع بدله او له زیات ملاتړ څخه یې مخنیوي وکړي.

د (پي کې کې) او نور تروریستي ګروپونو له لوري دا ډول بریدونه شاید عامو خلکو ته ځیني ناراحتۍ را منځته کړي. سره له دې چې (اې کې پي) له هر برید وروسته غواړي د خلکو فکرونه په خپله ګټه واړوي، خو د خلکو ناراحتي به له دې ډول بریدونو وروسته نوره هم زیاته کړي. که ټول پوښتنه په اپرېل کې ترسره شي او بریدونه هم همدا ډول جریان ومومي حالت به له بد بدتره شي.

که د اساسي قانون تغیرول رښتیا شي او کنه کومه خبره نه ده. انګریز به تر هغه دا ډول بریدونو ته دوام ورکړي ترڅو چې پخلاینه او روغې جوړې ته سره ورسیږي. دوی همدا راز غواړي چې د هېواد د اقتصاد په ضعیفه کولو سره، دولت ضعیف کړي.

دواړه بریدونه د استانبول، قيصري او همداراز د حلب ټول له یو ځای څخه پلان شوي دي. موخه یې دا ده چې ټولو اسلامي هېوادونو ته ګډوډي او غوغا راوړي. هغه سازمانونه چې دا ډول بریدونه تر سره کوي دویم لاسي قرردادي سازمانونه نه دي، بلکې هغه کافر هېوادونه دي چې د دې ټولو سازمانونو تر شا دي لکه امریکا، انګریز، روسیه او یهود؛ له همدې امله هغه څه ته چې اړتیا ده هغه دا دي چې د دغه هېوادونو سره اړیکې پرې شي، سفارتونه یې بند شي، لاسپوڅي یې یا وایستل شي او یا هم بندي شي او اسلام بیر ته را وګرځول شي.

تر هغه مو چې له اصلي او رښتنیو مجرمینو سره جګړه نه وي کړې، شونې نه ده، چې تروزیزم له مینځه یوسئ او یا یې هم پای ته ورسوئ نو که غواړئ چې تروریزم پای ته ورسوئ، باید ښکېلاکګر وباسئ. که غواړئ چې خاورې او سیمې مو له وحشت څخه پاکې شي باید د اصلي مجریمینو پر ضد مبارزه وکړئ. بې له دې که موږ کوم کار کوو په دې معنا چې موږ د غوماشو پر وړاندې مبارزه کوو چې دا اساسي حل لاره نه ده او هېڅ ځای هم نه نیسي. اساسي حل لاره یې یوازې په نبوي منهج راشده خلافت دی، چې اسلام تطبیقوي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکونکی: موسی بیاګلو

د ۱۳۳۸ربیع الاول۲۶

یکشنبه د ۲۰۱۶ د ډېسمبر ۲۵مه

ژباړن: علي عسکري


PDF Print Email
Views [ 739 ]
نظر
 
اسم : اسم تانرا داخل نمایید
ایمیل : ایمیل آدرس تان را داخل کنیدایمیل آدرس تان اشتباه است
نظر :  نظر تان را داخل نماییدتعداد حروف از اندازه تعیین شده زیاد است
کود : A value is required.Invalid Security code.
  8567343
همچنان ...
ټرمپ په امریکا کې له کډوالو څخه وېره لري، چېرته چې ښوونکي د مسلمانو نجونو له سرونو څخه حجاب لرې کوي!
همدا راز دغې زده کوونکې په خپله ټوېټر پاڼه کې زیاته کړې، چې دا له خپلې يوې ملګرې سره په خبرو بوخته وه، چې ښوونکي یې د شا له خوا څخه حجاب پورته کړ او د زده کونکې په غبرګون کې ښوونکي وویل: « ستا ویښتان...
د «خبیر پښتونخوا» او «فدرال قبیلوي سیمو» یو ځای کېدل هېڅ بدلون نه شي را وستلی
د ۲۰۱۷م کال د نومبر له ۱۲مې را په دې خوا، کله چې په جمرود کې ګډونوالو د «ځوانانو په کنفرانس کې» د مرزي جنایي قوانینو(FCR) د لغوې غږ پورته کړ او د «فدرال قبیلوي سیمو(FATA)» او «خیبر پښتونخوا» سیمې د ژر...
الله سبحانه و تعالی اسلام د حاکمیت لپاره را لېږلی، نه د محکومیت لپاره
سیاسي شنونکي وایي: د اسراييل او سعودي عربستان اړیکې، دوی ته د ایران د ګواښ پر وړاندې د نوي سیمه‌یيز ایتلاف یوه برخه ده. یوه اسرايیلي وزیر د سعودي عربستان د هغه مفتي له څرګندونو څخه هر کلی وکړ، چې د فل...
د مسلمانانو اسلامي ژوند په خطر کې دی، نه اسلام!
د افغانستان جمهور رييس اشرف غني د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د میلاد نمانځنې په مراسمو کې وویل: «موږ په افتخار وایو، چې د افغانستان اساسي قانون د اسلامي ارزښتونو له نظره د اسلامۍ نړۍ تر ټولو غوره قا...

موضوعات جدید ...

ټرمپ په امریکا کې له کډوالو څخه وېره لري، چېرته چې ښوونکي د مسلمانو نجونو له سرونو څخه حجاب لرې کوي! ټرمپ په امریکا کې له کډوا...
همدا راز دغې زده کوونکې په خپله ټوېټر پاڼه کې زیاته کړې، چې دا له خپلې يوې ملګرې سره...
اې د اسلامي امت پوځونو! قدس د اسلامي خلا...
الله سبحانه و تعالی اسلام د حاکمیت لپاره...
د مسلمانانو اسلامي ژوند په خطر کې دی، نه...

نشرات جدید ...

ماهنامه تغییر - شماره هشتم
ماهنامه تغییر - شماره هشت...
ماهنامه تغییر - شماره هشتم ماهنامه تغییر به مسایل داغ سیاسی، فرهنگی و اجتماعی به سطح جهان و منطقه پرداخته و شما هم با استفاده از آن در نشر و بخش هر چه...
ځانګړی رپوټ: په سوریه کې د ترکیې نظامي م...
گزارش ویژه: بررسی مداخله نظامی ترکیه در ...
ماهنامه تغییر - شماره هفتم...
ماهنامه تغییر - شماره پنجم و ششم...

پر بیننده ترین ها ...

تاجکستان دولت خپلو هغو پوله ساتو ته چې د افغانستان اوسېدونکي وژني، ترفیع ورکوي
تاجکستان دولت خپلو هغو پو...
د تاجکستان پوله ساتو ځواکونو د افغانستان دوه تنه اوسېدونکي د بدخشان ولایت په اسکشمین ...
زندگی اسلامی مسلمانان در خطر است، نه اسل...
ابتلاء در نعمت و تنگ‌دستی...
د مسلمانوژنې روانه لړۍ دا ډول پای ته ورس...
نظری گذرا بر انقلاب‎های جهان عرب علیه حک...