Enter email addressInvalid email!

په دارالکفر کې د رسمي کېدو په موخه د حزب التحریر ثبت او راجستر
عطاء بن خلیل ابوالرشته | November 13, 2014

په دارالکفر کې د رسمي کېدو په موخه د حزب التحریر ثبت او راجستر

پوښتنه:

 انجنیر شیخ عطاء بن خلیل ابو الرشته، الله مو په خپله پناه کې وساته!

 

غواړم د حزب التحریر – ولایه اندونیزیا په اړه یوه مهمه پوښتنه وکړم، زما څخه د اندونیزیا مسلمانو ځوانانو په دغه دولت کې د حزب التحریر د رسمي کېدو په اړه پوښتنه وکړه، همدا ډول ځينو کسانو دا پوښتنه وکړه چې په اندونیزیا کې حزب التحریر د حق او باطل تر منځ توپیر نه شي کولی. نعوذ باالله!

 

۱. ښاغلی شیخ! په دې اړه ستاسو جامع او هر اړخیز ځواب څه دی؟

 

۲. په دغه ډول حکومت کې چې دارالکفر بلل کېږي د حزب د ثبتولو او رسمي کولو حکم څه دی؟ دلیل يې چې آیا حلال دی او که حرام راته بیان کړئ؟ په داسې حال کې چې امام شافعي (رح) په الام کتاب کې ویلي دي: ((په دارالاسلام او دارالکفر کې حلال، حلال دي او په دارالاسلام او دار الکفر کې حرام، حرام دي.)) موږ غواړو په دې اړه ستاسو له علم څخه ګټه واخلو. محترم شیخ، الله سبحانه و تعالی مو بریالي لره او الله مو له اسلامي امت څخه مه لرې کوه. همدا ډول له الله جل جلاله څخه غواړم د دې پوښتنې ځواب درته په نیکو اعمالو کې حساب کړي.

 

 ستاسو ورور عرفان ابو نوید

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!

هو وروره، په دارالاسلام او دار الکفر کې حلال، حلال دي او په دار السلام او دارالکفر کې حرام، حرام دي، خو ستاسو پوښتنه په اداري موضوګانو پورې اړه لري چې په اسلامي شریعت کې د مباح تر حکم لاندې راځي. که هغه په دارالاسلام کې وي او که په دارالکفر کې؛ د بېلګې په توګه: د هویت کارت (تذکره)، پاسپورت او یا هم ترافیکي نښې، د الوتکې یا رېل ګاډي د ټيکټ اخیستل، په کاري وخت کې د کار په ځای، پوهنتون او ښوونځي کې حاضرېدل او یا هم د کار په ساحه کې د حاضرانو او غیر حاضرانو د لېست جوړول؛ دا ټول په اداري موضوګانو پورې اړه لري او په اسلامي شریعت کې مباح دي، که هغه په دار الاسلام کې وي او که په دار الکفر کې او تاسو کولای شی چې له خنډ پرته ورڅخه ګټه واخلئ، حتی کولای شو چې ځينې اداري او د حکومت جوړنې جوړښتونه له دار الکفر څخه دارالاسلام ته راوړو او د اسلامي دولت د حکومت جوړولو په جوړښت کې ورڅخه ګټه واخلو. لکه څنګه چې د عمر رضی الله عنه د خلافت په وخت کې د فارسیانو له اداري او حکومتي جوړښت څخه اسلامي خلافت حکومتي جوړښت ته د دیوان راوړل مشهور دي.

 

( أخرج ابن أبي شيبة في مصنفه عَنْ أَبِي سَلَمَةَ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، أَنَّهُ قَدِمَ عَلَى عُمَرَ مِنَ الْبَحْرَيْنِ، قَالَ: فَقَدِمْتُ عَلَيْهِ فَصَلَّيْتُ مَعَهُ الْعِشَاءَ، فَلَمَّا رَآنِي سَلَّمْتُ عَلَيْهِ فَقَالَ: «مَا قَدِمْتَ بِهِ؟» قُلْتُ: قَدِمْتُ بِخَمْسِمِائَةِ أَلْفٍ... فَقَالَ لِلنَّاسِ: «إِنَّهُ قَدِمَ عَلَيَّ مَالٌ كَثِيرٌ فَإِنْ شِئْتُمْ أَنْ نَعُدَّهُ لَكُمْ عَدًّا، وَإِنْ شِئْتُمْ أَنْ نَكِيلَهُ لَكُمْ كَيْلًا»، فَقَالَ رَجُلٌ: يَا أَمِيرَ الْمُؤْمِنِينَ إِنِّي رَأَيْتُ هَؤُلَاءِ الْأَعَاجِمَ يُدَوِّنُونَ دِيوَانًا وَيُعْطُونَ النَّاسَ عَلَيْهِ، قَالَ: «فَدَوَّنَ الدَّوَاوِينَ وَفَرَضَ لِلْمُهَاجِرِينَ فِي خَمْسَةِ آلَافٍ خَمْسَةَ آلَافٍ وَلِلْأَنْصَارِ فِي أَرْبَعَةِ آلَافٍ أَرْبَعَةَ آلَافٍ، وَفَرَضَ لِأَزْوَاجِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فِي اثْنَيْ عَشَرَ أَلْفًا اثْنَيْ عَشَرَ أَلْفًا). 

ابن ابي شیبه په خپل مصنف کې د ابي سلمه او هغه له ابوهریره څخه روایت کوي چې هغه له بحرین څخه د عمر رضی الله عنه حضور ته ورغی او ویې ویل: زه د هغه حضور ته راغلم او د ماخستن لمونځ مې د هغه سره وکړ، کله یې چې زه ولیدم، پر هغه مې سلام واچاوه، وروسته عمر رضی الله عنه راڅخه پوښتنه وکړه: موږ ته دې څه راوړي دي؟ ومې ویل: ما تاسو ته پنځه سوه زره درهمه راوړي دي. وروسته عمر رضی الله تعالی عنه منبر ته وخوت او د الله جل جلاله ثنا یې وویله او ستاینه یې وکړه او ویې ویل: اې خلکو! هغه موږ ته ډېر مال راوړی دی، که غواړی درته ویې شمېرم او که غواړی درته وزن یې کړم؟  یو کس وویل: ای امیرالمؤمنینه! ما عجمیان لیدلي دي چې د مالیاتو کتاب (دیوان) یې جوړ کړی او هر څه به یې چې خلکو ته ورکول په هغه کتاب کې به یې ثبتول. ابو هریره رضی الله تعالی عنه وایي: عمر رضی الله عنه د فارسیانو غوندې د مالیاتو کتاب جوړ کړ او مهاجرینو ته یې پنځه پنځه زره، انصارو ته یې څلور څلور زره او مطهراتو ازواجو ته یې دولس دولس زره درهمه ورکړل  .

 

اوس مو پوښتنې ته راځم او هغه دا چې په اندونیزیا کې د حزب التحریر ثبت او نوم لیکل څه حکم لري؟

 

هغه څه چې پېښ شوي دي د خبرولو او معلوماتو د ورکولو (علم او خبر) تر عنوان لاندې پېښ شوي دي. د بېلګې په توګه: چې خلک د حزب له نامه، طریقې او فعالیتونو څخه خبر کړو، په دې اړه کومه ستونزه نشته، که مو خبر تر لاسه کړ چې دا ټول بې له دې مني چې کفري قانون را باندې تحمیل کړي، نو حزب په رسمي توګه ثبتوو. په دې وروستیو کې له دریو هېوادونو پرته هېڅ خاورې د کفري قوانینو  له تحمیل پرته دا نه دي راسره منلي. دا هېوادونه عبارت دي له: لبنان، اندونیزیا او تونس څخه. دا هېوادونه هم د هغې تیروتنې په تمه دي چې له مخې یې و کړلی شي حزب غیر رسمي اعلان کړي.

 

د حزبونو منل د خبرولو او معلوماتو ورکولو (علم او خبر) له لارې یوازې یو قانون دی، چې د عثماني خلافت د ۱۹۰۹م کال د حزبونو قانون ته ور ګرځي. په هغه قانون کې راغلي دي چې حزب باید حکومت د حزب د پتې او امیر څخه خبر کړي او حتی دا قانون په لبنان کې تر فشار لاندې دی، چې تر اوسه یې د دغه قانون په بدلولو موافقه نه ده کړې. ځکه چې د حزب د ثبت په وخت کې دغه متن د هغه ضمیمه و. "د سرچینو لپاره د عثماني خلافت د ۱۹۰۹م کال قانون ته مراجعه وکړئ".

 

حرام په دارالاسلام او دار الکفر کې حرام دي، په دې معنی چې په دار الاسلام او دارلکفر کې د شرابو څښل حرام دي او هر کله چې مسلمان شراب وڅښل د لویې ګناه مرتکب ګرځي.

 

دغه ټولې اداري موضوګانې روا دي او حکم یې مباح دی، د بېلګې په توګه: د سهار له ۸ بجو څخه د ماسپښين تر ۲ بجو پورې کار کول، هم په دار الاسلام کې او هم په دارالکفر کې مباح دي. دغه موضوع د حزب په ثبت، د هویت د کارت په اخیستلو، همدا ډول د پاسپورت په اخیستلو کې شامله ده؛ مګر د حزب ثبتول په دې شرط چې کفري قوانین به هم ورسره مني، هېڅکله جواز نه لري، لکه څنګه چې تاسو هم نشی کولای چې د هویت کارت د شراب څښلو په شرط ترلاسه کړئ.

 

که په دار الاسلام کې اداري موضوع مباح وي، نو په دار الکفر کې هم مباح ده، خو چې د حرامو مرتکب نه شي. د اندونیزیا په هېواد کې د حزب د ثبتولو موضوع روښانه ده. دا چې دا موضوع یوه اداري موضوع او د خبرولو او معلوماتو د ورکولو (علم او خبر) له ډول څخه ده بې له دې چې د کفر د قانون د منلو او عملي کولو مرتکب شي. هر هغه هېواد چې زموږ د حزب د ثبتولو اداري موضوع د خبرولو او معلوماتو ورکولو په توګه د کفري قوانینو له تحمیل پرته ومني، موږ ته روا دي چې په دغه هېواد کې حزب په رسمي ډول ثبت او راجستر کړو. خو که دوی حزب په دې شرط منلو چې کفري قوانین ورسره ومنو، موږ ته جواز نه لري چې په هغه هېواد کې حزب ثبت او راجستر کړو. هيله لرم چې دغه موضوع درته روښانه شوې وي. جزاکم الله خیر.

 

ستاسو ورور 

عطاء بن خلیل ابوالرشته 

  »

PDF Print Email
Views [ 1694 ]
نظر
 
اسم : اسم تانرا داخل نمایید
ایمیل : ایمیل آدرس تان را داخل کنیدایمیل آدرس تان اشتباه است
نظر :  نظر تان را داخل نماییدتعداد حروف از اندازه تعیین شده زیاد است
کود : A value is required.Invalid Security code.
  8567343
همچنان ...
له هغه چا نه پور اخیستل چې حلال او حرامو ته ژمن نه وي
۲. د غلا او غصب مال: دا کار پر غله او غاصب حرام دی. د هغه ډالۍ کول، پور اخیستل، پېر او پلور يې ډالۍ اخیستونکي، پلورونکي، پېرودونکي، پور اخیستونکي ته حرام او هر ډول معامله يې ناروا ده؛ ځکه دا مال یې د ...
حکم تصویربرداری در اسلام
این دو پرسش مربوط به ترسیم اشیای ذیروح یا اصلاح و دست کاری تصاویر اشیای ذیروح با دست؛ مانند دور کردن چین و چروک صورت، تغییر بعضی خصوصیات چهره و... بر می گردد، و حکم تحریم وارد شده در ادله شرعی بر این ...
د بازار موندنې له ډله ییزو او شبکه يي شرکتونو سره د کار حکم
لومړی: دا ډول شرکتونه د خپلو ځانګړو توکو د پېر لپاره، داسې بازارموندنه کوي، چې په لومړي ګام کې پر خپلو بازار موندونکو داسې شرط ږدي، چې دوی خپله یو ځانګړی توکي واخلي، وروسته د دلالۍ اجازه ورکوي، چې نور...
قرض گرفتن از کسی‏که پابند به حلال و حرام نباشد
3) مال که ذاتاً مباح است: مانند پول طلا، نقره و پول کاغذی. اما صاحب آن بر اساس معاملات حرام کسب نماید مانند مال ربا(سود)، مال قمار و مال شرکت‏های سهامی و قرعه کشی وغیره فقط بر کاسب آن حرام می‏باشد و ک...

موضوعات جدید ...

په افغانستان کې د کم عمرو ودونه که په امریکا کې د ماشومانو ځانپلورنه! په افغانستان کې د کم عمرو...
د افغانستان دولت هڅه کوي چې یو ځل بیا له افغان مېرمنو غلا شوې خوښۍ داسې ورکړي، لکه دو...
د امریکا متحده ایالات به د شمالي کوریا ...
له کابل څخه د ایران د بهرنیو چارو وزیر د...
ترکیه پس از نظام ریاستی به کدام سو تحول ...

نشرات جدید ...

ماهنامه تغییر - شماره هشتم
ماهنامه تغییر - شماره هشت...
ماهنامه تغییر - شماره هشتم ماهنامه تغییر به مسایل داغ سیاسی، فرهنگی و اجتماعی به سطح جهان و منطقه پرداخته و شما هم با استفاده از آن در نشر و بخش هر چه...
ځانګړی رپوټ: په سوریه کې د ترکیې نظامي م...
گزارش ویژه: بررسی مداخله نظامی ترکیه در ...
ماهنامه تغییر - شماره هفتم...
ماهنامه تغییر - شماره پنجم و ششم...

پر بیننده ترین ها ...

اگر اوباما اردوغان را در باره ی حزب کارگر کردستان فریب داد؛ پس امت اسلامی را چه کسی فریب می دهد؟
اگر اوباما اردوغان را در ...
این اظهارات اردوغان که پس از سه روز از موفقیت اش در همه پرسی تعدیل قانون اساسی و اعطا...
رادیکالیزم؛ طرح سرمایه داری به منظور جنگ...
افزایش تنش ها میان امریکا و کوریای شمالی...
مبارزه میان امریکا و انگلیس در قبال بهتر...
ترکیه پس از نظام ریاستی به کدام سو تحول ...