مهم

پیشنهاد یک تن از اعضای رژیم خیانتکار ایران پیرامون عقیم سازی زنان بی خانمان

Enter email addressInvalid email!

د ربا (سود) له مال سره باید څه وکړو؟
عطاء بن خلیل ابو الرشته | October 22, 2014

د ربا (سود) له مال سره باید څه وکړو؟

پوښتنه او ځواب


پوښتنه:

ښاغلی امیر صاحب! هیله لرم چې د الله ج په پناه کې به وې!

السلام علیکم ورحمة الله و برکاته!

یو چا په یوه سودي بانک کې خپل حساب پرانیست او یو څه وخت وروسته پوه شو چې په بانکي حساب کې یې ګټه زیاته شوې ده، ټول پوهیږو چې الله سبحانه وتعالی په خپل کتاب کې داسې فرمایی:

 

"... وَإِنْ تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُءُوسُ أَمْوَالِكُمْ لَاتَظْلِمُونَ وَلَا تُظْلَمُونَ"

که توبه وباسی، نو اصلي سرمایه مو ستاسو ده، مه ظلم کوئ او مه ظلم منئ

[بقره 279]

 

ځینې معاصرو عالمانو او لویانو د داسې مال د اخیستو اجازه ورکړې ده او د دې سپارښتنه یې کړې ده چې بانک ته دا مال مه پرېږدئ، ځکه چې د مال پرېښودل د بانک سره په حرامه کړنه کې مرسته کول دي او له بانک سره د سود د مال په پرېښودلو سره مو بل حرام عمل وکړ. اوس پوښتنه داده چې د سود له دې مال سره باید څه وکړو؟ آیا په دې مال باندې موږ کولی شو چې خپل قرض اداء کړو او یا یې هم بې وزله او فقیرانو ته ورکړو؟ او بې وزلو ته یې په ورکولو سره  دا کس د اجر او ثواب مستحق کېدای شي؟ هیله ده دې پوښتنې ته ځواب راکړئ. الله ج دې تاسو ته خیر درکړي او قدمونه مو الله ج ثابت او ټینګ وساته.

 

ځواب:

وعلیکم السلام ور حمة الله  برکاته!

مخکې له دې چې دې پوښتنې ته مو ځواب درکړم چې د سود له مال سره باید څه وکړئ، باید دا ووایم چې هغه څوک چې د بانک سودي معامله سرته رسوي، په دې مکلف دی چې ژر خپله معامله پای ته ورسوي او د دې کار له امله الله ج ته توبه وباسي. الله ج وایي:

 

"يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَصُوحًا...."

اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! الله ج ته د نصوحا توبه وباسی

تحریم: ۸ ایه

 

همدارنګه فرمایي:

 

"إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا وَأَصْلَحُوا وَاعْتَصَمُوا بِاللَّهِ وَأَخْلَصُوا دِينَهُمْ لِلَّهِ فَأُولَئِكَ مَعَ الْمُؤْمِنِينَ وَسَوْفَ يُؤْتِ اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ أَجْرًا عَظِيمًا"

"مګر هغه چا چې توبه وکړه او خپل ځان یې اصلاح کړ او پر الله یې تمسک وکړ او خپل دین یې د الله ج له پاره خالص کړ، نو دوی به له مومنانو سره وي او ډېر ژر به الله ج ورته لوی اجر ورکړي"

[نساء 146]

 

همدارنګه ترمذی له انس رض څخه روایت کړی چې رسول الله ص وفرمایل:

 

"كُلُّ ابْنِ آدَمَ خَطَّاءٌ وَخَيْرُ الخَطَّائِينَ التَّوَّابُونَ"

د آدم ټول زامن خطا‌ء کوونکي دي او تر ټولو ښه خطاء کوونکی هغه دی چې بیرته توبه وباسي.

 

د دې له پاره چې توبه سمه وي او الله ج د توبه کوونکي توبه قبوله کړي او ګناه یې وبښي، نو باید دا کس لومړی له ګناه لاس واخلي او له خپلې پخوانۍ ګناه پښېمانه شي او وروسته کلکه پرېکړه وکړي چې بیا به کله هم ګناه ونه کړي. که هغه ګناه داسې وه چې د چا مال یې په کې خوړلی او یا یې غصب کړی و، نو په دې حالت کې مکلف دی چې د خوړل شوی یا غصب شوی مال یې بېرته څښتن ته وسپاري او له هغه څخه بښنه وغواړي.

 

مسلمان مکلف دی چې خپله اشتباه په شرعي توګه جبران کړي، خپل ځان د حرامې ګټې له شره وژغوري، ځکه چې حرامه ګټه ناوړه پایله لري. احمد له عبدالله ابن مسعود څخه روایت کړی چې رسول الله ص وفرمایل:

 

"...وَلَا يَكْسِبُ عَبْدٌ مَالًا مِنْ حَرَامٍ... إِلَّا كَانَ زَادَهُ إِلَى النَّارِ"

او چا چې په حرامه توګه مال لاسته راوړ ... نو دا مال به یې اور ته نېږدې کړي

 

همدارنګه ترمذي له کعب بن عجرة څخه روایت کړی دی چې رسول الله ص ورته داسې وویل:

 

"يَا كَعْبَ بْنَ عُجْرَةَ، إِنَّهُ لَا يَرْبُو لَحْمٌ نَبَتَ مِنْ سُحْتٍ إِلَّا كَانَتِ النَّارُ أَوْلَى بِهِ"

اې کعبه بن عجرة! د انسان په بدن کې چې هره ټوټه غوښه له حرام مال څخه جوړه شوې وي، هغه به په اور کې سوځي.

 

او هغه مال چې په سودي بانک کې په اصلي پانګه ور زیات شوی دی او دا چې څنګه ځان ترې خلاص کړو؛ باید داسې ځواب درکړم:

 

 1.   که د بانک مسؤلینو ته ووایاست چې زه پرته له ګټې خپله پانګه غواړم او د بانک قوانین هم هغه ته اجازه ورکوي، نو په دې حالت کې خپله اصلي پانګه واخلئ.


2.    که د بانک قوانینو دا ډول اجازه نه ورکوله او سړی په دې مکلفوي چې له خپلې اصلي پانګې سره یو ځای سودي مال هم واخلي او که داسې ونه کړي خپله اصلي پانګه یې نه ورکول کېږي، نو بیا دې خپله اصلي پانګه او سودي مال هم واخلي او بیا باید د سود مال له خپله ځانه لرې کړي. د بېلګې په توګه هغه دې په پټه توګه خیریه مرکزونو ته ورکړي، پرته له دې چې څوګ ګومان وکړي چې نوموړي صدقه ورکړې، ځکه دا مال حرام دی او موخه دا ده چې هغه مال له ځان څخه لرې کړي. همدارنګه کولی چې دا مال کوم بې وزله او یا کوم مسجد ته ورکړي، پرته له دې چې د نوموړي هویت وپېژندل شي او ګومان وکړي چې هغه مال صدقه دی.


3.    خو دا چې په خیریه چارو کې د داسې مال په مصرفولو سره نوموړی کس د ثواب مستحق ګرځي او که نه؟ باید وویل شي چې نه! ځکه د حرام مال صدقه کول ثواب نه لري. په داسې حال کې چې نوموړي کس حلال مال نه دی صدقه کړی تر څو اجر ورکړل شي. خو هیله ده چې الله ج د نوموړي په دې کار سره چې سودي معامله پای ته رسوي اجر او ثواب ورکړي، ځکه الله ج د خپلو بندګانو توبه مني او د نیک عمل بدله یې کله هم له منځه نه وړي.

 

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته

۱۴۳۵ هـ ق د جمادی الاول ۲۸ مه

۲۰۱۴/۰۳/۲۹

ژباړه: الهام


PDF Print Email
Views [ 1702 ]
نظر
 
اسم : اسم تانرا داخل نمایید
ایمیل : ایمیل آدرس تان را داخل کنیدایمیل آدرس تان اشتباه است
نظر :  نظر تان را داخل نماییدتعداد حروف از اندازه تعیین شده زیاد است
کود : A value is required.Invalid Security code.
  8566343
همچنان ...
د ځمکې د اجارې په بدل کې مال اخیستل
له رافع ابن خدیج څخه روایت دی چې ویې ویل: موږ د رسول الله صل الله علیه وسلم په وخت کې مزارعت کاوه چې ناڅاپه د رسول الله صل الله علیه وسلم ځینې ترونه موږ ته راغلل او ویې ویل: رسول الله صل الله و علیه ...
خرید و فروش طلا
در قسمت تبادلۀ آن احکام خاص خود را دارد، در صورتی که آن از بخش معامله سودی باشد، پاک باشد یا نا پاک، خوب باشد یا خراب، خالص باشد یا مخلوط با چیز دیگری. پس در همه این موارد در صورتی که خرید و فروش از ج...
اخذ مال در اجاره ی زمين
ما در زمانه رسول الله صلی الله عليه وسلم مزارعت می نموديم که ناگهان بعضی از کاکاهای وی صلی الله علیه وسلم نزد ما آمده فرمودند: رسول الله صلی الله علیه وسلم ما را از کاری منع کرد که پُرمنفعت بود، ولی ا...
صرافی و حواله پول های رایج
از ابو منهال در مورد تبدیلی پول به پول به شکل فوری یا دست به دست پرسیدم، وی فرمود: من و شریکم چیزی را بطور دست به دست و چیزی را به نسیه-خريد و فروشی که بهای آن را به مهلت دهند- خریدیم، براء بن عازب رض...

آیا میدانستید: سریع ترین دین در حال...

آیا میدانستید: سریع ترین دین در حال رشد در جهان کدام است... ...

موضوعات جدید ...

فهرستی از خیانت های اردوغان فهرستی از خیانت های اردوغ...
برخی ها گفته اند: در جنگ اولین قربانی سخن حق است، این حرف تا جایی درست هم است. گهگاهی...
نظام سرمایه داری و توزیع ناعادلانه ثروت...
ثقافت اسلامی چیست و چرا قابل تغییر نیست؟...
رژیم نظربایوف، زنان مسلمان را از پوشیدن ...

نشرات جدید ...

ماهنامه تغییر - شماره چهارم
ماهنامه تغییر - شماره چها...
ماهنامه "تغییر" شماره چهارم بار پرداختن به قضایای داغ امت اسلامی به خصوص برخورد نظامی افغانستان و پاکستان در سرحد تورخم و نزدیک شدن افغانستان با هند م...
گزیدۀ از پاسخ های امیر حزب التحریر جلد ا...
ماهنامه تغییر - شماره سوم...
ماهنامه تغییر - شماره دوم...
مجله خلافت - شماره بیستم...

پر خواننده ترین ها ...

...
...
...

پر بیننده ترین ها ...

سقوط حلب؛ دسیسه ها، خیانت ها و خنجرهائی که از پشت زده شد!
سقوط حلب؛ دسیسه ها، خیانت...
ترکیه در حال حاضر، در چهارچوب مسئولیت خاصی که امریکا در نقشۀ خبیثانه اش برای آن در نظ...
پشت پرده ای قتل سفیر روسیه در انقره...
فرزندان هفتمین اردوی قوی جهان، دوستی ب...
تماشای حکام ظالم بر ختم سرنوشت دختران مس...
انفجارهای زنجیره ای ترکیه کار کیست؟...