Enter email addressInvalid email!

د عملياتو په واسطه د ښځو د شنډوالي په اړه
عطاء بن خليل ابو رشته | October 19, 2014

د عملياتو په واسطه د ښځو د شنډوالي په اړه

پوښتنه او ځواب 

 

هيثم العمور ته!

السلام عليکم و رحمت الله و برکاته!

زموږ مهربان شيخ صاحب، له ما سره يوه اړينه طبي پوښتنه ده چې ځواب ته يې ډېره اړتيا لرم. زه ډاکتر يم او په نسايي او ولادي روغتون کې کار کوم. هغه وخت چې ښځې ورته اړتيا ولري ولادي عمليات کوي؛ يعنې هغه وخت چې د جنين او ښځې ژوند له خطر سره مخ وي.

 

دلته ځينې حامله ښځې شته چې د ځينو ناروغيو له کبله له ستونزو سره مخ دي، د حاملګۍ موده په سختو ستونزو او کړاونو کې تېروي، دغه ناروغۍ، ناروغ دومره کمزوری کوي، چې د جنين پورته کولو توان نه لري، چې د بچيانو د زېږون ترمنځ لږ تر لږه بايد له دريو کلونو څخه تر څلورو کلونو پورې وقفه غواړي. له مجبورۍ موږ ځينې د حمل له اخيستلو منعه کوونکي وسايل کاروو. خو ځينې داسې ښځې شته چې په هغوی کې د حمل موانع د مطلوبې فاصلې پيدا کولو ته اړتيا نه پيدا کېږي او اولادونه يې ژر ژر پيدا کېږي او دا کار يې ژوند ګواښي، او په دوامداره توګه ښځې ډېرو نسايي او ولادي عملياتو ته اړ کېږي.

 

يو شمېر نورې ښځې شته چې د ملا فقرې يې نرمې او د غضروف يا نرم هډوکي په بڼه وي، يو شمېر نورې ښځې زياته وينه بهېدنه لري، نو ډاکتران د فالوف (د رحم نفير) لوله په دايمي توګه بندوي چې بيا حمل نشي اخيستی. دغه کار د ښځو په منځ کې په يوه رواج باندې بدل شوی دی. روغتونو ته ځي او د حمل د اخيستول د بې وسۍ دعوا کوي او د رحم د (نفير د لولې) د دايمي بندېدو غوښتنه کوي. په داسې حال کې چې عمر يې له ۳۶ کلونو زيات نه وي، حتی د ځينو عمر له ۳۲ کلونو څخه لوړ نه وي. په متخصصو ډاکترانو باندې فشار اچوي چې نسايي او ولادي عمليات يې وکړي او د رحم (نفير) لوله په کلکه بنده کړي.

 

پوښتنه:

د هغې ډاکترۍ چې د ښځو حالت د حمل په مختلفو مرحلو کې تر څېړنې لاندې نيسي او ګوري چې د حاملګې موده ورته ستونزمنه ده او ورته لازمه ده چې د فالوپ (د رحم نفير) لوله په دايمي توګه بنده کړي شرعي حکم څه دی؟ او د هغې ډاکترۍ په اړه چې يوازې د ښځو په خبرو باندې بسنه کوي او له څېړنې پرته يې عمليات کوي، په داسې حال کې چې د ښځې خبرې به سمې نه وي، اسلامي شريعت څه حکم کوي؟

 

ځواب:

وعليکم السلام ورحمت الله و برکاته

په اصل کې د حمل منعه په موقت ډول روا ده، د عزل د مشهورو دليلونو په اساس....

 

مګر په دايمي توګه د حمل منعه او شنډوالی حرام دی. نو د هغه دواګانو او عملياتو کول چې په دايمي توګه د حمل مانع او د نسل د قطعه کېدو سبب کېږي حرام دی. دا ډول کار کول شرعي جواز نه لري. د دې له پاره چې له دې عمل سره د خصي کېدو حکم مطابقت کوي او په همدې ګروپ کې راځي او هماغه حکم ځانته اخلي، ځکه دا کار نسل قطعه کوي، لکه څرنګه يې چې خصي کول قطعه کوي. د خصي کېدو د حراموالي په اړه ښکاره نصوص راغلي دي.

 

څرنګه چې سعد بن ابی وقاص فرمايي:

 

((رد رسول الله صلى الله عليه وسلم على عثمان بن مظعون التبتل ولو أذن له لاختصينا))

[متفق عليه]

رسول الله صلی الله عليه وسلم؛ د عثمان بن مظعون په دې خاطر واده نه کول چې د الله تعالی عبادت وکړي رد کړل، که يې چېرې هغه ته اجازه ورکړې وای، موږ خپل ځانونه خصي کول. عثمان بن مظعون رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغی او ويې ويل:

 

((يا رسول الله إني رجل يشق علي العزوبة، فأذن لي في الخصاء. قال: لا، ولكن عليك بالصيام)) 

اې رسول الله زه مجرد سړی يم چې مجردي را باندې سخته تېرېږي، ما ته اجازه را کړه چې خپل ځان خصي کړم. پيغمبر صلی الله عليه وسلم و فرمايل: نه! ته بايد روژه ونيسې او په بل روايت کې راغلي دي:

 

((يا رسول الله اتئاذن لي في الاختصاء؟ قال:إن الله أبدلنا بالرهبانية الحنيفية السمحة))

اې د الله تعالی رسوله آيا اجازه راکوې چې خپل ځان خصي کړم؟ رسول الله صلی عليه وسلم وفرمايل: الله تعالی موږ په حنيفي رهبانيت چې د ټينګې عقيدې او سمې لارې لرونکي ګرځولي يو.

 

په دايمي توګه د نسل قطعه کول د شريعت د حکم مخالف کار دی. چې شريعت زېږون او نسل د واده اصل بللی دی. الله تعالی انسان ته په خطاب کې ويلي دي:

 

((وَاللَّهُ جَعَلَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا وَجَعَلَ لَكُم مِّنْ أَزْوَاجِكُم بَنِينَ وَحَفَدَةً ....)) 

[نحل: 72]

الله تعالی ستاسې له پاره ستاسو له جنس څخه ښځې در کړې دي او ستاسو له ښځو څخه يې ستاسې له پاره بچيان او لمسيان را پيدا کړل....

 

نو په دې اساس د ښځو او نرانو له پاره د عملياتو په واسطه دايمي شنډوالی حرام دی.

 

مګر هغه وخت چې ښځه حمل واخلي تکړه، امانت کاره او د باور وړ ډاکتران پرېکړه وکړي چې د ماشوم پاتې کېدل د مور په خېټه کې، د مور ژوند له مرګ سره مخ کوي، چې د ماشوم مرګ ورسره يو ځای دی، په دې حالت کې د جنين سقط د مباح حکم لري او د مور د ژوند ژغورل لومړيتوب لري او اسلام دغه کار ته جواز ورکړی دی.

 

مګر د هغه ښځې خبرې چې حمل يې اخيستی وي او په خپل ژوند باندې ویرېږي، هغه له حقيقته لرې خبرې دي که څه هم حامله ښځه د مريضۍ په حال کې وي او په همدې طريقه بايد ژوند ته ادامه ورکړي، څو سالم ماشوم په سمه توګه وزېږوي، الله تعالی هغه ته ښه روغتيا ور په برخه کوي. لکه څرنګه مو چې وړاندې يادونه وکړه هغه وخت چې ښځه حمل واخلي او که د حمل پاتې کېدل د مور او ماشوم ژوند له مرګ سره مخ کوي د باور وړ او ماهرو ډاکترانو په امر د جنين سقط جواز لري.

 

په دې اساس شنډوالی حرام دی، د حمل په جريان کې د ښځې معالجه اړين امر دی. د حمل په جريان کې د ښځې د ژوند ساتنه هغه اړين امر دی چې اسلام يې حکم کړی دی. تر هغې چې جنين د مور ژوند په مرګ وګواښي چې د جنين مرګ هم ورسره تړلی دی، نو د باوري او امين ډاکتر په امر د جنين سقط جواز لري. خو د ښځې د ښکلا په موخه د حمل د دايمي مخنيوي (معالجه) حرامه ده. بايد ډاکتران دغه مسئله وړه ونه بولي. نو د حمل او مريض په تشخيص کې بايد بې کچې هڅه وکړي؛ ځکه دا يو امانت دی او ډاکتران بايد ورته ځانګړې پاملرنه ولري او خپل آخرت د دنيا په لږ متاع سره خرڅ نه کړي:

 

... فَمَامَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ 

[توبه: 38]

سره له دې چې د دنيا د ژوند متاع د آخرت پر وړاندې لږ څه دي!

 

د بحث په پای کې زه ښځو او مېړونو ته د نسل د زياتوالي توصيه کوم او د خپلو اولادونو په سمه روزنه کې له دوی څخه وعده اخلم، ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم د قيامت په ورځ د خپل امت په ډېروالي باندې وياړي. څرنګه چې بيهقي په لوی عمر کې له ابی امامه رضی الله عنه څخه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عيله وسلم فرمايلي دي:

 

((تَزَوَّجُوا فَإنِّی مُکاثِرٍ بکمُ الْأُمَمَ يوْمَ الْقِيامَةِ))...

(( واده ورکړئ چې زه د قيامت په ورځ د خپل امت په ډېروالي باندې په نورو امتونو باندې سرلوړي کوم)).

 

نوموړی حديث حاکم په خپل مسند کې د صحيحينو په شرطونو باندې له معقل ابن يسار رضی الله عنه او بزار په خپل مسند کې له انس رضی الله عنه او نورو هم روايت کړی دی.

 

او الله تعالی د صالحو ښځو او صالحو نرانو ولي دی.

 

ستاسې ورو عطاء بن خليل ابو رشته

23 رجب 1435 هجري قمري

يا 22/05/ 2014 ميلادي


PDF Print Email
Views [ 1841 ]

نظریات مرتبط:

February 06, 2015 | احمدشاه
دټولو نه لمړی السلام علیکم ! په پورته موضوع کی یوځای راته داپوښتنه پیداشوه چی لیکلی مودی (ای دالله ج رسوله آیا اجازه راکوی چی خپل ځان خصی کړم رسول الله ص وفرمایل الله ج مونږپه حنیفی رهبانیت چی دټینګی عقیدی اوسمی لاری لرونکی دی ګرځولی یو) دلته دحنفی مذهب تاسویادونه کړی اوکه بل هدف لری ؟که ی راته واضح کړی .مننه
October 21, 2014 | ګل احمد حنیف
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته محتر ورور عطاء بن خلیل ابو ررشته څخه ډیره مننه چی ټولو مسلمانانو ورنو او خویندو ته یی دا موضوع روښانه کړه جزاک الله خیراً کثیر
نظر
 
اسم : اسم تانرا داخل نمایید
ایمیل : ایمیل آدرس تان را داخل کنیدایمیل آدرس تان اشتباه است
نظر :  نظر تان را داخل نماییدتعداد حروف از اندازه تعیین شده زیاد است
کود : A value is required.Invalid Security code.
  8567343
همچنان ...
هغو کسانو ته ځواب چې د دولت د تاسیس لپاره د رسول الله (ص) طریقه پر ځان لازمه نه ګڼي
هغه کس چې استدلال کوي؛ «موږ د اسلامي دولت د حاکمیت او جوړښت لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره پابند نه یو.» ورته ووایه: که وغواړې اودس وکړې، د اوداسه د پېژندنې لپاره له کومو دلایلو ګټه اخ...
پاسخ برای کسانی که خود را در رسیدن به حکومت و تأسیس دولت اسلامی ملزم به طریقه رسول الله صلی الله علیه وسلم نمی دانند.
رسول الله صلی الله علیه وسلم از قبائلی مختلفی؛ نظیر: بنی شیبان، بنی عامر ... طلب النصره خواست به حدی که بیشتر از ده ها مرتبه این عمل را انجام داد و آنها پاسخش ندادند. با آنهم رسول الله صلی الله علیه و...
د رایجو پیسو صرافي او حواله
زما پوښتنه دا ده چې د پیسو بدلول له قبض او له یوه ځایه بل ته له حوالې پرته جواز لري؟ د بېلګې په توګه: زه غواړم چې له صرافۍ ۱۰۰۰ دیناره واخلم، له صراف سره مې هوکړه وکړه او ټول هغه څيزونه چې په دغه مجلس...
د سرو زرو پېر او پلور
نو هر کله چې تاسو پېرل او پلورل کول، نو له دغو سودي برخو څخه یو باید مثل په مثل وي، نه د عالي پر وړاندې، نو یوه پیمانه ښه خرما پر د دوو پیمانو خرابو خرماوو بدلولو روا نه دي. یوه پیمانه ښه غنم پر دوو ...

دفتر مطبوعاتی مرکزی: دعوت فراقاره‏ ...

دفتر مطبوعاتی مرکزی: دعوت فراقاره‏ ئی حزب التحریر برای تاسیس دوباره خلافت برمنهج...

موضوعات جدید ...

ترامپ و تحریم علیه مسلمانان ترامپ و تحریم علیه مسلمان...
اگر مسلمانان طبق افکار مروج سیکولریزم شروع برحمل افکار اسلامی اعم از سیاسی، اقتصادی و...
آیا امریکا بالای ایران حمله خواهد کرد؟...
دولت خلافت به نقشه های شیطانی حکومت های ...
زندان سیدنایا یا کشتارگاه انسان!...

نشرات جدید ...

ماهنامه تغییر - شماره چهارم
ماهنامه تغییر - شماره چها...
ماهنامه "تغییر" شماره چهارم بار پرداختن به قضایای داغ امت اسلامی به خصوص برخورد نظامی افغانستان و پاکستان در سرحد تورخم و نزدیک شدن افغانستان با هند م...
گزیدۀ از پاسخ های امیر حزب التحریر جلد ا...
ماهنامه تغییر - شماره سوم...
ماهنامه تغییر - شماره دوم...
مجله خلافت - شماره بیستم...

پر خواننده ترین ها ...

...
...
...

پر بیننده ترین ها ...

والی تخار باید از رقابت امریکا و روسیه نگران باشد، نه از فعالیت های حزب التحریر!
والی تخار باید از رقابت ا...
محمدياسين ضياء والى تخار، به تاریخ ١٥ دلو ۱۳۹۵ هـ. ش در يک مصاحبۀ اختصاصى به آژانس خب...
تحلیل کاهش نفوذ امریکا و پیامدهای آن...
د امریکا د سیاسي نفوذ کمښت او د هغه پایل...
د تخار والي باید د امریکا او روسیې له سی...
افزایش تلفات ملکی: نتیجه پیمان امنیتی یا...