مهم

سیاست امریکا در قبال فلسطین و ایران

Enter email addressInvalid email!

په کفري نظامونو کې ګډون کول
عطا بن خلیل ابوالرشته | October 07, 2014

په کفري نظامونو کې ګډون کول

پوښتنې ته ځواب

پوښتنه: د هغه بحث په اوږدو کې چې مسلمان ته په اوسنيو حکومتي نظامونو کې چې د اسلام پر بنسټ حکومت نه کوي ګډون کول حرام دي، يو کس وويل چې هغه له يوه شيخ څخه اورېدلي چې په نوموړو نظامونو کې ګډون په دې دليل جايز دی، چې يوسف عليه السلام په مصر کې د مصر د ملِک په شريعت سره حکومت وکړ ... او همداراز نجاشي کلونه – کلونه په کفر حکومت وکړ، په داسې حال کې چې هغه مسلمان و او رسول الله صلی الله عليه وسلم په هغه باندې د جنازې غايبانه لمونځ ادا کړ ... همداراز مصلحت هم هغه شرعي دليل دی، چې د دې غوښتنه کوي، ځکه چې مسلمان شخص په حکومت کې د مسلمانانو ګټې د يوه سېکولر په نسبت  ښې خوندي کوي ...

 

نو پوښتنه دا ده؛ چې دغه استدلال تر کومه سم دی؟ او آيا اوس هم داسې شيوخ شته چې دا ډول خبرې کوي؟ موږ د خپلې پوښتنې ځواب غواړو او تاسو ته دې الله سبحانه وتعالی د خير جزا درکړي.

 

ځواب: هو د چارواکو يو شمېر مشايخ شته چې دا ډول خبرې کوي او دا هغسې خبرې دي، چې حجت نشي بلل کيدای، ځکه د ماانزل الله حکومت کولو په اړه صريح او واضح دلايل شتون لري، چې ثبوت او دلالت يې دواړه قطعي دی او د امامانو ترمنځ يې په اړه هېڅ د اختلاف ځای نشته. ځکه په ماانزل الله باندې حکومت کول فرض دي، الله سبحانه وتعالی فرمايلي

 

﴿فَاحْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنْ الْحَقِّ﴾ 

يعنې: نو پر هغه څه حکم وکړه چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي دي او د هغوی د هوا او غوښتنو پيروي مه کوه، له هغه څه نه چې الله سبحانه وتعالی له حق څخه پر تا نازل کړي دي.


او همداراز الله سبحانه وتعالی فرمايلي دي:

 

﴿وَأَنْ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ وَلاَ تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ

يعنې: د هغوی ترمنځ په هغه څه چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي دي حکم وکړه، د هغوی د هوا او غوښتنو پيروي مه کوه او له دې ځان وساته چې له ځينو نازل شوو احکامو څخه تا په فتنه کې واچوي.


او په دغه معنی کې ګڼ شمېر نصوص شتون لري. خو په ما انزل الله باندې حکومت نه کول او وضعي قوانينو ته د حکومت کولو په موخه پناه وړل، کفر دی که حاکم ورباندې معتقد شي او که حاکم پرې عقيده ونه لري ظلم او فسق دی او دا د الله سبحانه وتعالی په دغه قول کې راغلي دي:

 

﴿وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُوْلَئِكَ هُمْ الْكَافِرُونَ﴾ 

يعنې: او څوک چې په هغه څه چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي دي حکم ونه کړي، نو هغوی کافران دي.


او د الله سبحانه وتعالی دا قول:

 

﴿وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُوْلَئِكَ هُمْ الظَّالِمُونَ

يعنې: او څوک چې په هغه څه چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي دي حکم ونه کړي، نو هغوی ظالمان دي.


او د الله سبحانه وتعالی دا قول:

 

﴿وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُوْلَئِكَ هُمْ الْفَاسِقُونَ

يعنې: او څوک چې په هغه څه چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي دي حکم ونه کړي، نو هغوی فاسقان دي.


خو په هغه څه چې د سلاطينو مشايخ استدلال کوي، لکه څنګه مو چې وويل؛ حجت نشي کېدای او دا په لاندې ډول دي:

 

۱. د يوسف عليه السلام په عمل باندې د يو شمېر کسانو استدلال چې وايي هغه په ځينو قضيو کې د مصر د ملک په شريعت باندې يعنې په غير ماانزل الله باندې حکومت کاوه، دا استدلال يې په خپل ځای کې نه دی، ځکه موږ د هغه اسلام په پيروۍ باندې مامور شوي يو چې په محمد عليه واله الصلاة والسلام باندې د الله سبحانه وتعالی له لوري وحی شوی دی او موږ د يوسف عليه السلام او نورو انبياوو عليهم السلام د شريعتونو په پيروۍ نه يو مکلف شوي، دا ځکه چې پخواني شريعتونه زموږ لپاره شريعت نه دی، ځکه هغه په اسلام سره منسوخ شوي دي، الله سبحانه وتعالی فرمايلي دي:

 

﴿وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ فَاحْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنَ الْحَقِّ لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنْكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا﴾،

يعنې: او موږ تا ته حق کتاب نازل کړی دی، چې له کتاب څخه د هغو تصديق کوي چې د دوی (اهل کتابو) په لاسونو کې دي (تورات او انجيل) او پر هغوی برلاسی (ناسخ) دی، نو د هغوی ترمنځ په هغه څه چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي دي، حکم وکړه او د هغوی د هوا او غوښتنو پيروي مه کوه، له هغه څه څخه چې پر تا حق راغلي دي، ځکه له تاسو څخه هرچاته مو ځانګړې مفکوره او طريقه ګرځولې ده. د "مهيمنا" معنی دا ده چې ناسخ دی، اسلام د پخوانيو کتابونو شريعتونه منسوخ کړي دي، نو له همدې امله له موږ څخه پخوا شريعتونه زموږ لپاره شريعت نه دي.


خو يو شمېر د اصولو امامان شته، چې دغه قاعده يې بل ډول اخيستې ده، يعنې: «شَرْعُ مَنْ قبلَنا شرع لنا ما لم يُنْسَخ»، يعنې: زموږ څخه پخوا شريعتونه زموږ لپاره ترهغه شريعت دي، چې منسوخ شوې نه وي. دا هم په پخوانيو شريعتونو باندې استدلال محدودوي، يعنې يوازې هغه احکام يادوي چې له هغو شريعتونو څخه منسوخ شوي نه وي. خو هغه احکام چې زموږ شريعت راوړي وي، نو له پخوانيو شريعتونو څخه د هغو اخيستل جواز نه لري، بلکې موږ هغه څه غواړو چې زموږ په شريعت کې راغلي وي او په اسلام کې په ما انزل الله باندې حکومت کول واضح دي او هغه د هر پخواني شريعت ناسخ دي، که زموږ له شريعت سره مخالفت ولري، نو د اصولو ټولو معتبرو علماوو، برابره ده که په لومړنۍ قاعده "شرع من قبلنا ليس شرعاً لنا" او که په دويمه قاعده "شرع من قبلنا شرع لنا ما لم ينسخ"، باندې يې استدلال کړی وي، دواړه پر ما انزل الله باندې حکم واجب بولي، ځکه هغه په اسلام کې په صريح ډول منصوص او د ثبوت له وجې قطعي او د دلالت له مخې واضح او د مخالفت په صورت کې د پخوانيو شريعتونو ناسخ دی.

 

خو موږ دا د يوې فرضيې په توګه وايو چې يوسف عليه السلام په ځينو قضيو کې د مصر د ملِک په شريعت باندې حکومت کړی، حال دا چې صحيح دا ده، چې يوسف عليه السلام نبي او معصوم و، هغه له ما انزل الله پرته په بل څه حکم نه دی کړی، لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی په يوسف سورت کې، د هغه خبرې له خپلو ملګرو سره په زندان کې داسې رانقلوي

:

﴿يَا صَاحِبَيِ السِّجْنِ أَأَرْبَابٌ مُتَفَرِّقُونَ خَيْرٌ أَمِ اللَّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ (39) مَا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِهِ إِلَّا أَسْمَاءً سَمَّيْتُمُوهَا أَنْتُمْ وَآبَاؤُكُمْ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ بِهَا مِنْ سُلْطَانٍ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ أَمَرَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ

يعنې: اې زما د زندان ملګرو! آيا بېلابېل خدايان غوره دي، که يو الله چې قهار هم دی؟ کوم چې تاسو له هغه پرته عبادت کوی، بل څه نه دي، مګر هغه چې تاسو او ستاسو پلرونو هغوی په خدايۍ بللي، الله سبحانه وتعالی په دې اړه هېڅ قطعي دليل نه دی نازل کړی، حکم يوازې د الله سبحانه وتعالی دی، هغه امر کړی چې د بل چا پيروي مه کوئ، مګر يوازې د هغه، دا محکم او ثابت دين دی، مګر ډېری خلک نه پوهيږي.


نو يوسف عليه السلام ويلي چې

 

﴿إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِيعنې: له شک پرته حکم يوازې د الله سبحانه وتعالی دی.

ځکه چې حاکميت د رب العالمين دی، هغه ذات چې مسلمان يې عبادت کوي، يوازې له هغه سبحانه وتعالی څخه تشريع اخلي او له هغه پرته بل څوک په ربوبيت باندې نه نيسي.

 

او د يوسف عليه السلام په اړه نه ښايي چې فعل يې له قول سره مخالف وي، خلک د الله سبحانه وتعالی د حاکميت لور ته راوبولي او بيا هغه خپله په کفر باندې حکومت وکړي. ځکه د دا ډول خبرې معنی د الله سبحانه وتعالی د انبياوو له ډلې څخه د يوه نبي پر عصمت باندې تېری او په هغه پسې دروغ ګڼل کيږي او دا ډېره لويه موضوع ده ... له همدې امله يوسف عليه السلام هېڅکله په کفر باندې حکومت نه کاوه، بلکې هغه له الله سبحانه وتعالی سره د بشپړ صدق او اخلاص له مخې پر هغو نازلو شوو احکامو باندې حکومت کاوه، چې پر ده نازل شوي وو. لکه څنګه مو چې وويل، که فرض کړو چې الله سبحانه وتعالی يوسف عليه السلام ته د هغه په شريعت کې د دې اجازه ورکړې وه، چې هغه په ځينو قضيو کې د مصر د ملِک پر قوانينو حکومت وکړي، نو اسلام خو ټول پخواني شريعتونه منسوخ کړي دي او د رسول الله صلی الله عليه وسلم له رسالت وروسته په موږ باندې واجب ده، چې په اسلام حکومت وکړو نه په بل څه.

 

۲. همداراز د نجاشي له موقف څخه د هغوی استدلال هم بې ځايه دی، ځکه که څوک په مسئله کې دقيق شي، نو دا درک کوي، چې نجاشي له مسلمانېدو څخه وړاندې ملِک و او هغه په پټه مسلمان شوی و او له اسلام منلو لږ وروسته په لنډه موده کې وفات شوی دی او د اسلام په تطبيق باندې قادر شوی نه و، له همدې امله يې د خپل اسلام راوړلو اعلان هم نه و کړی، ځکه چې قوم يې کفار وو ... او د هغه چا په اړه صدق نه کوي، چې د خلکو تر منځ معروف مسلمان وي. په دې اړه لږ څه تفصيل ورزياتوم نو وايو:

 

ا. د نجاشي کلمه پر حبشه باندې د حاکم شخص نوم نه دی، بلکې هغه د حبشې د هر حاکم لپاره لقب دی، نو لکه څنګه چې د فارس حاکم په کسری او د روم حاکم په قيصر او .... نو د حبشې حاکم به "نجاشي" بلل کېده او هغه نجاشي چې اسلام يې راووړ او رسول صلی الله عليه وسلم په هغه باندې لمونځ ادا کړ، د هغه په مسلمانېدو باندې کلونه نه دي تېر شوي، لکه څنګه چې په پوښتنه کې راغلي دي، بلکې ډېره لنډه موده چې له څو ورځو، مياشت او يا دوه مياشتو ... څخه نه اوړي او دا هغه نجاشي هم نه دی، چې مسلمانانو هغه ته له مکې څخه هجرت ور وکړ او همداراز هغه نجاشي هم نه دی  کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم چارواکو ته ليکونه استول او هغه ته يې عمرو بن اميه الضمري، د حديبيې له سولې وروسته ورواستاوه، بلکې دا بل نجاشي دی، چې له هغه نجاشي وروسته يې د حکومت واګې ترلاسه کړې وې، کوم ته رسول الله صلی الله عليه وسلم د نورو چارواکو سره يوځای ليکونه واستول او په دې اړه په بخاري او مسلم کې روايتونه شتون لري. له شک پرته چا چې پر هغه نجاشي چې مسلمان شوی، د هغه نجاشي ګومان کړی وي چې له مکې څخه مسلمانان ور مهاجر شول او يا هم هغه نجاشي چې رسول صلی الله عليه وسلم د حديبيې له سولې وروسته ورته عمرو بن اميه الضمري ورواستاوه، توهم يې کړی او په دې اړه هغه روايتونه چې په بخاري او مسلم کې روايت شوي يو له بل سره تعارض لري او دا د هغوی د دغه توهم لپاره غوره رد دی، خو د هغو مسايلو په اړه چې موږ پورته ياد کړل، له هغو څخه دا دلايل يادوو:

 

أخرج مسلم عَنْ قَتَادَةَ، عَنْ أَنَسٍ:

 

(«أَنَّ نَبِيَّ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَتَبَ إِلَى كِسْرَى، وَإِلَى قَيْصَرَ، وَإِلَى النَّجَاشِيِّ، وَإِلَى كُلِّ جَبَّارٍ يَدْعُوهُمْ إِلَى اللهِ تَعَالَى»، وَلَيْسَ بِالنَّجَاشِيِّ الَّذِي صَلَّى عَلَيْهِ النَّبِيُّ.)

يعنې: مسلم له قتاده او هغه له انس رضی الله عنه څخه روايت کړی: چې نبي الله صلی الله عليه وسلم کسری، قيصر، نجاشي او هر جبار (ډېر ظالم) ته وليکل، هغوی يې الله سبحانه ته را وبلل. او دا هغه نجاشي نه دی چې نبي صلی الله عليه وسلم ورباندې د جنازې لمونځ ادا کړ.

 

وأخرج الترمذي عَنْ قَتَادَةَ، عَنْ أَنَسٍ:

 

(«أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَتَبَ قَبْلَ مَوْتِهِ إِلَى كِسْرَى وَإِلَى قَيْصَرَ وَإِلَى النَّجَاشِيِّ وَإِلَى كُلِّ جَبَّارٍ يَدْعُوهُمْ إِلَى اللَّهِ» وَلَيْسَ بِالنَّجَاشِيِّ الَّذِي صَلَّى عَلَيْهِ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ. "هَذَا حَدِيثٌ حَسَنٌ صَحِيحٌ")

يعنې: ترمذي له قتاده او هغه له انس رضی الله عنه څخه روايت کړی: چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له خپلې مړينې پخوا کسری، قيصر، نجاشي او هر جبار (تر ټولو ډير ظالم) ته وليکل او هغوی يې د الله سبحانه وتعالی لوري ته راوبلل.

 

نو د مسلم او ترمذي له حديث څخه واضح څرګنديږي چې؛ کوم نجاشي چې اسلام راوړی او پر هغه باندې رسول صلی الله عليه وسلم د جنازې لمونځ ادا کړی، هغه نجاشي نه دی، چې رسول صلی الله عليه وسلم له نورو چارواکو سره يوځای ورته استازي ولېږل.

 

ب. په داسې حال کې چې رسول صلی الله عليه وسلم له حديبيې څخه راوګرځېد، نو چارواکو ته يې ليکونه واستول، يعنې د شپږم هجري کال له ذي القعدې وروسته، په داسې حال کې چې دغه نجاشي چې مسلمان شوی، هغه نجاشي نه دی چې رسول صلی الله عليه وسلم له نورو چارواکو سره يو ځای ورته ليکونه استولي وو، بلکې له هغه وروسته نجاشي دی، نو د چارو واګې يې په شاوخوا اووم هجري کال کې ترلاسه کړې دي.

 

ج – له دې امله چې ابوهريره رضی الله عنه له رسول صلی الله عليه وسلم سره په هغه لمانځه کې و، چې په مسلمان شوي نجاشي باندې يې ادا کړ، لکه څنګه چې پر نجاشي باندې د لمانځه په اړه احاديثو کې راغلي دي او دا معروفه ده، چې ابوهريره وروسته له هغې چې نجاشي اسلام راووړ، مدينې ته د دوس له وفد سره چې اويا اتيا کسان وو، ملګرتيا وکړه او په هغو کې ابوهريره هم و او دا مهال رسول الله صلی الله عليه وسلم په خيبر کې وو. وروسته له هغې د رسول الله صلی الله عليه وسلم خواته ورغلل او هلته يې ورسره ملاقات وکړ. همداراز رسول الله صلی الله عليه وسلم هغوی ته د خيبر غنيمت هم ورووېشه او د خيبر پېښه په اووم هجري کال کې ترسره شوه او دا په دې معنی؛ هغه نجاشي چې اسلام يې راوړی و، د حبشې حکومت يې په شاوخوا اووم هجري کال کې ترلاسه کړی و او په اووم هجري کې وفات شوی يعنې څو ورځې او يا له لږ مياشتو ځنډ وروسته ...

 

د- له شک پرته دا مهال په حبشه کې کفار اوسېدل او په نصراني دين باندې وو، حاکم يې نجاشي د هغوی له خبرېدو پرته په پټه مسلمان شوی و، بلکې پرته له دې چې هېڅوک پرې پوه شي، حتی رسول صلی الله عليه وسلم، لکه څنګه چې پر دغه نجاشي باندې د لمانځه له احاديثو څخه معلوميږي، هم د وحی په واسطه د نجاشي له وفات څخه خبر شوی او پر نجاشي باندې د لمانځه د احاديثو مفهوم پر همدې دلالت کوي:

 

- أخرج البخاري عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: «أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ نَعَى النَّجَاشِيَّ فِي اليَوْمِ الَّذِي مَاتَ فِيهِ خَرَجَ إِلَى المُصَلَّى، فَصَفَّ بِهِمْ وَكَبَّرَ أَرْبَعًا».

يعنې: بخاري له ابي هريره رضی الله عنه څخه روايت کړی: رسول الله صلی الله عليه وسلم د نجاشي په مړينه غمجن شو او په هماغه ورځ چې هغه مړ شوی و، د لمانځه ځای ته لاړ، صف يې برابر کړ او څلور تکبيره يې ادا کړل.

 

او په بل روايت کې داسې راغلي دي «نَعَى لَنَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ النَّجَاشِيَّ صَاحِبَ الحَبَشَةِ، يَوْمَ الَّذِي مَاتَ فِيهِ»، فَقَالَ: «اسْتَغْفِرُوا لِأَخِيكُمْ».

يعنې: رسول الله صلی الله عليه وسلم موږ ته د حبشې د حاکم نجاشي د مړينې يادونه په هماغه ورځ وکړه، چې هغه پکې مړ شوی و، نو ويې ويل: خپل ورور ته مغفرت وغواړئ.

 

- وأخرج البخاري عن جَابِرَ بْنَ عَبْدِ اللَّهِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا، يَقُولُ: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «قَدْ تُوُفِّيَ اليَوْمَ رَجُلٌ صَالِحٌ مِنَ الحَبَشِ، فَهَلُمَّ، فَصَلُّوا عَلَيْهِ»، قَالَ: فَصَفَفْنَا، فَصَلَّى النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَيْهِ وَنَحْنُ مَعَهُ صُفُوفٌ قَالَ أَبُو الزُّبَيْرِ: عَنْ جَابِرٍ «كُنْتُ فِي الصَّفِّ الثَّانِي»، وفي رواية أخرى عن جابر قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ حِينَ مَاتَ النَّجَاشِيُّ: «مَاتَ اليَوْمَ رَجُلٌ صَالِحٌ، فَقُومُوا فَصَلُّوا عَلَى أَخِيكُمْ أَصْحَمَةَ».

يعنې: بخاري له جابر بن عبد الله رضی الله عنهما څخه روايت کړی، ويلي يې دي: نبي صلی الله عليه وسلم وفرمايل: نن له حبشې څخه يو صالح کس وفات شوی، نو راشئ او پر هغه لمونځ ادا کړئ. راوي وايي: موږ صفونه جوړ کړل، نو نبي صلی الله عليه وسلم پر هغه لمونځ په داسې حال کې ادا کړ چې موږ په صفونو کې ورسره وو. ابو زبير وايي: چې له جابر څخه روايت دی چې: زه په دويم صف کې وم. او له جابر څخه په بل روايت کې راغلي، کله چې نجاشي مړ شو، نبي صلی الله عليه وسلم وفرمايل: نن يو صالح کس مړ شو، نو پورته شئ او په خپل ورور اصحمه باندې لمونځ ادا کړئ.

 

او په احاديثو کې د راغلو کلمو مفهوم:

 

«نَعَى النَّجَاشِيَّ فِي اليَوْمِ الَّذِي مَاتَ فِيهِ»، «نَعَى لَنَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ النَّجَاشِيَّ صَاحِبَ الحَبَشَةِ، يَوْمَ الَّذِي مَاتَ فِيهِ»، نو ويې ويل: «اسْتَغْفِرُوا لِأَخِيكُمْ»"، «مات اليوم رجل صالح...». دا دی، چې په کومه ورځ چې نجاشي پکې مړ شوی و د هغه غمرازي، په داسې حال کې چې نجاشي په حبشه کې و او رسول صلی الله عليه وسلم په مدينه کې، خپله دا معنی لري چې هغه د وحی په واسطه خبر شوی و، ځکه چې د رسول صلی الله عليه وسلم دا قول: «اسْتَغْفِرُوا لِأَخِيكُمْ» چې د خپل ورور لپاره مو مغفرت وغواړئ او: «مات اليوم رجل صالح...»، نن يو نېک کس مړ شوی... په دې معنی چې هغوی د هغه له مړينې څخه نه وو خبر ...

 

هـ- له همدې امله د نجاشي حالت هم دلته د تطبيق وړ نه دی، ځکه هغه په پټه مسلمان شوی و، قوم يې کفار وو، له لږ وخت وروسته مړ شوی او يوازې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پرته بل هېڅوک د هغه په اسلام راوړلو خبر نه وو، هغه هم د وحی له لارې خبر شوی و ... نو دغه حالت د هغه مسلمان پر حالت باندې د تطبيق وړ نه دی، چې په اسلام کې معروف وي او په بغير ما انزل الله حکومت کې برخه واخلي او هغه څوک چې دا دليل پر دې واقعيت باندې تطبيقوي هېڅ دليل او دليل ته ورته څه نه لري.

 

۳. همداراز د مصلحت له مخې استدلال چې وايي هغه دليل دی، دا هم بې ځايه خبره ده او په لاندې ډول يې درته وړاندې کوو:

 

هو يو شمېر د فقهې د اصولو علماء شته چې مصلحت يې دليل بللی، مګر دا يې پکې شرط ګرځولی چې په شرع کې به د هغو په اړه امر او نهی نه وي راغلې، خو که د هغه په اړه امر او نهی راغلي وي، نو هغه بيا د مصلحت په حکم سره نه اخيستل کيږي، بلکې په دې دليل اخيستل کيږي چې په شرع کې راغلي دي او هېڅ د اصولو معتبرو علماوو نه دي ويلي چې وحی شوي نصوص دې د مصلحت په دليل سره معطل کړي.

 

دا چې ربا حرامه ده، شرعې د هغو نصوصو پر بنسټ حرامه کړې چې وحی شوي، نو کله که مصلحت د هغې غوښتنه هم وکړي، شريعت هغه ردوي او حراموي يې، نو که هغه کسان چې د علماوو په نامه نومول کيږي د هغې د حلالوالي فتوی هم ورکړي، فتوا يې مردوده ده او هغه له هغه شريعت سره ټکر لري چې د وحی په واسطه راغلی دی.

 

نو د بغير ما انزل الله حکومت کولو مسئله د ربا په څېر قطعي حرامه ده، ځکه چې وحی شوي نصوص دا وايي. نو دلته د مصلحت پر بنسټ حکم کولو ته هېڅ ځای نه پاتې کيږي، نو څنګه چې شرع ده، هماغه مصلحت دی او نه د دې برعکس.

 

نو موږ په دغه بحث کې د اصولو د علماوو د نجارانو په اړه چې تساهل يې کړی او د مرسله مصالحو خبره يې کړې، آن د دوی په مذهب کې د مصلحت پر بنسټ د استدلال ځای نشته. سره له دې چې حقيقت دای چې مصالح مرسله اصلاً شتون نه لري او دا د هغو کسانو په نظر شتون لري، چې وايي شريعت ځينې چارې پرته له امر او نهی څخه پرې ايښې دي او هغوی ويلي چې مصلحت په دغه برخه کې کارول کيږي. حال دا چې شريعت هېڅ شی د حکم له بيانولو څخه نه دي پرې اېښي، بلکې شريعت د هرڅه احکام بيان کړي دي ﴿تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍيعنې: د هرڅه بيانوونکی. ﴿مَا فَرَّطْنَا فِي الْكِتَابِ مِنْ شَيْءٍيعنې: په کتاب کې هېڅ شئ نه دي پاتې شوي.﴿الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا﴾. يعنې: نن مې تاسو ته ستاسو دين تکميل کړ او پرتاسو مې خپل نعمت بشپړ کړ او تاسو ته مې د اسلام دين غوره کړ.


۴. په پايله کې په کفري نظامونو کې ګډون او بغير ما انزل الله حکومت کول کفر دی، که حکومت کوونکی حاکم په بغير ما انزل الله حکومت کولو سره عقيده ولري او که عقيده ونه لري نو ظلم او فسق دی، لکه څنګه چې په دغو کريمه آيتونو کې راغلي دي:

 

﴿وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُوْلَئِكَ هُمْ الْكَافِرُونَ﴾ 

يعنې: او څوک چې په هغه څه چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي دي حکم ونه کړي، نو هغوی کافران دي.


﴿وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ

يعنې: او څوک چې په هغه څه چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي دي حکم ونه کړي، نو هغوی ظالمان دي.


 ﴿وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ 

يعنې: او څوک چې په هغه څه چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي دي حکم ونه کړي، نو هغوی فاسقان دي.


نو هغه کسان چې په بغير ما انزل الله حکومت کولو کې برخه اخيستنې ته جواز ورکوي، هېڅ دليل او آن شبه دليل هم نه لري، ځکه نصوص د دغه عمل په منع کولو کې قطعي الثبوت او قطعي الدلاله راغلي دي.

 

هيله کوم چې د الله سبحانه وتعالی په اذن سره ځواب واضح، کافي او شافي وي.

 

ستاسو ورور عطا بن خلیل ابوالرشته

۴رجب۱۴۳۵هـ


PDF Print Email
Views [ 1930 ]
نظر
 
اسم : اسم تانرا داخل نمایید
ایمیل : ایمیل آدرس تان را داخل کنیدایمیل آدرس تان اشتباه است
نظر :  نظر تان را داخل نماییدتعداد حروف از اندازه تعیین شده زیاد است
کود : A value is required.Invalid Security code.
  8567343
همچنان ...
حکم قرارداد دوینی و نصفه گی که در افغانستان رایج است
در افغانستان قرارداد و معامله ای رایج است که ما صحت و سقم آن را نمی دانیم. این قرارداد به گونه ای است که شخص فقیر گوساله یک ساله و یا ده ماهه را برای یک و یا دو سال می چراند و پرورش می دهد. اگر گوساله...
د خلافت له تاسیس وروسته له سودي مالونو سره څه وکړو؟
د سود د معلومېدو په صورت کې سودي مال بېرته خپل څښتن ته ورکول واجب دي او که يې څښتن معلوم نه وي، سودي مال په بیت المان کې اېښودل کیږي. البته پر شرعي عقوبت سربېره چې د سود پر معامله کوونکي، سودخوړونکي، ...
قواعد شرعی استفاده از دریا ها
بدون شک این موضوع از زمان رسول الله صلی الله علیه وسلم تا عصر ما نزد مسلمانان واضح و روشن است که دریا ها و رودخانه های بزرگ؛ مانند: دجله، فرات و نیل ملکیت عامه بوده و هیچ وقت به ملکیت فردی اختصاص نیاف...
بعد از تاسیس خلافت با اموال ربا چه خواهیم کرد؟
1. پاسخ به این پرسش که با مال ربا چه خواهیم کرد؟ در کتاب "اموال در دولت خلافت" واضح بیان شده است، دولت چگونه مالی که از طریق نامشروع؛ مانند: مالی که از طریق خیانت، فریب، قمار، ربا و... بدست می آید، در...

آیا میدانستید: هشت سرمایه دار نصف ث...

آیا میدانستید: هشت سرمایه دار نصف ثروت دنیا را در اختیار دارند ... ...

موضوعات جدید ...

د افغان-پاکستان پولو تړل مسلمانان د هند پر وړاندې ضعیفوي د افغان-پاکستان پولو تړل ...
ورسته له دې چې د ۲۰۱۷ د فبرورۍ په ۱۶مه د پاکستان د سند په ولایت کې پر یو زیارت د ځانم...
نقش ایران در طرح جدید امریکا برای خاور م...
ديموکراسي په سلو کې صفر ارزول شوې!...
د ډيموکراتيک تروريزم د خونړۍ سناريو پر و...

نشرات جدید ...

ماهنامه تغییر - شماره هشتم
ماهنامه تغییر - شماره هشت...
ماهنامه تغییر - شماره هشتم ماهنامه تغییر به مسایل داغ سیاسی، فرهنگی و اجتماعی به سطح جهان و منطقه پرداخته و شما هم با استفاده از آن در نشر و بخش هر چه...
ځانګړی رپوټ: په سوریه کې د ترکیې نظامي م...
گزارش ویژه: بررسی مداخله نظامی ترکیه در ...
ماهنامه تغییر - شماره هفتم...
ماهنامه تغییر - شماره پنجم و ششم...

پر بیننده ترین ها ...

از سوم مارچ تا هشتم مارچ: دو رویداد با دو عکس‌العمل متفاوت
از سوم مارچ تا هشتم مارچ:...
اما زمانی‌که مسلمانان به انحطاط دچار شدند و از عقیدة ناب اسلامی شان دور گردیدند، فرام...
سیستم تعلیمی افغانستان درگیر جنگ میان سی...
آموزش و نقش آن در نابودی خلافت...
سیاست امریکا در قبال فلسطین و ایران...
برخی از خطوط اساسی سیاست های بين المللی ...