Enter email addressInvalid email!

هغو فقهي پوښتنو ته د حزب التحرير د امير شيخ عطاء بن خليل ابورشته د ځوابونو لړۍ چې په فيسبوک پاڼه مطرح شوي دي
عطاء بن خليل ابوالرشته | September 28, 2014

هغو فقهي پوښتنو ته د حزب التحرير د امير شيخ عطاء بن خليل ابورشته د ځوابونو لړۍ چې په فيسبوک پاڼه مطرح شوي دي

د تميم داري صحابي د ځمکې په اړه چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم ورکړې وه د پوښتنې ځواب

محمد سوکر ( MohamadSukker ) ته

 

پوښتنه:

موږ پوهېږو چې رسول الله صلی عليه وسلم تميم داري جليل القدره صحابي ته په الخليل کې ځمکه بېله کړه چې اوس د مسکوبيه په نوم شهرت لري او موږ ته د ځمکو د ډل بندۍ مسئله ګډه وډه شوې چې نوموړې ځمکه عشري ده که خراجي ځکه هغه شرطونه چې د عشري ځمکې له پاره د ((الاموال) په کتاب کې راغلي هغې ځمکې ته چې د امام له خوا د چا له پاره بېله شي نه ورته شاملېږي. له دې پرته د عشري او خراجي ځمکو بېلول پای ته نه رسېږي؛ مګر ځينې ځوانان چې معلومات لري ويلي يې دي: د تميم داري ځمکه له عشري ځمکو څخه ده آيا د دې خبرې له پاره سند شته چې د (الاموال) په کتاب کې نه وي بيان شوی؟ الله تعالی دې موږ، تاسې او ټولو مسلمانانو ته نېکه بدله راکړي او د نبوت په طريقه د خلافت په سيوري کې د مرستې او واک په سبب ستاسې او ټولو مسلمانانو سترګې خوږې کړي؛ د الله تعالی په اجازه مرسته نږدې ده.

 

ځواب:

دا سمه ده چې د تميم داري د ځمکې موضوع چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له فتحې وړاندې بېله کړه د الاموال په کتاب کې په تفصيل سره نه ده ذکر شوې؛ مګر د عشري ځمکو ډولونه په هغه کې بيان شوي دي؛ خو دا موضوع د (شخصيه) کتاب دوهمې برخې، د عشري، خراج او سولې فصل، د ۲۳۵- ۲۳۷ پاڼو کې په ډېر تفصيل او په واضحه توګه شته. چې د عشري ځمکو د ډولونو په اړه داسې راغلي دي:

 

(... عشري ځمکه هغه ده چې له هغې څخه عشر يا د عشر نيمايي د زکات په نوم له هغه څه څخه چې له ځمکې څخه لاسته راځي اخيستل کېږي، نو هماغه عشري ځمکه بلل کېږي؛ بې له شکه نسبت هغه عشر ته چې د ځمکې له توليداتو څخه د زکات په نامه اخيستل کېږي؛ عشري ځمکه نومول شوې ده. په عشري ځمکو کې هغې ځمکې شاملېږي چې په لومړيو کې يې خلک بې له زوره مسلمان شوي وي لکه: د مدينې او اندونېزيا ځمکې...څرنګه چې د جزيرة العرب ټولې ځمکې په کې شاملې دي سمه ده چې اهل يې مسلمانان شوي وي لکه مدينه او يا په زور سره فتح شوي وي لکه مکه... او د عشري ځمکو له ډلې هره ځمکه ده چې مسلمانانو هغه د وسلې او زور په واسطه فتحه کړې وي او امام ځمکه د جنګياليو په منځ کې تقسيم کړې وي لکه د خيبر او يا دا چې هغوی د ځمکې په يوه برخه باندې واکمن کړي وي... او همدارنګه د ځمکې هغه برخه چې امام هغه له فتحې وروسته په زور د خلکو له پاره بېله کړې وي، د عشري ځمکو له ډلې څخه شېمرل کېږي.

 

همدارنګه هغه څه چې د مسلمانانو امام یې له فتحې وړاندې يوه مسلمان ته ځانګړې کوي له فتحې وروسته د عشري ځمکو له ډلې څخه ده؛ دا د تميم داري د ځمکې په شان ده چې رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه ته له فتحې وړاندې د حبري، حبرون، مرحون او عينون له ځمکه په الخليل کې ځانګړې کړه. هغه وخت چې تميم داري له خپلې ډلې سره يو ځای له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يو ځای شو، له رسول الله څخه يې و غوښتل چې ياده ځمکه  که الله تعالی د مسلمانانو له پاره فتحه کړه ورته ځانګړې کړي. وروسته رسول الله صلی عليه وسلم ياده ځمکه هغه ته ورکړې او په دې برخه کې يې هغه ته مکتوب هم وليکلو او حضرت عمر (رض) د دې مکتوب له شاهدانو څخه و؛ هغه وخت چې الله تعالی د عمر (رض) په زمانه کې دا ځمکه د مسلمانانو له پاره فتحه کړه؛ تميم داري له عمر (رض) څخه ځمکه وغوښته او عمر (رض) د رسول الله صلی الله عليه وسلم په بخشش کړې ځمکه باندې په وفا سره نوموړې ځمکه ورته تسليم کړه)...

 

پر دې اساس هغه ځمکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د تميم داري له پاره ځانګړې کړې وه عشري ځمکه ده. دا مسئله په روايتونو کې داسې تعريف شوې ده: ابو احمد حميد بن مخلد بن قتيبه بن عبدالله خراساني چې مشهور په ابن زنجويه ( ۲۵۱ه کې وفات) په خپل کتاب الاموال کې خراجي کړې ده: له زهری او ثور بن يزيد له راشد د سعد د زوی له خولې ويلي دي: تميم داري چې هغه د تميم زوی د اوس سړی د ((لخم)) له قبيلې څخه دی پورته شو ويې ويل: اې رسول الله زما ګاونډيان د روم دي چې په فلسطين کې ژوند کوي او دوه کلي لري يو يې ((خبري)) او بل يې ((بيت عينون)) نومېږي، نو که الله تعالی شام فتحه کړ هغه دواړه را ته بخشش کړه؛ پيغمبر صلی الله عليه وسلم و فرمايل [همالک] هغه دواړه د ستا له پاره وي او ورته ويې ويل، نو په دې اړه راته مکتوب وليکه، پيغمبر صلی الله عليه وسلم ورته وليکلو  (بسم الله الرحمن الرحيم هذا کتاب من محمد رسول الله؛ لتميم بن اوس الداری؛ ان له قرية حبري وبيت عينون....)؛ د الله تعالی په بښوونکي او مهربانه نوم دغه خط د محمد رسول الله له لوري، تميم د اوس داري زوی ته دی دا چې حبري او بيت عينون کلي د ده له پاره دي...... همدارنګه دا ابو عبيد په الاموال کتاب او ابو يوسف د خراج په کتاب کې هم خراجي کړې دي.

 

تمه ده چې د الله تعالی په اجازه ځواب پوره او واضح وي.

 

برادر شما عطاء بن خليل ابوالرشته

د ځواب آدرس:  د امير د فيسبوک پاڼه

28 شوال 1435هـ

2014/8/24م

ژباړه : خنظله ثاقب


PDF Print Email
Views [ 2018 ]
نظر
 
اسم : اسم تانرا داخل نمایید
ایمیل : ایمیل آدرس تان را داخل کنیدایمیل آدرس تان اشتباه است
نظر :  نظر تان را داخل نماییدتعداد حروف از اندازه تعیین شده زیاد است
کود : A value is required.Invalid Security code.
  8567343
همچنان ...
غصب شوې ځمکه
پر دغه پوهېږم چې هر ډول غصب حرام دی، خو که دولت د خلکو ځمکې غصب او بیا یې وپلوري او یا داچې ودانۍ پرې جوړه کړي او بیا یې وپلوري؛ ایا پېرل او جوړول یې جواز لري؟ په داسې حال کې چې بل کس غصب شوې ځمکه واخ...
د اسلامي خاورو د دولتونو په اردو کې ګډون
۳ـ طلب النصره له هغو کسانو څخه کېږي، چې د قدرت خاوندان وي. فرق نه کوي، چې د ظالمو چارواکو په ساتنه کې وي یا نه وي؛ ځکه د تغیر موخه همغه ظالم او بېعقل حاکمان دي، چې اسلامي نظام نه تطبیقوي او طلب نصره و...
څرنګه له کفر او شرک څخه ډډه وکړم او له ايمان سره ومرم؟
د پورتنیو دلیلونو پر بنسټ د ایمان او کفر مدار، په زړه تصدیق او پر هغه ایمان لرل دي، نه پر خبره (وینا) او عمل(کردار)؛ ځکه خبره او عمل له جوارح (د بدن د غړو) افعالو څخه دي او دا دواړه د زړه له تصديق ...
اشتراک در اردوی دولت‎های سرزمین‎های اسلامی
شیخ بزرگوار! بنده پرسشی دارم مبنی بر این‎که آیا کار کردن و اشتراک در اردو یا لشکر دولت‎هایی که در حال حاضر در سرزمین‎های اسلامی هستند، جایز است؟ حال آن‎که حدیث رسول الله صلی الله علیه وسلم اشتراک در ل...

موضوعات جدید ...

په سوریه کې د روسیې او امریکا تحرکات؛ د موږک او پیشو لوبه! په سوریه کې د روسیې او ام...
پوهېږو چې روسیې له امریکا سره په همغږۍ یا یې په امر، په سوریه کې د دې لپاره مداخله و...
دستگیری‌ها و احکام خصمانه علیه صفوف حزب‌...
په انګلیس کې فقر...
نړيوال نظم د زوال په لور روان دی...

نشرات جدید ...

ماهنامه تغییر - شماره هشتم
ماهنامه تغییر - شماره هشت...
ماهنامه تغییر - شماره هشتم ماهنامه تغییر به مسایل داغ سیاسی، فرهنگی و اجتماعی به سطح جهان و منطقه پرداخته و شما هم با استفاده از آن در نشر و بخش هر چه...
ځانګړی رپوټ: په سوریه کې د ترکیې نظامي م...
گزارش ویژه: بررسی مداخله نظامی ترکیه در ...
ماهنامه تغییر - شماره هفتم...
ماهنامه تغییر - شماره پنجم و ششم...

پر بیننده ترین ها ...

پالیسی امریکا برای متمرکز سازی قدرت در افغانستان
پالیسی امریکا برای متمرکز...
امریکا در یک‌ونیم دهه حضورش در افغانستان بیشترینه تلاش نموده تا برای ایجاد یک دولت مق...
افزایش عواید دولت با غارت جیب های مردم...
حکومت غواړي مسجدونه هم د امريکايي جګړه‌ي...
امریکا با زیرکشیدن سران جهادی در پی چیست...
دستگیری‌ها و احکام خصمانه علیه صفوف حزب‌...