Enter email addressInvalid email!

په لویو دولتونو پورې د تړلو دولتونو ترمنځ د اختلاف واقعیت!
| February 16, 2016

په لویو دولتونو پورې د تړلو دولتونو  ترمنځ د اختلاف واقعیت!

(ژباړه) 

پوښتنه:

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!  

ایا دا شونې ده چې تړلي دولتونه یا هغه دولتونه چې د یو دولت پرمحور راڅرخي، په خپل منځ کې شخړې رامنځته کړي، په داسې حال کې چې د ټولو دولتونو د څرخېدو محور یو دولت وي؟ که چېرته شونې وي، نو په دې صورت کې د یو واحد محور په درلودلو سره څرنګه کولای شو دغه شخړې روښانه کړو؟ او که چېرته شونې نه وي، نو بیا هغه اختلافونه چې د دغه دولتونو ترمنځ؛ لکه: عراق او ترکیه یا ایران او سعودي عربستان تر منځ شته، دا باید څرنګه تفسیر شي؟ له تاسو څخه مننه.

ځواب:

وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته!

په دې برخه کې روښانه کرښې شته چې باید وکتلی شي. د دې کرښو په کتلو سره ښکاره ځواب په لاس راځي؛ هغه کرښې په دې ډول دي:

۱- هېڅ وخت داسې فکر نه شو کولای چې پر یو لوی دولت پورې تړلي دولتونه داسې کړنې تر سره کړي چې په اصل کې همغه لوی دولت ته زیان ورسوي. ځکه په بهرینو سیاستونو کې پر یو لوی دولت پورې د دغه دولتونو د تړون معنی دا ده چې د همدې دولت پر هغه لاره باید پلونه کیږدي چې له وړاندې د دوی لپاره جوړه شوې وي او په ټولو برخو کې د داسې سیاست اړوند عمل تر سره کړي چې د همغه دولت له لوري د دوی لپاره په نظر کې نیول شوی وي. له دې څخه داسې معلومیږي چې د دولتونو بهرني سیاستونه په لوی دولت پورې تړلي وي او هېڅ وخت نه شي کولای چې د همغه دولت له مشورې پرته کومه کړنه تر سره کړي؛ بلکې د هغه امر ته په تمه وي؛ مثال: د اردن او انګلیس اړیکې. څنګه چې د اردن مشران د انګلیس حکمونه پلي کوي او تر هغه وخته هېڅ ډول سیاسي دریځ نه نیسي څو چې لوی دولت یې سیاسي دریځ نه وي نیولی. لکه پېژندل شوي سیاستونه چې د هغوی پر اساس کړنې تر سره کوي؛ مثال: لکه اردن او قطر چې دواړه په انګلیس پورې تړلي وي، له یو بل سره په اړیکه کې نیسي او داسې کړنه تر سره کوي چې د انګلیس په ګټه وي.

۲- خو د هغه دولت اړیکې چې د یو لوی دولت په محور راڅرخي، دا مشورتي اړیکه ده، تړوني اړیکه نه ده. کېدای شي ځینې وختونه په ځینو برخو او د بهرني سیاست په چارو کې د همغه لوی دولت له محور څخه ووځي؛ ځکه د یو لوی دولت په محور کې له څرخېدو د داسې دولت (تابع دولت) موخه مشوره او ګټې وي او له محور څخه بېرون ته وتل بیاهم د لوی دولت په اغېزې پورې اړه لري چې د همغه لوی دولت محور یې تشکلیل کړی. څنګه مو چې د ۲۰۱۳ زکال د جولای د ۳۰ مې د پوښتنې په ځواب کې اشاره ورته وکړه: «نو لازمه ده چې د لوی دولت له خوا هغه اغېزناک عوامل او فشارونه چې نوموړی دولت یې په محور کې څرخي، په نظر کې ونیول شي او ولیدل شي چې کومې چارې له دې محور څخه د وتلو خنډ کیږي». پر کوچني دولت د لوی دولت د اغېز ډېروالی او ځواک په دولت کې واک ته په رسېدولو کسانو پورې تړلی چې د هغه په محور کې څرخیږي. نو که چېرته واک په د رسېدلو کسانو د لوی دولت اغېز ډېر وي، په هر ډول موضوع کې به د دوی خپلواک هوډ نیول ډېر سخت وي او هر څومره چې د دغه اغېز وزن لږ وي، نو په یوې یا څو  مسئلو کې د خپلواکو هوډونو نیول به د هغه دولت لپاره چې د لوی دولت په محور کې څرخي، ډېر وي. د مثال په ډول: کاناډا د خپلو ګټو د غوښتلو پر اساس ځیني وختونه د امریکا او ځینې وختونه د انګلیس په محور کې وي. ځکه دغه هېواد د ۲۰۱۵ زکال د سپټمبر پر ۲۹ مه ایران یو ټروریسټپال هېواد یاد کړ او د دغه هېواد سفارت یې په کاناډا کې بند کړ. د کاناډا د بهرینو چارو وزیر «جون پیرد» وویل: «اوس ایران د نړۍ د امنیت پر وړاندې یو لوی ګواښ بلل کیږي». کاناډا دغه دریځ له هغه اټومي هوکړې وروسته ونیو چې امریکا د هغه لپاره زمینه برابره کړې وه چې ایران وهڅوي چې په علني ډول له امریکا سره یو ځای شي او د هغه څه په اړه چې په سیمه کې امنیت او سوله بلل کیږي هڅې وکړي. نو پر همدې اساس د ایران پر وړاندې د کاناډا دغه دریځ نیونه چې اوس هم د امریکا په محور کې څرخي، یو کوچنۍ موضوع بلل کیږي. ځکه د کاناډا دغه هوډ د امریکا له سیاست سره مرسته نه کوي، خو د امریکا ګټه په دې کې ده چې کاناډا ایران د داسې دولت په صفت ومني چې د سولي او امنیت په لټه کې دی، نه داسې چې اړیکې ور سره پرې کړي او هغه داسې ټرورسټپال وښیي چې نړیوال امنیت ګواښیي. نو هغه دولت چې د یو لوی دولت په محور کې وي، کېداشي په ځینو وړو مسئلو کې په خپلواک ډول هوډ ونيسي، خو په هغه صورت کې چې د دغه دولت پر مشرانو د لوی دولت رول کمزوری وي. د ترکیي په اړه مو د ۲۰۱۳ زکال د جولای په ۳۰ مه د پوښتنې په ځواب کې وویل: ((امریکا د مشرانو په واک ته رسېدو کې قوي اغېز لري؛ ځکه اردغان پوهیږي چې د امریکا له مرستې پرته هېڅ وخت واک ته نه شوای رسېدلی او نه یې کولای شول چې دننه خپل نفوذ ټنګ کړي.))

نوموړی پر دې باور دی چې برخلیک یې د امریکا په واک کې دی، هغه امریکا چې په ترکیه کې زیات نفوذ لري او کولای شي چې پر شته مشرانو، قضایي، اقتصادي او امنیتي دستګاوو واک ولري. نو پر ترکیه د امریکا د حاکمیت اغېز ډېر قوي دی او په پایله کې به د ترکیې لپاره ډېره سخته وي چې په یوه کوچنۍ مسئله کې خپلواک هوډ ونیسي او د امریکا بهرنی سیاست په نظر کې ونه نیسي. د یادې پوښتنې ځواب په دغه خبرو سره پای ته رسېدلی و: «دا په دې معنی ده چې ترکیه اوس د امریکا په محور کې ده او امریکا د ترکیې په چارو کې ډېر اغېز لري. که چېرې حالت همداسې دوام وکړي او له امریکا سره د ترکیې اړیکې همداسې پاته شي، نو ترکیه به په بشپړه ډول په امریکا پورې وتړل شي او په دغه محور کې د ترکیې ګرداب به پوښتنې راپورته کړي.

 نو پر همدې اساس ترکیه د کاناډا په څېر نه ده، بلکې رښتیا دا دي چې پر ترکیه د امریکا اغېز په دې کچه دی چې ترکیه هېڅ وخت په دې نه ده بریالۍ شوې چې په ډېرو وړو مسئلو کې په خپلواک ډول هوډ ونيسي او پرله پسې یې هڅې کړې چې له امریکا سره خپلې اړیکې نورې هم ټینګې کړي او په هره لویه او کوچنۍ مسئله کې د امریکا خوښي تر لاسه کړي. د مثال په ډول: د ۲۰۱۵ز کال د اګسټ پر ۱۱ مه ترکیې د خپل بهرینو چارو د وزیر «فریدون سنیرلي اوغلو» په واسطه په «سي ان ان» ټلویزیون کې اعلان وکړ چې د امن سیمې د جوړولو لپاره د ۱۰۰ کیلومټره اوږدوالي او ۵۰ کیلومټره سور په اندازه له امریکا سره هوکړې ته رسېدلې ده.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي وو: «د سوریې مخالف ځواکونه به ډېر ژر دغه سیمه په خپل واک کې ونیسي، امریکا او ترکیه به یې هوایي ملاتړ پر غاړه ولري». له دې اعلامیې څخه یوه ورځ وروسته یعنې د ۲۰۱۵ زکال د اګسټ پر ۱۲ مه امریکا دغه ادعا د خپل فاع وزارت د ویاند «مارک تونر» له خوا رد کړه. هغه وویل: «د هېڅ کومې سیمې د امن لپاره هېڅ ډول هوکړه نه ده شوې او موږ د ترکیې له وروستیو څرګندونو څخه نه وو خبر او شونې نه ده

چې له هغې سره هوکړې ته ورسیږو». نوموړي زیاته کړه: «ما وړاندې هم خپل دریځ له همدې ټربیون څخه په واضح ډول اعلان کړ او ویلي مې وو چې د امن هېڅ ډول سیمه نه شته». نو ترکیې ونه شو کولای چې په یوه مسئله کې خپلواک او د امریکا له همغږۍ پرته هوډ ونیسي او هغه وخت هم چې دوی د امن سیمې د رامنځته کېدو هوډ ونیو، دا یې اعلان کړه چې په دغه زمینه کې له امریکا سره هوکړې ته رسېدلي دي؛ په دې معنی چې ترکیه نه شي کولای خپلواک او له امریکا سره تر همغږي وړاندې د بهرني سیاست په چارو کې کوم هوډ ونیسي او که چېرته د امریکا خوښه نه وي؛ هېڅ ډول هوډ به عملي نه شي.

بله بېلګه یې؛ د منځلارو مخالفانو لپاره نظامي تمرینونه چې یو کال وړاندې امریکا پیل کړل او وروسته ترکیې له کوم وړاندیز پرته ومنل. همدارنګه په ترکیه کې د امریکا نظامي اډې جوړېدل چې د امریکا د ګټو لپاره کار کوي. څنګه چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د ۲۰۱۵ زکال د جولای پر ۲۹مه د هوایي اډې (انجرلیک) د هوکړې د لاسلیک پر مهال امریکا ته خبرداری ور کړ چې امریکا له دغه هوایي ډګر څخه د سوریې په خاوره کې هوایي بریدونه تر سره کوي او په دې برخه کې ډېرې نورې بېلګې هم شته دي. نو له همدې امله هېڅ وخت داسې فکر نه شو کولای چې ترکیه د اردغان په حاکمیت کې په یوه کوچنۍ مسله کې مخالفت وکړي او خپلواک هوډ ونیسي.

ترکیه تل د خپل بهرني سیاست د هوډونو په نیولو کې داسې کړنې تر سره کوي چې په ښکاره له امریکا سره د ترکیې تړون ښیي او هېڅ وخت یې د «ارغان» د واکمنۍ په تېرو ۱۳ کالونو کې تر اوسه هېڅ مخالفت نه دی پېښ شوی. په دې وروستیو کې اردغان د سعودي عربستان له پاچاه سلمان سره چې هغه هم د امریکا له ملاتړو څخه دی؛ ولیدل او دواړو هېوادونو د ۲۰۱۵ زکال د سپټمبر پر ۳۰ مه د دغه لیدنې په دوام کې د دواړو هېوادونو په منځ کې د اړیکو د تنطیم د ګډې ستراتیژۍ د شورا د تاسیس خبر ور کړ. ترکیې مخکې د ټروریزم پر وړاندې د ګډ نظامي تړون د تاسیس پر مسله له سعودي عربستان سره هوکړه کړې وه او د سعودي عربستان دویم ولي عهد «محمد بن ملک سلمان» یې له همدې موضوع خبر کړ.

۳- خو ایران تل د امریکا په محور کې په څرخېدو و او هېڅ وخت د امریکا له محور څخه نه دی وتلی او لرې نه ده چې د تړلي دولت په برخلیک سره نزول وکړي. په ځانګړي ډول د ایران د اوسني ولسمشر «حسن روحاني» او په بهرنیو چارو وزارت کې د «جواد ظریف» په ریاست د کاري ټیم د حکومت په دوام کې چې د امریکا ګوډاګی بلل کیږي. ایران او ترکیه د سوریې په موضوع کې په همغږۍ له یول سره پر مخ روان دي؛ څنګه چې د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «لبفنت ګمرکچي» د ۲۰۱۳ زکال د نوامبر پر ۲۸مه د دوه اړخیزه اړیکو د پراخېدو خبر ور کړی و. نوموړي هم ویلي وو چې دواړو لوریو د سوریې په قضیه کې مثبتې خبرې لرلې. همدارنګه یې د سوریې د کړکېچ په حل کې د دواړو  هېوادونو له هوکړې څخه او په دغه هېواد کې د وینو بهېدلو د بندیز د دوام خبر ور کړی دی.

اردغان د ۲۰۱۵ زکال د اپرېل پر اوومه د دواړو هېوادونو د اړیکو د ټنګښت په موخه ایران ته سفر وکړ، دغه سفر دا په ډاکه کوي چې په بهرني سیاست کې فکري اختلافونه د دواړو هېوادنو د یو کېدو خنډ نه شي کېدای. همدارنګه د یادولو وړ ده چې ترکیې له ایران سره د اټومي هوکړې په خبرو اترو کې مرسته وکړه.

 4- داسې نه شي کېدای چې د تړلیو دولتونو ترمنځ او یاهم هغه دولتونه چې د یو لوی دولت په محور کې وي شخړې په رښتينې معنی وښودلې شي، خو په هغه صورت کې چې دا دولتونه په یو دولت پورې تړلي وي. ځکه په عام ډول بهرنی سیاست یې یوازې د همدې دولت د سیاست په محور کې وي او د همدې دولت بهرنی سیاست دی چې د تړلیو دولتونو په شخړو کې اساسي رول لوبوي. دا ځانګړې شخړې وې، خو داچې دغه دولتونه په نورو برخو کې اختلافونه پیدا کوي، دا په ډېرو هغو دولتونو کې رامنځته کیږي چې تر دې د لوی دولت په محور کې وي، نه تړلي دولتونه. نو دغه پېښې په درېیو حالتونو کې رامنځته کیږي:

 لوموړی حالت د وېش برخه ده چې د هر دولت رول د لوی دولت د ګټو د برابرولو لپاره وي.

 دویم حالت دا دی چې اختلافونه کورنۍ یا داخلي انګېزه ولري او هېڅ ډول بهرنی اغېز به پکې نه وي چې د لوی دولت پر بهرني سیاست اغېز وکړي.

درېیم حالت دا دی چې د مرستې په نوم د یو مزدور دولت سره اړیکه ونیول شي او هغه لانجه چې مخکې د همدې دولت او د بل مزدور دولت ترمنځ کمه شوې وه، یو ځل بیا ورته لمن ووهل شي او لانجه بېرته تازه شي.

د لومړي حالت بېلګه:

ترکیه او ایران په ګډه د امریکا سیاست د عراق د کردستان په سیمه کې پلی کوي، خو په بېلابېلو لارو چې په ښکاره له یو بل سره په ټکر کې دي؛ خو په حقیقت کې بل څه دي. نو پر همدې اساس دواړه هېوادونه په دغه قضیه کې د امریکا په ګټه رول لوبوي؛ مثال: د عراق په کردستان سیمه کې د ایران رول دا دی چې د امریکا له مزدورانو سره مرسته او ملاتړ وکړي. څنګه چې «مسعود بارزاني» د عراق په کردستان کې د انګلیس مزدور دی او د ایران دنده دا ده چې د امریکا له مزدورانو سره مرسته او ملاتړ یې وکړي. د هغوی له ډلې څخه یوه هم د «غوران ډله» چې یو سېکولر حزب دی او د کردستان په سیمه کې فعالیت کوي او په ۲۰۰۹ زکال کې د «نوشیروان مصطفی» په نوم د کردستان د یوې ډلې سیاستوالو په واسطه تاسیس شو. هغوی دا حزب وروسته له  دې تاسیس کړ چې په امریکا پورې تړلي د کردستان ملي اتحاد له حزب  څخه یې استعفاء ور کړه او د استعفاء دلیل یې دا وه چې جلال طالباني چې د همدې حزب بنسټګر و، د عراق ولسمشر شو او په پایله کې دا حزب هم د مسعود بارزاني د حزب په څېر په فساد ککړ شو او دا د دې سبب شو چې امریکا یو بل مناسب حزب له نوې څېرې سره رامنځته کړي.

نو دلته و چې د جنبش غوران حزب د فساد پر وړاندې د مبارزې له شعار سره د بارزاني او د هغه د کمزوري کولو او یا د نوموړي د واک د رانسکورولو پر وړاندې فعالیت پیل کړ او د دغه کار لپاره د پارلماني ټاکنو له لارې د کردستان سیمې د بیا ټاکنو تر سره کولو غوښتونکی شو؛ نه د خلکو د ټاکنو له لارې. نوموړی همدارنګه د رییس د صلاحیتونو کمولو او پارلمان ته د دغه صلاحیتونو د سپارلو غوښتونکی شو. دغه حزب په ۲۰۱۳ زکال کې د کردستان سیمې په ټاکنو کې برخه واخیسته او  د پارلمان له ۱۱۱ څوکیو څخه یې ۲۴ څوکۍ وګټلې او په همدې ترتیب یې د بارزاني له حزب څخه وروسته چې ۳۸ څوکۍ یې ګټلې وې، دویم مقام تر لاسه کړ. د جلال طالباني حزب د ۱۸ څوکیو په تر لاسه کولو سره درېیم مقام ته راټیټ شو. خو د ترکیې رول دا دی چې بارزاني تر خپل اغېزلاندې راولي او هغه دې ته وهڅوي چې د امریکا په ګټه کار وکړي.څنګه چې ترکیې ډېرې اقتصادي پروژې د کردستان د ننه پیل کړې او په همدې وخت کې غواړي چې پر نوموړي فشار راوړي چې د انګلیس د مزدورانو له هر ډول ملاتړ چې د کردستان د کارګرو حزب دننه د عراق د شمال په قندل غره کې ځای پرځای دی او د ترکیې پر وړاندې نظامي فعالیتونه تر سره کوي، لاسه واخلي. د ترکیې الوتکې د قندیل په غره کې د انګلیس مزدوران په نښه کوي، خو بارزاني هېڅ ډول غبرګون نه ښیي. ځکه نوموړي ترکیې ته اړیتا پیدا کړې او ترکیه هغه ته د یو رییس په توګه ښه راغلاست وایي او د ترکیې قنسلګري یې د کردستان په سیمه کې جوړه کړې او له نوموړي څخه تېل (نفت) رانیسي. نو هغوی چې هرڅومره د یوبل پر وړاندې خلاف معلومیږي، خو په اصل کې دواړه د امریکا د سیاست په ګټه کار کوي.

هغه بېلګه چې دویم حالت روښانه کوي:

وروستۍ شخړې چې د ایران او سعودي عربستان تر منځ د «شیخ نمر» د اعدام پر سره رامنځته شوې. د شیخ نمر د اعدام حکم دوه کال وړاندې د ۲۰۱۴ زکال د اکټوبر پر ۱۶ مه او د سعودي د پخواني پاچاه عبدالله د واک په وخت کې چې انګلیس ته ژمن و؛ صادر شو. خو ملک عبدالله د دغه حکم له تر سره کولو وړاندې وفات شو. شیخ نمر له سعودي عربستان څخه د القطیف او الاحساء د سیمو ترمنځ د بېلتون او په بحرین پورې یې د نښلولو غوښتونکی و چې په همدې ترتیب یوه واحده سیمه رامنځته کړي.

ښکاره ده چې ایران ادعا کوي چې بحرین د ایران یوه برخه ده او هغه یې خپل ۱۴م ولایت ګڼي. نو پر همدې اساس د شیخ نمر د اعدام د حکم نه ترسره کېدل د اوسني پاچاه پر وړاندې چې د امریکا طرف دار دی د کورنیو دښمنیو سبب کېده. نو پر شیخ نمر سربېره یې د ۴۶ نورو کسانو د اعدام د حکم د ترسره کولو خبر ورکړ چې ۴۳ یې داسې کسان وو چې د هغوی نظام یې د تکفیروونکو، خوارجو او په تروریستي ډلو پورې تړلی ګاڼه. دا د سعودي عربستان له لوري. خو د ایران په اړه باید وویل شي چې د دغه هېواد قومي او مذهبي واقعیت هغوی دې ته هڅوي چې د اعدام شویو کسانو پر وړاندې لکه: شیخ نمر لاریون وکړي، ځکه کورنی قومي او مذهبي حالت دا ډول غوښتنه کوي. خو د دواړو خواوو دا شخړې به هېڅ وخت د امریکا پر رول اغېز ونه کړي؛ ځکه چې امریکا د دغه شخړو د لمنځه وړلو لپاره وړاندې ګام اېښی دی. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «جان کربي» په خپلو خبرو کې وویل: «موږ پر دې باور یو چې ډیپلوماټیک بحثونه او نېِغې خبرې اترې د اختلافونو د حل تر ټولو ښه لاره ده او موږ به هڅه وکړو چې د سیمې مشران وهڅوو چې د شخړو د حل په برخه کې مثبت ګامونه واخلي».

(۲۰۱۶ زکال د جنوري ۴ مه له القدس العربی خبرپاڼې څخه)

له بل لوري د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «جان کړي» له خپل ایراني سیال «جواد ظریف» سره ټليفوني اړیکه ونیوله او د حالاتو په اړه یې ور سره خبرې وکړې او له دغه اړیکې څخه وروسته یې په خپلو څرګندونو کې داسې وویل: «زموږ موخه داده چې شخړې کمې کړو او د خبرو له لارې د دواړو هېوادونو تر منځ ډیپلوماټیکه او سوله ییزه حلاره پیدا کړو».

 (۲۰۱۶ زکال دجنوري ۴مه له اسي ان ان ټلویزیون څخه).

وروسته د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر «عادل الجبیر» د ۲۰۱۶ زکال د جنوري پر ۴مه رویټرز خبرې اژانس ته داسې وویل: «تهران باید د یو طبيعي دولت په توګه له دغه قضیې سره چلند وکړي څو زموږ تیت شوې ډیپلوماټیکې اړیکې له سره نوې شي». په ملګرو ملتونو کې د سعودې عربستان استازي «عبدالله المعلمي» همدارنګه وویل: «له ایران سره مخ ته راغلی کرکېچ به هېڅ وخت په سوریه او یمن کې د سولې په هڅو اغېز ونه کړي.  موږ به د سوریې په اړه په هغه خبرو  کې چې ټاکل شوې د جنوري پر ۲۵ مه د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب تر سره شي ګډون وکړو». د سوریې په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي «ډي مسټورا» د سعودي له سفر او د دغه هېواد د بهرینو چارو له وزیر سره تر خبرو وروسته داسې وویل: «سعودي عربستان ټنيګار کوي چې له ایران سره شخړې به هېڅ وخت د سیاسي هڅو په ځانګړي ډول د سوریې په اړه د خبرو اترو چې ټاکل شوې روانه میاشت په «ژینو» کې تر سره شي، خنډ نه شي.

 (۲۰۱۶ ز کال د جنوري ۵مه له الجزیرې ټلویزیون څخه).

دغه ټولې څرګندونې په دې معنی دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته شخړې په کورنیو مرزونو کې دي او هېڅ وخت به د هغوی ګډه لار د امریکایي پروژو پر عملي کولو چې د سوریې انقلاب پای ته رسول دي او په دغه انقلاب کې د اسلامي پروژو ناکامي او په سوریه کې له حاکم سېکولر نظام څخه پر ساتنې اغېز ونه کړي. نو پر همدې اساس ځینې وختونه کورنۍ انګېزې د یوبل پر خلاف څرګندیږي تر دې چې دغه انګېزې په بشپړه توګه له منځه ولاړې او یا کمې شي، نو دغه اختلافونه تر نظر لاندې دي او هېڅ وخت د امریکا پر ګټو اغېز نه کوي.

هغه موضوع چې درېیم حالت واضح کوي:

په عراق کې د ترکیي ځواکونو د شتون په اړه د عراق د لومړي وزیر «حیدرعبادي» د غوښتنې موضوع داسې ده چې نوموړي هڅه وکړه چې د خپل حکومت هغه دریځ چې د خلکو باور پر دې حکومت او نوموړي کم شوی و، پیاوړی کړي. د امریکا موخه دا وه چې د خپل مزدور «عبادي» او د نوموړي د حکومت بڼه د دغه موضوع په راپورته کېدو او له نوموړي څخه معنوي ملاتړ ځلانده وښیي او خلک ورته هیله مند کړي. خو د ترکیې ځواب دا و چې موږ د عراقي ځواکونو لپاره د نظامي تمرینونو په موخه د عبادي په غوښتنه چې یو کال وړاندې یې کړې وه، د عراق خاورې ته دننه شوو. پر دې سربېره ترکیې د عبادي غوښتنه جدي ونیوله او یوه برخه ځواکونه یې له عراق څخه ویستل. وروسته د عربو د اتحادیې سازمان د یوې بیانیې په خپرولو سره د عبادي د حکومت له غوښتنو څخه ملاتړ وکړ او له ترکیې څخه یې وغوښتل چې د عراق له خاورې څخه ووځي؛ ښکاره ده چې د عربو اتحادیې د امریکا له خوا اداره کیږي. په همدې ډول دغه موضوع پرته له کومې دښمنۍ پای ته ورسېده.

د یادولو وړ ده چې امریکا له حیدرعبادي څخه یوازې معنوي ملاتړ نه کوي، بلکې له دې څخه ډېر د امریکا موخه داده چې په عراق کې د عبادي حکومت باید په اوسنیو شرایطو کې سقوط ونه کړي. په ځانګړي ډول وروسته له دې چې عبادي د رمادي ښار د ازادولو په ژمنه کې بریالی نه شو او د هغه په نیولو کې پاته راغی، نو د امریکا ملاتړ ته اړ شو. امریکایي ځواکونو سمدستي په رمادي کې د هوایي بریدونو اقدام وکړ. د سپنې ماڼۍ د اعلامیې پر اساس چې د ۲۰۱۵ زکال د ډیسمبر پر ۳۰ مه خپره شوې؛ امریکایي ځواکونو ۶۳۰ هواي بریدونه تر سره کړي دي. وروسته اعلان وشو چې د عراق اردو د رمادي ښار نیولی دی.

لنډه دا چې ډېر وروسته لیدل کیږي چې د تړلیو دولتونو ترمنځ او یا هغه دولتونه چې د یو لوی دولت په محور کې وي، په رښتنې بڼه شخړې ښکاره شي؛ خو په هغه صورت کې چې دغه دولت یو لوی دولت وي. کېدای شي ځینې وختونه اختلافونه رامنځته شي چې موخه به یې د نقشو وېش، کورنۍ انګېزې او یا له یو مزدوز سره مرسته وي او په دغه ټولو چارو کې لوی دولت ته زیان نه رسیږي.

۱۴۳۷ د ربیع الثاني ۲مه

۲۰۱۶ زکال د جنوري ۱۲مه


PDF Print Email
Views [ 1365 ]
نظر
 
اسم : اسم تانرا داخل نمایید
ایمیل : ایمیل آدرس تان را داخل کنیدایمیل آدرس تان اشتباه است
نظر :  نظر تان را داخل نماییدتعداد حروف از اندازه تعیین شده زیاد است
کود : A value is required.Invalid Security code.
  8567343
همچنان ...
روژه د مومن ډال ده او خلافت د امت ډال دی
د روژې په روانه میاشت (۱۴۳۸ هـق) کال کې، له ډال پرته، زموږ وسله وال ځواکونه د یهودي دولت له منګولو څخه د مسجد الاقصی له ازادۍ او د اشغال شوي کشمیر مسلمانانو له ژغورولو څخه ډډه کوي؛ چې د هندي مشرکینو ل...
راډيکالېزم؛ د بشپړ اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د جګړې په موخه د پانګوالۍ طرحه
دې ته په کتو چې ټرورېزم څه شی دی، مخکې په دې اړه بشپړ بحث شوي دی؛ خو دا چې راډيکالېزم څه شی دی؟ په ځواب کې بايد وويل شي چې د سياست په علم کې د ځواکمنو وسايلو په وسیله د ټولنې د بدلون په موخه د راپارول...
له الاقصی څخه اسلامي امت او سرتېرو ته خطاب!
اې مسلمانانو او د اسلامي خاورو افسرانو او سرتېرو په هرځای کې چې یاست! موږ د اسلامي خلافت نسکورېدو په پنځه نویمه کلیزه کې له الاقصي جومات، د اسرا له مقام څخه (له هغه ځایه چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم م...
بیړۍ ته مو له ډوبېدو وړاندې پام وکړئ!
د ۲۰۱۷ د مارچ په څلورمه په سوریه کې زموږ پر خلکو درې متجاوز او ظالم هېوادونه؛ روسیه، ترکیه او ایران چې د بشار د دولت او مخالفو ډلو تر منځ د خبرو اترو منځګړي دي، د استانې د څلورم کنفرانس په پای کې دې پ...

موضوعات جدید ...

د فلیپین ولسمشر خپلو عسکرو ته امر وکړ، چې وړاندې لاړ شي او پر مسلمانو ښځو تېری وکړي د فلیپین ولسمشر خپلو عسکر...
دوترته زیاته کړه: «که مو پر دریوو ښځو تېری وکړ، هغه وخت به ومنم چې ما غوندې یاستئ او ...
لندن پل؛ د موټر او چاړو له بریدونو وروست...
د دوو غلامانو بلال او وحشي رض الله عنهما...
افغانستان له اشغال پنځلس کاله وروسته!...

نشرات جدید ...

ماهنامه تغییر - شماره هشتم
ماهنامه تغییر - شماره هشت...
ماهنامه تغییر - شماره هشتم ماهنامه تغییر به مسایل داغ سیاسی، فرهنگی و اجتماعی به سطح جهان و منطقه پرداخته و شما هم با استفاده از آن در نشر و بخش هر چه...
ځانګړی رپوټ: په سوریه کې د ترکیې نظامي م...
گزارش ویژه: بررسی مداخله نظامی ترکیه در ...
ماهنامه تغییر - شماره هفتم...
ماهنامه تغییر - شماره پنجم و ششم...

پر بیننده ترین ها ...

د آلمان سفارت ته څېرمه د خونړي بمي بريد سیاسي ابعاد!
د آلمان سفارت ته څېرمه د ...
د روان لمریز کال د غبرګولي په لسمه، د چهارشنبې ورځ سهار اته بجې او شل دقیقې د کابل په...
ابعاد سیاسی انفجار خونین بمب در نزدیکی س...
دلایل سفر ترامپ به سعودی و فلسطین اشغالی...
ترور، وحشت، فحشا، فساد، ناامنی و تعصب نت...
پیمان نامۀ جدید حماس؛ انگیزه ها و ابعاد ...