Enter email addressInvalid email!
  دفتر مطبوعاتی
حزب التحریر
د مطبوعاتي علامیې ګڼه: ۱۶۰۷۲ ۱۴۳۸ ق د ربع الول ۲۴ ۲۰۱۶ د ډېسېمبر ۲۳ مه

مطبوعاتي اعلامیه

له عدالت څخه د مشرف په تښتېدو کې د راحېل لاس:

په اسلام کې د حکامو محاسبه کول یو اصل دی او لوی اجر لري

(ژباړه)

پخواني ولسمشر جنرال مشرف هغه رازونه را بربنډ کړل چې له نوموړي سره جنرال راحېل په خپله مرسته کړې چې له محکمې څخه تېښته وکړي، دغه موضوع په پراخه کچه یو لړ اختلافات را پیدا کړي. په حقیقت کې دا ډېره بده ده چې د واکمنو حکامو د حکومتوالۍ په بهیر کې د هغوی د هر عمل ستاینه کوئ، مګر کله چې له خپلې واکمنۍ څخه ګوښه شي په همغه ورځ ورباندې د تورونو او لعنتونو بمباري پیل کړئ. یو شمېر کسانو شته چې د مشرف د واکمنۍ پر مهال یې د هغه تود هرکلی او ستاینه کوله، مګر همغه کسان اوس مهال د نوموړي د محاکمه کولو غوښتنه کوي. همدې ته ورته قضیه د جنرال کیاني هم وه، نوموړي ته د هغه د خیانت په سبب سپکې  سپورې وشوې، په داسې حال کې چې د واکمنۍ پر مهال یې هرکلی کېدو. نن سبا همغې ته ورته مسله د جنرال راحیل په ګوښه کیدو سره رامنځ ته کیږي، نوموړی په لوړو غږونوو سره غندي، مګر کله چې نومړي د ۲۰۱۶ زېږدیز کال په مارچ کې د مشرف سره له محمکې څخه په تېښته کې مرسته کوله، ټولو چوپتیا غوره کړې وه چې د پاکستان د مسلمانانو لپاره دغه یو خواشینونکی حالت دی، (جسکی لاټهی اوسکی بهنس) هر هغه کس چې کوتک پورته کړ، رمه یې په کابو کې ده) دوی د حکامو په نمایشي محاکمه کولو په درباري سیاست ملڼدې وهي.

اسلام، حکام په داسې حال کې چې د واکمنۍ په بهیر کې وي محاسبه کوي او په پایله پسې نه ګرځي، ځکه چې دا یو فرض دی او لوی اجر لري. رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلي دي:

سَيِّدُ الشُّهَدَاءِ حَمْزَةُ بْنُ عَبْدِ الْمُطَّلِبِ وَرَجُلٌ قَامَ إِلَى إِمَامٍ جَائِرٍ فَأَمَرَهُ وَنَهَاهُ فَقَتَلَهُ

د شهیدانو سردار حمزه ابن ابوطالب او بل هغه څوک دی چې د خاینو واکمنانو پر وړاندې ودریږي (له هغه سره امربالمعروف وکړي) او ووژل شي. (حاکم)

نو هغه څوک چې غواړي د الله سبحانه وتعالی رضایت ترلاسه کړي او په رښتیا سره غواړي چې د مسلمانانو چارې سمبال کړي، نو اوسني حکام د محاسبه کړي او بې له الله سبحانه وتعالی څخه دې له بل چا څخه نه ويريږي. له وروستنیو پرمختګونو وروسته چې نوی نظامي فرمان واک ترلاسه کوي، مونږ باید خپل ځانونه ډاډمن کړو چې د فوځ د پخواني مشر د خیانتونو په څېر چې د امریکا د لاس وهنې رېښې یې زمونږ په هېواد کې پیاوړې کړې، تکرار نه شي. دا په مسلمانانو پورې اړه لري چې له اوسني نظامي رهبرۍ څخه غوښتنه وکړي چې د مسلمانانو او اسلام د ځپلو لپاره د (ملي عملیاتو پلان) تر نامه لاندې خپلې پالیسۍ ته د پای ټکی کېږدي. همدارنګه دا په مسلمانانو پورې اړه لري چې په نظامي چارواکو غږ وکړي چې د نصرت په ورکولو سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تګلاره یو ځل بیا د خلافت په بنسټ اېښودو سره د کفارو قانون او فساد ته د پای ټکی کیږدي. نو ځکه حزب التحریر په عمومي توګه په سیاسي ګوندونو، علماوو، رسنیو، روښنفکرانو او نفوس لرونکوو کسانو غږ کوي چې د حزب التحریر د زړورو ځوانانو تر څنګ ودریږي او له اسلام څخه د هرې سرغړونې پر مهال دغه حکام ورټی.

اې د پاکستان د وسلوالو ځواکونو مخلصو مشرانو! دا ډیره دردوونکې ده چې د پاکستان شریف، پاک او مخلص مسلمانان په پرله پسې توګه د فاسدو حکامو له لوري په غلطه کارل کيږي. خپل نیکونه مو په یاد راوړئ، د انصارو نظامي قوماندانان د عدالت په عصر کې یې په مدینه منوره کې د اسلامي دولت په رامنځه کولو سره مونږ ته لارښونه کړې، هغوی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د نظامي مرستې (نصرت) په ورکول سره اسلام د یوه دولت په توګه رامنځه کړ. دوی ډاډمن وو، چې حکام به د اسلام پر اساس محاسبه کیږي. د دغه خاینو حکامو له خوا د حزب التحریر ځوانان په دې سبب په ستونزو او کړاونو کې دي چې د دوی د محاسبه کولو لپاره کار کوي او د بې عدالتۍ په دې تورو شپو کې خپل مسولیت تر سره کوي. حزب التحریر نن په تاسې غږ کوي چې خپل مسولیت مو ترسره کړئ، اې رښتینو افسرانو! د عدالت په دغه نوې زمانه کې مسلمانانو ته د نصرت په ورکولو سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تګلاره د خلافت په راوستلو سره راتلونکوو ته لارښونه وکړئ او د مسلمانانو دوعاګانې او د الله سبحانه وتعالی رضا تر لاسه کړئ.

په پاکستان ولایت کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر

ژباړه: فرید نهضت


PDF Print Email
Views [ 587 ]
نظر
 
اسم : اسم تانرا داخل نمایید
ایمیل : ایمیل آدرس تان را داخل کنیدایمیل آدرس تان اشتباه است
نظر :  نظر تان را داخل نماییدتعداد حروف از اندازه تعیین شده زیاد است
کود : A value is required.Invalid Security code.
  8567343
همچنان ...
انقره میزبانی پوتین، قاتل اجاره‎ای امریکا را می‎کند؛ در حالی‎که ادلب در پرتگاه سقوط قرار دارد
پوتین بزرگ‎ترین آدم‎کش اجاره‎ای امریکا و یگانه حامی نظام بشار و قاتل اطفال بی‎گناه، طبق دعوت رئیس جمهور اردوغان در ۲۸ سپتمبر ۲۰۱۷م وارد انقره شد، و اردوغان تحت یک مراسم رسمی از پوتین استقبال کرد. در ی...
مخلص دعوتګر او ستر سیاسي مفکر یاسر غیث (ابو عمار) وفات شو!
ابو عمار د ۲۰۱۷م، د اکتوبر پر ۱۴مه چهارشنبه ماسپښين د ۷۱ کلونو په عمر د ژوندیو له کاروانه بېل او له الهي رحمت سره یو ځای شو. نوموړی یو دعوتګر و او خپل ټول عمر یې د الله سبحانه وتعالی په اطاعت، د اسلام...
درگذشت یکتن از حاملین دعوت؛ مفکر بزرگ سیاسی یاسر غیث(ابو عمار)
ابو عمار ظهر روز شنبه ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۷م به عمر ۷۱ سالگی به رحمت الهی پیوست. موصوف یکتن از حاملین دعوت بوده و تمام عمر خود را در راه اطاعت الله سبحانه وتعالی، اعادۀ زندگی اسلامی و ایجاد دولت خلافت راشده ...
د هسپانوي (کاتالونیا) او عراقي (کردستان) تر منځ توپیر څه دی؟
د ۲۰۱۷م کال د اکټوبر پر لومړۍ (ټي ار ټي) عربي وېبپاڼې د (د هسپانیې دولت د کاتالونیا ایالت د بېلتون غوښتونکوو د ټولپوښتنې مخه ونیوله) تر عنوان لاندې راپور خپور کړ، چې پکې ویل شوي وو: پولیسو په دې سیمه...

موضوعات جدید ...

جواب به ادعای برادر نور جواب به ادعای برادر نور ...
در یک مصاحبه ای که توسط شبکه خبری "المزهر السیاسی" با آقای نور "حامد" صورت گرفته بود ...
شیر اش را برای آبیاری شاهرگ اقتصاد مردۀ...
نامه سرگشاده حزب التحریر–ولایه سوریه به ...
وروستۍ بریا د الله سبحانه وتعالی رضا لاس...

نشرات جدید ...

ماهنامه تغییر - شماره هشتم
ماهنامه تغییر - شماره هشت...
ماهنامه تغییر - شماره هشتم ماهنامه تغییر به مسایل داغ سیاسی، فرهنگی و اجتماعی به سطح جهان و منطقه پرداخته و شما هم با استفاده از آن در نشر و بخش هر چه...
ځانګړی رپوټ: په سوریه کې د ترکیې نظامي م...
گزارش ویژه: بررسی مداخله نظامی ترکیه در ...
ماهنامه تغییر - شماره هفتم...
ماهنامه تغییر - شماره پنجم و ششم...

پر بیننده ترین ها ...

روزمره‌گی، یکنواختی، پوچی و نهایت خودکشی یک جوان هراتی؛  کجایِ کار می‌لنگد؟!
روزمره‌گی، یکنواختی، پوچی...
طرز دید خوشبختی و لذت نسبت به زندگی باعث شده که تعدادی زیادی از جوانان را در دام خود ...
سلمان و درخواست تأسیس مرکز جهانی برای مب...
د جان کيري د حکومت عورت بايد نور ټولو ته...
نامه سرگشاده حزب التحریر–ولایه سوریه به ...
د بورقې او نقاب پر بندیز د ډنمارک د خلکو...