Enter email addressInvalid email!
  دفتر مطبوعاتی
حزب التحریر
۱۴۳۸ د ربیع الاول ۱۷مه ۲۰۱۶ز د ډیسمبر ۱۶ مه

مطبوعاتی اعلامیه

د پاکستان د پوځ نوي مشر ته پرانیستی لیک

السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته!

دا چې تا پر له پسې د برید جنرالۍ، تورن جنرالۍ او ډګرجنرالۍ ترفیعاتي رتبې ترلاسه کړې او اوس دا دی د لوی درستیز مقام ته ورسېدې. موږ ټول تا ته د پاکستان د وسله والو ځواکونو د نوي پوځي قومندان په توګه مخاطب کوو. د پاکستان وسله وال ځواک د نړۍ یو له غوره پوځي ځواکونو څخه شمېرل کيږي. په دې کې شک نشته چې زموږ په دین کې پوځي قومندان یوه ستره دنده پر غاړه لري، خو تر څنګ يې دغه مقام د ډېر اجر د لاس ته راوړلو لپاره ستره سرچينه هم ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپله پوځي قوماندان و. هغه د ربیع الاول پر ۱۲ مه مدینې ته هجرت وکړ، په داسې حال کې چې لا له مخکې يې له انصارو څخه د امن او نصرت(مادي ملاتړ) درلود.

په دې توګه، رسول الله صلی الله علیه وسلم ستاسو لپاره د پوځي قومندې یوه ځلانده بېلګه او نمونه ده. نو مسلمانان به له دښمنانو څخه ژغورې او له ټول بشریت څخه مخکې به د الله سبحانه وتعالی ستر حکم پلی کوې.

موږ تاسو ته هغه ستره ننګونه چې نن ورځ ورسره مخ یاست، در په ګوته کوو. تاسو له امریکا سره تړون لرئ، نو باید پرېکون ورسره اعلان کړئ. که چېرې غواړئ چې تاسو د هندوستان د سیمه ییزې ربړونې پر ضد، د يو ځواک په توګه را څرګند شئ، نو لومړی بايد له امریکا سره خپل تړون لغوه کړئ، ځکه چې دغه تړون همېشه ستاسو د ضعف لامل شوی او نور مو هم کمزوري کوي.

د جنرال مشرف د واکمنۍ پر مهال، متحده ایالتونو د دې تړون له لارې له استخباراتو، اډو او زموږ د وسله والو ځواکونو له هوايي دهلیزونو څخه، پر افغانستان باندې د یرغل لپاره د لومړي ځای په توګه ګټه واخیسته.

وروسته بيا، متحده ایالتونو په چټکۍ سره د افغانستان دروازې د هند پر مخ پرانيستې او دوی ته يې د اوسېدو غیر رسمي زمینه برابره کړه، تر څو د هند دولت وکولی شي، له پاکستان څخه د بې ثباتۍ مرکز جوړ کړي او زموږ په ټوله خاوره کې د ګډوډۍ او فتنو اور بل کړي. پاکستان په ټينګه له متحده ایالتونو سره متحد شو، جنرال مشرف د امریکا په غوښتنه په کشمېر کې له ترهګرۍ سره جهاد اعلان کړ، چې په حقيقت کې دا چاره له هندوستان سره ستره مرسته کول و. خو د هندوستان ډارن ځواکونه د کوچنیو وسلوالو ډلګیو له خوا ولړزول شول او لا تر اوسه پورې په پراخ ډول د مسلمانانو له خوا اغېزمن کېږي.

بیا د جنرال کياني په دوره کې د تړون څخه په ګټي اخستني سره، واشنګټن په دې ډاډه شو چې پاکستان په پراخه کچه لویديځو سرحدونو ته زموږ ځواکونو ولېږل. دا د امریکا غوښتنه وه چې نه یواځې له هند سره يې په ختيځو سرحدونو کې یوه لویه مرسته وکړه، بلکې تر دې زیات يې هندوستان ته د سيمه ییزو سترو هیلو(سیاسي موخو لاس ته راوړلو) انګېزه ورکړه. دا چې امریکا او هندوستان په افغانستان کې شتون لاره، نو امنیتي دلایلو ته په کتنې سره يې د پاکستان د وسلوالو ځواکونو رول راکم کړ.

بیا د جنرال راحیل په دوره کې د تړون څخه په ګټې اخستني سره، واشنګټن  هندوستان ډاډه کړ او مرسته يې ورسره نوره هم زیاته کړه چې د اسلام د اجباري ځپني په موخه يې د ”افراطیت سره د مبارزې“ تر نامه لاندې پر مسلمانانو جګړه و تپله. د کشمیر د مقاومت کوونکو مسلمانانو پر وړاندې یې ”په سرحدونو کې د ترهګرۍ د پای ته رسولو“ تر نامه لاندې د مسلمانانو ځپل پیل کړل. همدا راز يې”له ځان څخه دفاع“ تر نامه لاندې هند ته زموږ پر ختيځو پولو باندې د تېري کولو فرصت ورکړ.

اوس که له متحده ایالاتو سره د جنرال باجوه تړون د پخوا په څېردوام وکړي، نو د امريکا د منځګړيتوب او مداخلې په پايله کې به پاکستان د هندوستان پر وړاندې تیت و پرک شي او هغه هیلې چې د کشمیر د بشپړې ازادۍ او د پاکستان سره د یوځای کېدو غوښتنه يې کېږي، د تل لپاره به تر خاورو لاندې شي. دا د امریکا دسیسه ده چې د ګډو وډو دیپلوماتیکو خبرو له لارې، د هند له بريا سره مرسته کوي، خو دا خبرې به هيڅکله ونه شي کولی چې د جګړي په ډګر کې د دوی (هند) د امنيت تضمين وکړي. د اړیکو د بیا عادي کولو لپاره، دا د امریکا غوښتنه ده چې هر کله که پاکستان، هندوستان ته د یو خنډ او واکمن سیمه یز ځواک په توګه را څرګند شي، دوی(امریکایان) به يې له صحنې څخه وباسي، ان تر دې چې اوس مو په خپله توره له اټومي وسلو څخه بې وسلي کوي.

درنو پوځي قوماندانانو!

امریکا د مسلمانانو ښکاره او کافر دښمن دی. په ختيځ کې له یو هندو دولت او لویدیځ کې له يهودي دولت څخه د دوی ملاتړ، د دوی د دښمنۍ څرګند مثال دی. پر افغانستان، عراق او سوریه باندې تېری د دوی دښمني په ډاګه کوي. اسلام د هغو دښمنو ځواکونو سره له تړنونو څخه منعه کړې ده چې د مسلمانانو پر وړاندې جګړه کوي، ځمکې مو اشغالوي او یوازې د راپرځېدنې غوښتنه مو لري.

په دې اړه الله سبحانه و تعالی فرمايې:                                                        

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لاَ تَتَّخِذُوا عَدُوِّي وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَاءَ تُلْقُونَ إِلَيْهِمْ بِالْمَوَدَّةِ وَقَدْ كَفَرُوا بِمَا جَاءَكُمْ مِنَ الْحَقِّ (الممتحنه:۱)

اې مومنانو؛ تاسو زما او خپل دښمنان په دوستۍ مه نیسئ، تاسو له هغوی سره د محبت څرګندونه کوئ په داسې حال کې چې هغوی پر هغه حق دين باندې کافر شوي دي چې تاسو ته راغلی دی.

موږ تاسو ته ډاډ درکوو چې تاسو نه يواځې دا چې له واشنګټن سره د تړون د پای ته رسولو وس لرئ، بلکه داسې حالت رارسېدلی چې په بشپړه توګه ورسره پرېکون اعلان کړئ.

درنو قوماندانانو!

د امریکا د متحده ایالتونو کمزورتيا په پام کې ونیسئ. له پوځي پلوه، د دوی د ځواکونو بې زړه توب د هغوی پرمختللې وسلې شلې (فلج) کړې دي. په افغانستان کې  یوه کمزوري وسلوال قومي ګروپ دوی ځپلي دي، ان تر دې چې دې ته يې اړيستلي چې زموږ پر وسله والو ځواکونو تکيه وکړي. له اقتصادي پلوه، د پانګوالو ډېر حرص د دې لامل شوی چې خپله همېشنۍ پاملرنه يواځې شتمنۍ ته واړوي، تر څو شتمني يوازې د څو محدودو کسانو په لاس کې ولويږي چې دا چاره يې د اقتصادي سقوط سبب شوې ده. له سیاسي پلوه هم، د دوی مقام او شهرت د خرابۍ خوا ته روان دی، تر دې بریده چې اوس په وحشي ډول په پرديو هيوادونو کې مادي سرچينې څاري او پر وړاندې يې سخت نفرت لري، دا کار نه یوازې په اسلامي نړۍ کې، بلکې له اسلامي نړۍ بهر يې هم کوي.

د امت پر وړاندې د اوسنيو ظالمو چارواکو د سختو ځورونو سره سره، بیا هم زموږ امت ماتې نه ده خوړلې، ځکه چې دوی اسلام ته ژمن رالوی شوي دي. د امت لخوا د استعمار او دیموکراسۍ د ردولو غوښتنه له پخوا څخه لا پياوړې شوې ده، ځکه نو امت د اسلامي احکامو د پلي کېدو او پر نبوي منهج د خلافت د رامنځ ته کېدو غوښتنه لري. په دې توګه به اسلامي امت ستاسو زړور ګام ته هر کلی ووايي، ستاسو اقدام به وستايي او له تاسو څخه به بشپړ ملاتړ وکړي.

دا هم په پام کې ونیسئ چې حزب التحریر د خپل امیر، شیخ عطا بن خلیل ابو الرشته تر رهبری لاندې، په بشپړه توګه د اسلام د پلي کېدو لپاره چمتو دی. نوموړی حزب د لوی شمېر داسې وړ سياستوالو اداره پر غاړه لري چې نفوذ يې په ختيځ کې تر اندونيزيا او لوديځ کې تر مراکش پورې رسيږي. دوی شپه او ورځ نه ستړی کېدونکی کار کوي، سره له دې چې د ظالمانو لخوا، له بندې کېدو، تښتولو، شکنجو او ډول ډول ځوريدنو سره مخ دي. کله چې  ستاسو په لاس خلافت رامنځ ته شي، دوی به د خپلې ژمنې له مخې چې له الله سبحانه و تعالی او د هغه له رسول سره يې کړې، لا په چټکۍ سره خپل کار ته دوام ورکوي، تر څو په نړۍ کې د اوسنيو مسلمانو خاور یووالی، د یو واحد باوري دولت په توګه ډاډمن کړي.

د پورته ټولو ټکو په پام کې نیولو سره، کله چې تاسو د اسلام بشپړ ملاتړ او د الله سبحانه و تعالی حکمونو ته غاړه کېږدئ، نو د الله سبحانه و تعالی مرسته به مو په برخه شي. تاريخ د دې شاهد دی چې مسلمانو پوځي قوماندانانو د الله سبحانه و تعالی له مرستې څخه د پیاوړې وسلې په توګه کار اخیست او د خپل دښمن پر وړاندې به يې چې د دوی په نسبت به يې ښه تجهيزات او امکانات درلودل، بری تر لاسه کاوه. چې مثالونه يې د خالد بن ولید رضی الله تعالی عنه له بریاوو څخه نیولي، بیا تر صلاح الدین ايوبي، محمد بن قاسم ... پورې ډېر دي. اوس تاسو هم د اسلام د ریښتينو پوځي قوماندانانو پر پله باندې پل کېږدئ، د خلافت بیا راتګ ته نصرت(مرسته) ورکړئ او په یاد ولرئ چې د عزت او بري پر لور به له الله سبحانه و تعالی پرته بل څوک ستاسو مرستندوی نه وي.

الله سبحانه و تعالی فرمايې:

(إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ وَإِنْ يَخْذُلْكُمْ فَمَنْ ذَا الَّذِي يَنْصُرُكُمْ مِنْ بَعْدِهِ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ) (ال عمران: ۱۶۰)

که الله درسره مرسته وکړي هيڅوک به درباندې لاس بري نه شي او که دی مو خوار کړي (پر خپل حال مو پريږدي او مرسته درسره ونه کړي)نو له ده څخه پرته بل څوک شته چې مرسته مو وکړي؟ نو مومنان دې يواځې پر الله سبحانه و تعالی توکل وکړي.

حزب التحریر ولاية پاکستان مطبوعاتي دفتر

ژباړه: خبيب


PDF Print Email
Views [ 356 ]
نظر
 
اسم : اسم تانرا داخل نمایید
ایمیل : ایمیل آدرس تان را داخل کنیدایمیل آدرس تان اشتباه است
نظر :  نظر تان را داخل نماییدتعداد حروف از اندازه تعیین شده زیاد است
کود : A value is required.Invalid Security code.
  8567343
همچنان ...
شیخ مجاهد عمر عبدالرحمن، در حالی شهید شد و به سوی پروردگارش شتافت که شاهد جنایات امریکا بود
عالم بزرگ شیخ عمر عبدالرحمن، پس از مبارزه تقریبا 25 ساله خویش در برابر ظلم و ستم امریکا، روز شنبه 18فبروری 2017م در زندان طاغوتی امریکا به حق رسید. او با شهادت خود پرده از دشمنی امریکا در برابر اسلام ...
سر مار را باید برید، نه دمش را؛ این امریکاست که به استخبارات هند توانایی حمله بر پاکستان را از خاک افغانستان می دهد!
حزب التحریر-ولایه پاکستان رهبرانی را در پاکستان که با خاموشی و عدم عمل شان درین کشور باعث شدند تا دشمن در ۵ روز ۱۰ حمله را در مناطق گوناکون پاکستان سازماندهی کنند، مسئول و متهم می داند. ما آن ها را در...
سوگواری درگذشت یکی از برادران دعوتگر از تاجیکستان در یمن!
با ایمان راسخ به قضای الله سبحانه وتعالی، حزب التحریر-ولایه یمن درگذشت داکتر انور اسماعیلوف(ابوعمر)‌ را در کل برای همه ی امت، به ویژه برای مردم یمن تسلیت می گوید. ما از بارگاه ایزد منان برای ایشان است...
پروژه ی هند بزرگ را خاتمه داده و خلافت را تأسیس نمایید؛ با دخالت ایالات متحده، حکام پاکستان به منظور تقویت هند، جهاد علیه اشغالگران کشمیر را سرکوب می نماید!
به مناسبت روز کشمیر، حزب التحریر-ولایه پاکستان ادعا می کند که کشمیر اشغال شده توسط هند، با سرپرستی این حکام خاین و فرمانبردار امریکا، هرگز آزاد نخواهد شد. تنها دولت خلافت به منهج نبوت نیروهای مسلح پاک...

دفتر مطبوعاتی مرکزی: دعوت فراقاره‏ ...

دفتر مطبوعاتی مرکزی: دعوت فراقاره‏ ئی حزب التحریر برای تاسیس دوباره خلافت برمنهج...

موضوعات جدید ...

د ترکيې او یهودو سیاسي اړیکې بیا پیل شوې د ترکيې او یهودو سیاسي اړ...
د ۲۰۱۷ د فبروي په ۱۵مه د سوریې ادارې په ادلیب ښار کې د د العروبه په نوم د نجونو پر ښو...
دسیسه ی مسلمان کشی های دولت مزدور افغانس...
نړیوال کمپاین: «خلافت او تعليم: د طلايي ...
نړۍ د یمن د ماشومانو پر لوږه سترګې پټوي...

نشرات جدید ...

ماهنامه تغییر - شماره چهارم
ماهنامه تغییر - شماره چها...
ماهنامه "تغییر" شماره چهارم بار پرداختن به قضایای داغ امت اسلامی به خصوص برخورد نظامی افغانستان و پاکستان در سرحد تورخم و نزدیک شدن افغانستان با هند م...
گزیدۀ از پاسخ های امیر حزب التحریر جلد ا...
ماهنامه تغییر - شماره سوم...
ماهنامه تغییر - شماره دوم...
مجله خلافت - شماره بیستم...

پر خواننده ترین ها ...

...
...
...

پر بیننده ترین ها ...

والی تخار باید از رقابت امریکا و روسیه نگران باشد، نه از فعالیت های حزب التحریر!
والی تخار باید از رقابت ا...
محمدياسين ضياء والى تخار، به تاریخ ١٥ دلو ۱۳۹۵ هـ. ش در يک مصاحبۀ اختصاصى به آژانس خب...
آیا دولت افغانستان برداشتی از دولت داری ...
د امریکا د سیاسي نفوذ کمښت او د هغه پایل...
آیا امریکا بالای ایران حمله خواهد کرد؟...
د تخار والي باید د امریکا او روسیې له سی...